اخباري
شمس القمر
اندېش
اې دا د اخباري
اخري ارامګاه دے، دا د
ننګ ناموس او غېرت نه ډک
څلے دے. زما دا فرض وو چې
تاته دا ځائے وښيم او دا
اوس ستا فرض دي چې تۀ زما
او د اخباري د جذباتو احترام
وکړې او ډېر په خلوص او
ايماندارۍ سره هر سحر
دې څلي ته اخبار سپارې.
هره ورځ تازه اخبار. ياد
لره تۀ کلي ته د ننوتو نه
مخکښې اول دې خوا راجاروځه.
اف دا درې کاله به د اخباري
روح څومره ناقلاره وI.
تاجي کلو کښې
اخبار خرڅونکي هلک ته
چې خلقو به ورته انذر انذر
وې. ووئيل او بيا دواړه
د مقبرې نه لويې لارې ته
روان شو او څۀ وخت چې دواړه
هغې موړ ته ورسېدل کوم
ځائے چې د لارې نه خلق په
لختي لختي ارټونو ته اوړي.
دغلته تاجے
د لارې نه لختي ته راواوړېدو
او انذر ته ئې يو ځل بيا
ووئيل. چې زۀ لږ غوندې ارټ
ته ځم. خو ګورې زما دا خبره
به هيڅکله د خياله نۀ وباسې.
د انذر خدائے خبر چې څۀ
ته فکر وۀ د خُلې نه ئې ښه
ونۀ ختل نو تاجي ورته بيا
ووې.
يه هلکه! ستا
غوږ دے کۀ پوزه. ډېره ښه
ده لالا بالکل پوه شوم. انذر په داسې حال
کښې ووې لکه چې سړے ناڅاپه
په سوم ووهې او هغه زر راجګ
شي.
خو ګوره لالا!
زۀ يو تپوس کوم. انذر
پاتې اخبارونه تُورۍ
شانې کړل او يو قدم راوړاندې
شۀ. انذره نۀ د يو
تپوس جواب درکولے شم او
نۀ د دوو. تلے وم هوسۍ ته.
نن څلورمه ورځ ده چې د جېل
نه راغلے يم. خو د دې شي راسره
ډېر فکر وۀ او وختي چې تۀ
په مخه راغلے. نو وې مې راشه
دا کار د هر څۀ نه مخکښې
دے. پرون مې هم ټوله ورځ
ارټ ته مخ نۀ وۀ ښولے. برادره
کۀ سبا بله ورځ کۀ خېر وي
څۀ وخت لږ شانتې ځان وزګار
کړې او ارټ ته راغلې نو
بيا بلا تپوسونه وکړه.
تاجي په داسې
انداز کښې ووې لکه چې د
انذر په مخ ئې بلا تپوسونه
لوستے وي.
انذر تر سبا
ماسپښين پورې دومره ناقلاره
وۀ لکه چې سړے د يو ډېر ضروري
څيز د نتيجې په انتظار
کښې ناټيکاوه وي. يو تپوس
د انذر په زړۀ کښې په بل
بل رنګ راښکاره کېدۀ. اخباري
لکه زما څوک اخبار خرڅونکے
وۀ؟ اخباري څوک سخت اخبار
بين وۀ؟ هغه د اخبار مالک
وۀ؟ هغه د اخبار چلونکے
وۀ.
انذر دا فېصله
نۀ شوه کولے چې په دې کښې
د کومې خبرې اخباري سره
تعلق وۀ او بيا په تېره
تېره په څلي باندې د اخبار
غورځولو څۀ ضرورت دے.
نن چې انذر هر
چا ته خپله خپله پرچه ورسوله
نو نېغ د تاجي ارټ ته ورروان
شو.تاجي چې
د انذر ستړي مشي واورېدل
نو شوتل پرېکول ئې پرېښودل
او زر ئې د انذر نه پوښتنه
وکړه. هلکه! د اخباري په
قبر دې پرچه کېښوده.... وختي...
انذر (ې) د ضرورت نه زياته
اوږده کړه او جواب ئې ورکړو. ښه ده ډډه ووهه.
