Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Page 5/1 Pasoon 2010

په حميد د حسېن تقدم

جميل يوسفزے

په دې مقاله کښې مونږ د خوږ ژبى شاعر حسېن او موشګاف عبدالحميد د زمانو تعين کول غواړو پښتانۀ ليکوال د خوشحال او رحمان نه وروستو د پښتو ژبې دريم استاذ عبدالحميد ماشوال ګڼى او د نکته افرينۍ، موشګافۍ د سبک موجد ئې ګڼى زمونږ نظر داسې نۀ دے، په لاندينو اسنادو سره مونږ وئيلے شو چې حسېن د حميد پېش رو وۀ د حسېن ديوان د حميد دنظره تېر شوے وۀ اود حسېن په زمکو هغه د خپل شعر خصمانه کړې ده، خو د دې مقالې مطلب هرګز دا نۀ دے چې حميد ګوندے وړوکے  شاعر وۀ يا د حسېن نه په رتبه کښې کم وۀ زمونږ مطلب دادے چې تراوسه پورې حميد د تقدم زمانى په لحاظ د کامګار شېداخټک او د نورو سرخېل ګڼلے کېده خو حقائق څۀ داسې دى.
   ١ حسېن د پير بابا کړوسے وۀ د پير بابا زمانه ٩٠٨هـ  نه ٩٩١هـ پورې حسابيږى د علم الانساب په اصولو باندے يو صدۍ د نيکۀ، ځوى، نمسى او کړوسى د زمانې تعين کوى. په دې حساب مونږ وئيلے شو چې د حسېن پېدائش به په يوولسمه صدۍ هجرۍ کښې شوے وى. دا شجره زمونږ مطلب واضحوى ــــــ

  
پير بابا ( ٩٠٨هـ     ٩٩١هـ )  ميا مصطفى (مدفون درکنړ) ميا حسن    ...مدفون درکوکړۍ

سېد حسېن   ١١٠٠هـ ...مدفون ګړى کپوره

د حسين خاندانى نوم سيد حسېن وۀ خو هغه همېشه خپل نوم حسېن بطور تخلص راوړے دے دخپل سيادت ذکر هغه کنايتًا کړے دے خو عشق او فقر هغۀ قابل فخر څيزونه ګڼل، خاندانى تفوق نه هغۀ خاکسارى ښه ګڼله ـ د سوات مشهور محقق رحيم شاه رحيم صيب د حسېن د پېدائش کال  ١٠٥٠هـ (يولسمه صدى هجرى) ګڼى. ددې نه علاوه  پادرى هيوز، عبدالحۍحبيبى ،صديق الله ريشتين، عبدالحليم اثر، حسين د١١٠٠هـ شاعر ګڼى. خو د حسېن د ژوند زمانه  ده د پېداوښت نا، په دې حساب مونږ وئيلے شو چې حسېن به ١٠٥٠هـ کښې(يا کم وبېش)پېدا شوے وى.
د سيد حسين مورد هغۀ په وړوکوالى مړه شوه د نورې پالنې دپاره هغه خپلې ترور د کوکړۍ (سوات)نه ملک پور هزارې ته راوستو خو دغلته دهغه خپلې همشېرې سره مينه جوړه شوه هغه مکتب پرېښودو او د سوات لارئې ونيوه لکه وائى،

        را معلوم شو د اشنا له خال وخط             چې به پاتے له حسېنه شى لوستون     (

٣
چونکه همشيره دهغه د ترور لور وه شرعًا نکاح نه کېده او عشق د محرمې سره  وۀ له دې کبله هغه ملکپور پرېښود
    
چې پېدا شوې پکښې ستا ملالې سترګې        ځکه پاتے له حسينه ملک پور شه   (
٤)
٣
 
دملکپور د واقعې نه وروستو حسېن د تحصيل علم په لړ کښې سلام پور(سوات)ته لاړ په دغه ورځو کښې د اخون درويزه کړوسے غلام محمد په مسند د ارشاد ناست وۀ، حسېن د خپل پير او مخدوم ذکر داسې کوى.
           

