هنډ د
ګندهارا پايۀ تخت
محمد عثمان
مردانوي
د پښتونخوا هره
برخه خپله يوه قيمتي او
تاريخي پنګه لري. هم دغه
رنګ په کلتوري پنګه ماموره
يوه سيمه د صوابۍ ده. چې
د دې صوبې يوه اهمه ضلع
ده چې لوئے تاريخ لري. د
اباسين په غاړه پرته ده.
د صوابۍ نه د جهانګيري
په لوئي سړک په تحصيل وړوکي
لاهور انبار کښې د اباسين
په غاړه د هنډ يو تاريخي
ښار په خاورو کښې پټ پروت
دے. د هنډ په زوړ
دور کښې ډېر اهميت وۀ. په
خپل ځلنده دور کښې دا ښار
په پينځۀ کلوميټره ډېرۍ
باندې اباد وۀ. په موجوده
وخت کښې د هنډ آثار صرف
په دوه نيم مربع کلوميټره
علاقه کښې پراتۀ دي او
د دې زوړ ښـار نيمه برخه
د اباسين اوبو وړې ده. د
هنډ د تاريخ په باره کښې
ګڼ شمېر مورخينو ذکر کړے
دے. نامتو چيني سېلاني
هيون تسانګ په 630 عيسوي کښې
ګندهارا ته راغلے وۀ او دلته ئې پينځلس کاله
تېر کړي وو. هغه د دې ځائے
نوم وو تو کيا هن چاه wu-To-Kia-HanChah ښودلے دے.
مشهور مسلمان مورخ البيروني د دې ښار نوم
وائي هند ليکلے دے. د هنډ نوم د وخت سره
ورو ورو بدل شوے دے. د څۀ
ليکونکو خيال دے چې دا
ټکي د سنسکرت ژبې وو چې
او ډاک بهنډه، چې مطلب
ئې د اوبو لوښے دے او دا
وخت صرف هنډ پاتې دے. سکندر
اعظم چې کله په افغانستان
او بيا ګندهارا کښې باجوړ،
دير، سوات باندې يرغل
وکړو نو هغۀ دلته (هنډ) ته
سره د خپل فوجه راغلے او
دلته ئې عارضي فوجي پړاو
وکړو. ولې د هغۀ د فوج دوېمه
برخه د خېبر، پېښور او
پشکلاوتي د طرف نه دلته
راورسېده. دلته هغه خپل
فوج ته ارام ورکړو. د فوج
منظم کولو نه پس ئې بيا
په اباسين د کشتو پُل جوړ
کړو او ټېکسلا ته لاړو. د تاريخي حوالو
نه معلومېږي چې هغه وخت
هم دا ځائے اباد وۀ.
د دې ځائے
کنستې تر 42 فټو پورې شوي دي او
د هغې نه د کشان هندو شاهي
او مغلو د وخت ډېر سکې،
لوښي او ابادۍ موندلي
شوي دي. هنډ ډېرې سره خوا
کښې يو ځائے دے چې اوس هم
په اتيانو باړۍ مشهوره
دے. د دې باره کښې وئيلے
شي چې دلته سکندر د خپل
فوج هاتيان ساتلي وو. د هنډ د ډېرۍ پوره
کنستې نۀ دي شوي او په دې
ځائے کښې ډېر تاريخ پټ
پورت دے. کۀ چرې د دې ځائے
ټولې کنستې وشي نو د هنډ
ټول تاريخ به رابرسېره
شي.
مسلمان مورخ مقدوسي
د هنډ ښار د عظمت قيصې څۀ
داسې ليکلې ده. په هنډ او
خواوشا کښې د خوږو مېوو
بادامو او کېلو باغونه
دي. خلق ئې ډېر مخلص دي. د
دې ښار خلق د خټو ګټو او
لرګو کورونو کښې اوسېږي.
دا ښار (هنډ) د ابادۍ
او زمکې په لحاظ د منصوره
ښار (سند) نه لوئے دے. دلته
چې د شاردا ليک کتبه ملاو
شوې ده پرې ليکلي شوي دي
د اباسين په شمال کښې اوډبهنډه
پور په نوم يو ښار اباد
دے چې پکښې مالدار او هوښيار
خلق اوسېږي. څۀ رنګ چې مرو
Merv ښار دے د
دې ښار په سوېل کښې اباسين
بهېږي. څنګه چې د ملايا
د غرونو په خوا کښې
د ساحل په غاړو اوبۀ بهېږي.
د دې ځائے اوسېدونکي د
ثواب دپاره د اباسين عبادت
کوي کله چې شېطاني طاقتونو نه سپوږمۍ او نمر
غېبېږي نو دا سيند بيا
دوي پېدا کوي. دلته
د شاهانو سردار بهيجا
جي په شجاعت او بهادرۍ
کښې ثاني نۀ لري. په هنډ
ښار کښې اوسېږي هغه خپل
مخالف دشمنانو له ماتې
ورکړه او خپل وطن ئې ترې
بچ وساتلو.
