د
پښتو نوے املا
د باړه ګلۍ د مذاکرې
فېصلې
په لسم يولسم
او دولسم جولائى1990ء د پښتو اکيډمۍ
پېښور له خوا جوړ شوى سيمينار
کښې چې د لر او بر ګڼ شمېر
ليکونکو، ادب پوهانو
او ژبه پوهانو ورکښې
برخه اخستې وه چې د پښتو
د املا په حقله کومې فېصلې
شوې دى، داسې بريښى چې
دهغو نه ډېر ليکونکى
اولوستونکى پوره واقف
نۀ دى مونږ دغه متفقه
فېصلې دپاڅون د لوستونکو
او ټولو پښتو ليکونکو
داستفادې دپاره خور وو.........اداره
د باړه ګلۍ د مذاکرې فېصلې
1
هغه کلمې چې د عربۍ
او فارسۍ نه پښتو ته راغلې
دى او معنى ئې هم هغه ساتلې
ده هغه به په خپل اصل
شکل
کښې ليکلے شى، لکه قصه،
قميص ،ضعيف.او هغه کلمات
چې پښتو خپل کړې دى معنى
يا شکل ئې بدل شوى دى هغه
به په پښتو کښې په اوښتى
شکل ليکلے کيږى. لکه تپوس
،پام او د عربۍ مخصوص ټکى
به د پښتو په کلماتو کښې
نه ليکو، مثلاً تورخم
به په ت ليکو په ط به ئې نه
ليکو
2
ڼ
به ديو توري په شکل کښې
د پښتو په ا، ب، ت يعنې حروف
تهجي کښې د ن نه وروستو
ليکلے شي او نوم به ئې
نوڼ وې
.3
هغه
کلمې چې په اخر کښې زور
لرې هغه به په ه ليکلے
شي لکه خوشحاله (مذکر) خوشحاله
(مونث)او دغه ه به تانيث
مخصوص علامت نشي ګڼلے
.4
مد په پښتو
کښې نشته
. 5
مجهوله ے چې په قطبي
پښتونخوا کښې پرته ليکلے
کيږى هغه به هم داسې پرته
ليکلے شى لکه سړے وغېره
البته په افغانستان او
سويلي پښتو نخوا کښې به
د دوئ د خپل ليک دود سره
سمه د مخکښې په شان ليکلے
کيږى
.6
مخصوصه
ې به د کلمې په مينځ کښې
ېـ داسې او اخر کښې
ې ليکلے شي لکه سړې او بۀ
خېر وغېره، مجهوله يعنې
پرته ے به هم دکلمې په مينځ
کښې د مخصوصې ېـ غوندې
ليکلے شي.
7
د
معروفې ي له پاره
به دوه څنګ په څنګ ټکى ي
ليکلے شي، لکه سړي زمري
وغېره
. 8
ياى تانيث
ۍ به په اخر
کښې د کش سره ليکلے شي لکه
کرسۍ، جينۍ وغېره
9
دفعل دپاره به
د مخکښې غوندې د ى دپاسه
ء ليکو لکه وخورئ،
وکړئ وغېره
. 10
په ضمير متصل او ئې کښې
به په ى باندې
همزه ليکلے شي او مخصوصه
ې به ليکلى شي او يا
بۀ ى او مخصوصه ې
ليکلى شي لکه په يئ
کښې به يوه ى او دوئمه ى
باندې همزه ليکلے
شى
.11
په
داسې ه کښې لکه زړۀ،
ښۀ، بۀ، تۀ د مخکښې
پۀ شان د ه دپاسه
ء ليکو يعنى زړۀ، ښۀ،
څۀ کښې بۀ د ه دپاسه ء
وى په افغانستان او سويلي
پښتونخوا کښې بۀ هم دغه
رنګ ليکلے شي
.12
ګ به په کونډه ليکلے
شي
.13
کښې، کښېناستل،
نخښه، بخښل او داسې نور
ټکى به هم دغه رنګ ليکلى
شي
. 14
معدوله
واو به د ټکو نه نشي
غورزولے لکه خولۀ،
خواړۀ، ګوند، غوندې وغېره
. 15
هغه ټکى يا کلمې
چې د عربۍ او فارسۍ نه د
پېش په حالت کښې راغلي
دى په پېش به ليکلے شي يعنې
په خپل رنګ کښې لکه ګُل،
بُلبل، هغه پښتو کلمې
چې پېش لرى هغه به په مجهوله
واو ليکلے شي لکه پوښتنه،
مور او نور.
16
معروف
واو به دکلمو نه نه
غورزولے کيږى اودپاسه
به پېش ورکولےشي لکه ُنور،سُوروغېره
. 17
د پښتو
مخصوص تورى څ، ځ، ښ، ږ،
به هم دغسې ليکلے شي. د
کمېټۍ سفارش دے چې پښتو
اکيډمى دې د
مرکزي او
صوبائي حکومت په مدد
د استاذانو او طالبعلمانو
دپاره يو رهنما کتاب
تيار کړى چې د دې ټکو په
استعمال کښې اشتباه ختمه
شى