Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Dr Chiragh Hussain Shah 1.1.11

Pasoon.January2012.jpg

سجيد ګل خټک يو اقبال شناس
ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه

د سجيد ګل خټک مرحوم نوم اول ځل د خپل د نيکۀ ورور نائب رساله دارسيد رضا مرحوم ( وفات 1967ء ) نه اوريدلے وۀ دوئ وې چې زۀ د ملازمت په سلسله کښې لاهور کښې وم ،رسالدار مېجر سجيد ګل خټک چې د لاچۍ کلى (کوهاټ ) اوسيدونکے وۀ زما ملګرے وۀ زۀ ځلمے وم او سجيد ګل لږ مشر وۀ زۀ دوه ځله دۀ سره علامه اقبال ځائے ته تلے وم علامه صاحب د انار کلۍ بازار لاهور په يوې بالا خانې کښې مېشته وۀ ، سجيد ګل د علامه صاحب سره خبرې کولې او ما لاندې انار کلۍ بازار ته کتل خو دومره راته ياد دي چې علامه د مولانا روم اشعار وئيل او سجيد ګل ورته بدل کښې د خوشحال خان خټک اشعار تېرول هم په دې ورځو کښې د مير عبدالصمد خان ليکلے کتاب " اقبال او خوشحال" زما نظر لاندې راغے، دې کتاب باندې سريزه ماسټر خان ګل مرحوم ليکلې وه د دوى تحقيق دا دے چې اقبال چې خپل کتاب "ضر ب کليم" کښې د محراب ګل افغان په نوم چې د کوم کردار د افکار ذکر کړے دے هغه هم دغه سجيد ګل دے او محراب د سجيد اردو ترجمه ده چې د سجدې د کولو ځائے ته وائي خو د دې اپوټه د اقبال د کلام ډېر محقيقين او شارحين دا يو فرضى کردار ګڼى اوس کله چې مونږ د اقبال د خپل لاس ليک بياض ته ګورو نو اقبال د دې افکارو نوم څلور ځله بدل کړے دے اول ئې ورته د تخيلات نو م خوښ کړے دے بيا ئې ورباندې کرښه راښکلې ده او ورته ئې سرنامه خيال ګل کے افکار ورکړې ده خو دا نوم ئې هم خوښ شوے نۀ دے او د کهستان عنوان ئې ورباندې ايښے دے اخر څلورم ځل ئې د محراب ګل افغان کے افکار سفرنامه ئې ورته غوره ګڼلې ده داسې ښکارى چې دا بدلون د سجيد ګل نه د هغه د نوم د مطلب د تپوس نه پس شوے دے او د اقبال اسلامى ذهن ته دې نوم کښې د خپل نظرياتى مقصد تر لاس ورغلے دے.

د سجيد ګل د نمسو د وېنا مطابق دې په کال 1958ء کښې په حق رسېدلے دے د وفات په وخت د دۀ عمر 96 کاله وۀ دې حساب سره د سجيد ګل مرحوم د زيږدنې کال 1862ء جوړيږى دې د لاچۍ کوهاټ سره نزدو د خدرخېل کلى وۀ چرته چې سينى خټک اباد دي د والد صاحب نوم ئې مزمل شاه وۀ د دۀ تعلق د يو مذهبى او دينى کورنۍ سره وۀ د سوات لوے محقق پروېش شاهين وېنا ده چې د سجيد ګل نيکونه د بونېر سوات د چغرزو د د سيمې نه راغلي وو چې شانګلې سره ئې پوله لګى.

رسالدار مېجر صاحب صرف د دينى مدرسې تعليم حاصل کړے وۀ اول جنګ عظيم کښې ئې برخه اخستې وه د قرآن پاک نامتو نومسلم انګرېز مترجم محمدمرډيوک پکتهال ( زمانه 1936ء _ 1875ء) سره ئې يو تصوير دوى سره کور کښې شته چې کله دۀ د هاؤس اف لارډ ته د خطاب نه پس ايستے وۀ لا چۍ سکول ته د هائى کلاس درجه ورکول د دۀ د کوششونو برکت دے.