هنډ ښار د هندو شاهي
خاندان د يخنۍ پايه تخت
وۀ. د دي خاندان وړومبي
بادشاه کالار چې په 822عيسوي کښې د اخري ترک شاهي خاندان
لاکا تورامان خلاف بغاوت
وکړو او بندي ئې کړو او
بيا ئې په پايه تخت قبضه
وکړه او دغه هندو شاهي
خاندان بادشاهي سلسله
شروع شوه او دوي د افغانستان
ګندهارا او پنجاب په څۀ
علاقو قبضې وکړې. د دوي
د بادشاهانو سلسله او
تاريخ څۀ داسې دے:
کالار 822 عيسوي نه تر 850 عيسوي
سامنتا دېو د 850 عيسوي نه تر
870
عيسوي
خداراياکا د 870عيسوي
نه تر 880 عيسوي
لاليا
د 880
عيسوي نه تر 902 عيسوي
تورامان
د 902
عيسوي نه تر921 عيسوي
بهيما دېو
د921
عيسوي نه تر 964 عيسوي
راجه جے پال د 964 عيسوي نه تر
1002 عيسوي
انندپال
د 1002عيسوي
نه تر 1010 عيسوي
تري کنپال
د 1010
عيسوي نه تر 1021 عيسوي
بهيم پال
د1021 عيسوي
نه تر 1026عيسوي
البيروني چې کله
د محمود غزنوي سره دلته
راغلے وۀ ليکلي دي چې د
هندو شاهي خاندان سلطنت
مکمل طور باندې ختم شوے
او هنډ ښار صرف کنډرې او
آثار پاتې دي. د هند د تاريخي
اوکلتوري اهميت په وجه
زمونږ صوبائي حکومت دلته
د سکندر کله چې هغۀ سره
د خپل فوځه په هنډ کښې پړاؤ
کړے وۀ د حملې په ياد کښې
يادګار جوړ کړے دے او د
هيون په ياد کښې يو پارک او دلته به يو عجائب
ګر جوړوي چې پکښې به د هنډ
ډېرۍ نه راوښکلي شوي آثار
او نوادرات محفوظ کولے
شي او دا ځائے به د سېل ګرۍ
دپاره يو زړۀ راښکونکے
مقام وګرځي.
حوالې
:
- ګندهارا از ولي محمد
خان
- کلاسيکل اکاونټنټ
آف انډيا
- آر سي موجم دار
- کيمبرج هسټري آف
انډيا
- انشنټ جيوګرافي آف
ګندهارا. الفرېډ فوشر
1898
♣♣♣
د مشهور افسانه
نګار طاهر اپريدي د افسانو نوې مجموعه
(د څو لحظو لويه قصه)
د جرس ادبي جرګې
کراچۍ له خوا چاپ او خوره
شوه. بيعه ئې يو سل لس روپۍ
ده او د هر مشهور کتاب فروش
نه تر لاسه کېدے شي.
(اداره)
آدميت څۀ په دولت
نۀ دے رحمانه
بُت کۀ جوړ شي د سرو زرو
نۀ انسان شو
د سړي نه
غرض واړه سړيتوب دے نه چې سر کښې ئې طُره
ده کۀ مسواک
(رحمان
بابا)
سوالاً
جواباً
جعفر اچکزے
سوال
: د پښتو په لټرېچر کښې دې
د چا کتابونه خوښ دي؟
جواب
: د پښتو په لټرېچر کښې ټول
يا د مړو تعريفونه دي يا
په ژونديو اعتراضونه.
په داسې لټرېچر کښې به
څۀ شے د چا خوښ شي.
سوال
: هر ځائے چې ګورې د پښتنو
سره ډېره سپکه وضع کېږي
مګر پښتنو ته هيڅ غېرت
نۀ ورځي. د دې څۀ وجه ده؟
جواب
: پښتانۀ غېرت يواځې په
تربورو کښې استعمالوي.
غېر تربور او غېر پښتنو
کښې دوي نۀ عزت له اهميت
ورکوي نۀ غېرت ته. هر قسم
بې غېرتۍ او بې عزتۍ ته
چې مخامخ شوي دي. ډېر په
روايتي سپيتاني ئې ځان
ورته ټينګ کړے دے.
سوال
: طاقتور خلق جنګونه ډېر
کوي د دې څۀ وجه ده؟
جواب
: دا قاعده ده، يو څوک چې
د يوۀ صنعت او هنر
خاوند وي هغه به ئې مظاهره
ضرور کوي ولې کۀ ئې مظاهره
يا نمائش ونۀ کړي نو څوک
به وائي چې دا طاقتور يا
هنرمند دے؟.
سوال
: تاته کۀ په رېډيو يا ټيلي
وژن کښې موقع درکول شي
چې د پاکستان په باره کښې
عوامو ته د خپلو خيالاتو
اظهار وکړه څۀ به ورته
وائې؟
جواب
: دا چې (کهيل
اس کاغذ کے ټکړے سے يه بے
ازار هے.)
سوال
: د پاکستان په قومي او صوبائي
اسمبلو کښې څه وائې؟
جواب
: ماته دا دواړې داسې ادارې
ښکاري لکه د سېوۍ سالانه
دربار. چې پکښې خالص د ممبرانو
د عزت خريد و فروخت کېږي.
سوال
: دوستي او دشمني څنګه شيان
دي؟
جواب
: دوستۍ کښې ځان وژل کېږي
دشمنۍ کښې بل.
سوال
: امن څۀ شي ته وائي تعريف
ئې وکړه؟
جواب
:امن د هديرې و خاموشۍ ته
وائي.
سوال
: طاقت ښۀ شے ګڼې کۀ بد؟
جواب
: طاقت ښۀ هم دے بد هم. ښۀ
والے ئې دا دے چې مخالفين
درڅخه ويرېږي بدوالے
ئې دا دے چې طاقت اظهار
غواړي. اظهار دشمني پېدا
کوي او دشمني وطن تباه
کوي.
سوال
: تر ټولو ګران شے څۀ شے دے
او تر ټولو قيمتي شے څۀ
شے دے؟
جواب
: تر ټولو ګران شے عزت دے
تر ټولو قيمتي شے دوستي
ده.
سوال
: تۀ د پښتنو څخه ډېر مايوسه
ئې دا په څۀ خيال؟
جواب
: پښتانۀ چې هر څو تعليم
حاصل کړي هر څو عقلمند
شي هر څو ترقي يافته شي
د شپېتو کالو بعد نۀ شم
وئيلے چې څۀ بلا ئې ووهي،
وژوند ته بيرته ريورس
ګېر واچوي، يو ګام په مخ
دوه ګامه په شا تلل شروع
کړي.
سوال
: پاکستان کښې د پښتو ژبې
څۀ پوزيشن دے؟
جواب
: حال ئې مۀ راڅخه پوښته
ژړا راځي. غسل خانې ته باتهـ
روم وائي، باورچي خانې
ته کچن، مور ته مم وائي
پلار ته ډېډ. يو نيم سل ته
ډېړ سو وائي پنځوس ته پچاس
وائي وغېره وغېره.
