|
 |
| |
د افغانستان ملى ترانه
ډاکټر سيد امجد
على افغانستان يو
تاريخى وطن دے او دا تاريخ
د پښتنو د قامى او کلتورى
رنګونونه ډک دے د شلمې
صدۍ اخرى شلو کالونو کښې
افغانستان تباهۍ ته ورمخامخ
شۀ، ډېرحکومتونه جوړ
او وران شول، هرحکومت
خپل وخت ته د طول ورکولو
په غرض د ځنى غلطو فېصلو
سره سره قامى نښې هم بدلې
کړې په دې نښوکښې يوه نښه
د افغانستان ملى ترانه
هم ده، د ترانې په سبب د
يوقام پېژندګلو کېدے
شى او په وطن کښې د رائج
نظام اندازه ترې هم اخستے
شى د افغانستان ملى ترانه
په مختلفو دورونو کښې
څۀ وه. ؟ ددې يو وړوکے شان
تاريخ داسې دے .....1926-1943..... په دې دور کښې به ملى ترانه
د بادشاه د تګ راتګ وخت
کښې وئيلې شوه او ډېره
عامه نۀ وه
.....1944-1972....... دې زمانه
کښې هم ملى ترانه د شاهى
سلامۍ نه زياته نه وه
.....1973-1978..... کله چې بادشاه معزول
کړے شو او د وطن نامه جمهورى
افعانستان شوه ددے دور
ترانه عبدالرؤف بېنوا
ليکلې وه او عبدالغفار
برشنا ئې د موسيقۍ تړون
کړے وۀ.
.....1978-1992.... دا هغه دور
وۀ کله چې شوروى اتحاد
افغانستان ته داخل شو
او يو بل انقلاب راغے دا
ترانه سليمان لائق ليکلې
وه او پښتو ژبه کښې وه،
شعرونه ئې دا رنګ وو
ګرم شه لا ګرم شه اے
د ازادۍ لمره
..1992-1999.... کله چې شوروى
بيرته لاړو نو دمجاهدينو
يوه جنګى سندره ملى ترانه
و ګرځولې شوه. د فارسۍژبې
دا ترانه د طالبانو حکومت......1999-2002........
کښې هم وه البته د موزيک
نه بغېر به وئيلې شوه ځکه
چې په موسيقۍ قدغن وۀ .....2002-2006..... دې کالونو کښې يو
وارې بيا د مجاهدينو ترانه
جارى شوه قلعه
اسلام قلب آسيا
جاويدان، آزاد، خاک
آريا
په دې دور
کښې د افغانستان موجوده
مشرانو د امن راوستلو
سره سره ځنى نور ډېر لوړ
کارونه هم سر ته ورسول.په
دې کښې د ټولو نه اهم کار
د افغانستان د نوےائين
جوړول او جارى
کول دى. په دے آئين کښې د
ډېرو مسئلو حل تر لاسه
کړے شو او د افغانستان
د ملى ترانې مسئله هم
حل شوه، د ائين په رو سره
د افغانستان ملى ترانه
به پښتو ژبه کښې وى، دې
ترانه کښې به په افغانستان
کښې د اوسېدنکو قامونو
ذکر وى او ورسره به د الله
اکبر نعره هم وى ددې نه
پس د افغانستان حکومت
د ترانې لټون روان کړۀ. په ٢٠٠٦
اپريل کښې
د جرمنى په ښار بون کښې (Beethoven Orchestra)
د افغانستان
ملى ترانه ريکارډ کړه.
د موزيک ماهر ببرک واسا
دے څوک چې افغان دے او جرمنى
کښې ژوند تېروى د افغانستان معروفو سندرغاړو
په خوږ آواز ووئيله او سي
ډي ئې تيار
کړۀ، ددې ترانې شاعر عبدالبارى
جهانى دے. څوک چې په امريکا
کښې روزګار لرى ددې ترانې سي
ډي په افغانستان کښې
مشرانو او وزيرانو
وکتلو او واوريدلو، په
مئى ٢٠٠٦ کښې دا ترانه
په آئينى شکل کښې ملى
ترانه و ټاکلې شوه او ورته
ملى سرود ووئيلے شى.
ملى سرود دا رنګ دے دا وطن افغانستان
دے دا عــزت
د هــر افغـــــــان
دے کور
د سولې کور د تورې هــر
بچے ئې قــهــر مـــــــان
دے
دا وطن د ټـولــو
کور دے د بــلـــوڅـــو،
د ازبـــــــکــــــــو
د پښتــــون او هــــــزاره
وو د ترکــمنـــــو،
د تاجکـــــــــــــو
ورسره عـــــرب ګوجر
دى پامـير
يــان، نــــــورستانيـــان
براهـــوى دى قزلباش
دى هــــم
ايماق هــم پشــــائيان
دا هېــــواد
به تل ځليږى
لکه نمر په شنــــــــه
اسمان په سينــــه کښې
د آسيا به لکــــــه
زړۀ وى جــــــاويدان نـــــــوم د حق مو
دے رهبر وايـــــــــــو
الـله اکــبـــــــــــــر وايـــــــــــو
الله اکــبــــــــــر
وايــــــــــــو
الـله اکـــــبـــــــــــر
د پښتنو او د پښتو ژبې
د مئېنو دپاره دا ډېره
د خوشحالۍ خبره ده چې ملى
ترانه په پښتو ژبه کښې
ده، ددې نه دا هم ښکاره
شوه چې د پښتنو مورنے وطن
افغانستان دے او پښتانۀ
بايد چې د خپلې ژبې د خپل
قام او دخپل وطن ډېر قدر
وکړى.
په افغانستان کښې د ملى
ترانې اجراء اسان کار
نه وۀ او دا د موجوده
مشرانو يوه ستره کارنامه
ده اوس هم ځنى خلق دا اعتراض
راوړى چې ملى ترانه پښتو
کښې ولې.؟ په فارسۍ کښې
ولې نه ده. او دا چې نورو
قامونو سره نا انصافى
شوې ده. بل اعتراض د
الله اکبر په وئيلو دے
چې د موسيقۍ سره يو ځائے
وئيل ئې ښۀ کار نۀ دے بل
دا چې په افغانستان کښې
غېر مسلم هم وسيږى او هغوى
دا لفظونه دخپل مذهب برخه
نۀ ګڼى ـ
دافغانستان د ملى سرود
لويه فائده دا ده چې دا
د پـښتون افغان واحده
قامى نښه ده او ددې په وجه
په ټوله دنيا کښې پښتو
ژبه را ژوندۍ شوې ده.
د پښتونخوا افغانستان
او د نړۍ د ټولو پښتنو دا
فريضه جوړيږى چې دا ترانه
خوره کړى په خپله ئې
هم ووائى او نور خلق هم
پرې پوهه کړى. بايد چې دا
اهمه ائينى او تاريخى
فېصله دائمى شى
او دافغانستان ملى سرود
هم دوام ونيسى، هله به
افغانستان د نړۍ د نورو
قامونو سره سيال شى
|
|
|