د "غږ" رسالې کښې چاپ د فارغ بخارى او رضا همدانى د يو مضمون د اقتباس نه داسې لګى چې سجيد ګل د نامتو مستشرق هندى جارج راورټى (زمانه 1906ء_ 1825ء ) سره هم ډېر ژور تعلق درلود، د دې رسالې "غږ" جولا ئى تا ستمبر2010ء کښې ئې ليکلي دى د راورټي ترجمه شوې د خوشحال خان شاعرى علامه اقبال په اردو کښې راخپله يا ترجمه کړې ده د امير عبدالصمد د وېنا تر مخه د صوبېدار سجيد ګل نه د خوشحال خان کلام راورټى زبانى اورېدلے وۀ نو ځکه علامه د پښتو نه نېغ په نېغه نۀ ده ترجمه کړې. دې عبارت کښې سجيد ګل سره صوبېدار ليکلے شوے دے حالانکه هغه د انګرېز فوځ په رساله کښې رسالدار مېجر وۀ دويم دا چې ګر چې راورټى د مرګ په وخت د سجيد ګل عمر ( 44) کاله جوړيږى خو راورټي د خوشحال خان پښتو شاعرى اول ځل په 1862ء کښې خپل کتاب Selection from the Poetry of Afghan دپاره په انګريزۍ ژبه کښې ترجمه کړې ده او دا وخت د سجيد ګل عمر صرف دوه کاله جوړيږى دا خبره نور مزيد سنجول غواړى.

د هندوستان په شمال مغربى سيمه کښې يو جدا اسلامى رياست تصور اول ځل سردار ګل محمد خان ګنډه پور چې يو سول سرونټ وۀ په 1920_28ء کښې وړاندې کړې وۀ د محقق پروېش شاهين دا بيان دے چې دا نظريه سجيدګل کاکا علامه اقبال ته ورسوله او هغوى د نور غور او فکر نه پس 1930ءکښې د مسلم ليګ پليټ فارم نه اله اباد په خپلې خطبې کښې پېش کړه دا هم نو يو تحقيق غوښتونکې مسئله ده.
سجيد ګل د خلافت په تحريک کښې هم توده برخه واخسته په دې وجه د انګريز سرکار ورنه خفه شو ګر چه هغه وخت رسالدار مېجر چوکۍ به يو هندوستانى دپاره د ټولو نه اوچته کرسۍ وه خو دومره خدماتو باوجود انګرېز سرکار دۀ ته څۀ جاګير، اعزاز يا خطاب ورنۀ کړو د اقبال دا شعر هم د ننګ دې پېښې ته اشاره کوي. د محراب ګل افغان د خلې نه د دۀ دا ذهنى کشمکش داسې بيانوى.
اے ميرے فقر غيور! فيصله تيرا هے کيا خلعت انگريز يا پيرهن چاک چاک
دا انکشاف نور څيړل غواړى.

اولاد: د رسالدار مېجر صاحب يو زوئے کپټن اسحاق وۀ د اسحاق دوه ځامن دي طارق ايډوکېټ کوهاټ او خالد خان چې برازيل کښې د پاکستان سفير وۀ د لور په اولاد کښې ئې نن مولانا سليم الله صاحب فاضل ديوبند. افرسياب خټک سينټر، شوکت خان او ډاکټر نعيم ګل پى. ايچ. ډى د يادو وړ کسان دي خو د بدقسمتۍ خبره دا ده چې ذوذات ئې باوجود د دينى او دنياوى علم د سفارت، د سياست او وکالت هنرونو د دۀ ذات راژوندے نۀ کړو ما ډېرد ضعف صحت د پرېشان حالۍ او تادۍ په حالت کښې دا د ډېرو غلطيو وکميانو او د اشتباهاتو نه ډک مضمون وليکلو کيدې شى چې څو ک علم دوست پښتون په دې کښې د نورو معلوماتو اضافه کړى او د وچو او لمدو نه پاک يو تحقيقى کتاب زمونږ د ازادۍ سياست او د ادب په دې تېر هېر اتل وليکى

