Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Sher Ali Bacha

رڼا
نن  پښتون  قام  ته  د خپل  قامي  سياست او اولس د اتحاد  ضرورت  دے  هر سړے  اواز کوي چې اتحادپکار دے  خو  اتحاد  د څۀ  دپاره ؟ او  د چا  په  خلاف ؟ هر څوک  چې  د خپل  قام  او اولس  صحيح  سياست کول  غواړي  دې  سوالونه  ته  به  جواب  وائي- چې کوم سياسي مقصد دې  حاصلول  غواړي هغه  به ښۀ واضحه  کوي پټوي به  ئې  نه- چې کوم  تدبيرونه  دې  د  خپل  سياسي  حکمت  عملۍ  سره  په سمون کښې  راولي  هغه  به  ښه  واضحه  بيانوي- پټوي  به  ئې  نه- په  اشارو  کنايو کښې د مقصد بيان کولو دپاره  د شاعرۍ او غزل  مېدان  جائز  دے  نۀ  چې  په  سياست  کښې ..سياست  يو علم  دے د هغې عملي کول هنرغواړي- سياست  سائنسي اصول، قاعده بندي، منصوبه بندي  او تنظيم کاري لري- د دې خپل مېدان  دے ، سياست  ګو چې  د ادب، تعليم او نظرئې  په  دائره کښې ورګډ وي  لېکن  سره  د دې  ادبي، نظرياتي  او سياسي  دائرې جدا جدا دي  او د خپل  خپل محور نه  چورلي- هره  هغه  نظريه  صحيح  ده  چې  زمونږ قامي، اولسي  سياست  وړاندې بيائى  او هره هغه  نظريه  غلطه  ده  چې  زمونږ  قامي  او اولسي  سياست  په  شا راولي

(د شېرعلى باچا د کتاب د سياسي تنظيم  او اتحاد- د دانشورانو  رول  او اهميت  مقالې څخه اقتباس)

Pushto Language