Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Israr da Toru

PasoonMarchBanner2012.jpg

قيامت به کله راځى

اسرار د طورو

زما والد صاحب مولانا عنايت الله مرحوم په يو کتاب کښې ليکلې دى چې يو وارې نبى علېه السلام اصحابو ته تقرير کولو چې يو د بانډې سړے راغلو او د نبى علېه السلام د تقرير په دوران کښې يې سوال وکړو چې قيامت به کله راځى.؟
نبى علېه السلام په خپل تقرير کښې مشغول وۀ ،حاضرينو خيال وکړو چې نبى علېه السلام د سائل سوال نۀ دے اورېدلے نبى علېه السلام چې د خپل تقرير نه فارغ شو نو تپوس يې وکړو چې سوال کونکے چرته دے باڼديچى غرض وکړو زۀ يم يا رسول الله نبى علېه السلام ورته وفرمائيل چې،" قيامت به هغه وخت کښې راشى چې امانت ضائع کېدل شورو شى. "سائل ووئيل "چې امانت به څۀ رنګ ضائع شى"
حضرت وفرمائېل "چې معامله د نا اهلو په لاس کښې راشى "
په قران کريم کښې په (سورة الاحزاب ايت 72 پاره22 ) کښې د امانت ذکر دے د دې امانت نه عالمانو احکام مراد اخستې دے چې الله تعالى د انبياء عليه السلام په ذريعه انسانانو ته راليږلى دى د دې احکامو د نفاذ ذمه د ټولنې د بااختياره حاکمانو ده دغه حاکمان د الهى احکامو "عاملين او محافظين پکار دى دا د هغوى په ذمه بارِ امانت دے دا امانت چې ضائع کړے شى نو قيامت به راشى.
په بخارى شريف ج 2ص 1045 تا ص 1056 ( مطبوعه اصح الطابع دهلى 1938ء) کښې د کتاب "الفتن " په عنوان يو باب د ے دا د بخارى شريف 29 جز 6 دے. په دې کښې د رسول مقبول صلى الله علېه واله وسلم د فرموداتو نه عمومى مفهوم اخذ کېږى چې يوه زمانه راتلونکې ده چې

(1)
دنياوى مزو کښې او په ذاتى مفاداتو کښې به د اختيار خاوندان داسې ورګډ شى چې ناپسنديده کارونه به کوى حضرت اصحابو ته د صبر هدايت کوى
 
(2) د جماعت نه د جدا کېدو نه اصحاب منع کوى تفرقه نۀ غواړى يعنې تر يو حده مسلمان حاکم خلاف خروج نۀ دے پکار
 
(3) د جماعت نه جدائى هله جواز لرى چې ښکاره باره کفر په دليل ثابت شى
(4)
رسول الله صلى الله علېه وسلم د يو فرمان نه معلومېږى چې داسې حاکمان چې په دين تدبير او کار کښې ضعيف وى کوتاه قده وى نۀ علم نۀ تدبر وى پکښې نو دا هلکان به امت هلاک کړى

(5) په بخارى شريف ج 1 ص 506 يو روايت کښې لفظ ( غِلمة) راغلے دے چې شرح نګار يې د غلام جمع ګڼى (حضرت ابوهرېره رضى الله عنه مروان ته وئيل کۀ تۀ غواړې چې صراحة وکړم نو زۀ به يې نومونه واخلم چې فلانے د فلانى ځوے د فلانى ځوے) دا په عقل او دين نا بالغه به ورته وښيئم
.
(6) د قرب قيامت په علامتونو کښې علم پورته کېدل او د جهل راکوزېدل هم دي ياد لرئ چې د قران و سنت په حواله د احکامو علم بنياد دے او نور علوم کۀ د احکام الهى په رڼا کښې پکارول امن قائيموى او انسان له ترقى او اطمينان ګټى
.
(7) حضرت محمد صلى الله علېه واله وسلم د احاديثو نه واضحه ده چې د فتنو په دور کښې به "اَلهرج" زيات شى "اَلهرج" د حبشو په ژبه قتل ته وائى مختصر دا چې د بدعمله، شرپسندو ، بې تدبيره، اخلاقاً عملاً او عِلماً کوتاه قده حاکمانو په لاس کښې د ملکونو اختيار راشى نو د بنى ادم دنيا قصاب خانه شى د قتلونو زور شى، د انسان وينه ارزانه شى امن تالا شى. دا د قيامت نخښې دى

