Pasoon March April 2010
دمردان ډائرى................اکبر
هوتى اېډوکېټ
ادبى
هلې ځلې
د ادبى
دوستانو مرکه له
خوا د پښتو ژبې
د قدرمنې شاعرې
محترمه حسينه ګل
د څلورمې شعرى مجموعې (
له ما نه مۀ بئېليږه) د
مخکتنې دستوره د
جنورۍ په اتمه
نېټه ( 2010ء) تاجرانو
دفتر يعقوب خان
سيټى پلازه ګجو خان روډ
مردان کښې د ښاغلى
فېض الوهاب فېض په صدارت
کښې وشوه. اکبر هوتى
د نظامت چارې تر
سره کړې، رياض الدين
تصور د قرآن پاک د کلام
نه د دستورې پېل
ګډ کړو، ښاغلو فېض
الوهاب فېض، عبدالروف
عارف، ډاکټر محمد زبېر
حسرت، لعل بادشاه خيالى
او ساحل يوسفزى د شعرى
مجموعې په حواله
خپل تاثرات وړاندې
کړۀ. ښاغلو مهراندېش،
نورالرحمان سحر او
اکبر هوتى منطومې
پېرزونې وړاندې کړے،
د دې نه علاوه حسن
خان اېډوکېټ او وارث
خان ناياب هم خپل
تاثرات وړاندے کړل.
د
فخر افغان باچا
خان د کليزې په مناسبت
د غمګين مايار ادبى
لښکر د سيورى لاندې
يوه درنه مشاعره
د فرورۍ په اوله
نېټه مايارو
کلى د غمګين مايارى
په صدارت کښې وشوه.
بهادر شېر ليوال د
کوربه توب چارې ترسره
کړے په دې موقع
ګڼو شاعرانو ملى
رهبر فخر افغان باچا
خان ته د عقيدت پېرزونې
وړاندې کړےد
قلندر مومند ياد
په څلورمه فرورۍ
2010ء
د زيارت په ورځ
ماسپښين دوه بجې
په مردان ټاؤن
هال کښې د ادبى دوستانو
مرکه مردان د
سيورى لاندې د لر
او بر افغان ياد اديب،
دانشور ارواښاد استاد
قلندر مومند د اوومې کليزې
په مناسبت يوه
دستوره د ډاکټر
اسرار په صدارت
کښې وشوه، ښاغلى مشتاق
مجرح يوسفزے او ځلان
مومند مشران مېلمانه
وو اکبر هوتى د
تلاوت او نظامت ذمه
وارى ترسره کړه، په دې
موقع ښاغلو مشتاق
مجرح يوسفزى فېض الوهاب
فېض، عظمت هما او مصطفى
کمال د ارواښاد استاد
قلندر صېب د ژوند او
فن په حقله مقالې
واورولې ښاغلو
نمروز قېس، مهراندېش،
عبدالوحيد ګران، نور
على خان ارواښاد ته منظوم
عقيدت وړاندے کړو. ښاغلې
صدر مجلس محترم ډاکټر
اسرار، سليم راز، پېر
ګوهر(شاعر امن)، ځلان مومند
او حمايت الله مايار په
خپلو خبرو کښې ووې
چې د استاد قلندر
مومند غونده خلق په
پېړو کښې يو پېدا کيږى
هغۀ خپل ټول
ژوند د انسانى برابرۍ
او تکريم او د
قامى ازادۍ او ابادۍ
دپاره تېر کړے وۀ.
او د قلم په ژبه ئې
د مظلوم انسانانو
د ازادۍ دپاره مبارزه
کړې ده، پښتو ادب
ته ئې د درياب
غوندې لغاتو تحفه
ئې يوه عظيمه
کارنامه ده د هغوى
شاعرى،افسانه نګارى
او تحقيقى زيار
د پښتو ليکونکو دپاره
ماډل دے په دې موقع
ساحل يوسفزى قراردادونه
هم وړاندے کړل
چې په يو خله
منظور کړې شول
د قراردادونو متن داسې
دے د ادبى دوستانو
مرکه مردان غوښتنې
کوى چې
پښتو
دې د دې صوبې
تعليمى، عدالتى او
د روزګار ژبه وګرځولې
شى.په مردان کښې
دې د ادبى سرګرمو
دپاره يو لوے
په نړيوال کچ
هال جوړ کړې
شى او دغه رنګه
دې يوه لويه
لائبريرى هم جوړه
شى.