سوال
: د پاکستان سره د امريکې
او چين تعلقات د څۀ نوعيت
دي؟
جواب
: امريکه ئې مېړۀ دے چين
ئې يار.
سوال
: پښتانۀ ستا په خيال د څۀ
قسم سياستدان ته ضرورت
لري؟
جواب
: پښتانۀ سياستدان ته نه
ليډر ته ضرورت لري او ليډر
بدبختانه دې خلقو په خپل
څلور نيم زره کاله تاريخ
کښې يو هم پېدا نۀ کړو.
سوال
: رښتيا څو قسمه وي؟
جواب
: رښتيا دوه قسمه وي يو هان
بل نا.
سوال
: د مسلمانانو خلاف چې يورپ
او امريکې کومه ظالمانه
پاليسي اختيار کړې ده
په هغې کښې څۀ وائې؟
جواب
: زۀ ئې بد نۀ ګڼم. نۀ اسماني
کتابونو او زميني پېغمبرانو
يو انسان کړے نۀ د دوزخ
خوف او د جنت لالچ يو مسلمان
کړے د يورپ او امريکې پاليسي
ګوندې يو شے ځنې جوړ کړي.
سوال
: عالمي بېنک پاکستان ته
په کومو شرائطو امداد
ورکوي؟
جواب
: عالمي بېنک پاکستان ته
خولۍ ور په سر کوي پرتوګ
ترې وباسي.
سوال
: پښتونخوا وائي چې مونږ
منزل ته رسېدلي يو لږ مانده
يو تۀ څۀ پکښې وايې؟
جواب
: د پښتونخوا د دې خبرې سره
ماته ٥٣ کاله پخوا د ولي
خان خبره راياده شوه. خندا
هم پرې راغله او ژړا هم.
قيصه دا وه چې په کال 1950 کښې زۀ
اول وار ګرفتار شوے وم.
د کوئټې په جېل کښې په تنهايۍ
کښې پروت وم. په دغه شپو کښې د صوبه سرحد
څخه ولي خان، سالار امين
جان، امير محمد خان، منفعت
الله خان، قاضي عطاء الله
خان او داسې نور يو څو ملګري
کوئټه جېل ته په غرض د علاج
راوستل شول. زما د دوي سره
تعارف هم په اول وار په
دغه موقع وشو. زۀ د عمر په
لحاظ ډېر کم عمره وم. د تسلۍ
په خاطر ولي خان راته ووئيل
فکر مۀ کوه چې وار خطا نۀ
شې؟ په دې لار کښې چې هر
څۀ تکليفونه او زحمتونه
وو هغه مونږ وګالل. پښتونستان
اوس جوړ دے په لږ څۀ مانده
دے. په لږ څۀ مانده پښتونستان
حال دا دے تاسې هم وينئ
جوړېدل خو پرېږده چې پښتانۀ
ئې نوم لا نۀ اخلي.
سوال
: د بلوچستان ګورنر به څوک
شي؟
جواب
: هر هغه سړے چې د بېخي لږ
عزت دپاره بېخي ډېر عزت
بائللو ته تيار وي. هغه
د بلوچستان ګورنر جوړېدلے
شي.
سوال
: ستا استاذ څوک دے؟
جواب
: زما استاذ خپله
زۀ يم.
سوال
: سوالاً جواباً ډېر وليکل
شو اوس ئې ختم کړه. بل شے
شروع کړه.
جواب
: سوالاً جواباً نۀ په دې
جهان پائې لري نۀ په بل
جهان. تر څو دا دواړه
جهانه موجود وي سوالاً
جواباً به هم موجود وي.
♣♣♣
د يتيم خانې
قاضي
محمد نواز
طائر
د شلمې عيسوي
صدۍ په سر کښې چې کومې تعليمي
ادارې په دې سيمه کښې قائمې
کړې شوې د هغوي د تعليمي
نظام زير اثر د پښتنو د
نوي نسل په ذهني او فکري
رويو کښې تبديلي په راتلو
شوه او د خپل ځان او د خپل
ګردوپېش په باره کښې ئې
خپله ازاده رائې قائمول
په ځان لازمي کړل. دغه رنګ
ځنې ملي او سياسي مشرانو
لکه خان عبدالغفار خان
او د هغوي سياسي جدوجهد
د پرې د ځينو ملګرو سره
د دې خبرې احساس پېدا شوے
وۀ چې د قومي ترقۍ او مخ
په وړاندې پېشرفت اصل
لاره د خپل ځان پېژندنه
يعني خودشناسي، خودتنقيدي
او خود احتسابي ده. د هغوي
دا مسلک وۀ چې څوک چې ځان
پېژني هغوي شتۀ کېږي او
څوک چې ځان نۀ پېژني هغه
ورکېږي زر وي او کۀ پس. هم
د دې دپاره دا ضروري ده
چې مونږ دې د خپلې ماضي
نه غافله نۀ شو او دا دې
هېر نۀ کړو. هم دا زمونږ تاريخ دے او دا مو
د دې تاريخ اصل افاديت
دے.
د شلمې صدۍ په
درېمه عشره کښې زمونږ
د کلي سکول ته د پنجاب د
سيمې يو استاذ راواستولے
شو. خلقو به ورته تور ماسټر
وې. دغه تور ماسټر د دې سيمې
دپاره د الله پاک رحمت
وۀ. هغه دلته په کډه راغے
او مستقل اباد شو. کۀ څۀ
هم هغه ځائيي د امرتسر
وۀ ولې مزاج او طبيعت ئې
د پښتنو وۀ. د دې ځائے د پښتنو
سره ئې مينه پېدا شوه. هر
کله چې د مدرسې د تعليم
سره لا د عام اولس څۀ داسې
خاص تړون او دلچسپي نۀ
وه پېدا شوې په دې وجه به
ئې د تور ماسټر او د هغۀ
د بچو سره تعلق او نزديکت
لا نۀ خوښوو. ځکه خو چې کله
به په دوي کښې څوک د چا سره
په خطايۍ هم وجنګېدو نو
هغه تن به ورسره برندېدو
يا خو به جنګ جګړې ته ورسره
جوړېدو او يا به ئې بيا
د خپلې اغوستې جامې هغه
برخه وينځله کومه چې به
د هغۀ خوار سره لګېدلې
وه.