تاجي د سبو ډک کوري ته اشاره
وکړه. اوس بلا تپوسونه
وکړه انذر ګله. تاجي
په مسکا شانتې ووې. وړومبے دا چې اخباري
څوک وۀ؟ بل دا چې دۀ تۀ اخباري
ولې وائي او وروستے دا
تپوس دے چې د اخباري په
قبر د اخبار غورځولو څۀ
ضرورت دے؟ انذر درې واړه
تپوسونه داسې په ترتيب
او طريقه وکړل لکه چې يو
يو سوال ئې زوت کړے وۀ. لکه
چې هر يو تپوس د خُلې نه
د وتلو ډېره تادي کوله.
تاجي يو ځل انذر ته وکتل
بيا ئې خپل سر زوړند شانتې
پرېښود او خبره ئې شروع
کړه. زمونږ پلو
کښې نور خانے کاکا دې خدائے
وبخښي ډېر ښۀ سړے وۀ او
هغه زمانه کښې د ډېرو پېسو
ټکو خاوند وۀ. بلا بلا مېښې
به ئې د امبرسر نه راوستې
او دلته به ئې خرڅولې. زمونږ
د علاقې څۀ چې تر لرې لرې
پورې د نور خاني کاکا چرچه
وه. اکثر به سپينو سپين
روبو خلقو ځان له د ساتنې
دپاره مېښې د نور خاني
کاکا نه اخستې. هم دغه نور
خاني کاکا د ځان سره اخباري
راوستے وۀ او زيات نه زيات
د اتو نهو کالو به وۀ. وړه شان لښته به ورسره
وه او د امبرسر دنګې دنګې
مېښې به ئې په پښو پښو وهلې.
د نور خاني کاکا نه چې به
چا پوښتنه وکړه چې کاکا
دا دې کوم ځائے پېدا کړو
نو نور خاني کاکا به ورته
ډېر په فخر ووئيل چې يه
خانه څۀ ئې کئ. يو لال وۀ
مونږ له خدائے پاک په ايرو
کښې راکړو او بيا يوه ورځ
نور خاني کاکا خپل مشر
ورور ته قيصه کوله چې د
مېلې په اخره ورځ راپسې
دے شا شا ته لکه د ګوګوشتو
راروان وۀ. دوه درې ځله
مې ورته ووې چې تۀ څوک ئې
څۀ وائې. ځه خپل کار کوه
او يو ځل خو مې ورته خدائے
شته يو دوه انيز هم ورکړو
ما وئيل ځه بچو ځان له پرې
څۀ واخله او يو ځلې چې ډيوډۍ
سره مې شا ته وکتل نو دا
دے صېبه چې راپسې لګېدلے
دے. لنډے غوندې قميص ئې
اغوستے دے پښو کښې ئې لنګوټ
شړپېدو او يوه خيرنه غوندې
توليه ئې د سر نه چاپېره
کړې وه او چې سترګې ئې راسره
ولګولې نو بې تپوسه ئې
راته ووئيل چې کاکا ما
به ځان سره بوځې. زۀ حق حېران
شوم چې خدايه دا ملک او
دا پښتون هلک.
يا هلکه! کۀ زۀ دومره
خبر وې نو ما به درسره مخکښې
خبرې اترې کړې وې. ځان سره
مې راروان کړو. د سائين
هوټل کښې مې ښۀ موړ کړو.
دا جامې مې ورته زر زر په
درزي جوړې کړې او بله ورځ
مې ځان سره راروان کړو.
په ګاډي کښې مې ترې تپوس
کولو چې هلکه نوم دې څۀ
دے؟ د کوم ځائے يې؟ دلته
دې څۀ کول؟ پلار مور دې
شته کۀ نه؟ هلک چالاک وۀ
ټول حال احوال ئې راته
ووې. وئيل ئې سخي جان مې
نوم دے. مونږ د باجوړ يو،
مور مې وائي چې زۀ لا ډېر
وړوکے وم چې پلار مې مړ
شوے وۀ او بيا مې مور پلندر
وکړو. د پلندر به مې مور
سره هر وخت زما په سر جنګ
وۀ. او بيا پلندر زۀ يوه
ورځ سمې ته راوستم. خېراباد
کښې ئې يو ټېکدار سره کړم،
د هغۀ لارۍ به مې وينځلې
او بيا د ټېکدار نه په پټه
يو سيټ ځان سره امبرسر
ته بوتلم. يوه مې مېښه ساتله
، دکان ته به مې ډوډۍ وړله.
