Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Pushto Books Review

Syed.Afzal.Shah.JPG

د لمبو  په  لار
سيد افضل شاه      

د لمبو  په  لار د ښاغلي  ماصل خان  اتش   ړومبنۍ  شعري  مجموعه  ده.  چې  په  مارچ
2010ء  په  يونيورسټي  پبلېشرز  افغان  مارکيټ  پېښور کښې   چاپ  شوه  او  د اباسين  پښتو ادبي جرګې ( چې د خدائے بخښلي اجمل خټک  صېب  د مرګه  پس  ئې  نوم  اجمل خټک  پښتو  ادبي جرګه  شوه) له خوا خوره  شوه  دا کتاب  په  دوه  سوه  پينځۀ  اويا  صفحو خور دے  چې  پروف  ريډنګ  ئې  ابراهيم  اظهارخټک  کړے  دے. تړون  ئې  (د هغه سپېځلو عظيمو انسانانو په  نوم  چا چې  خپلې ښکلې ځوانۍ  د ملک او قوم  په خدمت کښې  لوګے  لوګے  کړې)  فهرست ئې هم  په  کتاب کښې   ورکړے   دے  چې  اکثر  پښتو شعري کتابونو  کښې د فهرست کمے محسوسيږي_
محترم  ډاکټر راج ولي شاه خټک،  ډاکټر پروېز خوېشکي او هارون الرشيد خټک د اتش صېب  په شاعرۍ او شخصيت  ښۀ  ليکونه کړي  دي  د کتاب  په  ټائيټل  د اور لمبې دي  او دا شعر  پرې  ليک  دے زۀ  پتنګ د ميني  په  رڼا پاېم      ځان به کړم لوخړه د لمبو په  لار د کتاب په  بېک  ټائيټل  د اتش صېب  رنګين  عکس  او د پروفېسر عالمزېب خټک ليک دے  پروفېسر  صېب   ليکي  چې  ( ښاغلے ماصل خان اتش  نۀ صرف په  قد قامت  بلکې  د فن ، هنر، سوچ  او فکر په  حواله  هم  د پښتونخوا  لوړ  ادبي  شخصيت  دے  د ادبي سفر دا موده  ئې  د څلوېښتو  کالو  نه  اوړېدلې  ده  د پښتو  ژبې   دا  رېښتونے  عاشق  د پښتو د مينې  په خاطر د پښتونخوا  ډېرو  سيمو ته  تلے  او  ګرځېدلے  دے  خپل  شناخت  ئې  پېدا کړے  او خپل  شخصيت  ئې  په  هر چا منلے  دے  د لمبو  په  لار کښې  د وخت  او حالاتو  په تناظر کښې  د زړۀ د اخلاصه   ترجماني   ده_) خدائے  بخښلي  اجمل خټک  صېب  چې  د اتش صېب  په  باره  کښې  خپل  تاثرات په  کتاب  ( قيصه  زما  د ادبي   ژوند ) ( اوله حصه ) کښې   بيان  کړي  دي_

ښاغلي  شاعر هغه  د تبرک  دپاره  په   فلېپ  چاپ  کړي  دي  خټک صېب   ليکي   ( زمونږ   د  عزيزولۍ  او ملګرتيا  ډېر ننګيالے  او  پت  من  پښتون  زلمے  او په  پښتو  ژبه  خاوره   او مرام  کلک  مئين  شاعر  دے  خپله  د مينې  شوق  او جذبې  شعر   وائي  او  نور د ژبې  ادب  او قوم  خدمت  ته   پسخوي کوشش  کوي  چې  چرته  د پښتو  ژبې  او  ادب   شمعه  بله  شي  او  دې  لکه   د پتنګ  ځان   ور ورسوي   ښۀ   ملي  او  د عوامو  د ذهن  شاعر دے  د محنت  ژوند  ئې  د  ادب  رڼا   ده،  صحت  او  برکت   دې   ئې   زيات   وي   چې   ډېر  خدمت   وکړي. )


په  کتاب کښې   د نظمونو  برخه  زياته   ده  د غزل  په  مقابله  کښې  ئې  په  نظمونو کښې  زور خلوص  جذبه  او  ولوله   ډېر  په  شدت  سره  محسوسيږي . اتش  صېب  يو حساس او دردېدلے   انسان   دے   چې   د خپل  چاپېر چل  حالات  واقعات   ويني،  ګوري  نو  هغې   ته  د  زړۀ  په   وينو  د شعر  رنګ   ورکوي،  انسان   او خصوصاً د پښتون  په  حال غمژن   دے  نو  ولې  به  ئې   شاعري  ( د لمبو په  لار)  نۀ   وي   د  خوشالۍ  خبره  دا ده  چې  په  دې  لمبو  لمبو  حالاتو کښې  هم  تر  اوسه   مايوسه   شوے  نۀ  دے   مستقبل  ورته  روښانه  ښکاري  د ميني،  اخلاص، ورورلۍ، قام پرستۍ، ننګ،  پښتو، وطن دوستۍ  پېغام  خوروي


هرسړے به دې د زړۀ په کورکښې ځائے کړي
      

کۀ دې ورکړو چاته ځائے دزړۀ په کورکښې

د کعبې طـــــواف منـــــم چې مـــــبارک وي      

خوموندلےشي تل خدائے د زړۀ په کور کښې

شاه زلمي مرګ ته غاړه ږدي خو چاته سرنۀ ټيټئ    هرمصيبت ته په خندا غاړه غټۍ ورځي

لکه باران کۀ راوريږي پرې داور سکروټې   

د ننګ مېدان  ته  سينه ډال په خوشحالۍ ورځي

ژوند مې  ټول  په  انتظار د بهار تېر شو         

د خزان  د ستمونو  به  څـــۀ  وائېم

زۀ  اتش چې يــــــــــــم د مينې  دردېدلے       

د خوږو خوږو  دردونو به څۀ  وائېم

لکه د خپل مور کوي چې د چا مور ته  نظر   

يا لکه  خور کوي په سترګو د بل خورته  نظر

دغې څښتن  ته د ايمان مبارکي  ورکوم        

د دۀ حيا ته به څوک چرې  نۀ کړي  پورته  نظر

اتشه پام کوه د ننګ  له بامه  پرې نۀ وځې   

دخپل مرام په لوري درومه په پښتوکښې اوسه

ځئ چې سره يو شو تربګني له مينځه وباسو   

ځئ چې د عمرونو دشمني له مينځه  وباسو

ځئ چې بدنيتي اوځان ځانۍ له مينځه وباسو  

هله به حاصل په زندګۍ کښې  راحتونه  کړو

ځئ چې اے ملګرو وران  د کرکې  دېوالونه کړو

January-February 2011

 

 

Pushto Language