Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Nazmoona May June 2008

نظمونه

کنډر

نور الامين يوسفزے

د غرونو په لمنه کښې يو کلے وۀ يارانو

 

زۀ څۀ بۀ درته وايم څومره ښکلے وۀ يارانو

دې کلي کښې وفا وه هم ننګونه غېرتونه

 

چاپېره ترې نه غرونه وو چينې وې نښترونه

مېوې پکښې پرېوانه د ګلونو قطارونه

 

هوا ئې جنتي وه او د ګل په شان مخونه

د غر هومره ځوانۍ وې او هم غرونه غرونه زړونه

 

دوستۍ به ئې پخې وې او ښۀ کلک پکښـې لوظونه

حجرې به وې جرګې به وې غوبلونه اشرونه

 

شريک ئې تنورونه او خواږۀ ئې ګوردونه

قيصه به درته څۀ کوم د جونو د جمال

 

ګلاب ګلاب ځوانۍ وې او په سترګو کښې ملال

رنګين مازيګري به وو اباد وو ګودرونه

 

ساده باده وې مينې او ساده محبتونه

په لارو او کوڅو کښې د چرګانو اوازونه

 

ابۍ ابۍ ګزاري وو غوږي چوپېدارونه

هر خوا ته صداقت وۀ پښتانۀ محبتونه

 

جرګې وې ننواتې وې کۀ وو پکښې جنګونه

دا کلے بس د امن او ښکلا يوه ځانګو وه

 

پښتو پښتونولي پکښې ماشومه په جوټو وه

ناڅاپه دغه کلي ته د نورو خلقو پام شۀ

 

بيا څۀ وو دغه کلے دغه نورو ته سرسام شۀ

چا وې چې د دې کلي طريقه د ژوند زړه ده

 

چا وې د دوي نه ګېر چاپېره خلقو ته خطره ده
 

چا وې د دوي وجود د ترقۍ لار کښې دېوال دے

 

چا وې د دوي په لار د قافلو باندې قبضه ده

چا وې دا سادګان د نوي ژوند نه ناخبر دي

 

دې دور د فنکارۍ کښې دوي د فن نه ناخبر دي

دوي نن هم د حيا او د غېرت سندرې وائي

 

د دور د سندرو د آهنګ نه ناخبر دي

مونږ غواړو دوي د دهر د نغمو سره اشنا کړو

 

د دور د غوښتنو او قيصو سره اشنا کړو

د مينې محبت د دغه کلي سادګان

 

خبر شو په مکرونو او چالونو د دوران

د غرونو دغه خلق لکه غرونه ورته ډال شو

 

د دور د فتنو مخې ته سم لکه دېوال شو

بيا څۀ وو دغه واړه ښاماران ورته چجه شو

 

په هوډ د سادګانو لکه سپو غوندې غصه شو

د نوي دور دغه هوښياران ټوپک په لاس

 

دوي سم لکه ملخ په دغه کلي راپره شو

هم زهر ئې راګډ کړۀ د نفرت او د نفاق

 

يو بټ ئې د جنګ تود کۀ اولسونه ئې خشاک

په غرونو او دشتونو ئې اورونه ورله بل کړۀ

 

باغونه او ګلونه ئې د پښو د لاندې دل کړۀ
 

د مينې او د امن دغه کلے ئې ويجاړ کړۀ

 

تاريخ ئې ورله وران کړۀ ثقافت ئې هم لتاړ کړۀ

اوس لاړ چې دغه کلي ته شې پروت لکه کنډر دے

 

نۀ ګل شته، نۀ باغونه سم اوچ کوهے بنډر دے

 

د رندي نومے سپي هجوه

يادګيرنه : دا د رندي نومے سپي هجوه ده چې حضرت نور چاربېتي شاعر د نن نه شپږ شلې کاله اګاهو په غلامان کلي کښې وئيلې وه. د دې غندنې خصوصيات هغه سوچا لغات دي کوم چې د نوي تهذيب نه وړاندې زمونږ د ژبې جوهر وو. (جمېل يوسفزے)

