Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Afsanay

لوبغاړے

 

شېرين زاده خدوخيل

 

     هغه څۀ داسې تېز بالر نۀ وۀ چې هر بال ئې لکه د ګولۍ په شان شغ کولو چې د هغۀ په راتلو به د بلے باز ګونه زيړه شوه. د شارټ وهلو په نسبت به ئې خپل ځان بچ کولو له ترجيح ورکوله او وکټ کيپر به هم ورته د پنجو په څُوکو ويښ ناست وۀ او نۀ هغۀ څۀ داسې جادوګر سپنر وۀ چې هر بال به ئې هوا کښې داسې چورلکونه خوړل چې بلے باز به ئې لل ګل کړو. د شارټ يا رنز جوړولو په نسبت به ئې خپل وکټ بچ ساتل غټه خبره ګڼله. بس هغه يو ګوزاره حال د درميانه درجې بالر وۀ چې د ستړي ژوندانۀ په مېچ کښې په هغۀ چکې، چوکې لګېدلې وې. نو بال او وائډ بالونه ئې هم کړي وو. ليګ بائي او نور هسې رنزونه ترې نه هم بلے بازانو اخستي وو خو هغۀ هم وکټې اخستې وې. وکټونه ئې هم بچ ساتلي وو او ډېر وارې ئې د جارحانه بلے بازانو مخه وهلې وه. خو هغه د يو درميانه درجې لوبغاړے وۀ. په خپله دې کارګزارۍ هغه تر يوۀ حده مطمئن وۀ ولې چې هغۀ ته خپل ځان، ذهني استعداد او معاشرتي حېثيت معلوم وۀ.

 

     بال اوس هم د هغۀ په لاسونو کښې وۀ. خو زمانه بدله وه. نۀ د هغۀ مخې ته بلے باز ولاړ وۀ نۀ په باونډرو نور لوبغاړي وو. هغه کۀ هر څو په خپل پتون بيا بيا بال مښلو او ګېر چاپېر به ئې کتل چې بال وکړي نو چاته؟ څۀ دپاره او ولې؟

 

     هغه په يو دوه کښې حېران وۀ. د هغۀ زړۀ کښې تېر شو چې کېدے شي هغه د نورو لوبغاړو نه مخکښې مېدان ته راوتلے وي بيا ئې ګمان راغلو چې لوبه ختمه شوې ده. د هغۀ ملګري پويلين ته واپس تلي دي او هغه ترېنه په څۀ سبب وروستو پاتې شوے دے. حالانکې سټېډيم کښې اوس هم د تماشيانو هله ګوله وه. هر خوا نه يو شور او زوږ وۀ. ځنې خپلو کښې په ګپ شپ مشغول وو. بعضو پکښې په مخونو رنګونه تپلي او شپېلو وهلو کښې بوخت وو او هغۀ پسې ئې د ملنډو نه ډک اوازونه کول. يو نيم پکښې د هغۀ په لور د اوبو او سګرټو بوتلې او ډبي هم ګوزار کړل نو هغۀ ته احساس وشو چې هغه خو د خپل اننګز لوبه کړې ده.

 

     دا خبره بېخي رښتيا او صحيح وه چې د ستړي ژوندانۀ مېدان ته د هغۀ راتګ څۀ ډېر ډول او سرود سره نۀ وۀ. خپلو پنځو شپږو وروڼو خوېندو کښې د هغۀ نمبر څلورم وۀ ځکه خو د هغۀ په راتلو نۀ ډېرې ډمامې غږېدلې او نۀ مبارکۍ ټولې شوې وې. ماشوموالي او هلکوانه کښې ئې هم څۀ خاص رنګينه او لونګينه قصه نۀ وه او نۀ ځوانۍ کښې څۀ داسې پېښه راغلې وه چې ټول عمر د ياد ساتلو وي چې بيا پرې اخري عمر کښې بنده شخوند وهلے شي.   هن کۀ څۀ لږه ډېره د ياد جوګه خبره وه نو هغه د اېم اے وکټ وۀ کوم چې خپل کور کلي کښې هغۀ په وړومبي وار اخستے وۀ بيا د کالج ليکچراري، کوژدن، وادۀ، ښځه بال بچ د هغوي خصمانه، تعليم بيا د کيرير سر ته رسېدۀ او د هغۀ پنشن. خو د خپل حياتي اننګز اخر کښې هغه بېخي داسې وډبېدلو څنګه چې کله نا کله د اخري لوبغاړو د لاسه بالران ډبېږي او ګټلے مېچ ئې د ګوتو ووځي.