د حسين مخدوم خادم ديار د در دے     د  غلام  پــه  پيروۍ  لاړ  شو   غلام  


د حسېن مخدوم(غلام محمد) خادم د يار د در (دپيربابا د کورنۍمعتقد)او د دغه غلام په پيروۍ کښې حسېن هم غلام شه. ړومبنے غلام د غلام محمد نوم ته اشاره ده دويم غلام د مرئيے په معنو کښې دے. چې حسېن ئى د ځان دپاره  په کاروى خو دغلام د حروفو نه دا ابجدو په حساب
١٠٦١هـ راوځى، که چرےد حسېن تاريخ پېدائش  ١٠٥٠هـ وى نو په سلام پور کښې ددې غزل وئيلو په وخت به حسېن ٢١کلن ځوان وۀ خو هله که د غلام لفظ تاريخ وګڼلے شى د غلام محمد په حقله د هغه يو نمسے ميان ظاهر شاه قادرى په خپل کتاب اخونددروېزه (ص ٤٦٩)کښې داسې ليکې.(٦)  غلام محمد مشر بابا عالم وفاضل بزرگ انسان تهے اپنے والد ماجد کے مريد تهے اور خليفه وماذون بهى تهے. نقشبنديه طريقه کے عامل پير تهے اور مبلغ بهى تهے اورنگزيب کے بيے شاه عالم اعظم کى حکومت کے وقت آپ کو وظيفه سالانه ملتا تها

    د برنو دلا ئـيلو په رڼا کښې جوته شوه چې حسېن دملکپور نه سلام پور ته راغے هلته د غلام محمد مريد شه، غلام محمد د مغل باچا شاه عالم اعظم وظيفه خوار وۀ

شاه عالم اعظم په کال(
١٧١٢ء) کښې بمطابق١١٢٣هـ کښې وفات شو اوس کۀ د غلام محمد د وظيفه خوارۍ روايت صحيح وى، نو مطلب به دا وى چې غلام محمد  ١١٢٣هـ نه مخکښې د شاه عالم وظيفه خوار وۀ او لکه څنګه چې مونږ ثابته کړه حسېن د غلام محمد شاګرد او ماذون وۀ. ظاهره ده چې  د شاګردۍ واقعه به د ١١٢٣هـ نه وړاندے وجود ته راغلې وى. ميا ظاهر شاه د کتاب اخونددرويزه په ص٤٤٩ د ميان نور دوفات کال  ١٠٥٩هـ ښودلے دے. ددې سنينونه جوتيږى چې غلام محمد چونکه دميان نور صېب مشر ځوے وۀ، لهذا د هغۀ پيداوښت مونږ په محفوظ توګه   ١٠٣٠هـ ټاکلے شو او چونکه هغه د شاه عالم وظيفه خوار هم وۀ  له دې کبله مونږ وئيلے شو چې د شاه عالم دبادشاهۍ تر دوره(١٧٠٧ء نا تر ١٧١٢ء)  هغوى ژوندے وۀ مونږ په دې وئيلو حق بجانب يو چې غلام محمد لکه د خپل نيکۀ (اخونددرويزه) تر ډېره عمره ژوندے وۀ    