 

يو سپے مې دے ليدلے ګړندے لکه سيلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلې ګرځي

يو سپے مې دے ليدلے چې مدام پردۍ قلپۍ وهي

 

ډکه دوڼۍ پئ وهي

خوشے کور چې بيامومي ډوډۍ سره تبۍ وهي

 

هم زړه څپلۍ وهي

د کور خاوند چې ويښ شي دې بيا دُوسه په کړکۍ وهي

 

هغه ئې جُخته لکۍ وهي

دې ټاؤن د ويرې نۀ کړي کۀ په شا ئې ډبلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلې ګرځي

 

يو سپے مې دے ليدلے چې تاړۍ ته ئې اړم سر شي

 

 

لرې ورته ور شي

وخوري ترې ډوډۍ نۀ د کور عالم خبر شي

 

ټول ټبر نهر شي

خوراک ئې پاخۀ پئ دي پرې څورب لکه خر شي

 

ورځ په دۀ اختر شي

اودۀ عالم راويښ کړي په ټول کلي کښې جلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

يو سپے مې دے ليدلے ماتوي پاخۀ ګوټونه دې

 

تل کوي څټونه دې

مات کړي زنځيرونه غورځوي عظيم ګټونه دې

 

نۀ پرېږدي هډونه دې

تنده چې ئې واخلي وچوي پردي چټونه دې

 

ګوري ارهټونه دې

ولاړ جوار چې خلاص شي بيا په سائي د دلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

خلاصې چې دلۍ شي نو بيا ورک د دۀ ګزران شي

 

 بيرته راروان شي

خپل کور ئې چرته نۀ وي غريب ستړے په ډېران شي

 

ودرېږي حېران شي

په وږو پسې ژاړي ډېرې اوښکې ئې باران شي

 

سپي ئې تربوران شي

د غلا نه صبر نۀ دے کۀ باران سره ږلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

 

يو سپے مې دے ليدلے چې د رنګه پړنګ چُپر دے

 

داسې لوئے قچر دے

ځانګي ترې غوږونه هم د سپي په شان ئې سر دے

 

دومره زورور دے

هر چا سره ئې برخه ده د کلي منجور دے

 

ټول عالم خبر دے

په لاس به دې را نۀ شي کۀ په غاړه ئې څيلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

يو ورځ ماسپښين وۀ خلق ټول شۀ خبردار

 

چې شۀ رندے ايسار

ناڅاپه پرې د تبر ګوزار وکړو سېد جبار

 

ملا ئې شوه پرهار

وې نيوۀ د پښې نه کۀ باړې ته ئې ګوزار

 

ساه ئې شۀ قرار

ما وې دېڼه به جوړ نۀ شي کۀ د وينو پرې غولۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

وائي حضرت نور مولا دې ورک دغسې سګ کړي

 

ټول کارونه برګ کړي

د دۀ نه چې پېدا شي دښمني به  د خارګ کړي

 

لرې به ترې ځګ کړي

په مرګ ئې زېري ټول شو هر سړے يو بل ته غږ کړي

 

جوړ د مينې زوږ کوي

د مرګه خلاصے نشته کۀ څوک ډېر په تسلۍ ګرځي

 

په سېوري د بلۍ ګرځي

مينه

فرهاد محمد غالب ترين

تش دغه نه چې زۀ نغمې د قوميت غږوم

 

يا څو راګونه مذمت کښې د غربت غږوم

دغه کومه خو د مينې احساس هم لرمه

 

د چا په ناز او ادا خدائے ګو چې د ټکه مرمه

شوخي د سترګو د ننګو ځلا خوشبو د بدن

 

په دې نڅا مې کړي هر رګ همه لهو د بدن

د صراحۍ په شان د دنګو غړو خيال هم لرم

 