په 21 مه فرورۍ د مورنو
ژبو عالمى ورځ
دې د عامې چټۍ
اعلان وکړې شى
او دا ورځ دې په
سرکارى توګه ونمانځلے
شى.
په عبدالولى
خان پوهنتون کښې دې
فيسونه کم کړې
شى، چې طالبعلمان په
اسانه توګه د علم
د حصول په مقصد
کښې کامياب شى.
د
پاکستان کثير القامى
پارلېمنټ دې زر
تر زره د پښتونخوا د
نوم د بحالۍ په لړ
کښې د صوبائى اسمبلۍ
پاس قرارداد له
عملى شکل ورکړى
او د پښتونخوا
وطن تاريخى نوم
( پښتونخوا ) دې په
آئينى توګه د
ملک په دستور کښې
د صوبه سرحد په ځاے
وليکلې شى. او
دغه رنګه دا
دستوره سر ته ورسېده.
په 7م فرورى
2010ء قامى لار
ښود،لوے شاعر او اديب
محترم اجمل خټک په حق اورسيدۀ
او په 8م فرورۍ
درې بجې مازيګر په خپل
کلى اکوړى کښې خاورو ته
اوسپارلے شو د دوى په جنازه
کښې د پښتونخواد نورو
سيمو نه علاوه دمردان
ګڼ شمېر اديبانو،شاعرانواو
سياسى، سماجى وګړو ګډون
وکړو.
د ادبى دوستانو
مرکې له خواد زلمى شاعر
عبدالروف عارف د ړومبۍ
شعرى مجموعې ( ګمان
) مخ کتنه د محبوب باچا په
صدارت کښې وشوه.ليکونکى
د نظامت چارې ترسره کړے،نور
طلب راهى د تلاوت سعادت
حاصل کړو،په دې موقع محبوب
باچا، ډاکټر اسرار، م
ر شفق، پير ګوهر(شاعر امن)،
محب الله شوق، فېض الوهاب
فېض، روښان يوسفزى، دا
شعرى مجموعه په پښتو ادب
کښې لويه سرمايه و ګرځوله.
په دې موقع حبيب شاد، نور
الرحمان سحر،امتياز عابد،
لاله عبدالله خان او اسرار
الله اسرار ښاغلى عبدالروف
عارف ته منظوم کلامونه
وړاندے کړوـ
سياسى هلې ځلې
په 30 مه
جنورۍ2010ء
د مردان بار کلنى
انتخابات وشول
عبدالحميد خان اېډوکېټ
پار هوتى صدر زيب
عالم خان اېډوکېټ
نائب صدر يوسف
على شاه اېډوکېټ
جنرل سکرټرى ضياءالله
باچا اېډوکېټ جائنټ
سکرټرى او محمد
رزاق خان فنانس
سکرټرى وټاکلے شول
په31 مه
جنورۍ2010ء
د پښتونخوا سټوډنټس
ارګنائزيشن ضلعى
کانفرنس وشو همايون
خان مومند ضلعى
سکرټرى او حضرت
بلال رحمان سنېئر
معاون سکرټرى وټاکلے
شول
د پښتونخوا
وزيراغلْى امير حېدر
خان هوتى په 7م فرورى د
مردان ضلعې تفصيلى
دوره وکړه او
تر مخ تللې منصوبو
جاج ئې واخستو په
دې پر مخ تللى منصوبو
کښې د رينګ روډ،
مردان سنټرل جېل،
مېډيا کالونى، د سړکونو
بيا جوړول د
هسپتالونو ترقى شامل
دى
دمردان پرېس
کلب کليزې ټاکنې د فرورۍ
په 9مه نېټه وشوې، ددې
ټاکنې په نتيجه کښې لطف
الله صدر،امجد خان نائب
صدر ،حاجى شفيع جنرل سکرټرى،عارف
خان جائنټ سکرټرى،او
فضل عظيم خاکسار د مالياتو
سکر ټرى وټاکلې شول