Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Page 4 Pasoon 2010

د غزل هېئت

ډاکټر محمد همايون هما

د غزل په هېئت د خبرونه وړومبے پکارده چې مونږ د هېئت د ټکى په معنى ځان پوهه کړو، دا د ا ردو ټکے دے،   چې معنى  ئې سبب او وجه ده، خو په اصطلاحى معنو کښې دا د انګريزۍ د( Form) هم معنى دے او د فارسۍ د ساخت او د پښتو د جوړخت سره سمون خورى. دلته کۀ مونږ د غزل د هېئت په ځائے د غزل رغوڼه ووايو نو مطلب به ئې نور اسان او زيات ساده شى د غزل د هېئت يا د رغوڼې نه  مراد دا دے چې د مشرقى ژبې د مقبول شعرى صنف غزل جوړخت يا شکل وصورت په کوم  ډول وى، د غزل د هېئت په حقله مونږ دا وئيلې شو چې کله دې صنف د عربۍ د قصيدې د تشبيب نه د غزل  شکل واخستو نو دهغى نه راپه د ېخوا تر اوسه د هغى په روايتى رغوڼه کښې هيڅ فرق نۀ  دے راغلے. وړومبى شعرته چې دواړه مصرعې ئې په خپلو کښې هم قافيه وى مطلع وئېلې شى،ورستى شعر ته چې  شاعر په کښې خپل نوم يا تخلص ږدى مقطع وائى او هر شعر  ئې په جدا جدا موضوعاتو اړه لرى،  ددے نه علاوه چې کومه قافيه اوکۀ رديف وى نو هم مطلع کښې يو ځل راشى نو تر مقطعى پورې د هر شعر په دوئمه مصرعه کښې د هغې استعمال ضرورى  شى،دلته  به زمونږ په خبرو کښې د راغلو  ټکو رديف او قافې کۀ  لوکوټې وضاحت وشى نو ښه به وى ځکه  چې  دا په شعرى اصنافو کښې پکاريدونکى بنيادى اصطلاحات دى، په ساده ټکو کښې  به دا ووايو چې قافيه د يو شان  اواز ټکو ته وئيلې کيږى لکه خان، ځان، نشان او ان وغېره. دغه رنګ رديف هغى ټکى ته وائى کوم چې  دقافې نه پس سر دباره کيږى اوس به مونږ دلته د رحمن بابا ديو غزل په رڼا کښې د غزل  دهيئت په تعريف يا وضاحت کښې د راغلو اصطلاحاتو مثالونه وړاندې کړو
 د رحمن بابا غزل دے

                   اعتبار به په دنيا کوے تر کومه             دارفتار به پس شا کوے تر کومه

دا دغزل مطلع ده ځکه چې ددې شعر دواړه مصرعې په خپلو  کښې هم قافيه دى  او په دواړو کښې پرله پسے د رديف شوے دے د دے غزل نور دوه شعرونه په دے ډول دى،
 
           څو به پټ له مرګه ګرځے سپينه ږيره        په روښانه ورځ به غلا کوے تر کومه
 
           دپيرۍ علاج په ډانګ په لوړنۀ شى        دغه  کار  به  په  عصا کوے  تر کومه
 
په دے غزل کښې دنيا، شا، غلا او عصا قافئې دى او ترکومه رديف دے چې  په هر شعر کښې د قافې نه پس بيا بيا راغلے دے  د غزل مقطع ده

 
         تۀ چې  پند وائے ناصحه  و رحمن ته      شکايت به تر قضا کوے تر کومه
 
په دے  ورستى شعر کښې رحمن چې شاعر عبدالرحمن ئى د تخلص په توګه پکار راولى راغلے دے نو دا به د غزل مقطع کيږى، نور به دلته دا خبره هم وکړو چې په غزل کښې د قافئې استعمال لازمى وى کۀ رديف په کښې نۀ وى نو په فنى لحاظ  داڅۀ چکس نۀ ګڼلے کيږى،  داسے غزل ته غېر مردف غزل وئيلے شى او شاعران داسې غزلې  هم  وائى، چې په کښې د رديف استعمال نه وى شوے د على خان يو غېر مردف غزل څۀ په دے ډول دے.

 د  اشنا د  بيــــــــــــلـــتانــۀ  لـــــه  ډزه   ډوزه         هسې  وسوم  لکه  وسيزى  څوک  دروزه چې سرې شونډې سبزخط ئې  راپه زړۀ شى         سر  تر پايه   سره  لمبه   شم  شنه   ډډوزه
 
دا چې  ما ته  نصيحت  کا  په  رموز کښې          خبر دار   نـــــــۀ  دے  د  مينې  له  رموزه
عاشقى په  قام کښې  نۀ  شى  على خانـــه           راشه  اوس  د  کــــور او کلى پسې  اوزه

