Pasoon... .....Pushto Magazine
HomeNew PasoonEditorialNewsPrevious EditionsYour LettersPasoon DirectPushto LanguagePushto WritersPushto PoetsPushto PoetryBooks ReviewPhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Qamar Rahi

Qamar Rahi

زما تصوير
قمر راهى


هغه تصوېر مې لا تراوسه ياد دے هېر مې نۀ دے
    
هغه چې سترګو کښې ئې ځل ؤ اوپه شونډو مسکا
چې ئې دبرېتو په ځائے داسې ســور نرے  پشم  وۀ
   
د سټــــــوکى څۀ  نرې  ليکې  ئې تندے   ښکلـــوۀ
څــــۀ عجيبـــه غـــوندې تورتم  وۀ  پټېدلې نۀ  شـو
   
تصوير  د څڼو په  تورتم کښې به  نور  هم  ځلېـــدۀ

چا چې ليدلے وۀ  نــو دا تصوير خوښ کړے ئې وۀ    
چې دا  تصوير کښې څۀ  خوبى وه کۀ زما ځوانى وه
زما تصوير  وۀ  رښتيادا دى  لږ زما هم  خــوښ  وۀ    
ما ورلــــه دومره  وقعت  چرې هم  ورکړے  نــــه  وۀ
دغه تصويرمې يو وړوکى شانې فرېم کښې بندکړۀ    
بيا څۀ  موده د مېز د پاسه چې پـــه ټى وى پروت  وۀ
ما نه دژوند په اندېښنو کښې ډېر څيزونه هېر شو     
ما  به  د خپلې  ځوانۍ  دغه  تصوير  څـــــۀ  ياد  وو
ما چې په  شا وروستو کتل دغه تصوير راياد شو    
اوس چې مې وروځې سپينې شوى دى هغه چې نه يما
وس چې په  سر زما پنبه ده او بريت مې سپين دى    
اوس به  هغې تصوير ته څنګه خپل  تصـــوير  ووايم

ښه  ده تصوير اوس هلته  نشته د خپل ځايه غېب دے    
زۀ  مطئمن  يم چا چې  وړے  دے غلــه ښــه  پېژنم 

Pasoon