بلا بلا کارونه به مې کول.
بابا ما له لږه
لږه هندکو هم راځي. بابا
ماله خوب راځي زۀ ډېر ستړے
يم. پورته مې تختې ته ور
ورخېژولو او لږ ساعت پس
داسې اودۀ شو چې تر ګوجر
خان پورې خو هډو په ډډه
نۀ وۀ اوړېدلے. خو ماته
ښکاري چې رښتيا ډېر ستړے
وۀ. لالا هلک ډېر تکړه دے.
ما وې ځه مېښې به اوبۀ کوي
را اوبۀ کوي. نور څۀ دي خو
ډوډۍ جامه ده مونږ ئې هم
خورو دې دې هم پکښې خوري.
لنډيه دا چيلم خو راباندې
يو لوګے وڅښوه. تاجي خپل
ګاونډي ته ووې. چې مخامخ
ئې د لوټکو دپاره ورۍ غښتلې
او بيا ئې انذر ته مخ کړو
وې انذره هغه يو کال خو
به دې ياد وي د هاړ مياشت
وه په دې مالونو څۀ مرض
راغلے وۀ. لاله زمونږ په
کښې پخپله بلاربه غوا
مړه وه. د ترۀ مې په کښې دوه
مېښې مړې وې. يره لالا هغه
آفت به کله د چا هېر شي.
نو هغه چا متل کړے
دے کنه چې د ساه مال ته دې
سړے مال نۀ وائي د نورخاني
کاکا خپلې يويشت مېښې
په څلور شپږ ورځې کښې داسې
مړې شوې لکه چې د عاجز هډو
څۀ وو نه، نور خاني کاکا
به په سرو سترګو ژړل او
وئيل به ئې د خدائے په کړو
مو صبر دے خو چې څۀ ساه راکښې
وه هغه ئې رانه وويسته.
دغې وبا چې څوک وهلے وۀ
هغه کله بيا ځائے له راتلو.
اخباري او نورخاني کاکا
به سروهلې بر وهلې ګرځېدل.
اخباري به کله کله دياړي
کوله او کله به ئې د ورځې
پنډ نيم کبل خرڅ کړو. اخباري
ډېر خواري کښ وۀ. خو يو د
چا سره ئې نوکري نۀ کوله.
اخباري به وې دا خلق د انسان
په قدر نۀ پوهېږي. انذره
دغې ورځو کښـې زمونږ په
دې وطن کښې د خلافت تحريک
ډېر په زور وۀ او لالا په
دې وطن کښې خدائے ګو دې
خلقو هسې يو چل جوړ کړے
وۀ. انذر د تاجي په مرسته
کښې ووئيل. دادا دې خدائے
وبخښي هغه دې تحريک کښې
د خپل کلي سېکرټري وۀ. اخباري چې به دا
جلسې او جلوسونه ليدل
نو يوه ورځې ئې د دادا نه
تپوس وکړو چې دا دومره
هله ګوله د څۀ ده. او بيا
دادا په لنډو کښې پوه کړو.
چې خانه دا ټول هندوستان
زمونږ دے، دا د دې ځائے
د خلقو ملک دے او دا پېرنګيان
دي کنه سړيه دا چې د شادوګانو
په شان مخونه ئې نيولي
دي دا چې د بڼياتوب دپاره
دلته راغلي وو. مونږ ورته
وايو چې بس دے دا دومره
عمر مو زمونږ دا ملک وخوړو.
اوس ئې مونږ ته پرېږدئ.
ځئ خپلو خپلو وطنونو ته.
او هسې د خبرې خوند مۀ خرابوئ.
