تاتره
دوست
محمد خان کامل
د جنت سيال خپل پېښور
او د هغۀ خواوشا کښې سحر
ماښام او ورځ او شپه زۀ
ډېر څۀ وينم او محسوسوم
او هر څوک به ئې ويني، ګوري
او محسوسوي. خو داسې به
ډېر لږ څيزونه وي چې زما
په احساس او شعور داسې
خوارۀ وي لکه تاتره. زۀ
چې سحر کچرو ته
ځم نو اکثر د کوټ په خوا
کښې تېرېږم او تاتره راته
ښکاري. تاتره ولاړه وي.
د لوړې شا او هسک سر مېرمن.
چې چارسدې ته راځم،
د داؤدزو او مهمنزو بيلو
او شنو زرغنو پټو په مينځ
کښې روان يم نو ځائے په
ځائے سوراړا تاتره وينم.
چې بې د ډېرو بلندو نه راکوزو
شوو سپينو واؤرو د څادر
نه بله هيڅ جامه نۀ قبلوي.
تاتره اېغه نېغه ولاړه
وي. د لوئے خيال او اوچت
دماغ مېرمن چې په کوهاټ
پېښور سړک د مهمندو په
مېرو کښې تېرېږم راتېرېږم
نو د تاترې نندارې کوم.
د دماغيانو دماغ کوزونکې،
د کبرژنو کبر ماتونکې
تاتره. په هوډ کلکه تاتره
ولاړه وي.
چارسدې ته کله کله
ځم راځم. په کوهاټ پېښور
سړک هم هره ورځ نۀ تېرېږم
راتېرېږم. خو د پېښور کوټ
سره سحر کچرو ته د تلو دپاره
قريباً هره ورځ ټانګه
کښې تېرېږم او تاتره وينم
او اګر کۀ د کننګم پارک
ونو څۀ خو پناه کړې وي خو
د پېښور د کوټ له خوا چې
لکه د تاترې منظر جوت او
روڼ دے. ګوندې خاص د تاترې
په خوا کښې هم داسې څرګند
او روښانه نۀ وي. سترګې
مې قطب لوېديز لوري ته
وي او سهېل لوري نه د کوټ
له خوا دا اواز مې په غوږونو
کښې پرېوځي چې:
وړومبے جنګ د لوړې
شا د تاترې وۀ چې
څلوېښت زره مغل شو تار
په تار
او بيا داسې محسوسوم
چې نن نه درې سوه کاله وړاندې
د څلورمې خور په مينځنو
ورځو کښې سرائے ته لاړ
شم او ګورم چې سحر وختي
پېښور ته د راتلو په نيت
خوشحال بابا جمدر په ملا
پورې تړلے، په سيلۍ سور
پېښور ته راروان شي او
په نوښار ګوندې زۀ ورسره
ورپسې شاته راروان يم.
پرې نمر راخېژي او ماسپښين
پېښور ته راورسي او دوه
ورځې پس چې په کوټ کښې مغل
سره ليدل وکړي او له هغه
پسه له کوټه راکوزېږي
نو سپاهيان ترې چاپېره
شي او کوټوال پينځۀ سېرۍ
ځولنې ور په پښو کړي. د مغليه
دولت امراء او سرګروه
محمد امين خان، خدايار
خليل، مستجاب مهمند او
مصري خان داؤدزے، صوبه
دار امير خان او د هغۀ نائب
عبدالرحيم ټول راياد
شي. د امير خان او عبدالرحيم
او د بابا د ترونو د هغۀ
د نيوو سازش کول، د مصري
خان د سړو او د محب خېلو
د تړې نه پس په بابا پهره
او هندوستان ته د تګ په
وخت د مستجاب د بابا بدرقه
کېدل او د محمد امين خان
د بابا د خلاصي دپاره کوشش کول
هر څۀ را په ياد شي او بيا
محمد امين خان جمرود،
لنډي خانه او تاتره را
په ياد شي. په دغه شان چې
بابا د محمد امين خان او
لنډي خانې او تاترې په
مينځ کښې ولاړ وي، د محمد
امين خان په مجبورولو
لرې شي او په محمد امين
خان هغه څۀ وشي چې خدائے
دې په هيڅ انسان نۀ راولي.
