زما تصوير
قمر راهى
هغه تصوېر
مې لا تراوسه ياد دے هېر
مې نۀ دے هغه چې سترګو
کښې ئې ځل ؤ اوپه شونډو
مسکا
چې ئې دبرېتو په
ځائے داسې ســور نرے پشم
وۀ د سټــــــوکى
څۀ نرې ليکې ئې تندے ښکلـــوۀ
څــــۀ عجيبـــه غـــوندې
تورتم وۀ پټېدلې نۀ شـو
تصوير د څڼو په تورتم کښې
به نور هم ځلېـــدۀ
چا
چې ليدلے وۀ نــو دا تصوير
خوښ کړے ئې وۀ چې دا
تصوير کښې څۀ خوبى وه کۀ
زما ځوانى وه
زما تصوير
وۀ رښتيادا دى لږ زما هم
خــوښ وۀ ما ورلــــه
دومره وقعت چرې هم ورکړے
نــــه وۀ
دغه تصويرمې
يو وړوکى شانې فرېم کښې
بندکړۀ بيا څۀ موده
د مېز د پاسه چې پـــه ټى
وى پروت وۀ
ما نه دژوند
په اندېښنو کښې ډېر څيزونه
هېر شو ما به د خپلې
ځوانۍ دغه تصوير څـــــۀ
ياد وو
ما چې په شا وروستو
کتل دغه تصوير راياد شو
اوس چې مې وروځې سپينې
شوى دى هغه چې نه يم
اوس
چې په سر زما پنبه ده او
بريت مې سپين دى اوس
به هغې تصوير ته څنګه خپل
تصـــوير ووايم
ښه ده
تصوير اوس هلته نشته د
خپل ځايه غېب دے زۀ
مطئمن يم چا چې وړے دے غلــه
١ ښــه پېژنم
١: غله د غل
مونث
نصيحت
عبدالجبار
حامد
ازادى خلقـــــــه
د سر پـــــــه بها کيږى
دا متاع به موندے نۀ کړے
په بازار
ازادۍ له مو
سرونـــــه صدقـــــه
شــــــه خو چې رو
راکښې پېدا نۀ کړى اغيار
يهوديان د ازادۍ ډېـــــــر
قدردان دى سر وهلى
ګــــــــرځېدل دوه زره
کالــــه
هندوان هم
د ازادۍ سره پتنګان دى
د زر کالــــــه غلامۍ
لــــــرى قبالــــــه
مسلمان د هند بس سل کاله
غلام وۀ ښه پوخ نه
شو په بټۍ د غلامۍ کښې
ددې دومره لوے نعمت قدرئې
نه زده د ذهنونو
انتشار دے سوکالۍ کښې
په کوم قوم کښې چې رواج
د مرکو وى د ښاغلــــــو
مشرانـــــو د جــــرګـــــو
وى
تحفظ لــه د وفاق ئې
يـــــــو آئين وى
عدالت ئې په انصاف د فېصلـــــو
وى
بدنصيبـــه دے کۀ
بيا هم وخورى ماتے
د قـــومونو ورورولۍ
کښې راشى پاتے
پښتنې قيصه
فياض على فياض
د لـــــوګـــــو
تندو د لمبـــو په غېږ
کښې مـــــــــونږه
ټپــــــــه د پښتـــــــونخوا
کړې ده
د پښتنـــــــــــــــــو
د درد و غـمــــــــه
ډکـــــــــه دا
يـــــو قيصـــــه راتـــــــــــــه
بابا کــــړې ده
سر مــــــو
دې لاړ شى خو پښتو دې نــه
ځى ننګ او نامــــــوس
د بښتنــــــو دې نــــــۀ
ځى
دا چې زمــــــــونږ
په وينو ګل شوې غوټۍ
خــــوندونه بل خــــــوا
د سپرلــو دې نــــــۀ
ځى
دا چې پــه سور دوزخ
کښې ژوند تېروو
مـــــونږه بـــــــــس
دا يــــــوه خطا کــــــړې
ده
د پښتنـــــــــــــــــو
د درد و غـمــــــــه
ډکـــــــــه دا
يـــــو قيصـــــه راتـــــــــــــه
بابا کــــړې ده
اودې
ښائى خېر دے چې څوک مور
نه لرى اختيار د
خپلې مــور پـــه کـــــــور
نـــــــــه لرى
خاوره
هم دا د چا نـــــه کمـــــــه
نـــــــۀ ده
خـــــو د زلمــــــو
د جذبــــــو شــــــور
نـــــۀ لرى
چا پــــه
دې خاوره خپلې وينې توې
کړې چـــــــــــا
هــــم د دې خاورې سودا
کـــــړې ده
د پښتنـــــــــــــــــو
د درد و غـمــــــــه
ډکـــــــــه دا
يـــــو قيصـــــه راتـــــــــــــه
بــابـا کــــړې ده
نـۀ
چا سائل نــــه چــــا
اندېش اورېـــــدۀ
نـــۀ پېــغـام چـــــا
د ولـى خان اورېــــــــــــــــده
نـــــــــــــۀ چا
يـــــو چغــــه د اجمل
اورېــــــده نــــۀ
چـــا اســــــــــرار
نــــــۀ چــــا غـنى
اوريده
فياض خاورې او
ايرې شـــــو هغــــــــــــــــــــه
چــــــا چې ددې خــــــاورې
بقـــــــا کــړې ده
د پښتنـــــــــــــــــو
د درد و غـمــــــــه
ډکـــــــــه دا
يـــــو قيصـــــه راتـــــــــــــه
بابا کــــړې ده
کېموفلاج
سيدافضل شاه
تا ګلونه
راله راوړل
ګلونو کښې ازغى وو
روح
او تن دى راله سور کړو
رڼا ورځى دهوکه شوم
زۀ
پرې دومره خفه نه ووم
رڼا کښې د تېرو وى ګزارونه
بيادې بوتلم سمندر ته
تږى دې راستون کړم
د صحرا
سراب ﻻهو کړم
په کاڼو دې ويشتلم
هم
مسکا دې چې کؤله
مې نۀ پېژنے څوک يم
په
وفا کښې دې جفا وکړه صنمه
فرېب جال دې خور کړے
هم
په ځان دې زۀ مئين کړم
نفرت دې راښکاره کړو