دا رويه هم دغه
شان څو څو کاله روانه وه.
تور ماسټر داسې
وائي چې ډېر دلچسپ استاذ
وۀ. د استاذۍ په هنر ښۀ پوه
وۀ. د خپلو شاګردانو سبق
ته د راغب کولو دپاره ئې
ډېر چلونه کرتبونه کول.
څۀ لږ ډېر شعبده باز هم
وۀ. جادوګري او
مداري توب ئې هم زده وۀ
او د خپلو شاګردانو د دلچسپۍ
دپاره به ئې کله نا کله
په داسې تماشو هم خپل شاګردان
خوشحالول. هغۀ د ظهير فاريابي
په دې شعر لکه عمل کوو چې:
درس اديب اګر
بود زمزمۀ محبتے
جمله به مکتب آورد طفل
ګرېز پائے را
د هغۀ درې ځامن
وو، درې واړه ښۀ ذهين او
قابل هلکان وو. په هغوي
کښې وروستو يو تن وکيل
شو. په نوښار کښې به اوسېدو.
په کوڼا وکيل مشهور شوے
وۀ. بل آرټسټ او
کارټونسټ وۀ د
هغۀ نوم نجمي وۀ. د پاکستان
ټائمز دپاره د ننها په
کارټون جوړولو ئې شهرت
وموندو. د مجيد لاهوري
د رسالې نمکدان کارټونونه
به هم نجمي
جوړول. د هغۀ فني
صلاحيتونو هغه د قومي
شهرت مالک کړے وۀ. د هغوي
درېم ورور قاضي عبدالاکبر
غازي په نوم يادېدو.
قاضي صاحب د
هر فن مولا شخصيت مالک
وۀ. هغه د اردو ژبې ښۀ فصيح
البيانه شاعر وۀ. د مردان
مشهوره يتيم خانه د قاضي
صاحب د محنت نتيجه ده. ډېره
زمانه هغۀ په خپله د دغې
يتيم خانې مهتمم او مشر
استاذ پاتې شوے وۀ. دې يتيم خانې ته به ئې
د قاضي صاحب يتيم خانه
وې. ډېرو يتيمانو او بې
اسرې ماشومانو له به په
دغه يتيم خانه کښې پناه
ورکولې شوه. د هغوي د پالنې
او روزنې او تعليم او تربيت
اهتمام به پکښې کېدو. د دغې يتيم خانې
د برکته ډېرو بې اسرې بچو
ته د کامياب ژوند د تېرولو
لارې خلاصې شوې دي. دا لا
د مردان په ښار کښې اوس
هم موجوده ده او د قاضي
صاحب د خاندان په تحويل
کښې ده.
قاضي صاحب چې
لا هلک وۀ او دلته زمونږ
دې کلي کښې وۀ نو په هغې
وخت کښې به ئې هم په اردو
کښې شاعري کوله. نظمونه
او غزلې به ئې ليکلې. يو
کال د سپرلي په موسم کښې
چې ټوله زمکه غر په سيمه
هر خوا ګل و ګلزار وه نو
د هغۀ شاعرانه حس ئې هم
رابېدار کړو او د دې سيمې
په رنګينو ئې يو
اوږد نظم وليکلو.
دا بهاريه قصيده وه. د سر
مصرع ئې داسې وه:
الله الله شهر تهانه
پهر ګلستان بن گيا.
د خپل دې کلي
سره د هغوي جذباتي تړون
تر اخره قائم وۀ. هره غم
ښادۍ کښې به ئې بلاناغه
شرکت کولو. هغه زما د پلار
همنام او همځولے وۀ. ډېره
موده ئې ورسره پخه ملګرتيا
وه. دغه تعلق ئې هيڅ کله
نۀ وۀ هېر کړے.
په کومه زمانه
کښې چې ځلمي قاضي په مردان
کښې زېر تعليم وۀ په هاغه
ورځو کښې ئې په يو هندو
هلک مينه راغلې وه. قاضي
صاحب وئيل چې هاغې هندو
به د هغۀ نه ډېر
خار خوړلو. خبرې به ئې ورسره
نۀ کولے. څۀ تعلق ئې ورسره
نۀ جوړېدۀ. ولې بيا هم هغه
به ترې نه نۀ منع کېدو. تنګولو
به ئې. تر دې چې يوه ورځ ورته
هاغې هندو ووې چې قاضي
تۀ رښتيا په ما مئين ئې؟
قاضي صاحب ورته په اثبات
کښې سر وخوځولو. هغې هندو
ورته ووې چې ښه نو چې زۀ
درته څۀ وايم هغه به ومنې؟
قاضي صاحب په زړۀ کښې خوشحاله
شو وې په سر سترګو. هغې هندو
ورته ووې قاضي صاحب تۀ
ما د يو کال دپاره ضلع خارج
کړې. د قاضي صاحب بيان دے
چې هم په هغه ورځ زۀ په ګاډي
کښې سور شوم او لاهور ته
لاړم. د سکول سبق
رانه پاتې شو. يو کال ئې
هلته په لاهور کښې جلاوطني
تېره کړه. په زميندار
اخبار کښې به ئې کار کولو.
دا د مولانا ظفر علي خان
اخبار وۀ. د هند
د مسلمانانو ترجمان وۀ.
شاعري به ئې هم کوله او
خپل ځان به ئې پرې مصروف
ساتلو. هغۀ به وئيل
چې يوه ورځ داسې وشو چې
زۀ د علامه اقبال سلام
له د هغۀ رهائش ګاه ته لاړم.