ددې بحث حاصل داشو چې د عبدالحميد ماشووال د پېداوښت نه وړاندے حسېن د غلام محمد مريد او ماذؤن  وۀ، قاسم بنوى د سيدانوار الحق په حواله ليکلې دى چې د عبدالحميد ماشووال پيداوښت ( 
١٠٧٥هـ  نا تر  ١٠٨٠هـ )پورے ټاکلے کېدے شى  ٤  همېش خليل صېب دديوان حسېن په مقدمه کښې ليکلې دى چې ماسره کوم ديوان دے په هغه ځاے په ځاے د عبدالقادر خان خټک مهرونه ثبت دى ( ١٠)  د ډاکټر سهيل انشاء د تحقيق مطابق د عبدالقادر خټک ژوند( د١٠٦٣ نا تر ١١٢٥هـ )  پورے يقينى دے (١١) غالبًا دا هاغه روايت دے کوم چې تاريخ مرصع بيان کړے دے. افضل خان خټک د خپلې سردارۍ او نوابۍ په زور خپل رشته داران په ( ١١٢٥هـ)کښې بنديوان کړى وو، په دوئ کښې د هغۀ قابل ترۀ عبدالقادرخان خټک هم شامل وۀ،خو د ١١٢٥هـ  نه وروستو دعبدالقادر خان د ژوندپته نۀ لګى، خو ښکارى داسې چې ددغه کال نه وروستو هم عبدالقادر ژوندے وه يا ئې  د روپوشۍ ژوند تيېرولو او يازندانى  وۀ، کۀ عبدالقادرخان خټک دا مهرونه په خپله ثبت کړى وى نو بيا خو ئې  ژوند ٣٢ـ١١٣١  پورے يقينى جوړيږى ددې خبرې تفصيل وروستو راوان دے. ٥:   حسېن خپل ډېر عمر په هند او پنجاب کښې تېر کړے  وۀ د پنجاب اړے ګړے، د سيکانو ظلم و زياتے  ئې په خپلو سترګو ليدلے وۀ، پنجاب سيکانو ډېر ځله لوټ کړے دے خو د سيکانو غټ لوټ د بهادرشاه(شاه عالم اعظم) په زمانه کښې وجود ته راغلے وۀ، ګورو ګوبندسنګهـ د بهادر شاه حليف وۀ، دګوبند سنګهـ  دمرګ نه وروستو يو بل سيکهـ سورما چې ځان ته به ئې بنده ګوبند سنګهـ وئيلو يعنې د ګوبند سنګهـ غلام او پېروکار. دۀ د پنځوس زره سيکهــ لښکر سره دپنجاب سرهند، انباله او حسن ابدال ولوټلو او داسې چور تالان  ئې ګډ کړو چې چاکره جارو او منګے هم پاتے نۀ شو،حسېن دې واقعې ته داسې نظر کوى،   رقيب يار له بې همتو ځان ته راښکه

      دپنجاب له هندکو تل وړى سيکان لوټ
دا واقعه د شاه عالم اعظم د وخت ده. چو د ١٧٠٧ ء نه تر ١٧١٢
پورے د هند بادشاه وۀ.
 
٦   
د شاه عالم اعظم  نه وروستو د تخت نشينۍ دپاره کشمکش شروع شه. اميران دوه ډلې شول د برصغير په افق په دغه وخت کښې دسيد برادرانو قسمت طلوع وکړو سيدبرادران چې صحيح نومونه ئې سيد حسين على(عبدالله)او سيد حسن على وو دوئ په اصل کښې بادشاه ګر اميران وو د بهادر شاه د مرګ وروستو دوى جهاندار شاه د ډيلى په تخت کښينولو خو د سموګړ په جنګ کښې جهاندار شاه د مېدان جنګ نه د تېښتې په دوران کښې قتل شه زمونږ شاعر حسېن دې  پيېښې ته  داسې اشاره کوى.
     

چې پرون دهندوستان دتخت بادشاه وۀ         نن ئې لور زمانې وټومبه په ملا کښې


د سموګړ جنګ په 
١٧١٣ء  کښې شوے وۀ د جهاندار شاه  د مرګ  نه  وروستو  په سيدبرادرانو هم زوال راغے، سيد حسېن على په نهم اکتوبر١٧٢٠ء کښې په قتل ورسېد چونکه سېد حسېن ډېر عمر په هند کښې تېر کړے وۀ له دے کبله  هغه د هند د واقعاتو ذکر په  څۀ ناڅۀ شکل کړے دے لکه وائى  

کۀ ئې پېښ چرې د عشق په کربلا شى            د حسېن په ځائے به ورکه حسن روح


د حسېن لفظ کۀ  يو طرف ته د شاعر تخلص ښئى نو بل طرف دسيدحسېن  على مرګ ته اشاره هم کوى  د حسېن على د مرګ درې مياشتې  وروستو حسن على هم خپل انجام ته ورسېد د دې  شعر په رڼا کښې  مونږ وئيلې شو چې سيدحسېن به  دا غزل د  اکتوبر
١٧٢٠نه تر دسمبر١٧٢٠ پورے چرته وئيلے وى، ددې سنونو نه دا ثابتيږى چې شاعر سيدحسېن  تر١٧٢٠ ء ( ٣٢-١١٣١هـ) پورے يقينَا ژوندے وۀ.