بابا د محمد امين خان او
لنډي خانې او تاترې له
مينځه وتے وي خو يو خوا
کېږي نه. محمد امين
خان سره ولاړ وي. په پښتون
مئين، په پښتو مئين، د
دښمن بد نۀ هېرونکے بلکې
ياد ساتونکے او په قول
او عمل ئې منونکے، د پېغور
نۀ زغمونکے په پښتون ګوزارونه
کوي، او ګوزارونه ئې زغمي.
ځکه :
چې احسان وته ئې
شا شوه مخ
ئې تور شه نۀ دے ناس
او
ځکه چې:
سر په دار لک شوے
ښۀ دے نۀ لک
شوے په پېغور
نۀ
ئې منصب غوښت او نۀ ئې د
امارت طمع وه. ځکه چې دا
هر څۀ ئې پخوا په لته وهلي
وو.
دا
هر څۀ ګوندې زما په مخکښې
کېږي. د پېښور د
کوټ په خوا کښې. نن نه قريباً
درې سوه کاله وړاندې لاړ
شم او بيا اتۀ کاله وروستو
راشم. تاتره ولاړه وي. وخت
او زمانې، دورونو او عهدونو
او انقلابونو د تاترې
اوچت سر کوز او لوړه شا
ټيټه نۀ کړه. تاتره لوړه
وه، لوړه ده او لوړه به
وي او چې زۀ ورته تل ګورم
نو د خدائے شکر دے د لوړ
نظر څښتن يم. په دې وياړ
کښې ناڅاپه زۀ دوه دېرش
کاله نور هم راوروستو
شم او يک لخته د کابل سيند
د سهېلي غاړو نه د ډينيوب
قطبي غاړو ته ورسېږم. د
لنډي خانې او تاترې نه
بلېن هائيم ته لاړ شم. د
خپل وياړلي او بريالي
ايمل خان په ځائے راته
اوس د انګلستان د ملکه
اين نامتو جرنېل چرچل
د مارلبرو ډيوک مخامخ
ولاړ ښکاري. زمونږ د زمانې
د ډېر لوئے امپېريلسټ
سر ونسټن چرچل کر نيکۀ.
د وي آنا د فوځونو په ملګرتيا
د انګرېزانو د بلېن هائيم
په جنګ کښې د فرانس او بيويويا
په فوځونو ډېر لوئے برے
را په ياد شي. خو هر کله چې
د بلېن هائيم جنګ رايادېږي
نو ورسره د بلېن هائيم
بوډا دهقان او وړوکے هلک
هم را په ياد شي چې د جنګ
نه څۀ موده پس ئې د بلېن
هائيم په مېدان کښې يوه
کپرۍ موندلې وه. هلک چې
د بوډا نه د کپرۍ په باب
تپوس وکړو نو بوډا ورته
د جنګ قصه وکړه او ورته
ئې ووې چې ګوندې دا په هغې
جنګ کښې د چا وژلي شوي سړي
کپرۍ وي. چې هلک ترې تپوس
وکړو چې اخر دا دومره مرګ
ژوبله څۀ دپاره شوې وه
نو بوډا ورته ووې چې دا
يو لوئے برے وۀ.
هلک
به چې ترې بيا تپوس وکړو
نو بوډا څخه به هم هغه ځواب
وۀ.
تاتره
هم د يو ډېر لوئے
بري يادګار دے. نن نه قريباً
درې سوه کاله وړاندې د
بلېن هائيم د جنګ نه دوه
دېرش کاله وړاندې د پښتنو
په مغلو د يو لوئے بري يادګار.
په يو ډېر لوئے جنګ کښې
پښتنو په زرګونو مغل ډبر
کړي وو. نو د شلمان او ملاګورو
غرئيزه زمکه ماته تر اوسه
پورې د مغلو يوه ډېره لويه
هديره ښکاري. د تاترې څُوکه
د هغې ډېر لوئے قبرستان
د ټولو نه لويه خازه ده.
