دپاک پښتوادبي ټولنې دوحه
قطر پنځويشت
کلنه نمانځ غونډه
فېروزاپريدے
د
پاک پښتو ادبي ټولنې
دوحه قطر د سلور جوبلي
(پنځويشت کلنه) نمانځ
غونډه په ديارلسم
اکتوبر 2011ء
د پاکستان په سفارت
خانه کښې وشوه
د دې ستورې د
صدارت ذمه داري
د پاکستان سفير محمد
سرفراز احمد خانزاده
تر سره کړه او د خېبر چېنل
سټېشن منېجر زاهد بونېرے
مشر مېلمه وۀ ددې
دستورې د نظامت
چارې فېروز اپريدي،
اُمت حسن بنګش
او بختيار شاکر په شريکه
تر سره کړې. د سلور
جوبلي په دې
نمانځ غونډه کښې
مسافرو پښتنو شاعرانو
او اديبانو پښتو ادب
ته په ننني حالاتو
کښې د راپېښو کشالو
په حواله خبرې
اترې وکړې ، دوه
خوندورې مشاعرې
او د موسيقۍ پروګرام
هم وشو. په دې
دستوره کښې وزير
بادشاه جانان ، فېروز
اپريدي، اُمت حسن
بنګش، نياز محمد مهمند،ملتان
همت، لائق اسير، بختيار
احمد شاکر،دلاور خان
لېونے،اسلم صادق او
جاوېد همدرد ګډون
وکړو

غمرازي
د "پاڅون " اداره
د خوږ ژبي شاعر
او ډرامه نګار
زينت شاه ساحر آپريدي،
د نوموړي ماهر
تعليم پروفېسر شاه
جهان، په پښتو ليکوالو
مئين عابد احمد
لوهار ، د پښتو موسيقۍ
استاد فضل ربي
پرديسي او د اردو
ژبې د ترقي پسند
ادبي تحريک باني غړي
او مشر ليکوال سيد
حميد اختر په مړينه
د غم او دړد
اظهار کوي او د
تلليو دپاره د
لوے خداے نه د
بخښانې او پس
مانده ګانو دپاره
د صبر دعا غواړي.
امين اداره
November December 2011 issue
يو څو ذهنى مرضونه
د ډاکټر شفقت هما
وړومبے نثرى کتاب چاپ
شو دا کتاب په دې موضوع
په پښتو کښې يو ځانګړے
کتاب دے د هر لوى بک سټال
نه تر لاسه کېدې شى
فکرونه مشالونه
د پاڅون پرنټرز اينډ
پبلېشرز له اړخه د ناز
پرور ناز د شاعرۍ وړومبنۍ
شعرى مجموعه چاپ شوه . دا
مجموعه د پښتونخوا د هر
مشهور کتب فروش نه قيمتاً
تر لاسه کېدې شى
مَلکَه
د ادبى دوستانو مرکې
له اړخه د سيده حسينه ګل
وړومبے ناول چاپ شو دا
ناول د پښتونخوا د هر بک
سټال نه تر لاسه کولے شئ
د ستورو قافله
د مشهور ترقى
پسند شاعر ودود اشنغرى
د نظمونو مجموعه د ثقافت
او سېلګړۍ محکمې خېبر
پښتونخوا له اړخه چاپ
او خوره شوه د هر مشهور
کتب فروش نه ئې قيمتاً
تر لاسه کولې شئ
ستړى دليلونه
د مشهور ترقى پسند شاعر
اختر زمان خټک د شعرونو
مجموعه د پښتون کلچرل
ايسوسى ايشن اسلام اباد
له اړخه چاپ شوه د هر مشهور
کتب فروش نه ئې اخستلې
شئ
نوکارې
د
مشهور شاعر فرمان على
زهير وړومبے نثرى کتاب
د ګلزار پښتو او مرکزى
پښتو ادبى جرګو له اړخه
چاپ شو دا کتاب تاسو د پښتونخوا
د هر مشهور کتب فروش نه
تر لاسه کولې شئ
اطمينان
د مشهور
قومى شاعر امير محمد خان
خادم د شاعرۍ درېمه مجموعه
د اطمينان په نوم چاپ شوه
دا مجموعه تاسو د پښتونخوا
د هر مشهور بک سټال نه تر
لاسه کولې شئ
May 2011