Pasoon.January2012.jpg

د پښتو رنګه

اسرار د طورو

د احسان بدله بې د احسانه بل څۀ نۀ شى کېدې زۀ د ژوندى پاتے کېدو دپاره لکه د نورو مخلوقاتو احتياج لرم ډوډۍ ته، اوبو ته، خوړو ته، هوا ته، نمر ته، سيورى ته، پتاؤ ته ،زما وجود، زما اندامونه، زما ذهن ،زما فکر، زما قوت ما ته خالق راکړي دى. زما ګاونډى په پښو شل دے ځان له ژوندۍ پښه نۀ شى پېدا کولې ،زما خور په ذهن رنځوره ده مونږ د هغې د رنځ دارو ونۀ موندل د ګلشن سترګې بې نوره شوې مسيحا ورله د کومې راولم، زۀ خپل رب ته محتاج يم.

دانه دونه، مېوه، تېل، مصالحې الله پېدا کوى، مونږ يوه جودانه پېدا کولې نۀ شو مونږ له روزى الله تعالى پېدا کوى. د جائېداد خاوند د الله په زمکه خانى کوى دا لا څۀ کوې چې ځني خانان ځانونو ته اربابان وائى، حال دا دے چې د ا مام راغب اصفهانى په قول "د رب اطلاق بې د الله تعالى نه په بل هيڅ يو ذات نۀ کيږى ځکه چې يواځې الله تعالى د جمله موجوداتو د مصالح کفيل دے."  مفردات کتاب الداء مجازاً لفظ اضافت سره داقا په مفهوم راځى خو مطلق يعنې د اضافت او لام تعريف نه خالى نه.مونږ پښتانۀ دعوى د وفادارۍ کوؤ ، شاعران ،اديبان او دانشوران خو د وفا د تکميل دپاره په سولۍ ختو ته هم تيار دى نو دا کله امکان لرى چې الله تعالى خو دې زما سره احسان کوى زما د تربيت دپاره دې زمکه اسمان او جمله موجودات پکار راولى زۀ کۀ فقير يم ،کۀ امير د الله تعالى د احسان لاندې يم نو د پښتو رنګه دا ده چې د احسان کونکى وفادار به اوسم، د حسن عمل مظاهره به کوم. ټګى برګى او منافقت د وفادارۍ خلاف صفتونه دى دا د پښتو او مسلمانۍ سره هيڅ سمون نۀ خورى اصلى پښتون د خپل محسن تابعدار وى او ظاهره ده زمونږ اصلى محسن الله تعالى دے ،الله تعالى د وفادارۍ او صداقت په جذبه او عمل رضا کېږى . د هغۀ هر حکم د ظلم او منافقت خلاف دے دحسن عمل تقاضا کوى. قرآن وائى "آيا دوئ د الله د دين نه غېر بل دين غواړى حال دا دے چې په اسمانونو او زمکه کښې هر چاپه زړۀ يا په نازړۀ الله تعالى ته غاړه اېښې ده --- ال عمران آيت ٨٣

