د دوؤ قومونو
نظريه
محمد
اقبال اقبال
د دوؤ قومونو نظريه
نۀ څۀ آئيني او اخلاقي
جواز لري او نۀ د دنيا په
مخ د دې څۀ مثال شته. د عقيدې
په بنياد يو قام د بل نه
نۀ دے بيل شوے. عقيده
ورځ په ورځ بېلېږي او بدلېږي
ځکه چې د عقيدې تعلق فکر
او خيال سره دے خو د قامولۍ
رګ ريښه، وينې او خاورې
سره تړلې ده. قامولۍ سره
خاوره او وينه نۀ بدلېږي.
د عقيدې په بنياد د يورپ
ډېر ملکونه يو دي خو خاوره
او وينه ئې بيله بيله ده.
پکار دي چې د يورپ ملکونه
خاوره او وينه يوه کړي
خو دا يو فطري عمل دے. چې
هر قام ځان له خپله ژبه،
خپله خاوره او ثقافت لري
او دغسې ځان ژوندے ساتي.
مطلب دا شو چې د عقيدې
په لحاظ قامولي نۀ شي بدلېدې.
کۀ يو مسلمان عيسائي يا
بل مذهب خپل کړي نو هغۀ
عقيده خو بدله کړه خو خاوره
او وينه نۀ شي بدلولې. د
ازادۍ په جنګ کښې هندوان،
مسلمانان او د نورو مذهبونو
خلقو خپلې عقيدې شاته
کړې او پېرنګي
ته يوه ډله پره شو. هندو،
مسلمان، سکهـ، فارسي
او نورو د بيلو بيلو عقيدو
لرونکو د ازادۍ جدوجهد
وکړو او پېرنګے ئې وويستۀ.
دغو ورځو کښې پېرنګي په
خپلو تالي څټو دا خبره
خوروله چې هندو ځان له
قام دے او مسلمان ځان له
قام دے او انګرېزي خطاب
يافته او پنشن خورو دا
ډول غاړې ته واچوو چې هندوستان
کښې دې دوه قامونه وي. کۀ
خلقو چغې ووهلې چې د عقيدې
له کبله قام نۀ جوړېږي.
نۀ په آئين کښې شته او نۀ
د تاريخ په پاڼو کښې مثال
لري خو پېرنګي فېصله کړې
وه چې هم دغسې به وي او کۀ
وکتے شي نو کومه ډله چې
د پېرنګي په صف کښې ولاړه
وه دا رياستي واکداران
او د انګرېزانو پټتيان
وو دوي د مسلم ليګ چغه نۀ
وه وهلې عوام خو دوي اسلامي
نعرو باندې ځان پسې کړل.
نۀ پکښې سياسي شعور وۀ
نۀ پوهه او نۀ تدبر. نن چې
کوم خلق د اسلام چغې وهي
دا خلق پرون چرته وو. دا
ټول خو د پېرنګي په اشارو
ګډېدل او بيا چې د ازادۍ
دپاره اولس لاس پښې وهل
نو دوي انګرېز سره وو او
دا بې شعوره ئې په رشوتونو،
خطابونو او جاګيرونو
واخستل. اولس بغېر د څۀ
طمعې او لالچ د خپل مقصد
حاصلولو دپاره مبارزه
کوله. هر ظلم زياتي او بربادۍ
ته ورمخامخ وو. چرته د اسيران
مالټا، چرته په تورو اوبو
کښې بنديوان، چرته د هندوستان
په جېلونو کښې زنداني
کړے شول. د هندوستان
انګرېز د خپله هُوډه،
ننګ او غېرت نه وروستو
نۀ کړے شول. د هندوستان
لوئے لوئے عالمان او د
سر خلق د هغوي د دې خبرې
خلاف وو چې هندوستان کښې
يو هندو قوم اوسېږي. خو
په عقيده قام نۀ بدلېږي.