د چا نيازبينې راز و نياز او قيل و قال هم لرم

د تورو زلفو شبستان د زنې خال هم ستايم

 

د بڼو غشي وروځې وې چې سم هلال هم ستايم

د لوپټو او د سالُو نه تر څادره پورې

 

د پېوکي او د کمڅۍ نه مُو کمره پورې

د ښائسته ؤ هره ادا راته حسينه ښکاري

 

ما ته له هرې موضوع ښکلې خو بس مينه ښکاري

د خدائے جهان کښې څوک د مينې نه انکار چې کوي

 

لکه د خپل حېوانيت په جار اظهار چې کوي

تۀ چرته لاړې

(د مور په جدايۍ)

اقبال حسېن افکار

ګرځم کوڅه په کوڅه څېرې ګرېوان لېونے

 

چرته جانان نشته دے څوک قدردان لېونے

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

زما په غم چې به غمژنه وې تۀ شولې د سترګو پناه

 

په سمه غر دې لټومه په خپل ځان لېونے

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

د خوږېدو د سترګو ځائے خو چرته پاتې نۀ شو

 

سېلاب د اوښکو مې د سترګو دې روان لېونے

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

ستا د دوو سترګو د ديدن ارمان په زړۀ کښې لرم

 

ګرځم په کلي په ښارونو د ارمان لېونے

 

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

د مينې کور مې دے وران شوے لېونے ځکه يم

 

موسم د ګلو شو ويرژن په شين اسمان لېونے

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

زۀ کۀ افکار يم خوار مسکين يم ستا د سترګو تور يم

 

د زړۀ ټکور دې ومه مورې په بل شان لېونے

تۀ چرته لاړې تۀ چرته لاړې

زۀ

اجمير جهان

کله ګل کله لمبه شم

 

کله شور کله نغمه شم

کله قهر شم ورېږم

 

کله پرخه شم غوړېږم

کله باد کله باران شم

 

کله تندر او سيلۍ يم

د ژوندون په ښکلې ناوې

 

د مرګي بې نوره چغه

د مرګي په توره خُلۀ کښې

 

د ژوندون بله ډيوه يم

د مظلوم اوښکه توده يم

 

هم اسفل د سافلينو

هم اوچت په فرښته يم

 

دا چې نۀ يمه بيا يمه

يمه يمه او بيا نۀ يم

 

دا چې زۀ ئې تماشه کړم

دا د چا په تماشه يم

 

♣♣♣
خو مې د زړۀ نه

سېد افضل شاه


زمونږ په کور کښې

 

ونې بوټي ډېر دي

 

خو د امرود په تنه چې دوه نومونه ليک وو

 

چې لږ به وران شو

 

ما به بيا تازه کړل

 

خو اوس مې دواړه وران کړل

 

ما چې خپل نوم ليکلو

 

نو تۀ مې خواله راغلې

 

چې زما نوم نۀ ليکې

 

ما په تېرۀ چخچي به

 

هم د خپل نوم سره جخت

 

چې ستا نامه ليکله

 

جانانه ياد دي درته

 

تۀ چې خوشحاله شولې

 

ډېره خوشحاله شولې

 

نو ما له ستا نوم ليکلو مزه راکړه

 

ما به هر ځائے کښې او هر څۀ باندې

 

ستا ښکلے نوم ليکلو

 

په کتابونو باندې

 

په دېوالونو باندې

 

کله هوا کښې ليکۀ

 

کله اوبو کښې ليکۀ

 

کله په خاورو هم په شګو باندې

 

هم په وريځو د اسمان مې ليکۀ

 

ما په خپل زړۀ هم ستا نامه ليکله

 

خو اوس چې وخت راغے د نوم ليکلو

 

نو تا خپل نوم سره بل نوم وليکۀ

 

ما خو به ستا د خوشحالۍ دپاره

 

چې د خپل نوم سره ستا نوم ليکلو

 

تا اوس د کومې خوشحالۍ دپاره

 