يو مشر يو مرام
اسرار د طورو

قامونه د يو مشر په قيادت کښې مرام ته رسي. اتفاق د تقويت علامت دے. د 14 اګست 1947ء پاکستان د دې وطن د باني ګوند د مشرانو د پاليسو په سبب تر 1956ء د آئين نه محروم وۀ مشرانو به د سياسي مخالفينو د فکر و نظر او حرکت نه خپل اقتدار ته خطره محسوسوله نو هغوي به ئې په مختلفو بهانو او الزامونو جېلونو کښې ساتل. نوموړي شاعران اواديبان به ئې هم په زنځيرونو تړل او وهل به ئې. دفېض احمد فېض اواجمل خټک غوندې خلقوسره داخلاقي مجرمانو نه زيات ناروا سلوک شوے دے دا اديبان او شاعران دخپل روښانه ضمير قېديان وو،چې د بې ضميره حاکمانو دحسدښکارشو،د اسلام په نوم جوړ شوي دې وطن کښې د اسلامي نظام په غوښتونکو جماعتونو د هغوي په ليډرانو او کارکنانو هر قسم تشدد شوے دے، قېد و بند د جائېدادونو ضبطي خو پرېږده په عامو جلسو ګولۍ چلېدلې دي عالمان په جېلونو کښې ناروا سلوک سره مخامخ کړې شو ي دي او دا سلوک به د پاکستان د باني ګوند مشرانو کولو،دا مشران به کله په سپينه جامه کښې وو او کله په وردۍ کښې خو نۀ ئې د ملک قامونو ته سياسي حقونه ورکول نه ئې د اولس د معاشي استحصال نه لاس اخستلو نۀ انصاف او نۀ جمهوريت وۀ د خارجي قوتونو ګوداګي وو.
د اقتدار په چوکو ناست ځنې غټ ليډران مسلمانان وو ولې د اسلامي عباداتو پابندي ورته ګرانه وه خو دپښتنو دټولو نه لوے ليډر چې د ځوانۍ نه د صوم وصلواة پابند وۀ او د پښتنو د اتحاد اوخوشحالۍاودوطن د ازادۍ دپاره ئې د انګرېزسامراج سره اوږده مبارزه کړې وه د چا د قربانو تاريخ چې دنيا ته معلوم وۀ نو دغه د مسلمانۍ نعره بازو هغوي ته کافران ووئيل اود خاتم الانبياءصلى الله علېه واله وسلم دشان ختم نبوت دشمنان ئې د انګرېزانوپه هدايت دخارجه امورو او دملک دمعاشي منصوبه بندۍ وزيران او مختاران کړل دشريعت نفاذ خو لويه خبره ده.د منکرين حديث يو فوځ ئې تيارکړو داسلامي تحقيقاتي ادارې مشري ئې داسې اشخاصو له ورکړه چاچې دقران دايتونو معنې بدلې کړې او ديني طبقې ئې راولړزولې 
د دروغو مزے لنډ وي دا سول او فوجي حکومتونه سپک شو، بدنام شو څوک قتل شو،څوک په سولۍ شو، څوک وسېزل شو، څوک د وطن نه وتښتېدل، خزانې ئې لوټ کړې د قوم ځوانان، بچي او زنانه ئې بې درېعه ووژل ملک ئې نيم کړ و په سامراجي ساهوکار ئې قوم او ملک خرڅ کړو اوس پښتانۀ وژني، عوام سيزي، د طالب او ترهه ګر په نوم د خارجي قوتونو په وېنا ئې د قوم ژوند د دوزخي مجرمانو نه هم بدتر کړے دے ګراني ده، د بجلۍ او ګېس او تيلو په ذريعه عام خلق سيزي مرکزي او صوبائي حکومتونه د امن په قيام کښې د توانائۍ د بحران په امتحان کښې 100 فيصد ناکام دي ملک جړقي_ دشمن په څټ سور دے_ حاکمان ړق نۀ وهي پړق عوام خوري

