Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Pushto Poetry

amjadshahzad.jpg
Pushto Poetry sung by Amjad Shahzad

 پښتونخوا نوم         نسیم ستوری جرمنی

 د  ګـل   د   خـوشـبوئي   ســه  د   ښـکلا  نـوم  اخیسـتـل  دی
زړګـــیـه   لــیــونــیــه   دا  هـم   ســتـا   نــوم   اخـیـسـتـل   دی
 
شــوګــیـر   تــه    بـیـــداري   پــه    لاره    ډیــره    مـسکـیـدلـه
بـیـدار    ژونــدون     لـپـاره   د  سـبـا  نــوم  اخـیـســـتـل   دی
 
وجـود   زمـونـږ   اختـیار   د  بل   نـشـه   کـافــری   سـتـرګـی
د خـپـل   وجـود   اخـتـیـار   مـو  د  حـیـا  نـوم  اخیستل  دی
 
لـښـکــر  د  غـیـرتــونــو   پـه   مــورچـــلـــو   کـــې   ولاړ   دی
پـه  زور  کـه  پـه  رضـا وی  د خپـل  ساه   نوم  اخیستل  دی
 
ای   عــقـلـه   د   ژونــدون    راتــه   نــغـمه   د  پــښـتــو   وایـه
دی خپل  وجود  پښتون   له  پښتونخوا نوم اخیستل دی
 
نسیم ستوری  د  ځان  سه  نـن  مسکی مسکی خو کیږی
رنګونـو   د  ښـايــست   د پـرمـخـتـیا   نـــوم   اخیستل دی

 نومبر دسبر 2008 

 

سلېمان کامل

 

دړد مې د کلهم انسانيت زړۀ کښې رانعښتے دے

 

ما د خپلې مور پښـتو نه داسې سبق لوستے دے

څۀ به چاته وايو چې سړي چرته دي چرته نه

 

دلته هر يو کس مخ ته دوېم استر اغوستے دے

ځان راټولول د دړد د څانګې نه ګران شوي دي

 

ژوند د يوې داسې الميې شکل اخستے دے

ځکه بادومه د دې در خاورې په سر باندې

 

ځان مې په څو څو کرته دې کوڅو کښې نوستے دے

دلته چې قدم ږدې د حساب کتاب خبرې دي

 

مونږ باندې کا مله خدائے په  ژوند  قيا مت راوستے دے

   

 

saeedsaeed6.jpg
د محمد سعيد سعيد شعرونه
 
په ګل مئينېدل څۀ وو ځانونه مو ايره کړۀ
د امن د ښار خلق وو فکرونه مو لمبه کړۀ
حالاتو راته لويه سرکشي کړه راپه غاړه
بلابلا سرونه مو د پښو لاندې ميده کړۀ
ائ وايه کنه څۀ وۍ سرۀ ګلان غواړې وربل له
ائ دا دي ما د ستورو قطارونه راپره کړۀ
جانانه  چرته  مونږ له هم تندو له شونډې راوړه
مونږ څومره ارمانونه ستا دسره صدقه کړۀ

 ارمانونه  صدقه

پاڅون پبلشرز