اوس دوي په دې خبره خشته
ضد رااخستے دے. خانه تراوسه
چې څۀ وشو يا کېږي هم په
دې خبره باندې او بيا د
دغې ورځې نه اخباري ځان
له وردي جوړه کړه. په جلوسونو
کښې به شامل وۀ. جلسه به
دۀ چرته نۀ پرېښوده او
چرته چې به د خلافت او د
ازادۍ خبرې کېدې اخباري
به ورته غوږونه تکۍ کړي
وو او چرته چې به ئې جلسه
کښې رساله يا اخبار وموندو،
جېب کښې به ئې وټومبلو
او دادا ته به ئې رارسولو.
دادا به ورته بلا خبرونه
واورول. نو اخباري به ډېر
په چرت کښې شو. سړک ته به
راووت د صندل په بټ به کښېناست
دانې به ئې کرپولې او د
اخبار ياد کړے خبرې به
ئې يوه يوه داسې په خوند
سره کوله چې د چا به هډو
پاڅېدو ته زړۀ نۀ کېدو او کۀ چا به ورته
د بېرته نه اواز وکړو چې
اخباري نن دې څۀ اورېدلي
دي کنه؟ نو اخباري به ډېر
په فخر سر له جټکه ورکړه
وئيل به ئې څۀ کوې خو د يارانو
اخري سلګۍ دي. د هر سباوون
رڼا به اخباري د مستقبل
رڼا ليدله او د هر ماښام
تيارۀ به اخباري د پېرنګيانو
د ورکېدو نشان ګڼلو.
په حجره کښې چې به
بحث شو اخباري به زر په
کښې راودانګل دادا
ته به ئې مخ کړو وئيل به
ئې کاکا ځان د هر څۀ نه خوږ
دے. خو د وطن نه به ئې هيڅ
کله خوږ نۀ کړم او څوک چې
دا وائي چې زمونږ پنشنونه
به کټ شي او زمونږ غټې غټې
نوکرۍ به لاړې شي. افسران
به نۀ يو. خانۍ نوابۍ به
رانه لاړې شي. نو زۀ وايم
چې خدائے دې ترې نه يو زر
ځله بوځي. خدائے دې د هغوي
زړۀ وچوي.
انذره! د اخباري
تور ټکے نۀ وۀ زده. خو مازيګر
به هغۀ د هر ځائے نه چې وۀ
اخبار راپېدا کولو او
اخبار به ئې د ځانه خوځولو
هم نه. چا چې د اخباري اخبار
کوت نو دې به ورته تر هغې
ناست وۀ چې څو به ئې ترې
اخستے نۀ وۀ. هر اخبار به
ئې سمبالولو. يو لوئے پنډ
ئې جمع کړے وۀ. انذره د هغۀ
اخبار سره دومره شوق وۀ
ځکه به خلقو هغۀ ته اخباري
وې. اخباري ډېر تکړه وۀ
او دومره پالوان وۀ چې
د ما غوندې تاغوندې خو
به د هغۀ د بت نه ويره کېده.
د سپرلي پرزوونې به په
اخباري ګرمې وې. اخباري
ډېر نامتو لوبغاړے وۀ.
يوه ورځې ئې د جومات
امام استاذ له اخبار ورکړو
وئيل ئې وګوره استاذ کۀ
څۀ نوي تازه پکښې وي نو
واوروه. استاذ اخبار يو
ساعت په لاسونو کښې واړوو
را واړوو. وې خانه نن خو
په کښې هيڅ نشته. اخباري
ته په دې سخته غصه ورغله.
وې ګوره کنه استاذ زۀ خو
په يو ټکي ککړ نۀ يم خو دومره
وينم چې اخبار واله د سر
نه تر وېخه پورې ډک کړے
دے خپل ځانونه ئې پرې ستړي
کړي دي او تۀ وائې چې هيڅ
پکښې نشته. اخباري ډېر
ضدي وۀ د هغې ورځې نه ئې
وروستو امام استاذ له
په قسم اخبار ونۀ ښودلو. اخباري ډېر شريف
او قلار ځلمے وۀ. خو کۀ چا
به ورته دا ووې چې هلکه
پېرنګيان لاړ شي نو تا
له به څوک څۀ اوښان... درکړي
يا کۀ لاړ نۀ شي نو ستا پرې
څۀ. قلار کښېنه ځان له دوه
پېسې ګټه. غريب سړے ئې. اخباري
له به په دې ډېر قهر ورغے
چې هيڅ وس به ئې ونۀ رسېدو.