زۀ دپاسنى معلوماتو دپاره د شوکت خان خټک، طارق خان اېډوکېټ، پروفېسر ستار خان خټک لواغرى او پروېش شاهين د منګلور ډېره مننه کوم

BUXOM

ډاکټر چراغ حسين  شاه

چې زما شفقت شهاب وېت نام ته ګوري            د ښائست  له  تصوره  مې  زړۀ  تور  شي... قلندر

دا د هغه  وخت  خبره  ده  چې  د يو روماني  شاعر  دا  وينا  د هر جمال  پرست  په  خله  به  وه  چې  غزل  څۀ  شے  دے؟ د يوې  ښکلې  څهرې  ننداره_  چې  د مخ  د نزاکت  او  د ملاحت د جلوو انداز  ته  ئې  مطلع  او روستو  دڅټ  د حسن  نظارې  ته  ئې  مقطع  وائي  د يونيورسټۍ  يوه پې  مخې  پېغله  به  چې  کله  د خپل  کور شوه  نو  دا جمال  پرست  شاعر  به  دوه  ورځې  په  کټ کښې  له  غمه  رنځور  پريوتو  نن  د قلندري  مکتب  يو  خوږ  ژبي  شاعر  دا جمالياتي  تخيل  او احساس  په  خپل  دې  شعر  کښې  داسې  راژوندے  کړو
چې  زما  د شاعرۍ دي  عنوانونه     ستا مطلع  او ستا مقطع مې دې غزل ويمخکښې  ورځو  اسلام  اباد  کښې  زما  د ورور کتاب   حديث  نامه  بر د مخکتنې  دستوره  وه هلته  د ماضي  دې  سر تر  پښو  غزل  صفته  روښان  طبع  شکيل  ځوان  سره  هم  کتنه  وشوه ما ورته  خپل  يو  کتاب   ژوندي خطونه   ورکړو  دۀ  په  ډېر  شکر  سره  دا  هديه  قبوله  کړه  او وې ويل  چې  حمزه  بابا  سره  خو  ما  ډېر  کم  تعلق  وۀ  خو  د دۀ  زوئ  مراد  سره  مې  سمه  يارانه  وه هلته   ګړد نور  ياران  هم  ولاړ  وو  ګپ  شپ  کښې  ځواني  کښې  د دې  ويال  طبع  غزل  سراپا د مطلع  د تاباني  او د زړۀ  راښکون  افسون  او  د ساحرۍ  ذکر  راغے    يو خوږ  زبانه  طوطي  بيان ملګري  يوه  واقعه  بيان  کړه  چې  يو  بس  کښې  روان  وو  بس  په  اډه  ودرېدو  يوه  ښاپيرۍ صورته  ملنګه  د ګاډي  کړکۍ  ته  اودرېده  د خېرات  دپاره  ئې  لاس  رامخته  کړو  ما  يوې  روپۍ  نوټ  په  دې  ګلرخې  د صدقه  کولو  په  غرض  را اوباسلو څۀ  ګورم  چې  ښکلې  فقيرې ملنګې  پېغلې  لاس  ما ته  نيولے  دے  او  سترګې  ئې  په  زمونږ  يوسف  زمان  شهزاده  ملګري باندې  ښخې  دي  زۀ  تا ته  ګورم  او تۀ  د بل  چا  په  تماشائې  منظر وۀ_ وجه  د دې  نه  بېخي  اپوټه  وه  ما  د قيصۍ  منځ  ته  ورټوپ  کړل  تاسو  د نرګس  د ګل کيسه  اوريدلې  ده  هغه  يو  ښکلې  ځوان  وۀ  روز به  د  يو ډنډ  په  اوبو  کښې  د خپل  عکس کتلو  دپاره  تلو  يو ورځ  د خپل  ښکلا  په  ننداره  کښې  دومره  د ځانه  ورک  شو  چې  ډنډ ته ورپريوتو  او ډوب  شو  چرته  چې  دې  پريوتې  وۀ  هم  دا ځائے  يو  ښکلے  ګل  راوټوکېدو  چې د نرګس  نوم  ورکړے  شو خو  آسکر وئلډ  کيسه  په  دې  ځائے  سر ته  نۀ  ده  رسولې  دۀ  ورزياته  کړې  ده  چې د نرګس  د مرګ  نه  پس  اورے  او  د ځنګل  ښاپيرۍ  د دې  د خوږو  اوبو  ډنډ  غاړې  ته  راغلې دوئ  څۀ  ګوري  چې  ډنډ نه  د مالګينو  اوښکو  مرتبان  جوړ  شوے  دے  ته  ولې  ژاړې  اورے او  د ډنډ  نه  تپوس  وکړو  زۀ  د نرګس  دپاره  ژاړم  ډنډ ځواب  ورکړو

