Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen1

باچا خان څۀ غوښتل

 

اداره

 

(دا تاسو چې زما د باچايۍ چغې وهئ نو چې دا تحريک مونږ شروع کړے دے دا خو د باچايۍ دپاره نۀ دے. چې زۀ دې بادشاه شم او کۀ چرې تاسو ما بادشاه کړئ نو اول خو په اسلام کښې باچائي نشته او بله دا چې ستاسو به خاورې په سر شي او زما به مزې وي نو تاسو پوه شئ چې نۀ ما او نۀ بل خپل باچا کړئ. مونږ باچايان جوړول نۀ غواړو، باچايانو ته مو ضرورت نشته، زمونږ به يو مشر وي او د قوم په رايه او مرضۍ او مشوره به وي او هغه سړے به وي چې د قوم خدمتګار وي. د خان، غريب او ميا ملا فرق به نۀ وي بلکې هر هغه سړے به وي چې هغه نېک او ايماندار او د قوم او ملک خېر خواه وي. تکليفونه او قربانۍ او ډېر خدمت ئې د قام او ملک کړے وي او چې د دې مشرۍ اهليت او پوهـه هم په کښې وي. زمونږ حکومت به د جماعت تابع وي جماعت به د حکومت تابع نۀ وي. بادشاهي خراب شے دے او د قوم او ملک په کښې ډېر نقصان دے او کۀ چرې نن يو باچا ښۀ هم وي نو سبا به ئې زوئے باچا وي نو څوک وئيلے شي چې ګوندې هغه به هم ښۀ وي او باچايان کله د خپل قوم ترقي غواړي؟ بلکې هر وخت دا خيال کوي چې کۀ دا خلق پوه شول نو ما به لرې کړي نو هغه هر وخت د قوم د پوهـې لاره کښې خنډان اچوي. دا ملک زمونږ د ټولو پښتنو دے نو مونږ يو سړے نۀ خان کوو، زمونږ به کوشش دا وي چې ټول خانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغۀ کښې مساوات وي او د ټولو خلقو په کښې يو شان خېر او فائده وي.کۀ پوره وي او کۀ سپوره وي په شريکه به وي. امن وي، انصاف وي زمونږ به د ټول قوم يوه جرګه وي او د هغوى په خوښه به يو صدر وي.

 

(د باچا خان د کتاب زما ژوند او جدوجهد څخه اقتباس. اداره)

 

خان شهيد قامي قهرمان

 

اردو    : ډاکټر رحيم داد خان  (لورالائي)     پښتو ترجمه  : اداره

 

(د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزي د پينځۀ دېرشم تلين په مناسبت)

    

خان شهيد په اووم جولايۍ ١٩٠٧ کښې د ضلع پشين په ګلستان کلي (عنايت الله کارېز) کښې د محترم نور محمد خان اچکزي کره پېدا شوے وۀ. د دوي والد صاحب هم يو عالم فاضل شخصيت وۀ. خان شهيد ابتدائي تعليم د خپل پلار محترم نه حاصل کړے وۀ او بيا د وخت د نوموړو عالمانو مولوي سيد ايوب شاه، مولوي آغا محمد، مولوي عبدالرحمان، مولوي شېر محمد او مولوي باران څخه ئې ديني تعليم حاصل کړے وۀ او په فارسۍ او عربۍ ژبه ئې عبور لرلو.

 

     د ازادۍ او وطن مينه د خان شهيد په وينه کښې اخښلې وه. د ديارلسو کالو په عمر کښې ئې د سکول د طالب علمانو د يو جلوس قيادت کړے وۀ. د خلافت تحريک کښې ئې برخه اخستې وه. د غازي امان الله خان سره د يووالي او مرستې دپاره افغانستان ته تللو خو انګرېزي حکومت نۀ پرېښودۀ او ګرفتار ئې کړو او هغه وخت ئې نظربندي ختمه کړې شوه کله چې د غازي امان الله خان حکومت ختم کړے شو.

 