نو د هغه سړي سره به ئې تر
عمره عمره خبرې نۀ کولې.
اخباري وئيل تۀ ګوره د
دې شين سترګي راتلۀ هډو
دوي څۀ ګڼي نه. افسوس
دے دوي يو ځل د ازادۍ خوند
واخستې. بيا انذره! يوه
ورځ ..... توبه خدايه
توبه چې مې راياد شي نو
زړۀ مې ډوب ډوب شي او دا
ملک راباندې تورتم شي.
څومره سپېره ورځ وه. زمونږ
کلي ته درې لارۍ د پوليس
او ګوره ګانو راغلې. هر
چا نه ئې وردي اخسته. د خلافت
تکړه تکړه کسانو ته ئې
هتکړۍ ولګولې. وهل
وو، شرمېدل وو د مشرانو
کشرانو بې عزتۍ وې چې کېدې.
په ډاګه کښې ډېره هله ګوله
وه. ټول خلق هلته راجمع
وو. مينځ کښې د جامو يو ډېرے
لګېدلے وۀ. څلور تنه سپايان
راغلل زمونږ په بېټک کښې
د اخباري د لرګي يو صندوق
پروت وۀ د هغۀ نه ګېر چاپېره
ودرېدل. اخباري جلتۍ سره
رادؤ کړو. سپايانو
ته ئې وې راځئ راپسې او
نېغ هغه ځائے ته راغے کوم
ځائے چې بلا ګوره ګان د
سرو جامو د ډېري نه چاپېره
ولاړ وو. دا زما
جامې دي، صبر وکړئ، دا
زما په وينو نۀ دي سرې. زۀ
ئې يو ځل دې مېدان کښې اغوندم
او تاسو ئې رانه وباسئ
او بيا چې مو څۀ زړۀ غواړي
هغه راسره وکړئ. اخباري
د جوش او د جذبې نه تک سور
شو. په دې کښې يو ګوره راوړاندې
شو د اخباري پنډوکے له
ئې په زوره يو بېنت راخلاص
کړو. د اخباري په مخ د دړد
او د جذبې برغ رنګونه لاړۀ
راغلۀ. په زور ئې د ګوره
په مخ وتوکل. او
انذره (د تاجي په سترګو
کښې رڼې رڼې اوښکې وګرځېدې)
بيا په هغۀ باندې د کوتکو
يو درز جوړ وۀ. په دغه غوغا
کښې زما غوږونو ته اواز
راغے تاجيه هر څنګه چې
وي ماته به اخبار رارسوې.
د دې اوازه پس په اخباري
کښې هيڅ نۀ وو. لکه چې د اخبار
نه علاوه د هغۀ هر مقصد
پوره شوے وي. لکه چې د اخباري
د ازادۍ په نعمتونو مالامال
روح ته صرف او صرف د اخبار
ضرورت وي. افسوس دے ما د
وړومبۍ ورځې نه د اخباري
څلي ته اخبار سپارلے. افسوس
زۀ جېل خانې ته نۀ وې تلې.
اف دا درې کاله به د اخباري
روح څومره ناقلاره وۀ.