 

     د پنشن اخستو نه پس چې هغه لږ دمه شو او د خپلې پېغلې لور رشته ئې يو عزيز سره بڼله چې لور ئې پرې د نوبال غږ وکړو. هغې ډېر په جار ووئيل دا زما د ژوند فېصله ده او د خپل ژوند فېصله کول زما حق دے. هغۀ پرې څۀ احتجاج وکړو چې بچې حق سره فرض هم تړلي وي او بيا مونږ څۀ ستا بدخواه خو نۀ يو. خو لور خپل حق د فرضو نه مقدم ګڼلو او د يونيورسټۍ خپل يو ملګري سره ئې وادۀ وکړو. خو ډېر زر د خپلې مرضۍ د ژوند د ګزران فېصله يوه فلمي مکالمه ثابته شوه. د مينې محبت ځلا، پړقا ډېر زر  مالګې مرچکي تته کړه. د يو بل نه ګيلې مانې د ورخه جاروتلې او خبره په طلاق خلاصه شوه. يو هلک ئې وۀ هغه هم سبق نيمه کښې پرېښودلے وۀ. يورپ ته لاړو او د يوې ميمې په زلفو کښې داسې انجل بنجل شو چې اوس ترېنه کور کلے ملک هر څۀ پاتې شوي وو. اګر چې هغۀ خپل ځوے يورپ ته د تللو نه ډېر منع کړو خو د ځوي مثال ئې د چکې د بال وۀ چې فيلډران ورته ګوري او بال په هوا کښې د باونډرۍ نه بهر لاړ شي. هغه د خپل ځوي دې حرکت ته ګوته په خُلۀ وۀ. چې خبر شو چې ځوي ئې هغلته د وادۀ بنا سازه کړې ده. دۀ ورته ډېر ټيلي فونونه وګړنګول خو هغۀ د پلار د خواهش سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو جارحانه بلے باز چکه ووهي او بالر وازه خُلۀ  پاتې شي.

 

     د ستړي ژوندانۀ  بال اوس هم د هغۀ په لاسو کښې وۀ خو هغه اوس د داسې بالر په شان سرګردانه ولاړ وۀ په کوم چې اخري اوورونو کښې د چکو چوکو باران وي او هغه د بې وسۍ نه خپلې شونډې چيچي. او داسې سخته کښې ناڅاپي د هغۀ کورودانې د ټول جهانه مروره مرګ سره پخلا شوه. نو هغۀ داسې محسوسه کړه لکه چې د مېچ رېفري چپ په چپه د مېدان نه سر پناه کړي. هغه به ټوله ورځ چپه خُلۀ ناست وۀ. د خپلې لور قسمت به ئې ژړلو. ځوي پسې به ئې موټي مروړل او خپل کم نصيبۍ او فاولونه به ئې يادول.

 

     اوس هغه مېدان کښې يکي يواځې ولاړ وۀ. مخامخ نۀ وکټ وۀ او نۀ نور ملګري لوبغاړي. نو هغه سوچ واخستو او فکر ئې کولو چې هغه ولې د ستړي ژوند لوبې په مېدان کښې ولاړ دے؟ چا دپاره ولاړ دے؟ او څۀ دپاره ولاړ دے اوس د هغۀ خواهش څۀ دے؟ مدعا ئې څۀ ده؟ څۀ غرض مطلب ئې پاتې دے؟ د خواهشونو ارمانونو په سوونو وکټه سهي بيا هم هغۀ د خپلو مټو په زور بې شمېره لويې وړې وکټې اخستې وې او ګڼ مېچونه ئې په خپل نوم کړي وو. خو اوس چې د هغۀ عمر څلور شپېتۀ يا پينځۀ شپېتۀ کاله دے هغه ولې  بال په لاس ولاړ دے؟ چې نۀ مخکښې ترې نه څوک شته او نۀ وروستو ورپسې څوک ښکاري. غالباً هم دا وجه او سبب وۀ چې تماشيانو هغۀ سره ټوقې کولې. په هغۀ ئې د طنز نه ډک غږونه کول. د سګريټو په خالي ډبو ئې ويشتلو. د اوبو خالي بوتلې ئې ورپسې ويشتې. نو هغۀ ته احساس وشو چې تماشګير په حقه دي او د ژوندانۀ د کرکټ دا زړۀ ستړې لوبه داسې لوبه ده چې په يواځې يک سر هم نۀ کېږي. هر کله چې د هغۀ ټول ملګري د مېدان نه بهر د خپلو خواخوږو تر څنګه ناست دي څوک اخبارونه لولي، څوک په ټيلي فونونو او ټي وي ګانو کښې مشغول دي. څوک د علمي ادبي او ديني کتابونو مطالعه کښې اخته دي او يو نيم پکښې مونځ اودس، وظيفو او تبليغ ته لاس اچولے دے. خو د هغۀ څوک دي د چا دپاره دلته مېدان کښې ولاړ دے او داسې وخت کښې چې هغۀ له د داد ورکولو دپاره هم څوک نشته، نۀ د هغۀ لوبه کښې د چا دلچسپي شته  نو د هغۀ د کيرير خاتمه خو شوې ده. هغه له لکه د خپلو نورو ملګرو په شان اوس يو ګُټ کښې ډډې ته په ارام کښېناستل پکار دي. دې احساس سره د هغۀ قواو جواب ورکړو. د هغۀ د لاسو پښو نه دم وختلو او د هغۀ قدمونه پخپله د پويلين په لور پورته شو چې ناڅاپي د ګولۍ په شان يو تېز بال راغلو. حالانکې هغه اوس نۀ په پچ ولاړ وۀ نۀ ئې لاسونو کښې بله وه. نۀ ئې په پښو پېډونه تړلي وو، نۀ په باونډرو لوبغاړي ولاړ وو او د هغۀ د ستړي ژوندانۀ وکټ کړنګ سره والوتلو.

Pushto will prevail