پاتې شوه د حسېن په  ديوان د عبدالقادرخټک د مهرونوخبره اګرچې د عبدالقادر خټک ژوندتر
١١٢٥هـ  پورے يقينى دے خو د مرګ نېټه  ئې نۀ ده معلومه، داسې ښکاريږى چې عبدالقادر خټک به بيا هم ژوندے وۀ، خو د افضل خان د وېرې ئې  ژوند په ګمنامۍ کښې کولو يا د افضل خان په زندان کښې ئې د ژوند ورځې شپې تېرولې.لکه څنګه چې معلومه ده حسېن د پيرۍ په عمر کښې امازو ګړهۍ ته راغلے وۀ، معلوميږى داسې چې حسېن به خپل ديوان هم دلته مرتب کړے وى، هسې هم د امازو ګړهۍ او د اکوړى فاصله شل پينځويشت کلوميټره ده.    ٧ اوس به راشو د حميد بابا د ژوند سنونو ته  قاسم بنوى د حميد د ديوان په ترتيب کښې په ص١٣٧  ليکلې دى چې دسيدانوارالحق  په اندازه د حميد زمانه پېدائش د١٠٧٥هـ  نه  ١٠٨٠هـ پورې وۀ د راورټې د تحقيق مطابق  د حميد بابا سال وفات ١١٤٥هـ دے په   ١١٣٧هـ  کښې هغۀ د شاه وګدا مثنوى په پښتو ژباړه کړې وه لکه چې وائى

چې په زړۀکښې مې لړم ددے فکرت وۀ     سن زرسل ووۀ دېرش کاله د هجرت وۀ ( ١١٣٧)

حميد بابا په ځنو شعرونو کښې د اورنګزيب عالمګير ذکر هم کړے دے خو لوستونکو ته به  معلومه وى چې د اورنګزيب باچا هى په پنځوس کاله محيط وه. ځکه زمونږ  دواړه شاعرانو د اورنګزيب باچا ذکر کړے دے خو  د حسېن په شاعرۍ کښې د اورنګ  ذکر دلسو ځلو نه زيا ت شوے دے چې دې خبرې ته نغوته کوى چې حسېن د اورنګ زياته زمانه ليدلې ده. 
            

حميد بابا خپل ديوان د
٥٥کالو په عمر کښې مرتب کړے وۀ کۀ  مونږ  د هغه  زوکړه ( ١٠٧٥هـ)  ومنو نو ديوان به ئې په١١٣٠هـ کښې مدون کړے وى خو کۀ  ١٠٨٠هـ ئې ومنو نو په ١١٣٥ هـ کښې به د هغه ديوان ترتيب موندے وى خو قرائن داښئې چې حميد بابا به خپل ديوان په ١١٣٥هــ کښې مرتب کړے وى ځکه خو هغه د خپل فراغت په دوران ١١٣٧هـ کښې د شاه وګدا په ترجمه بوخت وۀ
.

ددې نه پرته د حميد په ديوان کښې د ذال په پټۍ کښې يو شعر داسې هم شته چې په هغه چا شاعر د مضمون  دزدۍ، الزام لګولے وۀ لکه وائې
           
دانسته مضمون دزدى له بله نۀ کا            د حميد وئيل په خپله دى لذيذ

د الزام چا لګولے وۀ؟ معلومه نۀ ده خو د حسېن په ديوان کښې د لذيذ په رديف چې کوم غزل دے د هغه مقطع  دسره غائبه ده، يا خو دا ده چې حسېن د حميد پحقله سخته ژبه استعمال کړې ده او د ترتيب په وخت  ئې دغه شعر قلم زد کړے دے او يا چا کاتب قصدًا دغه شعر موقوف کړے دے اګر کۀ د حميد د جواب هدف نه دے معلوم خو دحسېن د مقطع غياب دا ښئې چې دا شخړه به د دې دواړه تر منځ راغلې وى

سيدحسېن له خدائے پاک وږد عمر ورکړے وۀ په صحيح معنو کښې هغه د رحمان بابا هم عصر وۀ او د رحمان بابا معتقد هم وۀ ځکه چې ګڼ شعرونه او مضامين ئې د رحمان بابا په خيالاتو اړه لرى، پاتې شوه  دا خبره چې حميد بابا دحسېن په مضامينو او قوافې طبع ازمائې څنګه کړې ده د پښتو ادب مئينان دا منى، چې رحمان بابا د حميد پېش رو وۀ، ولې بيا هم حميد بابا د رحمان بابا په ګڼو مضامينو او زمکو شعرونه وئيلى دى، زمونږ د دې ټول بحث حاصل دادے چې په پښتو شعر کښې د نکته دانۍ، موشګافۍ او باريک بينۍ سرخېل سيد حسېن وۀ، نۀ چې عبدالحميد مومندـ
حسېن په پيرۍ کښې خپل ديوان مرتب کړے وۀ د ځنو شعرونو نه ئې جوتيږې چې ديوان د هغۀ  په ژوند سر ته رسېدلے وۀ