خپلې نامې سره دې بل وليکۀ

 

ما د هر څۀ نه ستا نامه ورانه کړه

 

خو مې د زړۀ نه ستا نوم نۀ ورانېږي

 

 

 

زما ناروغي او کراچۍ 

 

پروفېسر صاحبزاده حميد الله

 

چې څلور کاله وړاندې راغلم کراچۍ ته ښۀ وم

په خپلو پښو زۀ ګرځېدے شومه داسې نۀ وم

 

په خپلو پښو يو وخت دوه سپر هائي وې ته لاړم

د خپله کوره به راووتم بازار له به تلم

 

يو مې خپل ځوے وۀ راسره بله مېرمن راسره

د لسو کالو دا يبليج صورت وۀ خوږمن راسره

 

په خپل موټر کښې وم راغلے د ګاډۍ خو نۀ وم

په سهراب ګوټ کښې مې فلېټ ونيو په باړه اوسېدم

 

يوه نيمه مياشت مې کړه تېره  شپه بېداره به وم

د پشين د يخه ځان کښلے، حاضر دمه خوښ وم

 

کيڼ لاس و پښه مې وو ايله وا ردئ نۀ وم بېخي

خو نۀ خبر وم نۀ اتر وم چې به مخ ته څۀ وي

 

دا دولسمه جنوري دوه زره دوې  عيسوي

چې کراچۍ ته و راغلے ژمے سخت وۀ بېخي

 

خو کراچۍ په بل رنګه ځائے وۀ نۀ يخ نۀ ګرمي

خو دا ګرمي به ورځ په ورځ شوه تريخ ډېره دستي

 

پائې ته ودې ته شو اړ مونږ ولګو چې پنکے

د خدائے قدرت ګوره په ژمي کښې د دومي لمبے

 

خو کراچۍ ګران وۀ څلېريشت زره لاړۍ روپۍ

د ورځي خرڅ راتلئ پينځۀ سوه تر وس مې وتے

 

کور ته چې لاړم خيال مې وکئ چې هر څو وې ژمے

بيا به بل ځائے نۀ ځغلم مرګ په وار هر وخت کۀ راتلې

 

دلته لا ښۀ وم باوري ومه په ځان ګرځېدم

چې لا به نورې وې بلاوې په دې څۀ خبر وم

 

بيا به بل ځائے نۀ ځغلم مرګ په وار هر وخت کۀ راتلے

خو دا يو کال کېدئ چې ولوېدم درې پټه پسې

 

بلا وې ګوره په يوه پسې چې بله راځي

د کور د باندې وتم هغه حال شو ټپ راباندې

 

اوس خو چې ډېر تکړه شم لاړ شم تر اوريزه پورې

وايم يا ربه فضل وکړې څۀ کوم پر مخ به

 

دا د نيمګړي بدن ژوند څنګه کوم پر مخ به

نو دا وۀ سږ ژمے بيا مې کراچۍ ته کئ مخ

په الوتکه کښې بل راوړم د پښو نۀ وم يو مخ

 

په هوائي ډګر په وهيل چئير کښې سور وم خړ مخ

جهاز په يوه ګېنټه کښې راوړم په هوا لکه ملخ

 

دلته مې خيال دے چې ډاکټر ماکټر به وپوښتمه

چې ولې داسې په يوۀ کال کښې يو دم ولوېدمه

 

د مخه دوه پټه وم دروند اوس خو درې پټه شومه

هر وخت مې ويره وي و ناسته ته چې اړ نۀ شمه

 

خو چې حبيب نۀ کوي خوار طبيب به څۀ وکي دا                       په يوۀ خدائے حړېږو ټول دۀ ته مو شپه ورځ ده دعا

 

اويا کلونه مې راتېر کړو په نابوده دنيا

 

د رب احسان دے کوم مونځ نيسم روژه هره پلا

 