په هغه وخت کښې يو څو تنه
نور هم د علامه صاحب په
محفل کښې موجود وو. زما
د ځائے ځائيګي تپوس ئې
زما نه وکړو. ما ورته عرض
وکړو چې کلے مې په سوات
کښې دے تاڼه ورته وائي.
بيا ئې د صوبه سرحد په حالاتو هم راسره خبرې وکړې.
په خبرو خبرو کښې مې ورته
خپل يو تازه غزل هم واورولو.
ډېر ئې خوښ شو هغه ليکلے
غزل ئې زما د لاسه واخستو.
د ځان سره ئې د بالښت لاندې
کېښودو. څۀ ساعت
پس ترې ما رخصت واخستو
او لاړم. دا زما د جلاوطنۍ
ورځې وي. سبا ته جمعه وه.
زۀ د داتا صاحب دربار ته
د جمعې مانځۀ دپاره لاړم.
په دې چې دا زما معمول شوے
وۀ چې هره جمعه به مې هلته
حاضري کوله. هلته د دربار
د احاطې نه بهر په ازاد
مېدان کښې قوالي روانه
وه. زۀ هم لاړم ورته ودرېدم.
دا خو هغه کسان
وو چې تېره ورځ د علامه
صاحب سره ناست وو او هم
زما هغه غزل ئې وئيلو. چې
په دغه ورځ د علامه صاحب
خوښ شوے وۀ او زما نه ئې
اخستےوۀ.
د هلکانې په
کومو ورځو کښې چې هغه زمونږ
په دې کلي کښې وۀ نو داسې
وائي چې هغه ډېر شرارتي
او ورانکارے وۀ. هغه د خپلو
همځولو هلکانو د يوې ډلې
سرپنچ وۀ. دوي به ټول زمونږ
په حجره کښې راټولېدل.
لوبې ټوقې به ئې کولې. ورانے
او شېطاني به ئې کوله. د
هغې وخت د هلکانې خويونه
ئې وو. زمونږ د حجرې په خوا
پورې وړوکے شان
کور وۀ. صاحب جانې
نومې يوه کُنډه بوډۍ ښځه
پکښې اوسېده. قاضي
او د هغۀ ملګرو به هغه تنګوله.
هغه به هم ورپسې لوړ په
لاس ګرځېدله. چې چرته به
ئې ليدل صرفه به ئې پرې
نۀ کوله. ولې يو وخت داسې
هم راغے چې د دغې وړو د لاسه
هغه ډېره تنګه شوه. زما
مشر ترۀ ته ئې د هغوي په
سر شکايت وکړو. هغه د دې
هلکانو نه په عمر کښې څۀ
لږ مشر وۀ هغۀ دغه هلکان
د بوډۍ د تنګولو نه منع
کړل. هغوي خبره
واورېده او عمل ئې پرې
وکړو. بيا د هغې
په خوا نۀ ورتلل او علېک
سلېک ئې هم ورسره بند کړو.
چې دغسې هفته نيمه
تېره شوه نو يوه ورځ هغه
بوډۍ حجرې ته راغله. هغه
خپله لښته ئې په لاس کښې
وه. هغې هلکانو ته ئې نعرې
کړې چې يه بچوړو تاسو په
ما باندې داسې دا ځان ولې
بند کړے دے دا زۀ دلته ناسته
چا ته يم؟. کۀ ستاسو خوښه
نۀ يم نو کډه به واخلم چرته
بل خوا به لاړه شم.
تبصره
تکل دسته
محمد زبېر
حسرت
د پښتو د مشهور
شاعر، اديب، محقق، نقاد
او تکونکي مشتاق مجروح
يوسفزي د تکلو دوېمه مجموعه
ده چې په اول وار کال 2008 کښې منظر عام ته راغلې
ده. له دې وړاندې د دې ښاغلي
د تکلونو يوه په زړۀ پورې
مجموعه د (يارانه په شلتالو)
په
نامه هم چاپ شوې وه چې د
رائټرز ګلډ پښتو څانګې
پېښور نه ئې پرې اول نمبر
ايوارډ چې افغانان وروڼه
ورته جائزه هم وائي اخستے
وۀ. هسې کۀ مونږ
د دې کتاب (تکلي مجموعې)
په تکلونو توکل کوو او
جائزه ئې اخلو نو ګمان
د ايمان زيان دے خو اندازه
ده چې د سېره ئې رانه پارسنګ
سېوا شي. ځکه چې مجروح زمونږ
په ډېرو نزدو ملګرو او
پيربايانو کښې دے او اوس
خو له خېره سره د قلندر
همنشينۍ دومره برکتي
کړے دے چې هغوي ورته له
مرګه وړاندې د خپل يو ناليکلي
وصيت تر مخه خپله د ساهو
ليکونکيو مرکې جانشين
ګرځولے وۀ. دا ئې لا څۀ کوئ
چې د قلندر مومند مرحوم
د فرزند ارجمند په هم رکابۍ
کښې د پښتون د ايډيټرۍ
دروند بار هم ور په غاړه
دے او د ډاکټر اسرار په
اشنايۍ کښې د مردان د واحدې
ادبي رسالې پاڅون په صلاح
کاره ډله کښې هم د پوره
صلاح مصلات سزاوار دے
او ټوله بېړه ئې په خپل
ايکي يو سر وچته کړې ده.
خبره د ډاکټر اسرار راغله
نو ډاکټر اسرار صېب د تکل
دسته مقدمه د مشتاق مجروح
تکل نګاري ليکلې ده او
په دې کښې ئې خپل ځان د مجروح
نه هم کشر او هم مشر ښيئلے
دے. کشر په دې چې ډاکټر صېب
د مجروح نه وروستو تکل
ته لاندې وتے دے او مشر
ترې د عمر په لحاظ. هسې د
ډاکټر اسرار صېب د ليک
دا خاصيت او کمال به منئ
چې په چل چل کښې د ډېرو معمو
حل راوباسي او ډېرې د کار
خبرې وکړي لکه چې خپله
دې مقدمه کښې ئې د تکل تاريخ
او جغرافيه، شکل، رغوڼه
او محل وقوع په ډېرو مختصرو
خو جامع لفظونو کښې بيان
کړي دي.