(روزنامه انجام
پېښور 21 جنوري 1956)
♣♣♣
ډز
سيد ياسر
علي باچا (کنکوله)
فقير کاکا زما
خاص دوستانو کښې نۀ وۀ
او نۀ ورسره زما دومره
تګ راتګ وۀ. ما دومره
پېژندو چې کله به ئې کور
کښې څۀ ناچاقي راغله نو
د هغې فېصله به ئې په ما
کوله. فقير کاکا د رنګ نه
سور سپين او ږيره به ئې
همېشه سره وه. زما په خيال
دا بوډاتوب هغۀ ته صرف
په ږيره کښې ښکارېدو. هغۀ چې به د ټوپک
ډزې واورېدې نو په ښېرو
به شو او سترګې به ئې د اوښکو
نه راډکې شوې. چې چا به وادۀ
ښادۍ کښې په کلي کښې ډزې
کولې نو دې به ډېر غصه کېدو
او په چغو چغو به ئې هغوي
ته بدرد شروع کړل. هغۀ به همېشه دا خبره
کوله چې ډزې بندې کړئ ظالمانو
څومره تورسرې مو کُنډې
کړې څومره ماشومان مو
يتيمان کړل. دۀ چې به دا
خبره وکړه نو خلقو به په
خټ خټ وخندل او ځان سره
به ئې ووئيل لېونے دے،
خپله چې به ئې ځواني څنګه
تېره کړې وې اوس مونږ ته
نصيحتونه کوي. فقير کاکا
کۀ هر څو د خوشکو ځوانانو
په نظر کښې چې هر څنګه وۀ
ولې د عقل خاوندانو به
ئې ډېر عزت او احترام کولو. زما په نظر کښې هغه
ډېر زيات مظلوم وۀ. ولې چې د هغۀ واقعه
چې به هر دړدمند بنده واورېده
نو زړۀ به ئې پرې خفه شو. زما زړۀ به ډېر غوښتل
چې د فقير کاکا سره په دې
حواله خبرې وکړم او د دۀ
د خلې نه دا دړدناکه قصه
واورم. هغه چې به
کله هم ما له په مخه راغلو
نو د هغۀ واقعه به زما په
ذهن کښې لکه فلم تېره شوه
او دې سره به زما په زړۀ
کښې عجيبه احساسات راوپارېدل. يوه ورځ ورسره زۀ
په لاره راتلم چې په دې
کښې ډزې شوې. فقير کاکا
اول بره اسمان ته وکتل
او بيا ئې ماته ووې باچا
صاحب دا خلق ولې نۀ پوهېږي،
څۀ له د خلقو کورونه ورانوي،
ډېر ځوانان ئې د خاورو
د لاندې کړل، ډېرې خوېندې
ئې ورارې کړې، ډېرې مېندې
ئې بُورې کړې. خدائے شته
د هغۀ دې خبرو سره زما زړۀ
ډېر خفه شو. دا وخت
ماله موقع په لاس راغلې
وه چې د فقير کاکا نه د دغې
واقعې په حقله معلومات
حاصل کړم. ما ورته
ووې چې فقير کاکا دا څۀ
داسې واقعه شوې ده چې تاته
ئې د ډزو نه داسې بلا جوړه
کړي ده. هغۀ يوه
اوږده ساه واخسته او راته
ئې ووې باچا صاحب زما په
رګونو کښې اوس هم د انسانيت
وينه جوش وهي او دا جوش
ما ارام ته نۀ پرېږدي.
زۀ هم غېرت، ننګ او انساني
جذبه لرم. او هم
دا څيزونه ما د دې قائلوي
چې ډز او ټوپک غېرت نۀ دے
د خوشحالۍ اظهار نۀ دے.
د خوشحالۍ اظهار کۀ څۀ
دے نو هغه انساني جذبه
ده او دا جذبه د انسانيت
معراج دے. باچا
صاحب ما په خپل
ژوند کښې ډېر غمونه ليدلي
دي. زۀ د مور پلار نه وړوکے
پاتې شوے وم. زۀ
احسان فراموش نۀ يم چې
زۀ به د خپل ترۀ احسان هېروم
چې زما پالنه ئې کړې ده
او ما سره ئې لکه د خپلو
بچو مينه کړې ده. زۀ چې لږ
په ښۀ بد پوه شوم او د کار
روزګار شوم نو ما ته ئې
د خپل پلار پټے وښودلو
او راته ئې ووې چې دا ستا
پټے دے دا کره او په خوشو
تشو پسې مۀ ګرځه. زما هم
د زميدارۍ سره مينه وه. د هغۀ خبرې ته مې
غاړه کېـښوده. د
خدائے فضل وۀ زما فصل به
ډېر ښۀ کېدو. زۀ چې به سحر
بانګ مال د کوره ووتم نو
مونځ به مې پټي کښې کولو. او مازيګر جمعې
له به مې کلي ته ځان رارسولو. ورځې شپې تېرېدې. زۀ پوره ځوان وم. ترۀ ماله وادۀ کول
غوښتل. يوه ورځ مې چاچي
ډېره خوشحاله راغله چې
ما ترې پوښتنه وکړه نو
راته ئې ووې فقيره تا له
مې ښکلې جينۍ وکته. سمه
سپوږمۍ ده سپوږمۍ. پوره يو مياشت پس ئې
راله وادۀ وکړو.