کۀ د ډبر او لکے او خواوشا
زمکې وکنستې شي نو يو نه
زرګونه کپرۍ به پکښې راوځي.
د بنيادمو، اسونو، قچرو
او هاتيانو کپرۍ. دا ځکه
چې دلته يو ډېر لوئے جنګ
شوے وۀ. پښتنو د صوبې واړه
لښکر مات کړے او ډېر لوئے
برے ئې کړے وۀ خو کۀ مانه
څوک تپوس وکړي چې اخر دا
دومره لوئے برے چې دومره
بنيادم او ځناور ئې ډبر
کړل د څۀ دپاره شوے وۀ؟
نو زما ژبه به د بلېن هائيم
د دهقان په شان نۀ نښلي.
ځکه چې زۀ ځواب لرم. د بلېن
هائيم د دهقان ژبه له دې
کبله نۀ اړېده چې هغه ناپوهه
وۀ دې دپاره چې د بلېن هائيم
په مېدان کښې د انسان او
د انسانيت د پوهې دپاره
هيڅ نۀ وو. هورې د اين او
د فرانس د بادشاه څوارلسم
لوي د مخالفو شهنشاهي
اغراضو او مفادو ډغره
وه. چې زرګونه ګناهګار
او بې ګناه بنيادم په کښې
دل شو. د هغوي کپرو د انسانيت
د پوهې دپاره څۀ وېنا نۀ
لرله خو د تاترې د خواؤشا
د زمکې لاندې په ننګ او
ناموس کپرۍ داؤ کونکو
پښتنو هډوکي هم پراتۀ
دي او د کبرژنو، پښتنو
ته په سپک نظر کتونکو،
بې ننګو بې ناموسو مغلو
کپرۍ، تشې تورې کپرۍ هم
پرتې دي. شايد چې
د ځنو هغو بې حيا او بې شرمو
مغلو کپرۍ تر اوسه دغې
زمکې لاندې ځبېښلے شي
چې چا د يوې صافۍ جينۍ بې
عزتۍ سره د خوارو خو د ننګيالو
پښتنو د عزت رګ سکونډلے
وۀ. ځکه چې د هغو مغلو فوځدار
حسېن بېګ په نظر کښې پښتانۀ
دومره سپک وو چې د هغوي
ملکان ئې د محمد امين خان
د حجرې سپي ګڼل.
تاتره
په خوارۍ، غريبۍ او بې
سروسامانۍ کښې د ننګ،
غېرت او خوددارۍ د پښتو
علامت دے. تاتره په حقه
د ډېر انتقام او پور اخستو
نخښه ده او بيا ورسره د
تاترې په سر د بصيرت د خاوندانو
دپاره په روښانو تورو
کښلي دي:
(چې
پښتون دښمني هېرولے شي
خو دوستي نۀ شي هېرولے.)
زۀ
په رښتيا د ډېر لوئے نظر
څښتن يم ځکه چې تاترې ته
ګورم. دې دپاره نه چې تاتره
يو لوړ غر دے. دې دپاره چې
تاتره د لوړو اصولو د پښتو
د اصولو علامت دے.
(دا تکل د اولسي
ادبي جرګې په تنقيدي غونډه
کښې پېش شوے وۀ.)
(د
ډاکټر محمد زبېر حسرت
په شکريه)
صوتيات
پير ګوهر
(شاعر امن)
هسې مې بعضې
خلق خدائے جاتي دشمنان
شوي دي. چې دا دې پکښې له
کومې راغے. چې د ځانه ئې
راته د صوتياتو ماهر جوړ
کړے دے. هسې هم د صوتياتو
دا مرض په ما ښۀ نۀ دے راغلے.
ډېر سوچونه مې وکړل چې
چا د پښتو ژبې ماهر ډاکټر
له لاړ شمه او ورته خپل
نبض وښيم. چې په ما باندې
کله نا کله د صوتياتو چپه
راځي او بيا په ځان نۀ پوهېږم.