دلته د نمونې
په توګه د ډاکټر صېب د مقدمې
نه زۀ هم د هغو ليکلو د رانقل
کولو يوه هڅه کوم، کومه چې ترې مشتاق مجروح
د خپلې تکل دستې د فلېپ
(شامخ) دپاره منتخب کړې
ده ځکه چې هر څوک د ځان دپاره
ښۀ څيز خوښوي او نو ډاکټر
صېب د مجروح تعارف په دې
تعريفي کلماتو په ډېره
احسنه طريقه کړے دے چې:
(مشتاق مجروح
د يو ښۀ شاعر سره سره يو
ښۀ خاکه نګار هم دے او تحقيق کاري ئې په
(هٰذا ما کنزتم) کښې د پټې
خزانې د کنستو نه ښکاره
ده. د علم بيان او علم بديع
بيان ئې په (زرکاڼي) کښې
په ډېره اسانه ژبه کښې کړے
دے او د مرثيه نګارۍ او
تاريخ ګويۍ په لړ کښې ئې (د تاريخ ژړا) په
نوم د خپل استاذ قلندر
مومند د شاګردۍ حق ادا
کړے دے او تکل خو ئې زين
کړے اس دے چې کله وغواړي
د سېل دپاره ورته تيار
ولاړ وي. کله چې ئې د يوې
موضوع دپاره د معنو ښکار
ته زړۀ وشي نو د تکل په اس
يعني د خيال په نيلي ورپسې
سور شي کله چې يو ښکار راټينګ
کړي نو ډډې په ډډې ئې اړوي
داسې داسې اړخونه ئې راښکاره
کوي کوم چې د عام لوستونکو
له نظره پټ وي. په لفظونو
کښې پټې، ښکاره او نوې
نوې معنې لټوي. د موضوع
سره نښتو خبرو ته هم په
مختصره توګه اشاره کوي
دغه خبرې کۀ ادبي وي، کۀ
سياسي وي، کۀ معاشي وي
يا کۀ د ژوند سره تړلې نورې
پېښې وي. دا هر څۀ په تکلي
انداز کښې بيانوي، خپله
ترې هم خوند اخلي او لوستونکي
هم په دې خوند کښې شريکوي.
خپله هم د ځان د غوښو خوړلو
نه پس د ښکار غوښې خوري
او په لوستونکو ئې هم خوروي.)
مشتاق مجروح
د خپلې تېزې مشاهدې، ژورې
مطالعې او د خپلې نظريې
مطابق کوټلي نتيجې ته
د رسېدو نه وروستو په يوه
موضوع قلم پورته کوي او
د قلم نه د هاغه لښتې کار
اخلي چې ماشومان پرې په
پرائمرۍ سکول کښې ټاټونه
څنډي او دوړې ترې پورته
کوي. د هغۀ ذهن رسا دے او
د مزاح حس ئې تېز او د طنز
چک ئې لاعلاجه دے ګويا
د تور مار دم شته خو د مجروح
د قلم د چيچلي دم نشته. هغۀ
له د خبرې نه د خبرې ويستو
چل ورځي. په خبرو خبرو کښې
لکه د کټوۍ د ترسکون والي
دپاره چې مالګه، مرچکے،
ټماټر، پياز او مصالحې
اچولے شي داسې پکښې د ټپو،
شعرونو او متلونو ځايول
ورته د ګس لاس کار ښکاري.
د مجروح لفظونه
ښائسته، ترکيبونه ښائسته
او جملې ئې د ګلونو ګلدسته
دي. دغه رنګ د تکل دستې ټول
پېراګرافونه خپله زېبائي
لري، داسې لکه د لېلٰي
د مخ خالونه، کۀ مجروح
تور ټکي ليکلي دي خو دغه
هر تور ټکے د ژوند په مخ
يوه عجيبه رڼا، برېښنا،
ځلا او ښکلا کوي.
د تکل دستې شوخي
هم څۀ سره سمه نۀ ده او مستي
او ځواني هم. له نظره دې
نۀ شي کۀ شوه نو سپېلني
به ورته لوګے کړو ځکه چې
د نن وخت سپرلي د ګلونو
په ځائے ازغي او په دشتونو
مېرو کښې ګلدرې نۀ سازوي
بلکې سپېلني ټوکوي.
په تکل دسته
کښې د ډاکټر اسرار د مقدمې
او د مجروح (د کتاب نوم) )چې
دا هم يو تکل دے( نومې
خپلو خبرو نه علاوه پوره
په شمار څلېريشت تکلونه
شامل دي. ګويا مجروح شل
کړې هم ده او ور اړولے ئې
پرې هم ده. دا کتاب د يونيورستي
بک اېجنسۍ خېبر بازار
پېښور نه پوره په نوي 90 روپۍ تر لاسه کېدے
شي.
(دا تبصره ليکونکي د
رېډيو پاکستان پېښور
ادبي کاروان نومې پرګرام
کښې اورولې ده. )
د
ساده ګل قيصۍ
(د ماشومانو
دپاره چې لوئي ئې هم لوستے
شي)
سيد محمد
علي
په يو کلي کښې
يو هلک وۀ، هغه ډېر ساده
وۀ، په ساده ګل مشهور وۀ.
هغه ډېر ويرېدونکے وۀ
او د کور نه به ډېر کم بهر
وتلو. يوه ورځ ورته
بوډۍ مور ووې چې د ماښام
تيارۀ راخوره شوه، ورشه
هغه خر باړو ته وتلے وۀ،
تر اوسه رانغلو، را ئې
وله. ساده ګل په ويره ويره
په تيارۀ کښې خر پسې ګرځېدۀ،
چرته نه يو زمرے په دغه
وخت راغلے، هلته ولاړ
وۀ. دۀ وئيل جوړ خر دے، د
غوږ نه ئې نيولے دے او کور
ته ئې راوست. مور ئې ډېره
هوښياره وه چې پوه شوه
چې ساده ګل خو په تېر کښې
زمرے کور ته راوست، په
ځان ئې هېبت را نۀ وست،
ورته ئې ووې شابه کوټې
ته ئې دننه کړه. زمرے ئې
چې کوټې ته دننه کړو نو
مور ئې ورپسې زر ور رابند
او زنځير کړو. ځوي ته ئې
وې خوار نۀ شې، ما تا ته
خر ياد کړے وۀ تا خو زمرے
راوست کۀ اوس ئې خوړلے
وې نو بيا، هلک چې د زمري
نوم واورېدۀ نو د ويرې
نه پرې رپ رپے ولګېدۀ او
ژامې ئې په ګړبېدو شوې.