دا خبره   مونږ  دپاره  بيخي  د حېرانتيا  نۀ  ده  دوي  ووې  مونږ  به  ځنګل  کښې  همېش  په  دۀ پسې  ګرځيدو  خو  افسوس  چې  دې  يو  وار  هم  زمونږ  په  لاس  رانغلو  خو  تا  خو دې  ډېر نزدو نه  ليدلے  وۀ  ځکه  نو  تا نه  زيات  څوک  د هغۀ  ښکلا  نۀ شي  بيا نولې  چې  روز  په  د ستا  په غاړه  سر  په  زنګون  ايښې  تر ګنټو  به  ناست  وۀ.
نو  ولې  نرګس  ښکلې   وه  ډنډ  تپوس  وکړو  دا  او بيا تر  ډېره  موده  غلې  وه  اخر  ئې وويل  زۀ  بې  د شکه  د نرګس  په  غم  کښې  ژاړم  خو  ما ته  کله  هم  دا احساس  نۀ  دې  شوے  چې  نرګس  ښکلے  وۀ  زۀ خو د دې  دپاره  ژاړم  چې  کله  به  هم  دې  زما  په  غاړه  په  سر  ښکته کړي  حالت کښې  ناست  وۀ  نو  ما به  د دۀ  د سترګو  په  تل  کښې  د خپل  حسن  ننداره  کوله يارانو  سوال  دا دے   چې  ايا  دا  ښکلې  ښائسته  ملنګه  پېغله   هغه  وخت  ستاسو  د دې شهزاده  يار د حسن  د کتو  په  نظاره  کښې  ورکه  وه  او کۀ  دې  سوالګرې  خپل  حسن  د دۀ د سترګو  د تل  په  آئينه  کښې  کتلو. ما  د ماضي  په  ګړدونو  کښې  چې  نور  شا ته  وکتل  نو د يونيورسټۍ  د هاسټل  د يو ګنج  نه  صدا  راغله  او د هوا  په  چپو  به په  دروند  يو مترنم  انداز کښې  دا شعرونه  خوارۀ  شول
 
دا  چې  حيا  کوي  شرميږي  رانـــــــــه          دا ليونۍ  خو  په  رښتيا  لويه  شوه