شوم په پنځوس ناجوړه حال مې ووايو دا

زړۀ او دماغ مې لا ثابت دي ځائے د شکر دے دا

 

صورت مې کۀ مات دے پروا نشته زړۀ بېداره لرم                   د کين او کبر مې ساتلي زړۀ هينداره لرم

 

تر ټولو زياته دا چې و ورځ به کاږو خوارۍ

د دين په لار باندې بېخي ډېرې هم کړو به زارۍ

 

د دنيا ژوند لږ دے مقصود د اخرت مو ښادۍ

رب مو دي کړي روزي کړي خلاص مو د قيامت د خوارۍ

 

رب دې کړي ټول مسلمانان مريضان جوړ او په خېر

دنيا ده پاتې، عاقبت ته مو دے رب پېښ کړي خېر

 

 دوه سهره

 

(د ګران او نازولي اعظم جان د وادۀ په مناسبت)

عبدالکريم بريالے

 

زما د کلي يار خو په شل کاله مسلمان نۀ شو

ملا دے کۀ بلا هندو اشنا اوتر اوتر دے

 

راشه سره کښېنو د خپل سوات زخمونه وڅټو

زما په کلي کور باندې راغلے کوم سوډر دے

 

زۀ چې د هجران په تورو شپو کښې زاهد زاهد کېږم                  داسې د زړګي غوندې غمګين مې مرور دے

 

د ښو ښکلو نيازبينو مينه تل وفا وفا وي

دې په فقيرۍ او اميرۍ کښې چا نه ستر دے

 

نن چې د اعظم په جنج روان لکه براق دے

ستا د ورا، ټاپونو ټکولې د زړۀ ور دے

 

زۀ چې ئې د زړۀ په غولي ناست يم هوسېږم

ياره اشرف خانه اعظم  جان دې بختور دے

 

ښکلي دي د ښار مينه په پور غواړي غمګينه

دلته مې کچکول زړګي له نقده لاس په سر دے

 

دا څنګه مستي ده بخت بې زوره زورور دے

چا ئې په منګولو کښې نيولے د زړۀ سر دے

 

وران سې او جنته يو ور غواړې سل کښې وژنې

کور مې د خپل ملک د عزرائيل نه در په در دے

 

يا اشرف غمګينه! غمګين مۀ اوسې په ژوند کښې

خانه اعظم خانه بخت دې څومره زړور دے

 

نن ورځ د زنانو ده جهان کوي نڅاوې

زمونږ د ناوکۍ هم زرغون شال د بخت په سر دے

 

تېره ستوماني ده باچا خان او کاکاجي اينګلز

بيا سنخته په لاس ولاړ غمګين د خان قبر دے

 

څۀ په کرايه باندې غېرت او ژوندون پلوري

زۀ د چا دپاره خلق وژنم کوم مې در دے

 

څنګه بې بسي ده کۀ مستي ده کۀ نشه ده

خپله غريبي د خوشحالۍ نه لاس په سر دے

 

تا په ژړي عمر کښې قربان کړي تر قام ټول ژوند

څومره خوندور دے نن د عمر ماځيګر دے

 

ستا د کور او اور ورور او مور د مينې جار شم

نن چې بريالے درسره ناست دے زړور دے

 

اخر په مرګ تمامه ده

 

سعادت مشواني

ژوند کۀ دې سل کاله شي اخر په مرګ تمامه ده             ورک شه د دنيا محبت دا هڅه ناکامه ده

 

وګوره شاهان د نړۍ لاړل د دنيا د مخ

روڼ مخ چې څوک لاړ شي نو هم دا لويه نېکنامه ده

زور او په طاقت کښې مونږه هم د چانه کم نۀ يو

ولې اسلامي نړې د نورو بيا غلامه ده

 

يو بل ته کوهي کني نفرت کوي په خپلو کښې

چا نه ګيله من نۀ يم ګيله مې د خپل قامه ده

 