مور ورته ووې مۀ ويرېږه،
اوس اودۀ شه، سبا سحر کۀ
خېر وي به د باچا دربار
ته ورشې ورته وايه چې ما
زمرے نيولے دے او تاته
ئې ډالۍ کوم. ډېر انعام
به درکړي. ورځ به مو ښه شي
او د خرونو ساتلو نه به
خلاص شو. هلک سحر
مال د باچا دربار ته د تللو
کوشش کوو خو څوکيدارانو
نۀ پرېښودو، هلک شور جوړ
کړو چې ما زمرے نيولے دے
باچا له ئې ورکوم. هغوي
ورته ووې تا ته ګوره او
زمري ته ګوره. باچا چې شور
واورېدۀ نو وئيل ئې دا
څوک دے را ئې ولئ. هلک وې
باچا قربان ما زمرے نيولے
دے او تا ته ئې ډالۍ کوم.
باچا وزير ته وکتل، وزير
ووې خېر دے دروغ رښتيا
به ئې معلوم کړو.
سپاهيان ئې د هلک کور
ته ولېږل، هغوي خبر راوړو
چې خبره ئې رښتيا ده. سپاهيانو
زمرے په څۀ چل پنجره کښې
بند کړو او باچا له ئې راوړو.
باچا ډېر خوشحاله شو او
هلک ته ئې ډېرې پېسې او
انعام ورکړو او ورته ئې
ووې چې تۀ ډېر بهادر هلک
ئې، تۀ ما د خزانې څوکيدار
مقرر کړې. څو په څوېمه د
خزانې نه غلا کېږي، تۀ
به دا غلۀ رانيسې. وئيل
ئې اوس کور ته لاړ شه او
سبا مازيګر نه ستا نوکري
شروع شوه. هلک کور ته پېسې
يوړې او ژړل ئې. مور ورته
وې ولې ژاړې؟ هغۀ ورته
وې باچا زۀ د خزانې په څوکيدارۍ
ولګولم، د شپې غلۀ راځي
ما به مړ کړي. مور ورته ووې
مۀ ويرېږه، زۀ به
درله بندوبست
وکړم. مور ئې مازيګر اووۀ
پراټې پخې کړې او زهر ئې
په کښې ګډ کړل. په زړوکي
کښې ئې وتړلې، هلک ته ئې
وې چې تۀ به دا پراټۍ نۀ
خورې، په دې کښې ما زهر
اچولي دي. بس چې د شپې څملې
نو دا به د بالښت لاندې
کېږدې او خپله تُوره به
هم چرته پټه کېږدې او بې
غمه به اودۀ شې، هلک هم
دغسې وکړل. چې دا نيمه شپه
شوه نو څلور غلۀ راغلل،
يو غل ئې ورولېږلو، هغه
غلے غلے ورغے چې معلومه
کړي چې څوکيدار ويښ دے
او کۀ اودۀ دے او چې وسله
ورسره شته کۀ نه، غل چې
د هلک د بالښت لاندې لاس
ووهلو نو پراټې ئې وموندلې،
زر ئې راواخستې او ملګرو
له ئې راوړې ورته ئې وې
سړے پوخ اودۀ دے، ځئ چې
وړومبے ورته دا پراټې
ووهو بيا به په خزانه ورشو.
سړي اوږي وو، زر زر ئې پراټې
وخوړې او ټول مړۀ شو. ملا
بانګ مال د ساده ګل سترګې
وغړېدې، چې وې کتل څلور
سړي ئې پراتۀ وليدل. وړومبے
خو ډېر ويرېدو خو بيا پوه
شو چې پراټې ئې خوړلي دي.
تُوره ئې راواخسته او
په مړوني ئې په هغوي ګوزارونه
وکړل. سحر باچا ته خبر وشو
چې نوي څوکيدار څلور غلۀ
مړۀ کړي دي. باچا راوغوښت
او ډېر انعام ئې ورکړو.
ورته ئې وې تۀ ډېر بهادر
ئې د څوکيدارۍ لائق نۀ
ئې، تۀ ما د فوج مشر کړې،
د ګاونډي ملک باچا زمونږ
په ملک حمله کوي، تۀ به
د فوج سالاري کوې. هلک بيا
مور له راغے، ژړل ئې چې
باچا ما جنګ له لېږي. مور
ورته وې ويرېږه مه، کله
چې تا جنګ له لېږي نو ورته
وايه چې ما په اس کلک وتړئ.
لښکر چې روان شو نو د هلک
اس تېز شو، د ساده ګل نه
واګې خلاصې شوې او چغې
ئې وهلې، تُوره هم ترې
پرېوتله. په لاره به ئې
هر څۀ ته لاس اچولو. يوې
ونې ته ئې لاس کړو، هغه
ونه ورپسې له مونډه راووتله.
ونه ئې کله نيولې ده او
د دښمن د لښکر په لور تېز
ورخلاص دے. د
دښمن لښکر وليدل چې دا
خو څوک پالوان ئې راپسې
راوستے دے، ونې هم له مونډه
وباسي نو د دښمن فوج وويرېدۀ
او ماتې ئې وکړه. ساده ګل
جنګ وګټلو. باچا ورله نور
هم ډېر انعامونه ورکړل.