زمونږ شپې ورځې
ډېرې ښې تېرېدې. ما له خدائے
پاک د ګل غوندې يوه لور
راکړه. ما ډېره
نيازبينه ساتله.
د هغې داسې خواهش نۀ وۀ
چې ما ورله نۀ وۀ پوره کړے.
د دنيا عمر لکه د باد تېرېدو.
زما لور اول ماشومه وه
اوس د سپرلي په ګلونو کښې
يو ګل وۀ. د هغې رشتې له ډېر
خلق راتلل. خو زما يو ځوان
ډېر خوښ وۀ. د هغۀ نامه پائنده
خان وه. د شکل نه تک سور قېنچي
کړې ږيره، نرې برېت مضبوط
بدن. هغۀ به د نېکانو ټرک
چلولو. ما ته ډېر ښۀ هلک
ښکاره شو. د خدائے
په نامه مې ورله لور ورکړه. اول اول خو هغۀ سره
دېره خوشحاله وه. هفته
په هفته به مونږ کره راتله.
مونږ هم ډېر خوشحاله وو. خو چې يو ځل راغله
نو عجيبه خبرې ئې کولې،
د هغې د خُلې نه ما داسې
خبرې هيچرې نۀ وې اورېدلې.
هغې وئيل دا تا زۀ څنګه
سړي له ورکړے يم هغه خوشے
دے. شر راسره کوي
او هره ورځ مې وهي. هر قسم
ظلم راباندې کوي. کله د
بجلۍ شاټونه راکوي او
کله راته په مرۍ کښې پړے
اچوي. اول ښۀ وۀ
خو اوس خرابو دوستانو
او خراب ماحول وشرمولو.
دا جې اوس هيڅ کار روزګار
نۀ وي، غلاګانې او ډاکې
کوي.
باچا صاحب هغۀ په ګروم
اواز ووئيل مونږ په دې
خبرو ډېر پرېشانه شو. دې
سره فقير کاکا لږ چپ شو.
ما ئې سترکو ته وکتل نو
اوښکې پکښې ځلېدې. مونږ دواړه په لاره
ډر وخت چپ روان وو. فقير کاکا په څادر سترګې
پاکې کړې او يو سوړ اسوېلے
ئې وکړو. هغه بې
غېرته بۀ بيا بيا راتلو
او په منت او زارۍ به ئې
کولې په پښو به مې پرېوتو.
اخر زمونږ زړۀ هم د کاڼي
نۀ وۀ مونږ ورسره خپله
لور پرېښوده. يو
څو ورځې نۀ وې تېرې چې چا
ور وډبولو. زۀ چې څنګه ورووتم
نو يو سپين ږيرے ولاړ وۀ
ما ترې پوښتنه وکړه چې
خېر خو دے؟ څۀ کار دې دے،
څنګه راغلې ئې؟ دا ټولې
خبرې ما په يوه ساه وکړې. هغۀ ما له په سر
لاس کېښودو سترګې ئې ښکته
کړې او په ژړېدلي اواز
ئې ووې چې ستا لور پائنده
خان وويشته. د دې
واقعې لا درېمه نۀ وه شوې
چې ښځه مې په هوائي ګولۍ
ولګېده. فقير کاکا چې دا
خبره ختمه کړه او ما ئې
سترګو ته وکتل نو د اوښکو
ډکې وې. غټې غټې سلګۍ ئې
وهلې. او په دې کښې د کرامت
خان د وادۀ ډزې شوې او چې
زۀ څنګه کور ته راورسېدم
نو خلقو وئيل د آدم خان
مالي ځوے په هوائي ګولۍ
ولګېدو، دې سره په ما سر
وګرځېدو خُلۀ مې ګونګه
پاتې شوه. مرې مې کلکه ونښته.
دغه وخت زما په ذهن د انسانيت
بدرنګ شکل راښکاره شو.
♣♣♣