ماته د نړۍ د خلقو کار ټول سرچپه ښکاري

زۀ يم لېونے کۀ نه نړۍ ټوله سرسامه ده

 

اوښکې مې بهېږي ژاړم زۀ د مسلمان په حال

 

ځکه د سعادت مشواني شپه او ورځ نا ارامه ده

 

د وطن پېغلې ته

 

ابرار خټک

 

ما دې په سپين مخ د اېشيا سحر ليدلے دے

اې د وطن پېغلې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

مات کړه زنځيرونه د ظالم سماج ورونو ته

اوښکې دې لمبه کړه دې کافرو رواجونو ته

 

خپل کفن پښتو کړه نړېدلي دېوالونو ته

زلفې دې خورې کړه بيا د روڼ سحر بادونو ته

 

وخت درته په غېږ کښې د عنقا وزر ليدلے دے

اې د وطن لورې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

نور دې په غوجل کښې د ځوانۍ خوبونه مۀ وژنه

تورو شان ککو کښې لکه باز څانګونه مۀ وژنه

 

تۀ په سرو لمبو کښې دې د مخ رنګونه مۀ وژنه

ماتو کوټڼو کښې د ارمان سازونه مۀ وژنه

 

ما دې په اوربل کښې د لالا ډنډر نيولے دے

اې د وطن لورې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

پاڅۀ د کتاب غېږه کښې خپله دنيا جوړه کړه

ژوند تورو تيارو کښې بيا د علم رڼاجوړه کړه

 

خپلو خوېندو مېندو ته په شونډو مسکا جوړه کړه

غم په ترانو کښې بيا د مينې نوا جوړه کړه

 

ما دې په رخسار د ملالۍ بشر ليدلے دے

اې د وطن لورې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

پام د ازادۍ په نوم چې خپله پښتو پرې نۀ ږدې

ستا دې وي قسم چې روايات د مودو پرې نۀ ږدې

 

غېرو ګډاګانو ته چې خپله درخو پرې نۀ ږدې

خپله لوپټه چې د پېرنګ په کالو پرې نۀ ږدې

 

غېرو درته لاس کښې د اسمان تندر نيولے دے

اې د وطن پېغلې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

دا زما يقين دے چې به پت د خپل باباساتې

په قبر سرۀ ګلونه به د خپل شهيد لالا ساتې

 

پړونے لوپټه هم به د خپل عصمت حيا ساتې

تۀ به خپل عصمت د خپلو وينو په بها ساتې

 

تل دې په بڼو د خپل ابرار پرهر ګنډلے دے

اې د وطن پېغلې تۀ خو لږه رابېداره شه

 

پښتون نن پرون

 

هارون الرشيد خټک

 

مشران داسې وائي د نن نه ښۀ وۀ پرون

لکه چې دا تېرېږي داسې خو نۀ وۀ ژوندون

 

د چا نظر وخوړو په کومه لار روان دے

دومره کمزورے نۀ وۀ داسې خو نۀ وۀ پښتون

 

زۀ د تاريخ په زړو پاڼو کښې دا ګورمه

چرته ځلېږي بهلول چرته شېرشاه ګورمه

 

د هر ظالم دپاره پښتون په سر څټک وۀ

تاريخ د لوئي غوري کۀ د احمد شاه ګورمه

 

وه په دې ټوله سيمه بس د افغان دبدبه

محکوم ئې ټول قامونه وو،  وه بس د خان دبدبه

 

جګه د دۀ شمله وه نور ټول سرونه ټيټ وو

د لوئي کابل نه واخلې تر هندوستان دبدبه

 

کۀ ئې زبان وموندو غرونه به دا ووائي

دا صحراګانې، مېرې به هم صفا ووائي

 

ژوند د پښتون څنګه وۀ پښتنو څۀ کړي دي

دا کاڼي بوټي به هم رښتيا رښتيا ووائي

 

چې په ځان پوه نۀ شو په لوړ مېفر به راغے

د ځان په وير په ګډ شو چې په خېبر به راغے

 