نو په خدائے به شي او په
تا به شي ما د دې ادبي مرض
نه خلاص کړه. څۀ
موده ترې نه خلاص وم. خو
کله نا کله په پښتو ژبه
کښې څۀ ناشوني واورم نو
بيا راباندې يوه صوتياتي
چپه راشي. په زړۀ کښې ويرېږم
چې هسې نه باوېړے وکړم.
يو ځل خو مې زړۀ له راغلل
چې يره دې ډاکټر اسرار
صاحب له به ورشم. زما په
خيال چې دې څومره په پښتو
پوهېږي او د پُښتۍ پُښتۍ
نه ئې واقف دے. دومره به
بل څوک نۀ وي پوهه. خو بيا
راته چا ووئيل چې هغه خو
د پښتو ډاکټر نۀ دے. البته
د پښتورګو علاج کولے شي.
خو هغۀ د دغه علاجونو نه
هم توبه وښکلې ده او وائي
چې دا هم بيله لوبه ده چې
زۀ ئې نۀ شم کولے. نو ما وې
ځه دغه طمع مې هم قطعي شوه. نو اوس زۀ اخر څۀ
وکړم بله لار خو مې نشته.
خو دې پاڅون رسالې ته به
د اکبر هوتي په لاس يو درخواست
ورکړم چې يره دغلته د ياسر
صاحب سره زما يو ډېر زوړ
ملګرے او اشنا اوسي چې
د آثار قديمه ماهر دے کۀ
هغۀ چرته سفارش مفارش
وچلولو او زما دا کيس ئې
ډاکټر صاحب ته وړاندې
کړو ځکه چې ما اورېدلي
چي هغوي نن سبا د محمد اقبال
اقبال صاحب سره په شريکه
د پاڅون د پښتو کلينک چلوي.
کېدے شي په زړۀ ئې د رحم
اوبۀ توې شي او زمونږ د
بې لارو شوو شاعرانو اديبانو
علاج ته ئې مخه شي. اول خو
به ورته زۀ يوه خبره په
غوږ کښې کومه چې ډاکټر
صاحب په يو دعوت نامه کښې
مې د اوسني دور د موبائل
نوم په پښتو ژبه کښې وليدو
نو ډېر زيات خوشحاله شوم
بلکې د ډېرې خوشحالۍ نه
په جامو کښې نۀ ځائيدم. خدائے خبر چې دا
خبره يعني په جامو کښې
د نۀ ځائيدو خبره محاوره
ده او کۀ مثال دے او کۀ نور
څۀ دي. چې په جامو کښې د نۀ
ځائيدو به بل څۀ مطلب وي؟
بهرحال هغه بله ورځ راته
يوه دعوت نامه کښې د موبائل
نوم په پښتو کښې ښکاره
شو چې (ګرځنده) ليکلے شوے
وۀ. نو کېدے شي چې
دا د انګرېزۍ ژبې ترجمه
وي او کۀ د موبائل په پښتو
ژبه کښې نوم دے. سوچ کښې
پرېوتم او د صوتياتو يوه
چپه راباندې راغله. بلکې
هغه پښتو ژبه کښې وائي
چې په فلانکي غوټه راغله
نو په ما هم لکه د پېريانو
غوټه راغله او د سوچونو
په کټ کښې ئې پړمخے راوغورځولم. ښۀ ده چې زر پاڅېدم
ګني نو لکه د خپسې ئې راپرزولے
وم. ما وئيل هر چا
چې دا کار کړے دے، دا ئې
صرف او صرف زما د تزنولو
دپاره کړے دے. ګني
نو هلکه چې چا جوړ کړے دے
هغوي ورله د خپل طرفه نوم
ايښے دے. اوس ستاسو څۀ کار
دے چې د خپل طرفه ورله نوم
ږدئ. دا هم يو ادبي خيانت
ښکاري. خو هغه د چا خبره
چې ځلمي د خندا نه چا نۀ
دي منع کړي. يو ځل يو شاه
ځلمے راغے د لاس نه ئې وينې
بهېدلې زخمي شوے وۀ. ماته ئې وئيل څۀ آئيو
ډين وغېره نشته چې په لاس
ئې پورې کړم. ما ورته ووې
ايره پرې ولګوه. هغۀ وئيل
ايره څۀ ته وائي.
