Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen 2.7.10

ادب ،ژبه، جذب  او د فکردرې واړو نوم

پروفېسر رب نواز مائل

هسې دې زما لوستونکى وګڼى چې ما دا درې ټکى محض  د ټکو په طور نه  دى  اخستې  بلکه  د اصطلاح ګانو  په  طور مې  اخستې  دى  يعنې  هر ټکے د يوې  اصطلاح  حيثيت لرى  د مرکب کېدو د صورت ګوا په ځان کښې د ډېر څۀ لرلو د صورت،  اوس ژبه  د بيان  يا بيانونو هغه  عنصرى  برخه  ده  چې کۀ  دا نۀ  وى  نو د څۀ  ادب  لا  د څۀ  بيان  د ادب لا بيانونه د ادب _ ځکه د ژبې  ډېر اهميت دے ،چې هم دغه جذب او فکر هم  په ځان کښې ځايه وى. له  هغو نه  په  ډېر تاثر کېدو سره لا له  هغو نه کټ مټ  د هر څۀ  په اخستو سره.

په ادب کښې به ژبه ډېره  وګڼو کۀ  جذب او فکر خپله لار پکښې نۀ  ولرى. په خوله کښې دوه دېرش عاښونه  وى د ادب  شے نۀ شى ګڼلې کېدے  خو کۀ دا وويل  شى چې  د فلانى غاښونه تک سپين  دى  لا ډېر متوازن  او سپين بريښدونکى دى نو د ادب  شے  بس  وګرځېدولو.

په دغه دود د پورته د خبرې په  تائيد کښې  به  وواېم  چې د ادب  ژبه  به  ډېره ثقيله  ډېره فلسفيانه او ډېره سخته قسم به  نۀ وى، چې په ادب کښې به د تحقيق  خو يادېدې  شى  د تخليق سره نه_ د مثال  په  ډول کۀ افسانه رنګين بيانه  لا ساده بيانه  او لا شيرين بيانه  نۀ  وى، نو اثر به ئې  هسې  ورک  وى  لکه  ادب  چې  نه  وايو  د معاشيات مضمون وايو، لا د افلاطون  فلسفه  او لا د اردو د رجب على بيګ سرور مضمون.ګوا جذب او فکر دوې  نورې اصطلاح ګانې  چې ما د ادب  په  ذيل کښې  اخستې دى  نو د ادب  ټول  مضمونان  مې  لکه  چې  پکښې رانعاړلى وى، موضوعات د دغو دى  کۀ  له  شاعرى نه  ياد شى کۀ  له  ډرامو نه  ياد شى  او کۀ  له افسانو او ناولونو  نه  ياد شى او کۀ  له  هسې مضمونونو نه  لکه تصوف  چې  پخپل  کار د بدن  اندامونه  لکه د موم  چې  نرمه وى، نرم شيان يا   نرمى  ته  رسولى  شيان  د ادب  ساهوې  زياته  وى  او هغه  وينه ئې   بدن ته  رسه وى. چې په  څۀ  به  خرابه يا دَ شى. ادب  د ترکاڼۍ کار نۀ  دے  چې غټې غټې کرسۍ  مېزونه  لا  المارۍ به  جوړوى. بلکه  بايد  چې د اردو د پښتون شاعر جوش مليح  ابادى د دغه  دوه شعرونه  غوندې وى.    

اب مين  سوهان  سے اس طرز تکلم  کے  نثار     پهر  تو فرمائے ؟  کيا  آپ  نے   ارشــــــــــــــاد   کيا
  اتنا مانوس هون فطرت سےکلى جب چټکى        جهک کے مين  نےيه کهامجهـ سےکچهـ ارشادکيا

لا د اردو د قراة العېن حېدر غوندې  فکشن ليکونکى، آغا بابر د افسانو  او لا  بيا د قراةا لعېن حېدر  د افسانې  (کارمن) غوندې. او  په بل اړخ د مشر حمزه شنوارى  د وحدت الوجودى  تصوفانه ليکونو غوندې_ په اصل کښې جذب او فکر يو مينځنے غوندے شے دغسې  پېدا کوى، چې نۀ  به  ټول فکر وته  وئېلې شې  او نۀ  به ټول جذب.

جوش  مليح  ابادى نه چا د جګرمراد ابادى  او فراق ګهور کپورى د شاعريو  په باب د فرق تپوس وکړو نو دۀ  وفرمائيل  چې  په  جګر کښې جذب زيات دے او په فراق کښې
Wit يعنې فکر ،ګوا د دواړو په امتزاج  به  جذبه  ترې محسوس کيږى او فکر به ترې  راوځى لکه  د مير تقى مير د اردو تر ټولو  لوے شاعر له دغه  شعر نه

چشم هو تو آئينه خانه هے دهر       منه نظر آتے هين  ديوارون کے  بيچ

اوس  دڅومره  لوے فکر شعر هم دے  او د جذب ئې  څنګه  ټکى  پکښې  ايښولى شوى هم.   او بيا د مشر امير حمزه خان شنوارى دغه شعر هم،

زود رنجى  د آئينه  زړونو  صفت  دے       صافى  ډېـــــــره   قبلونه   د  غبار  کا

آيا د فلسفى  د پکارټ  غوندې  دغسې دې  ادب  ولې  نۀ  شى  چې  ( زۀ ځکه  يم  چې  زۀ سوچ وهم)  په  يو نثرى جملې کښې ئې  د ادب  د زرو  د کتابونو ټول  اعلى ادب  زمونږ مخ  ته  کړے  دے

 Pasoon... .....Pushto Magazine