بيا به د ځان د خلاصي په پوهېدلو نۀ وۀ

چې پښتونخوا وطن ته په خيال د شر به راغے

 

د سکندر فوجونو دلته ژړا کړې ده

هم د اکبر لښکرو لويه غوغا کړې ده

 

دلته انګرېز ته هر څۀ بلا بلا ښکارېدل

سيکانو دلته توبه د نصوحا کړې ده

 

ډېر ئې جنګونه کړي ډېر ئې ننګونه کړي

هم ئې کابل نه تر هند حکومتونه کړي

 

ډېره روښانه ماضي د پښتنو وګړو

د غلامۍ د ژوند ئې سخت نفرتونه کړي

 

دا وه ماضي د پښتون دغه قيصه د پرون

شان ئې وچت په دنيا وه دبدبه د پښتون

 

اوس چې ئې حال ته ګورم حېرت حېرت مې واخلي                 چرته کښې لاړه، څۀ شوه هغه جذبه د پښتون

 

کۀ پير روښان راشي د نن کابل وګوري

لمبه لمبه به نۀ شي چې دا غوبل وګوري

 

په پښتنو وګړو به لعنت ولې نۀ وئي

چې د غوري په زمکه د وخت مغل وګوري

 

کۀ فريد خان راپاڅي د نن ژوندون  وګوري

دا بې ننګي وګوري او دا پښتون وګوري

 

پخپله توره به هم ځان ته خپل سر ووهي

پخپل کالۀ چې پښتون داسې زبون وګوري

 

کۀ پېښور ته راشي ستر خوشحال خان به څۀ وئي

چې دا حالت وويني دا لوئے انسان به څۀ وئي

 

چې د افغان په ننګ ئې توره تړلې وه تل

د پښتونخوا د خاورې تېر نګهبان به څۀ وئي

 

لوئے احمد شاه به څۀ وئي افغان ملت مې څۀ شو

د پښتنو باچاهي او سلطنت مې څۀ شو

 

وطن مې وران ويجاړ باغ مې تالا ولې دے؟

چې وۀ دنيا ته ښکاره آ ننګ او پت مې څۀ شو

 

سوال او جواب

 

لعل زاده لعل بغداده

 

زما نادان زړګيه

نن درته بيا وايمه

 

دا تۀ چې ژاړې مدام

 

وزرې نغاړې مدام

 

 

ما نه څۀ غواړې مدام

 

زما په وس کښې نۀ ده

 

 

چې درله هغه درکړم

 

ځکه چې دلته وفا

 

 

د خلقو رسم نۀ دے

 

ځکه چې دلته مينه

 

 

په مال او زر موندې شي

 

هسې عبث وائي دا

 

 

په زړۀ او سر موندې شي

 

کۀ دا دروغ دي نو بيا

 

 

بيه د سر ولې نن

 

کمه د هر څۀ نه ده

 

 

د زړۀ او مينې قدر

ولې د زړونو ووځي

 

د وفاګانو بدل

په جفا ولي راځي

 

زړۀ مې جواب راکړلو

ماته نادان وائې تۀ

 

خو خپله ښکارې نادان

منم د هر څۀ غوره

 

نن مال او زر دے دلته

په ډېره کمه بيه

 

زړګے او سر دے دلته

چې وي رښتوني مينه

 

نو هر دېوال غورځوي

د محل لاره نېغه

 

بوځي جونګړې ته هم

 

زۀ چې کړم پاکه مينه

 

 

نو دا اتبار دے زما

 

چې هغه زړۀ به مې هم

 

 

هره لمحه يادوي

زما د پاکې مينې

 

عزت به داسې ساتي

چې مال او زر به ورته

 

يو خوشے خيال ښکاري

زما د اوښکو څاڅکے

 

به ورته لعل ښکاري

 

 

♣♣♣

پاڅون پبلشرز