نو دلته ديو تعميري انقلاب ضرورت دے دا بدامني هلاکت ته روانه ده ددې هلاکت علاج په شريکه کول دي د کرسۍ مينه به بيا شي اوس د چړق تابيا پکار ده په امن په حکمت په عدم تشدد په مېدان عمل کښې ديو سياسي ګوند داسې ليډر نشته چې د هغۀ سياسي بصيرت د مسئلې حل ته اورسي ځني قائدين د کرسۍ نه اخوا څۀ نۀ ويني او د کرسۍ دپاره د هر چا نوکري چاکري کوي، نور قائدين د خپلو شهيدانو د قاتلانو سره عدالتي احتساب نۀ شي کولې، شريفان دا يو ناکام فوجي جرنېل نا کامۍ اوبدنامۍته په صدارتي محل کښې ګارډ اف انروړاندې کوي د مرده ګانو په نوم سياست کوي خپل ويژن نه لرې يا مجبور دي د پارټۍ سياست دبابا دقربانواو نظر په نوم جاري دے د موجوده قيادت سره د قوم د اتحاد دپاره عملي پروګرام نشته د پښتنو د دين د حفاظت دپاره لا ئحه عمل نۀ لري د هري پور، مانسهرې، ميانوالى وغېره علاقو د پښتنو د تاليف قلوب دپاره کوټلي پروګرام ته بې دمه دي_ قام ته خپله بجلۍ نۀ شي ورکولې په چيلم او سېګرټ دې اور ولږي ګټه ئې نور خوري، تماکو پښتنونخوا کري_ د پښتونخوا حکومت حېران دے د ژبې مسئله ورته پرته ده. پنځه کاله به تېر شي بيا به الله خېر څۀ حال وي پښتانۀ کۀ دغه شان اندام اندام وي نو نۀ به قام شي نۀ به د سياسي او معاشي علامې نه ازاد شي او نۀ به دوئ کښې د علم او هنر رڼا راشي_ فهم و فراست د باهمى افهام و تفهيم تقاضا کوي د يو بل وژل لوټل ښۀ عمل نۀ دے د پښتونخوا د هر ګوند د قيادت دعويدار ته درخواست دے چې ټول دې جرګه شي دوئ قوم پېژني_ هر يو خان، جاګيردار، تاجر يا کارخانه دار دے دوئ اکثر د يو بل عزيزان او خپلوان دي هيڅ نظريه نه لري بس مشري غواړي نو يو سړے ئې په يوه پارټۍ کښې وي نو بل په بله کښې عوام په چل هنر ځان پسې کړي، ووټ ترېنه واخلي يا پوزه توره کي لوهار شي خو اوس د ملک مسئله ده _ چې ملک وي نو د خان کرسۍ به وي کني نو بوټن به ئې ځاے وي. نو کله چې جرګه شي نو غور به وکړي د پښتنو په يو يو کور به وګرځي په لر و بر به ننواتې وکړي د اتحاد پېغام به ورکړي يو متفقه منشور به ورته کېږدي چې راغونډ شي_ نو هم دوئ به ئې مشران وي يو مشر ته به دستار په سر کړي او د ازادۍ،ترقۍ، آبادۍ په لور به روان شي

Pasoon November December 2011

توبه

اسرار د طورو

د لفظ توبه معنى د دارالعلوم ديو بند سابق مهتمم او استاذ مولانا وحيد الزمان صاحب په ( القاموس الوحيد ) کښې د ګناه نه پستنه کېدل ليکى او د توبې توفيق ورکونکى دپاره (  تواب  ) لفظ راوړى بنده له د توبې توفيق الله تعالى ورکوى علامه صديق حسن خان صاحب په  السراج الوهاب  - ج 11 ص- کښې ليکى ما وې د توبې اصل په لغت کښې جار وتل دى 

