Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us

                         غزلونه      

پير ګوهر


سپوږمۍ ته وختے نو وايه؟ عمل څۀ ته وائى      کۀ ختے نۀ شے په عمل نو بيا؟ غل څۀ ته وائى
د فن شپيلۍ داسرافيل په دود قومونه ويښئ         وايه اشنا چې اوس فن څۀ ته او چل څۀ ته وائى
دوستى وفا ده اے اشنا کۀ وفا نۀ پېـــژنے        بيا مى لږ پوهه که چې ملګرے اومل څۀ ته وائى
پښتوپښتنه ده سبق دے سوال جواب غواړى       چې ادراک نۀ لرى سوال څۀ وى اوحل څۀ ته وائى
جنت دمينې جوړکه هلته به ئې هم بيا مومے       عدل ، انصاف بيا د جزا په بدل څۀ ته وائى
زۀ هم چپ پاتےشوم هغې هم په خله هيڅ ونۀ وې      خوپه پښتو ژبه کښې پوهـ شوچې لل څۀ ته وائى
چې تورې سترګې راته اوزمبولې پوهه شوم         ويل ئې اووايه پښتو کښې کجل څۀ ته وائى
چې ښکلې مخ سترګې اوښکلې شونډې ونۀ ستائے     اے باتريا ګوهره وايــــــه غزل څـــۀ تــــه وائى

رحمت شاه سائل

جانان په اوښکو مــــا پــــه وينــــو لمبـــــولے وطــــــن      مـــونږه د دغسې رنګــونو نــــه تراشلے وطــــــــن
څوک ليونے به خداے پېداکړى اوتصويربه ئې کړى      ستا په ښائست زما په مينه باندې ښکلے وطــــن
لکه کلۍ پـه هر تازه تازه پرهــر کښې مــــــســــکے      لکه ګلاب په خپل سحر کښې ژړېــدلے وطــــن
مونږ دواړه تږى يو د يـــــو او بــل د تږى نظـــــــر       لکــه د جام زمــونږ د شــونډو شوکېدلے وطـــــــن
چې ستا د پلونو نخښې هم دى ســوزېدلې پکښې          پـــورې کـــوؤ مې نن په سترګو سوزېدلے وطــــن
کــــــــړه تړتړۍ ســــــوؤ سنــــدرو د مـــلالې ژبـــــــــه      دغه دے ساز،هغه دے سوز شو څلے څلے وطن
د ګل وجـــود پــــه هـــــر اندام ئې سيکه وورېـــده         پېغلو په ټال د لونګين کښې ځانګــــولے وطـــن

امجد شهزاد

مــونـــږه هــره ورځې يـو خــبــــر لـــــرۀ      مونږه د مـــودو نه جنګ پـه سر لــــرۀ
مـرګ موخپل ليدو خو وارخــطا نۀ وو       دومره مــو ايمان پـــه خپل نظر لــــرۀ
مـونږه د تيـــرو بــه څــــۀ خـاطــــر کـــوۀ      مونږه چې هـر فکر لکـــــــه نمر لــــرۀ
مـــونږه همـــه ګيـــــــر انسانيت مـنــــۀ       زړۀ کښې مــــو دېـوال لرۀ نۀ ور لــــرۀ
مـــونږ د محبت باچـاهى غــــوره کــــړه      مونږه ســــــوچ د زور او نـۀ د زر لــــرۀ
مــــونــــږ د تشــــــــدد د فــلسفې خلاف       مونږه خـو بس دغـــه يـــو هـــنر لـــرۀ
مونـږه خو خانان وو د احـساس د کــور       مونږ پـــه محبت باندې بــاور لـــــرۀ
اوښکې مـوليدې نــۀ شوې د بل په مخ       خپل کۀ مو ګرېوان په اوښکو تر لـــرۀ
مونږ ستړو ملګـرو تـه ايسار نــــۀ شـــو      مونږه پــــــــه سر ډېـــر اوږد سفر لـــرۀ
داسې خـــو بې څــــوکــه نــــۀ ؤ دا اولس     دوى خو يــــو منظر او پس منظــر لــرۀ
څۀ به قلار ناست وو پښتانۀ چې وو         ګرم مـــو پــــه هـــــر مــوسم سنګر لــرۀ
وو کــــــــــۀ د بارودو پــــه ډېـــــرى اودۀ      بيا مـــو هم ارمان د روڼ سحــــر لـــرۀ
ســــوز به مو ضرور وى په سندرو کښې      څـۀ نه څـۀ مو داغ په خـــوږ ځيګرلــرۀ
لاســــو کښې د هر سړى ؤ ســـــور ګلاب      پټ ئې پــه لستوڼى کښې خنجر لــرۀ
يــــه امجده داسې وخت تـــه پاتې شــــو        نن مـــو د خپل ځانه هــم خطـــــر لــرۀ

وصال اورکزے

په غرۀ او سمه لور په لور انقـــــــــلاب      راؤلــو مــــونږه به په زور انقلاب
دا کــــونډې رنډې يتيـــــمان د وطن       غواړى ئې خـود د زړونو اور انقلاب
چې ښکلا ګانې د سپــرلى مستې شى      چې مو په زړونــو شى راخور انقلاب
پښتون فطرت پښتون احساس لــــرمه      راوړمه دې خاورې ته نــور انقلاب
بغېر نه ددې نه دجمهور نــــه کيږى       منم چې شــــــر انقــلاب شور انقلاب
چې تيــــارې اوتښتى رڼــــــــــا راشى       راولے خدايـــــه کــور په کور انقلاب
تويوې اوښـــکې دخوشحال پــــــه مزار      چې نابينا نـــــه شى شمکور انقلاب
زمــــــا د هــــرې تــــــــــــمنا وصـــــال      زمـــــا د هـــرې جذبې شور انقلاب

فضل احمد غر

په پښتو خبرې شرم مونږ ته ښکارى      تر دې حده قوميت زمونږه مړ دے
خپل وطن او ژبه پرې نۀ ږدے افغانه     چې همدغه د قومى ترقۍ جړ دے

Pushto Poetry