د زړۀ موج ئې لکه سيند وسرته وخوت    همېشه لرى حسېن په لاس ديوان لوند
( ص ١٢٣)  سوز په سوز راباندې پورې سوزان شعر که   سرې لمبې مې نن بليږې په ديوان کښې ص٢١٠

لکه څنګه چې مونږ وړاندې ثابته کړې ده چې حسېن په 
١١٣١هـ کښې دا تياؤکالو په عمر کښې وۀ د هغۀ د يو شعر نه زمونږ د دې ادعا تصديق کيږې
.

هرهر سوزمې سروهى له زړۀ د مينې     په يوې حصې د عشق شپيتۀ اتيا شوم
  (ص ٣٠٧)

د حسېن د ديوان په مقدمه کښې همېش خليل صېب ليکلې  دى،


حسېن د خپل شاعرانه قابليت له کبله د حميد بابا، بيدل، شيدا او کامګارخان خټک په صف کښې د راتلو حق لرى، چې  د خپل خوږ طرز پرمعنى شعرونو او دلکشې وينا په وجه  ئې د پښتو شاعرۍ د يو نوى سبک د موئسسانو په لړ کښې شميرلے شو او کۀ چرې دا خبره ثبوت ته ورسى چې حسېن د اورنګزيب بادشاه همعصر وۀ نو بيا خو به ئې ارومرو د حميد بابا،کاظم خان شيدا او کامګار خان خټک د شاعرۍ او مکتبه فکر امام وګڼو.


دپورتنو اسنادو په رڼا کښې مونږ دا وئيلے شو چې حسېن د شاه جهان باچا په دور حکومت کښې  زيږېدلے وۀ، د اورنګزيب ټول عهد ئې د نظره تېر شوے وۀ او دجهاندار شاه د مرګ نه ورستو هم ژوندے وۀ، تر دے چې د سيد برادرانو زوال او استيصال ئې هم ليدلے وۀ، د اکتوبر
١٧٢٠ء نه ورستو ئې ديوان مرتب کړے دے او بيا په امازو ګړهۍ کښې د  اتياؤ کالو نه په زيات عمر کښې په حق رسېدلے دے .

کتابونه او حوالې  :     رحيم رحيم شاه،پښتوسالنامه پشتواکيډمى پېښور١٩٩٠ء ١٩٩١ء                                                                                     ص ٣٢ تا ٤١  ٢:                                                  ايضاً                          ـــــــــــــــ             ايضاً٣ :       حسېن    ديوان حسېن    پبلک ارټ پرېس پېښور  ستمبر ١٩٥٨ مرتب همېش خليل ٣٥٤٤  :                                               ايضاً                                                 ايضاً               ٥ :                                                ايضاً                                               ايضاً٦    :   قادرى   ميان ظاهر شاه   (اخون دروېزه بابا) مکتبه غوثيه مدېن  ٢٠٠٠ء ص  ٤٦٩  ٧    :                                            ايضاً                                               ايضاً ٨ :    کامل دوست محمد --   تاريخ مرصع   يونيورسټى بک ايجنسى     ١٩٧٤ ء  ( ١٢٤٩ تا١٢٧٠) ٩ :                                                ايضاً                                               ايضاً١٠ :               خليل هميش ديوان حسېن پبلک ارټ پرېس پېښور    ٣ستمبر ١٩٥٨ء (خاکه ص )   ١١:                 انشا ډاکټر سهېل    او علم پهلا قدم  يونيورسټى  پبلېشر  پېښور ۍ٢٠٠٩ ء    (ص ١٢)  ١٢ :   Ikramm  S M.Dr:History of Muslim Civilisation in India  ١٣:      Insti of Islamicculture Lahore1961.ps 496and498١٤:    بنوى قاسم (مرتب) ديوان عبدالحميد سرائے نورنګ بنون    (سنټر ندارد)    ص ١٣٧١٥:            ايضاً                                        ايضاً                ص ٢٩

Pushto Poetry