ما ورته ووئيل تۀ ايره
نۀ پېژنې؟ وئيل ئې قسم
دے کۀ ئې پېژنم. ما وئيل
راشه کۀ تودېږې. د ايرې
نه مې خيال ډېر لرې لاړو. تنور ته د تنور نه
د تنور د پاسه هغه مات منګي
ته د تنور په خوا کښې هغې
ماتې چړې ته د منګي سره
مې خيال ګودر ته والوت
نو د ډاکټر صاحب دا سندره
مې تر غوږ شوه چې:
خلق بدل
شو کۀ بدل شولو وختونه
جينکۍ نۀ
راځي ګودر ته
نو په قول د ډاکټر صاحب
ګودرونه، مازيګرونه او
منګي خو رانه لاړل، چې
ګودرونه وران شو نو غزلې
هم لاړې سندرې هم لاړې.
او پښتو ژبې يو لوئے لړ
ورسره لاړو. د نوي دور په
ګټرونو کښې لاهو شو. نو
خبره مې د ګرځنده
کوله. يو ځل زما
ځائے ته يو د پښتو ژبې ډاکټر
صاحب راغلے وۀ. نو په ګپ
ګپ کښې ترې نه ما پوښتنه
وکړه چې تاسو فريج ته څۀ
وايئ؟ هغه يو ساعت پس جواب
راکړو چې يخدان. ما وئيل
رېډيو ته څۀ وايئ؟ وې غرندو. ما ورته وئيل چې
ډاکټر صاحب هر نوے ايجاد
چې دنيا ته راځي نو په هغې
کښې کله نا کله د پښتو يو
زوړ نوم پروت وي. چې مونږ
پرې نۀ پوهېږو. لکه تاسو
چې فريج ته يخدان ووئيل
نو کۀ مونږ ورته په پښتو
کښې (واوريج) يعني
واوره جوړونکے ووايو
نو زړه پښتو هم ده او مطلب
ئې هم دغه دے. بيا
لکه تاسو چې رېډيو ته غرندو
ووئيل نو کۀ مونږ رېډيو
ته (اورېدو) ووايو نو پښتو
پرې هم راژوندۍ شوه او
د انګرېزۍ نوم هم په خپل ځائے قائم پاتې
شو. دغه شانې کۀ
مونږه ټيلي وژن ته ټيله
وين ووايو نو هم د پښتو
ژبې حق ادا شو او هم د هغه
ژبې د کومر موجدانو چې
جوړ کړے دے. دغه شان چې ما
په دغه دعوت نامه کښې د
موبائل په ځائے په پښتو
کښې ګرځنده وليدو نو ناڅاپه
مې خيال د صوتياتي تړون
پله لاړو. نو ماته مې د صوتياتو
پېريانو په غوږ کښې ووئيل
چې موبائل کښې دننه اصلي
پښتو پټه ده. ما وئيل هغه
څنګه؟ وئيل ئې ماوائل. موبائل د (ب) په ځائے
واو هسې هم پښتو ژبه کښې
بدلېږي لکه دوابه چې په
دوواوه بدلېږي. نو ډاکټر
صاحب ته مې ډېر ډېر سلامونه.
خو د پښتو ژبې د پاڅون په
لړ کښې کۀ کله نا کله مونږ
د پښتو زړو مئينانو ته
هم لږ خيال کوي نو ډېره
ډېره مهرباني به وي. اياز
داؤدزے دې خدائے پاک وبخښي
د پښتو ژبې يو ډېر ستر ليکوال،
شاعر او محقق وۀ. بقول د
مرحوم اياد داؤدزي تل
تاند يعني سدابهار توري
پکار دي چې پښتو ژبې ته
راوباسو لکه ستر ليکوال
ډاکټر محمد همايون هما
صاحب چې د کتاب د رونمايۍ
دپاره په پښتو ژبه کښې
د کتاب مخ کتنه نوم خوښ
کړو. پاڅون په بره
بره روانه دي، کلپاڼۍ
راغلې وه ښه ده چې تاسو
ترې نه خدائے پاک په امن
کړئ. بعضې خلقو خو پکښې
اورېدلي مې دي چې ټيکونه
هم وموندل او دا پخوانۍ
ټپه ئې راژوندۍ کړه.