زلمي  به  خاورې  په  ځوانۍ پوه شي           چې  په  ګاونډ  ورته  لېلا  لويه  شوه

د يونيورسټۍ  يوې  دستورې  ته  د اردو  يو ستر  بين  الاقومي  شهرت  لرونکے  شاعر فېض احمد فېض  راغلے  وۀ د ادبي  او  سياسي  ذوق  لرونکي  هلکان  طالب  علمان  ورته ګړد ناست  وو  فاضل  شاعر  په  خپل  مخصوص  دهيمه  انداز  کښې   د ادب  ملکي  او  بين  المللي سياسي، معاملاتو  باندې  د علمي  فکر  او  پوهې  پلوشې  خورولې  سامعين  مسحور  او  متوجه  ناست  وو  يو نيم  پوهه  هلک  به  مينځ  کښې  ورنه   يوه  نيمه  سنجيده  ادبي  يا  سياسي پوښتنه  وکړه  دې  دوران  يو  سپوږمۍ مخي ځوان  د عزتمند  مېلمه  نه  يو  بې تکلفه  پوښتنه وکړه  فېض  صاحبه  نن  سبا  ستاسو  کوم  مشغل  کښې  بوخت  ئې  د اردو لوئي  شاعر  ووې   چې  نن  سبا  لګيا  يم  يو  فرانسيسي  ناول  په  اردو  کښې  ژباړه  کوم  دبې  لحاظې  تر حده حاضر  جوابه  ګلاب  مخي  ځلمي  ورباندې  ناڅاپه  دا  طنزيه  ګزار  وکړو  ولې  صاحبه  اوس د تخليق  نه  د ترجمې  کار ته  راکوز شوئ؟  يو  ساعت  دپاره  د فېض  صاحب  نه  هم  وار  پار خطا شو  په  مخ  ئې  د خجالت  آثار خوارۀ  شو او وې  وې  او  آخر  د خيټې  د تنور  د ډکولو  خيال  هم ساتل  په  کار  دي   دلته  د دۀ  د برجسته  دماغي  او  د قلندر  فهمۍ  په  وخت  د استدلال  يو مثال  وړاندې  کول  به  بې  ځايه  نۀ  وي  د پبلک  کمېشن  په  انټرويو  کښې  ورنه  تپوس  وشو  تۀ د پښتو  شاعرۍ  خپل  يو  څو شعرونه  ورسره  د انګريزۍ   ترجمې  مونږ  ته  واوروه  زمونږ  دې نازبين  ذهين  اميد وار  په  ځواب  کښې  خپل  يو  څو  د پښتو  اشعار  وړاندې  کړل  خو  انګريزي ترجمه  ئې  د قلندر صاحب  د اشعارو  ورته  وکړه  د کمېشن  ممبران  ورنه  ډېر  متاثره  شو  او  اخر  د پاکستان  فارن  سروس  کښې  ځائے  کړے  شو  هلته  ئې  هم  د خپل  خدائي  ورکړې صلاحيتونو  په  بنا  ډېر  خلق  متاثره  کړل  شايد  د ملګري  ملتونو  پخواني  سيکرټري  جنرل کوفي  عنان  ته  د دۀ  د مخ  په  آئينه  کښې  د خپل  لياقت  عکس  ښکاره  شو  او  د اسټنټ سيکرټري  جنرل  ستره  څوکۍ  ئې  دۀ  ته  حواله  کړه_ما دا خاکه  د ګران  ورور  همايون  هما  ايجاد  کړې  اصطلاح  ( کاغاني  ژبه )   کښې  وليکله  خو  کۀ  بيا  هم  څوک  قسم  ورباندې  پوهه  نۀ  شي  نو  بيا  دې  د لوئے  پوهان  او  ستر  استاد  قلندر مومند  دا اشعار  په  جمالياتي ترنګ  او روماني  نظر سره  د ځان  سره  زمزمه  کړي...چې  مې  زړۀ کښې  د زخمونو  چراغان  دے  بهاران  دےد  مارو  دغه   فېضان   دے   د  ګل  رو  دغه  احسان  دےپړق   د  مخ   وريځې   د  زلفــــــو ، تــــنــــدرونه  د نظر  ديچې   پـــــه   زړۀ   مې   راوريــــــــږي  د يادونو  يو باران  دےدا  BUXOM  شخصيت  هم  دا د قلندر مومند زما شفقت  شهاب  دے   چې  د کاکاخېلو  د لياقت،  ذهانت ،خوش طبعي، خوږ ګفتارې، د مجبوبيت  جذبې  ئې  په  وراثت  کښې  موندلې دي

Pasoon January February 2011 

Pasoon