     د خان شهيد د غلامۍ د ژوند نه سخت نفرت وۀ او د انګرېزانو د تسلط سخت خلاف وۀ او د انجمن وطن په نوم ئې يو سياسي ګوند جوړ کړو. په لږ وخت کښې ډېر خلق په دې ګوند کښې شامل شو او د ازادۍ دپاره ئې عملي جدوجهد شروع کړو. په برصغير کښې د جاري د ازادۍ د تحريکونو سره ئې تعلق پېدا کړو. د مهاتما ګاندهي، جواهر لال نهرو او خان عبدالغفار خان (باچا خان) او نورو ازادي خوښو ليډرانو سره ئې په ګډه د ازادۍ تحريک نور تېز کړو او بې پناه قربانۍ ئې ورکړې او د دې قربانو  په نتيجه کښې ملک نه انګرېزي تسلط ختم شو لېکن په پاکستان کښې د خان شهيد او باچا خان د قربانو هيڅ قدر ونۀ شو او د پاکستان حکومتونو دوي غداران وګڼل او د کفر فتوې ئې د دوي خلاف ورکړې. په انجمن وطن پارټۍ چې پابندي ولګېده نو خان صاحب د ( ورور پښتون)  په نوم سياسي پارټي اعلان کړه. د خان شهيد د ژوند برخه په قېد او نظربندو کښې تېره شوې ده. خان شهيد د پښتنو  د ازادۍ او اتحاد ارماني وۀ او خپل ټول عمر ئې د دغه مرام حصول  ته وقف کړے وۀ. د ون يونټ خلاف د جدوجهد کولو په نتيجه کښې ايوبي مارشل لا ورته د څوارلس کاله قېد سزا ورکړه. د کال ١٩٧٠ په انتخاباتو کښې خان شهيد د صوبائي اسمبلۍ ممبر منتخب شو. خان شهيد د پاکستان نېشنل عوامي پارټۍ نه جدائي اختيار کړه او پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي ئې جوړه کړه. د خان شهيد د وطن دوستۍ او د پښتنو د ورورولۍ جذبې د هغوي دښمنان هم پېدا کړي وو. په دوېم دسمبر کال ١٩٧٣ په خپل کور جمال الدين روډ کښې د شپې دښمنانو د بم په ذريعه شهيد کړو. چا چې ټول عمر د عدم تشدد تبليغ کولو هغه د تشدد ښکار شو. خان شهيد چې د ازادۍ او د پښتنو د اتحاد کوم فکر پرېښے دے هغه لا تېز شوے دے، د خان شهيد مشن د هغوي قابل فرزند مشر محمود خان اچکزي جاري ساتلے دے او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ تنظيم دا مشن پوره زور او شور سره د محمود خان اچکزي په قيادت کښې جاري ساتلے دے.

 

د خان شهيد ادبي او صحافتي خدمات

 

     خان شهيد لکه څنګه چې لوړ قامته سياسي شخصيت وۀ دغه رنګ يو د اوچتې پايې اديب او صحافي هم وۀ. خان شهيد د سکول په زمانه کښې د جرګې په فائدو او نقصاناتو مقاله ليکلې وه. په ١٩٣١ کښې ئې په بمبۍ کښې د برټش بلوچستان په مسئلو کتابچه ليکلې وه. خان شهيد د شېخ سعدي ګلستان او د امام غزالي کيميائے سعادت پښتو کښې ترجمه کړي دي. د مولانا ابوالکلام ازاد د قرآن مجيد مشهور تفسير ئې هم پښتو کښې ترجمه کړے دے. د سيرت النبي صلي الله عليه وسلم د وړومبي جلد ترجمه ئې هم پښتو کښې کړې ده. د کېنېډا مشهور اديب چارلټ او ډائي سن کارټر (فيوچر آف فريډم) اردو ترجمه ئې د (ازادي کے افق) په نوم کړې ده. خان شهيد د پښتو ډکشنرۍ، پښتو ګرامر او د پښتو په رسم الخط باندې قيمتي تحقيقي کار کړے دے او پښتو ليک دود کتابچه ئې شائع شوې ده.  خان شهيد د قېد دوران کښې خپل ژوند ليک (سوانح عمري) هم ليکلې ده. خان شهيد چې د خپل مسلک او نظر د وضاحت او دفاع دپاره د کال ١٩٣٤ نه تر ١٩٥٦ پورې په مختلفو عدالتونو کښې کوم فکر انګېز دلائل ورکړي دي هغه د پښتنو د جدوجهد د تاريخ قيمتي سرمايه ده.

 

 خان شهيد غوښتل چې پښتانۀ د خپل واک اختيار مالکان شي او په يو وحدت کښې وپېيلے شي او د قبائليت د دور نه راوځي. خان شهيد د پښتنو دپاره په خپله مورنۍ ژبه پښتو کښې د تعليم په اهميت زور ورکولو. خان شهيد کال ١٩٣٨ کښې هفت روزه اخبار (استقلال) جاري کړے وۀ کوم چې په عامو خلقو کښې سياسي بېداري پېدا کړې وه. په دغه اخبار کښې به د ازادۍ په اهميت او د انګرېزانو د تورو قوانينو خلاف مضامين او کالمونه چاپ کېدل. په استقلال پابندي لګېدو نه پس خان شهيد هفت روزه ( پېغام جديد ) جاري کړو لېکن ډېر زر په دې اخبار هم پابندي ولګېده. خان شهيد په مياشتني ګلستان، لار، رهبر، اباسين او نورو مجلو کښې تحقيقي مضامين چاپ کړي دي. د خان شهيد د ژوند د اوږد جدوجهد احاطه په يو وړوکي مضمون کښې نۀ شي کېدے. خان شهيد د پښتنو دپاره د رڼا يو مينار دے، د هغوي فکر او نظر به تل د پښتون قام رهنمائي کوي.

 

♣♣♣

Promote Pushto   پښتو ژبه خوره کړۍ