کۀ کلپاڼۍ
راغلې نۀ وې
په ګنګخړو کښې به چا موندل
ټيکونه
|
اول يواځې
قبائل وو
|
|
اوس په
تمامه پښتونخوا بل دي
اورونه
|
|
د سحر باده
په ارام ځه
|
|
د پښتونخوا
غرونه دړدمند دي خُوږ
به شينه
|
|
عالمه
وخت د ويښېدو دے
|
|
د پښتنو
په وطن راغلۀ بد وختونه
|
|
د پښتونخوا
غرونه زخمي شو \ |
|
ترې رابهېږي
د رڼو اوښکو رودونه
|
|
د سوات
باغونه ټول ويجاړ شو
|
|
د شنو طوطيانو
ترې واپس راغلۀ سېلونه
|
|
د باجوړ
نه کډې راغلې
|
|
په خپل
وطن کښې مهاجر شو عالمونه
|
|
ګيله اخر
د چا نه وکړم
|
|
پښتانۀ
خپل وطن په خپله ورانوينه
|
|
د ګل ګوزار
چې پرې چا نۀ کړو
|
|
نن په هغې
خلقو ورېږي سرۀ اورونه
|
|
د سوات
نښتر دې واړه وسول
|
|
ځکه سحر
ماښام ښېرې درته کومه
|
|
د اور لمبې
پرې راورېږي
|
|
د باجوړ
ګلونه ځکه مړاوې دينه
|
سترګې
محمد اشرف
غمګين
سترګې څۀ داسې شے
نۀ دے چې د پېژندلو دپاره
ئې په درځنونو مقالې وليکلې
شي او د دورغ رښتيا
معلومولو دپاره دې پرې
پټه خزانه في الميزان،
تول پارسنګ، په تله کښې
پارسنګ وليکلے شي. هر سړے
سترګې په سر کښې لري او
کۀ مخصوص بنديان سترګې
نۀ ويني نو بيا هم محسوسېږي
چې سترګې شته، زما هم شته
خو نظر پرې نۀ لګي او بيا سترګې دومره
يوه عام موضوع ده چې د پرائيوېټ
بسونو، سوزکو، ډاټسنونو
وروستو هم هر چا ليدلي
وي؟ چې راځه راپسې د سترګو
توره. د اهميت له لحاظه
دومره ډېره ده چې سترګې
لوئے نعمت دے. د
سترګو ډېر قسمونه دي لکه
تورې سترګې. شنې سترګې،
زرکې سترګې، شهلا سترګې،
بينا سترګې، ښکلې سترګې،
مور ته تلې سترګې، پلار
ته تلې سترګې، وړې سترګې،
غټې سترګې، چوچنې سترګې،
زوبنې سترګې، سرې سترګې،
سپينې سترګې، ړندې سترګې،
پټې سترګې، خُوږ سترګې،
کږې سترګې، قطب په سوېل
سترګې، ط ظ سترګې، چغرې
سترګې، په رنجو تورې سترګې،
په ګليخار سرې سترګې،
نا اشنا سترګې، اشنا سترګې،
په کجلو تورې سترګې، لېونۍ
سترګې، غرڅنۍ سترګې،
پښتنې سترګې، هندګۍ سترګې
د دې نه علاوه د ګل سترګه،
د کلونو سترګې، د انځر
سترګې، د کاڼي سترګې،
د اوسپنې سترګې، خړې سترګې،
خماري سترګې، بلا سترګې
او داسې بلا سترګې دي. خو
په اصل کښې سترګې د ليدلو
او کتلو ذريعه ده. چې انساني
وجود په کوپړۍ کښې يا په
سر کښې تندي نه
لاندې وي. او چاپېره ترې
د بڼو شپول تاؤ وي. لکه غني
خان په ډېرو ښکلو تشبيهاتو
کښې وئيلي دي: تور ښامار
منجيله پروت دے د خمار
په خزانو سترګې چې ګاټي او ککۍ
لري. دغه يو قسم د انسان
په مادي وجود کښې لکه د
شيشو وي. د رګونو په تارونو
کښې تر څټ رسېدو د پستنه
عمل نه وروستو دغه شيشو
کښې ښکاره شي. وئيلے شي
چې کېمره هم دغسې د سترګو
نه د نقل په بنياد ايجاد
شوې ده. بهرحال تر دغه د
سترګو حقيقت دے. چې د انسان
په مادي وجود کښې د حواس
خمسه د رکن حېثيت لري. يعني سترګې د ليدلو
دپاره وي او د نظر کار ورکوي.
