د مالاکنډ دره
محمدعثمان مردانوى ...آرکيالوجسټ
په مالاکنډ
توره تياره ده
هارونه توره ځلوه چې
رڼا شينه
د پښتونخوا هره سيمه
غرونه تنګى،ډېرۍ،غونډۍ
او درې خپل خپل تاريخې
اهميت لرى،په دې غرونو
سيمو او تنګوکښې وخت په
وخت بيل بيل تهذيبونه
اوکلتورونه تېرشوى دى.
داسې يوه دره دمالاکنډ
دره ده. مالاکنډ په اصل
کښې د سنسکرت د دواؤ ټکو
مالا په معنى هار اوکنډ
په معنى د چينه نه جوړدے
يعنې د چينوهارکه ورته
غور وکړو نو دا يو جغرافيائى
نوم دے. د ګندهارا په ځلنده
دور کښې مالاکنډ مشهوره
سيمه وه، دلته په غرونوکښې
ګڼ شمېرچينې وې، چې وخت
په وخت وچې شوې دى، خواوس
هم پکښې څۀ چينې روانې
دى اوبهيږى، مالاکنډ
دره يو تاريخى اهميت لرى
د بدهـ مذهب کلتور او آرټ
په دې لار ادهيانه (سوات)
اودير ته رسيدلى وو، د
مالاکنډ دره د درګۍ نه
شروع کيږى او تر بټ خېلې
پورې اوږده ده چې تقريبًا
پنځلس کلوميټره ده دا
دره کږه وږه، ښکته او
بره ده. دا دسمندردسطحې
نه دسل فټه نه تر دولس سوه
فټو اوچته ده او لکه د يوې
اژدهې غوندې خوره وره
او اوږده او تاؤ راتاو
ده. ددې درې پلن والې پنځو
فټه دے او پکښې يو شمېر
ګټ پېرونه دى. دمالاکنډ
نه په شمال مغرب (قطب لويديز)
کښې ډيرۍ جولاګرام ،باډوان،
توتکان اترۍ مټکڼۍ (آګره
) کښې د بدهـ مذهب اثار او
کنډرې موندلې شوې دى .د
مالاکنډ نمر ختيځ ته د
غر د پاسه نسکوره کنډرې
چې په کافرو ډېرۍ مشهوره
ده، پرته ده. د مالاکنډ
نه د سوات سيند نه پورې
د ميا بړنګولا کلے دے دلته
په غر کښې په لويو وړو ګټانو
دمهاتمابدهـ بدهى ستوا
بتان جوړ شوى وو، چې اومې
پېړۍ سره تعلق لرى.. دبارانونو
سيلو او طوفانونو په وجه
دې ته ډېر زيان رسيدلے
دے دا ځائى په کافرکوټ
مشهوردے دا ځائى د هندو
شاهى دور سره تعلق لرى،
دلته د کنستو په وخت ډېر
پخوانى نوادرات او نورګڼ
شمېر دهغه وخت څيزونه
تر لاسه شوى دى، د مالاکنډ
درې په غرونو کښې لاندې
لاندې د زوړ وخت نخښې نخښانې
موجودې دى. چې پرې خلق او
قافلې تللې راتللې خواوس
دې وخت کښې ختمې شوې دى
، دمالاکنډ نه کوز درګۍ
سره جبڼ نومې يو زوړ کلے
دے د مالاکنډ اهميت د انګريزانو
په وخت کښې نور هم زيات
وۀ هم دلته د پښتنو او انګريزانو
ترمينځه تاريخې جنګونه
شوې دى، د مالاکنډ غزا
يو تاريخى اهميت لرى،
د مالاکنډ په سر اوس هم
دهغو شهيدانوڅلى موجود
دى کوم چې د انګريزانو
خلاف جنګ کښې شهيدان شوى
وو، د مالاکنډ د جنګ او
حالاتوذکريو شمېر انګريزانو
فوجيانو په خپلو کتابونو
او يادداشتونوکښې کړے
دے دلته اوس هم داانګريزانو
جوړ کړى برجونه موجود
دى، دلته يوه فوجى چاوڼۍ
هم جوړه کړې شوې وه. دلته
دتګ راتګ د اسانۍ د پاره
انګريزانويوسرنګ هم ايستلے
وه، چې تراوسه پورې په
صحيح حالت کښې دے دبرطانيې
مشهورفوجى جرنېل سر ونسټن
چرچل هم دلته څۀ وخت دجنګ
په ورځو کښې تېرکړے دے
او ددې ځائى حالات او خپل
ياداشتونه ئې ليکلى
دى دلته د چرچل په نوم
يو برج هم شته د مالاکنډ
درې دغرونومينځ کښې انګريزانو
دسوات د سيندنه يو لوې
د اوبو سرنګ جوړ کړے دے
چې د يو انګريز انجنيئر
بينټن په نوم مشهور دے.
چې قريباً اووۀ کلوميټره
اوږد دےـ