پېغمبر صلي الله علېه
وسلم وئيلي دي چې عرب او
عجم مقصد دا چې جغرافيائي
حدود په عقيده نۀ شي بدلېدې.
اسلام وائي چې ټول
مسلمانان وروڼه دي د مسلمانۍ
دپاره چې کوم شرائط اېشيائي
مسلمان دپاره دي هغه د
يورپ د مسلمان دپاره هم
دي. پاتې شو مقامي مسائل،
اقتصادي او معاشي معاملات
دا د هر چا ځان له ځان له
دي.
مذهبي عقائد په
ملکي معاشياتو او اقتصادي
حالاتو نۀ شي عائد کولے.
سېوا د هغې پابندو نه چې
مذهب په هر چا لګولي دي.
د مثال په توګه به عرب واخلو
دا ټول عرب ملکونه په عربو
کښې بيل بيل نومونه لري.
عقيدې کۀ بيلې دي او کۀ
يو دي خو په خپلو قامي نومونو
باندې پېژندګلو لري. لکه
مصريان، شاميان، يمنيان،
عراقيان، اردنيان خو
په هندوستان کښې
چې تهذيب او تمدن ئې يو
وۀ د دې باجود بيا هم صرف
د عقيدې په لحاظ دوي بيل
قام بللے شي چې دا نۀ تاريخ
شته. نۀ قانوني او اخلاقي
او انساني جواز لري. دې
د پېرنګي او د هغوي د ورکړې
جاګيرونو، خطابونو، غلامانو
ګټه په دې کښې ده چې دوي
بيل قام ثابت کړي. من شبه
بقوم فهو منهم. يعني اول
ژبه ده، دوېم جامه ده او
درېم رسم و رواج. باچا خان
ورته په ډانګ پئيلي ووې
چې هندوستان تقسيمول
د انسانانو په زړونو کرښې
راښکل دي. فساداتو کښې
څۀ وشو. کورونه لُوټ شو،
بچي بې موره بې پلاره،
ښځې کونډې شوې خو د هغۀ
وخت د لوټمارو مزې شوې.
دا ئې جاګيرونه زيات شو.
د فلسطين او اسرائيل جنګ
مذهبي جنګ نۀ دے، د خطرې
جنګ دے اسرائيل غواړي
چې فلسطينيان وباسي او
د هغوي خاوره قبضه کړي.
نو خبره په دې دليلونو
دې ته ورسېدله چې دوه قامي
نظريه، د عقيدې دپاره
نۀ ده، د خپلې حکمرانۍ،
لُوټ مار او د پېرنګي په
خوشحالولو کښې وه او تر
ننه د اسلام په نامه ساده
قوم دوکه کوي او څوک چې
د خپلې خاورې، خپل ثقافت،
روايت او تهذيب خبره کوي.
په هغۀ د ملک د ټوټې کولو
د غدارۍ الزام لګوي.
(ماخوذ د احمد
کاکا د خدائي خدمتګار
تحريک نه)
ادب: افسانه
او
د طاهر
اپريدي لويه قصه
پروفېسر ربنواز مائل
ادب کښې به افسانه
مونږ وړه قصه ګڼو خو په
انساني احوالو او واقعاتو
باندې مبني په دغسې معنٰي
کښې چې کمزورې نه کمزورے
شے هم انساني جذبې متاثره
کولے شي هم دغسې لکه له
طاقتور نه طاقتور څيز
ولې چې د انسانانو په اړه
دغه دوئيز ډول صورتونه
د ژوند، مرام د خپل کار
په وظيفو سره مشترک ډول
روان ښکاري. د اردو د
افسانوي ادب غټ کتاب چې
د فسانۀ آزاد په نامه د
پنډت رتن ناتهـ سرشار
له نامې په کلاسکس کښې
شامل دے، د خپل هيرو په
ډول يو مسخره چې خوجي لري
چې په خبره خبره ئې ښکاري
چاقو بهر راوځي او اصل
هيرو ازاد چې د چا په نوم
کتاب هم دے لکه چې هيڅ اثرناکه
غوندې کردار پکښې نۀ لري.