مونږ مسلمانان په ژوند کښې په انفرادى طور هم ګناهونه او غلطۍ کوو او په اجتماعى توګه هم سياسى لوبغاړى اولس د خپلو مقاسدو دپاره راپاره وى او کار ترې اخلى کله کله دا ليډارن د مبالغې ژبه استعمال کړى کله کله عوامو ته شنۀ باغونه وښئى ووټ ترېنه په چل ول واخلى او د باچاهۍ قلا ته ننوځى بيا لګيا وى حکومت کوى قام د هغۀ په وعدو شخوند وهى ډېر ملګرى پوهيږى چې دا ليډر يا حاکم چل ول کوى خو د پارټۍ او ليډر مرسته ورته پښتو ښکارى نو عمدًا ارتکاب د غلطۍ وکړى دا اجتماعى ګناه قامونه او ملکونه نقصانى کړى دا قسم نقصان زمونږ د عمل منطقى نتيجه وى فطرت سزا ورکوى څوک چې زهر وخورى نو تکليف به ورته رسى کله خو سړے د ډزه مړ شى او کله بېخى وربړېږى خراب تراب شى خوار شى
الله پاک رحمان رحيم دے نو هغه چې مونږ ته د توبې په ذريعه د ګناهونو غلطو او نافرمانو معافى کوى لکه په قران کريم کښې د سورة التحريم په آيت 8 کښې مومنانو ته وائى د ايمان خاوندانو تاسو الله ته په اخلاص توبه وکړئ نزدې ده چې رب ستاسو ګناه لر کړى او تاسو په داسې باغونو کښې داخل کړى چې د هغې د لاندې نهرونه روان وى. د قران کريم په 28 پاره کښې دا آيت د الله تعالى د رحمتونو او نعمتونو لوئے شان ښئى د ګناه اثر هم زائېل کړى او نعمتونه هم ورکړى خو توبه په اخلاص او په صداقت غواړئ_ قران کښې ( توبةً نصوحا ) ترکيب راغلے دے په خپلو غلطو مخلصانه ستومانى بايد وکړې شى او بيا د غلطۍ تکرار او اصرار و نۀ شى . د حضرت ابوهريره رضى الله عنه نه بخارى شريف روايت کوى چې رسول الله صلى الله علېه واله وسلم فرمائېل _( زما په الله سوګند وى چې زۀ لازماً د ورځې د اويا کرتو نه زيات ځله بخښنه غواړم او هغۀ ته توبه کؤم -- بخارى ج 2_کتاب الدعوة باب الاسغفار ص 933

په مسلم کښې د ابن عمر په روايت د رسول الله صلى الله عليه واله وسلم حديث شريف کښې دى_  زۀ الله ته په ورځ کښې سل واره توبه کوم حال دا دے چې نبى علېه السلام معصوم وۀ_ او د عذاب نه مامون وۀ خو د عبديت د اظهار او اعتراف په توګه ئې د الله نه بخښنه غوښتله او الله ته توبه کوله نو مونږ خو توبې او استغفار ته زيات حاجت لرو په مسلم شريف کښې د حضرت حارث بن سويد په ذريعه د حضرت عبدالله نه د رسول الله صلى الله عليه واله وسلم يو حديث شريف نه ثابېتيږى چې الله تعالى د خپل يو مومن بنده په توبه د هغه سړى نه هم زيات خوشاليږى (اے راضى کيږى) دچا نه چې په يوه هلاکت خېزه صحرا کښې سورلى سره د اوبو خوړو او سامان ورکه شى بې سوده تلاشى او تنده ئې مرګ ته سېلمه کړى او ناساپه دغه ورکه سورلى سره خوراک څښاک او سامان په خپل ځائې بيا ومومى د حديث شريف دا مفهوم مونږ ته د الله تعالى د رقانيت شان ښئى چې هغه د يو ګناه ګار بنده په توبه خوشاليږى

راځئ چې مونږ او تاسو او زمونږ دا حاکمان ، ليډارن او مشران دا عالمان، پيران او طالبان دا پوهان، اديبان او شاعران د خپل ماضى په کړو ګناهونو او غلطو ستومانه شو په نصوحا توبه وکړو او د ملک سياسى پاليسى سمه کړو دروغ، بهتان، فساد، قتلونه، شوکې ډاکې، خرو برد، رشوت خورى پريږدو د انسان خدمت د الله د رضا دپاره کول وظيفه کړو نو هم به مو حال ښۀ شى او هم راتلونکے ژوند دا اجتماعى توبه زمونږ د ستونزو حل دے

Published in Pasoon May June 2011

پاڅون