خو د خپل بشپړ اهميت له
رويه په انساني سماج کښې
د فنونو د خاص برخې څخه په تمامي جهاني
کلچر باندې خورې ليدې
شي. لکه د مثال په طور سترګو وهلے دے يعني
د نظره شوے دے، سترګې ئې
کاڼي چوي، د سترګو مشې،
مور دې د سترګو نه ځار شه،
تۀ سترګې وخورې، سترګې
څلور کېدۀ، سترګې
پټول يعني په خبره منکرېدل،
په سترګو کښې پوهول يعني
په اشاره کنايه کښې پوهول. سترګې ئې پټې کړې
يعني مړ شو. خدائے
دې سترګې لري يعني چې ژوندے
دې وي، په سترګو ړوند شه
يعني چې تا نۀ ويني او بيا
داسې نۀ کوي. سترګې ورپټول
يعني توکل کول.
د سترګو عطيات هم
ورکولے شي. جې د نابينا
خلقو پکار راوستے شي. او
په دې غرض د بهر ملکونو
خصوصاً د سري لنکا نه راغوښتلي
شي. په پښتو ژبه
کښې خو يو څو لغتونه شته
خو هغه هم په دفترو کښې
دننه ليکلي شوي دي او د
شمار د څو ټکو اصطلاح سازي
په افغانستان کښې شوې
ده. مصرعه يا ټپه يادومه. نو سترګې په ټپو
کښې هم ډېرې ستائيلې شوي
دي. لکه :
سترګې
کچکول کړه ديدن واخله ملنګه ياره
په بان راغلې يمه
سترګې
مې خوږ لاس مې پرې ايښي د جانان غم پکښې
غړېږي ړوند ئې
کړمه
زما
په سترګو کښې دې ګل شي کۀ زۀ به
ئې ستا په مينه بل ته غړومه
او داسې نورې. د سترګې
په حقله ټپې دومره ډېرې
دي چې شمېرل ئې هم ډېر وخت
غواړي. دغسې د شاعرانو
په ديوانونو کښې هم په
ډېرو شعرونو کښې د سترګو
ذکر شوے دے.
د انسانانو نه علاوه
د ځناورو هم سترګې وي او
هغوي هم پرې ليدل کوي. وائي
چې د ټولو نه غټه سترګه
د نمر ده. خو سترګې
د رېل ګاډو او لارو موټرو
هم ډېرې غټې غټې وي. د رېل ګاډي خبره راغله
هغه مخکښې ورځو کښې چې
اوړۀ کمياب شوي وو نو حکومت
اعلان وکړو چې د اوړو نه
ډک رېل ګاډے پېښور ته درسېدونکے
دے. د خدائے وږے مخلوق په
يو ډېر لوئے شمېر کښې سټېشن
ته راجمع شوي وو. څنګه چې د لرې نه
د رېل ګاډي يوه سترګه ښکاره
شوه نو خلقو د خوشحالۍ
نه لاسونه پړق وهل . ما وئيل
بنده دا ټولې خوشحالې
د سترګې ښکاره کېدو سره
وشوې. انشاء الله
چې تاسو به اوس د سترګو
د اهميت نه خبر شوي يئ.
♣♣♣♣♣♣