وزيرانو ورسره حسد شروع
کړو چې دا بېوقوف څنګه
په ترقۍ روان دے. باچا ته
ئې ووئيل چې دا چلونه دۀ
ته نور څوک ښيي. پته ولګېده
چې دا ټول چلونه دۀ ته مور
ښئيلي وو. باچا ئې مور هم
راوغوښتله او انعام ئې
ورکړو او دواړه مور او
ځوے ئې په عزت رخصت کړل.
مور ئې خوشحاله وه چې نيستي
ئې غوڅه شوه او ساده ګل
خوشحاله وۀ چې د نور مصيبت
نه بچ شو.
قيصۍ لاړه ګواټې
له مونږ راغلو
پراټې له
د مردان
سياسي او ادبي ډائري
اکبر هوتي
مردان کښې د تېرو
دوو مياشتو راهسې مختلفې
سياسي او ادبي سرګرمۍ
شوې دي چې تفصيل ئې څۀ دا
رنګه دے.
سياسي
سرګرمۍ:
د اتلسمې فرورۍ
د اليکشن نه پس خو په مردان
کښې د سياسي پارټو په ځانګړي
رنګ سرګرمۍ سړې شوې دي
خو د عدليې د بحالۍ دپاره
د وکيلانو تحريک ښۀ ګړندے
روان دے. د هر زيارت
په ورځ د وکيلانو د عدالتونو
نه بائيکاټ وي او هم په
دغه ورځ په ميزان چوک کښې
د وکيلانو جلوس ووځي. د
جون په ديارلسمه نېټه
د وکيلانو لانګ مارچ وشو.
د ټول ملک په شان د مردان
ګڼ شمېر وکيلان د عالمزېب
خان اېډوکېټ په مشرۍ کښې
اسلام اباد ته لاړل. دغه
رنګه د مختلفو سياسي پارټو
کارکنانو چې پکښې د پښتونخوا
ملي عوامي پارټي، جماعت
اسلامي، تحريک انصاف،
مسلم ليګ (ن) کارکنان شامل
وو. د دې نه علاوه په شپږ
ويشتم جون په ضمني اليکشن
کښې چې په اېن اې ١١ مردان
٣ باندې اليکشن وشو د هغې
په نتيجه کښې د پيپلز پارټۍ
خانزاده خان ٢١٠٠٠ ووټونه
واخستل او مېدان ئې وګټو.
په دوېم نمبر د
جے يو آئي تاج الامين جبل
وۀ. دغه رنګه د ناروا لوډشېډنګ،
ملا ماتونکې ګرانۍ، امن
و امان د خراب صورت حال
خلاف مختلفو سياسي او
سماجي تنظيمونو او عام
اولس احتجاجي مظاهرې
کړې دي او د حکومت نه ئې
مطالبه کړې ده چې زر تر
زره دې اولس د دې ستونزو
نه خلاص کړي.
ادبي
سرګرمۍ :
د
ادبي دوستانو مرکه مردان
له اړخه د پښتونخوا د ياد
شاعر اديب ډاکټر دروېش
يوسفزي د شعري ټولګي (واورين)
د مخکتنې
دستوره د مئ په ٢٣ مه نېټه د جمعې په ورځ
په مردان پرېس کلب کښې
وشوه. د دې دستورې صدر ډاکټر
اسرار وۀ. د نظامت چارې
اکبر هوتي تر سره کړې. ساحل
يوسفزي، مهر اندېش د ډاکټر
دروېش د شعري ټولګي په
حقله نثري ليکونه وړاندې
کړل. عبدالوحيد ګران،
سليمان کامل، سيد مامون
الرشيد د ډاکټر دروېش
په حواله خپلې منظومې
نذرانې وړاندې کړې.
په وړومبي جون ٢٠٠٨
په آنسي کالج کښې د پښتو
ادبي جرګې مردان له خوا
د شاعر غمګين معياري په
درناوي کښې يوه دستوره
وشوه. د دې دستورې صدارت
پير ګوهر کولو. ګل
رحمان شهاب د نظامت چارې
تر سره کړې. په دې موقع يو
شمېر شاعرانو اديبانو
د غمګين معياري په ادبي
خدماتو رڼا واچوله.
په اتويشتم جون
د خالي په ورځ د ځوان شاعر
نور الرحمان سحر د کشر
ورور انعام الرحمان شارق
د وادۀ په خوشحالۍ کښې
يوه مشاعره وشوه. د دې مشاعرې
صدارت فېض الوهاب فېض
وکړو او د نظامت ذمه وارۍ
سلېمان کامل تر سره کړې.
په دې مشاعره کښې ساحل
يوسفزي، عبدالروف عارف،
نور الرحمان سحر، عبدالوحيد
ګران، وارث خان ناياب،
حسېن احمد صادق، سيد راجهان
هلال، سيد نور جلال، منفعات
شاه، اکبر هوتي او نورو
ګڼو شاعرانو برخه واخسته.
د ادبي دوستانو
مرکه مردان خپل اووۀ ورځنے
تنقيدي اجلاس په يعقوب
خان پلازه ګجو خان روډ
مردان کښې وکړو. په دې اجلاس
کښې د پروفېسر فهيم دل
راهي، اياز داؤدزي، سلطان
محمد صابر، سنګين ولي
خان، شاهد انور شاهد په
تلين د غمرازۍ قراردادونه
پاس شو.
په
دې اجلاس کښې د غندنې د
يو قرارداد په ذريعه د
شاعر او اديب اسرار الله
اسرار په کور د ډزو او د
ځوان شاعر اعجاز زړګي
د ورور په ناروا قتل د حکومت
نه د ملزمانو د ګرفتارۍ
مطالبې وکړې شوې.
♣♣♣
|
ناقابل دې هوس نۀ
که د اقبال
|
|
په ړندو سترګې رانجۀ زېبائي
نۀ کا
|
|
بې زينې دي په محل خاتۀ
محال
|
|
چې لوئي غواړې هنر د لويۍ
زده کړه
|
|
په همت ده په هنر ده
په خصال
|
|
د سړي لوئي په رنګ په
پسالۀ نۀ ده
|