په بل ډول به دا ووايم چې
زړه قصه چې له مافوق شيانو
لکه الوتونکي مصله، دېوانو،
پريو او جادوګرانو نه
د فلاحيت بعد د عام انساني
ژوند په شکل مخې ته راغله
نو کمزورۍ هم د مينې وړ
وګرځېدې چې دغه د افسانې
کمال دے چې شعور د صحيح
توب او په ځائے توب سند
ورکوي.
افسانه د مغرب
عطا ده او د اولني افسانه
نګار اېډګر ايلن پو دا
په لوستونکو لوئے احسان
هم دے چې يو دغسې صنف ئې
رامنځ ته کړو چې لوستونکي
ئې تر شاعرۍ نه هم ډېر دي.
شايد چې د اردو لوئے نظم
نګار اختر الايمان چې
نظمونه ئې د قصې طرز دے
د قرة العېن حېدر په باب
دا وئيلي وو چې د برصغير
په ټولې اردو شاعرۍ يوه
قرة العېن حېدر نه جوړېږي.
افسانه ځنې
هسې خاصې لامحاله په هر
چا د منلو لري.
يوه
: لنډه به وي.
دوېمه
تر درېو څلورو له نه لسو
صفحو نه به لويه نۀ وي چې
ګوا به يوې ناستې کښې وئيل
کېدے شي.
درېمه
: کردارونه به هم پکښې لږ
وي.
څلورمه
: ژبه به ئې خوږه، بې شاعرۍ
هم لکه دغسې څۀ اثر لري.
پينځمه
: استجابي کېفيت به هم څۀ
نا څۀ لري په خصوصيت سره
د خاتمې په ښکارونه کښې.
په اصل کښې زۀ
دلته د طاهر اپريدي چې
د پښتو افسانې يو ډېر نوميال
سړے دے، له پاڅني حقيقتونو
نه بعد چې ما وښئيل، د هغۀ
د اوږدې لا لويې افسانې
( د څو لحظو لويه قصه) څۀ وئيل
غواړم.
دې افسانې ته
طاهر خپله نوې تجربه وئيلې
ده او ما دا ولوسته نو حقيقت
کښې ماته په دې وجو ډېره
نوې تجربه ښکاره شوه.
افسانه ټوله
له اوله تر اخره چې هغه
يو اجرتي قاتل بل وولي
نو د يوې اوږدې مکالمې
په شکل کښې ده. صرف دوه کرداره
دي او هم په دغو اجرتي قاتلانو
مبني د ګڼ شمېر واقعات
پکښې تر ذکر لاندې راځي.
يو غږېږي لکه چې صرف د غږا
کار ئې وي او بل ئې اوري
چې هيڅ هو هان پکښې نۀ کوي.
ويشتلے شوے
قاتل ډېر ويښ ذهنه، باضميره
او تر توقع نه هم زيات هوښيار
او لوئے سړے معلومېږي
او دوېم لکه پس صرف د سرونو
سودا کونکے او بس د هغۀ
له خبرو خوند اخستونکے.
بلې خوا ته به دا ټول په
ځائے پرېږدم او د طاهر
اپريدي په دغه افسانه
کښې د هغۀ هنرکاري دغسې
وستايم چې عام ډول قاتلان
او بيا اجرتي قاتلان غټ
هاغه ګڼل کېږي خو د عقلي
او نفسياتي بصيرت لکه
د فرعون په کور کښې چې موسٰي
پېدا شو. هسې يو بېدار،
نرم طبع، بابصيرته او
د خوږو خبرو او د پښېمانۍ
تاج په سر ايښے کردار وزېږوو
چې د افسانې دپاره ئې د
ادبي خوند په مرام ژبه د شاعرۍ غوندې اثرناکه
هم ضروري وګڼله او په رښتيا
هم خبرې دغسې دي.
♣♣♣