په دے بيان کړى غزل کښې ډزه  ډوزه، دروزه، ډډوزه او رموزه قافئې راغلې دى او د رديف استعمال په کښې نۀ دے شوے  دا د غزل  هغه  تړلى منلى او روايتى هېئت يا رغوڼه ده، چې د غزل د وړومبى شاعر نه تردے وخته هر شاعر په  کښې خپلې جذبې او محسوسات  وړاندې کوى. کۀ  مونږ وګورو نو د شعر په  وېنا کښې يو اهنګ، موسيقيت او خوند محسوسيږى، د دې شعرونو په خپلو کښې  د وزن په لحاظ دايو شان والے د بحرونو  په وجه وى، دا بحرڅۀ څيز دے دا په اصل کښې د ټکو داستعمال  نه جوړه شوې هغه پېمانه ده، چې شعر پرې تللے کيږى او دا ترې معلومولے شى چې دا شعر په وزن کښې دے اوکنه،په عربۍکښې د يو څو ټکو په تکرار سره د اولسو نه تريوئشتو پورې پېمانې يا بحرونه ټا کلې شوى دى، د عربۍ، فارسۍ او د اردو ټوله شاعرى هم په دغې ټاکلې شوى  بحرونو کښې کيږى، خو په پښتو کښې د ټکو د مخصوص ساخت په وجه د پښتو شاعرى په دغې ټاکلى شوى بحرونو کۀ ممکن شى نو ګرانه  ضرور وى، په پښتو کښې منظوم کلام په سيلابونو سنجولے شى او دهغې نه د موزون او د غېرموزون کلام اندازه لګى، سېلاب ته په انګريزۍ کښې( Syllables وائى او سېلاب يو داسے ټکے  يا د ټکى يو داسے برخه وى چې د آواز په يو حرکت سره اداکيږى يا دا چې د وېنا په حال کښې کله مونږ يو ځل خلۀ خوزؤ نو د خلې دغه يو ځل خوزول سېلاب جوړوى د دې  وېنا نه زما مطلب زما مراد دا دے چې د غزل په هېئت يا رغوڼه کښې د بحر يا د وزن هم غټ لاس وى دا په شعرکښې موسيقيت اهنګ او خوندپېدا کوى، د هر غزل د وېنا دپاره به دسېلابونو يا بحر انتخاب ضرورى وى د غزل وړومبۍمصرعه چې په هر څومره سېلابونو کښې ووئيلے شى نو بيا به تر مقطعې پورې د هرې مصرعې هېئت هم په دغې سېلاب کښې وى. اوس به مونږ د حمزه د غزل دا يوه مطلع ولولو،

شکر دے زړګيه کۀ اقرارئې راته ونۀ کړۀ      کړى دى بهانې خو چې انکار ئى راته ونۀ کړۀ

دا غزل په پنځلس سېلابيز  بحر کښې وئيلے شوے دے يعنى د دې غزل هره مصرعه کۀ د سېلابونو په پېمانه و تللے شى نو دا به تر مقطعې پورې پنځلس سېلابه وى، مطلب د خبرې دادے  چې د غزل په هېئت  کښې د وزن چې بنيادئې بحر يا سېلابونه دى هم بنيادى کردار ادا کوى.د شعرى اصنافو په هېئت يا رغوڼه کښې د ډېر پخوانه تجربې  راروانے دى  کۀ مونږ دا ووايو چې غزل هم ددغې تجربو نه راتېر شوے دے نو دا څۀ عجيبه  معلوميږى ځکه لکه څنګه چې ووئيلے شو، د غزل خو يو ټاکلے شوے هېئت دے ابتدا ئې  د مطلعې نه وشى  د قافئې او د رديف په استعمال په کښې په مختلفو موضوعاتو يو څو شعرونه  وى او خاتمه  ئې په  مقطع کيږى، هم دغه د غزل روايتى هېئت دے نو بيا په دے کښې درغوڼې له مخه تجربه به څنګه اوڅوک کوى،خو داسې نۀ  ده  د غزل په هيئت کښې د  مطلعې، مقطعې او دمينځ د نورو خورو ورو شعرونو په يو مخصوص  انداز کښې وړاندے کوؤلو ته نۀ وائى،  نور هم داسې عناصر شته چې دغزل په هېئت  کښې لاس لرى په دې کښې د غزل وزن يا بحر د هغې اهنګ يا ترنم په غزل کښې د راغلو ټکو نغمګى، علامات، اشارات د هغوى رمزيت او ايماييت د قافيو او رديفو دلکشىاو په جمالياتى هنرمندۍ استعمال ددې هرڅۀ  په يو توله ګډون اومناسبه هم اهنګى د غزل په هېئت کښې يو ښائست راپېدا کوى

د رحمن بابا په غزل کښې د ټکو دا فنکارانه استعمال او د مخصوصو ټکودغه تکرار په هغې کښې چې کوم موسيقيت او ترنم راپېدا کړے دے هغه د لوستو سره تعلق لرى او دے ته مونږ په هېئت کښې يو ناوياته تجربه  وئيلے شو 
 

سر زما سامان زما،ځــــــــــار شه  تر جانان زما        ځار شه  تر جانان زما، سر زما سامان زما
 
  زيان زما، نقصان  زمــــا، واړه د يار هجر دے        واړه ديار هجر دے، زيان زما نقصان زما   مشک زمازعفران زماستادکوڅې خاورې دى       ستادکوڅى خاورې دى مشک زمازغفران زما
 
اوس دعلى خان په غزل کښې د يو ناوياته رديف په حواله دهېئت دا حسن وګورئ
  
لېلى    لـــــه  خياله  ښورى  سر تا قدم  له  نازه        مجنون څخه ځان ژغورى سرتا قدم له نازه
 
  پېشوازئى چاپې داردے زيورپرې کل انباردے    ټول ځان کا ستورى ستورى سرتا قدم له نازه
 
د على خان دا ټول غزل د بې شانه مترنم رديف  په  وجه  ټول  نغمه نغمه دے او دے ته مونږ د ټکو په  نبضونو پوهه د يو باکماله شاعر د فنکارۍ يو شاهکار وئېلے شو، د پښتو ټوله غزلى شاعرى د هېئت او معنې و مفهوم  له مخه  د داسې  بې شمېره  مثالونو نه برجکه  پرته  ده ــ

Pushto Ghazal