Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Page 3 Pasoon 2010

دين، سياست او پښتانۀ
 
اسرار د طورو
   د ځنې پښتنو ملګرو دا خيال دے چې دين اوسياست د يو بل نه جدا ساتل پکار دى.د هغوى دليل دادے چې دين اختلاف او جګړه پېدا کوى مونږ پښتانۀ  د قوم په حيثيت مسلمانان يو، دا يو حقيقت دے چې د پښتنو په ټولو قبيلو کښې يوه قبيله هم دعقيدې په لحاظ دکفر او شرک حمايت نۀ کوى کفر د الله د وجود نه، دالله دصفاتو نه، د پېغمبرانو او دالله او رسول الله صلے الله عليه وسلم دهداياتو تعليماتو او احکاماتو نه انکار ته  وائى او شرک الله پاک لره په ذات او صفاتو کښې شريک پېدا کول دى.   اسلام دالله پاک منل، دملائيکو د اسمانى کتابونو منل، درسولانو او دا چې د خېر او شر اندازې د الله د طرف  نه  وى او د مرګ نه پس د بيا ژوند منل او د الله او رسول الله صلےالله عليه وسلم احکام منل او په هغې احکامو عمل کول اسلام  دے، اسلام الله تعالے، رسول الله صلے الله عليه وسلم او د الله مخلوق سره په  امن اوسېدل دى.
  
رسول الله صلےالله عليه واله وسلم فرمائى د حضرت انس بن مالک نه روايت دے،
(په تاسو کښې يو سړے تر هغه وخته مومن نۀ شى کېدے ترڅو چې خپل ورور له هغه څۀ خوښ نۀ کړى څۀ چې هغه ځان له خوښوى.
 
او کما قال ــ بخارى او مسلم... 
د امن سولې او سلاميتا دين اسلام د ژوند يو مکمل نظام دے، چې د ژوند هره شعبه متاثره کوى. دا دين د جمات پورې محدود نۀ دے دا په ټول ژوند کښې پکار راځى، د اسلام روح پېژندل علم غواړى، د قران اولنے حکم د اقراء په لفظ رسول الله ته راغےـ د ليک لوست  د علم او قلم ذکر وۀ پکښې د علم حصول په هر مسلمان سړى او هره مسلمانه بىبى لازم دے. د علم دپاره څوارلس سوه کاله څۀ دپاسه اګاهو  رسول الله صلے الله عليه واله وسلم ان تر چينه د سفر کولو فرمان کړے وۀ. د اسلام عقائد او احکام زده کول ضرورى دى او د دې نه اخوا د ځان اوکائنات علم  زده کول غواړى، دعلمو نو او هنرونو دنيا ډېره لويه ده بلکه د علمونو بې شمېره نامعلومه دنيا ګانې هم شته، دعلم د يوې دنيا نه د علم بلى دنيا ته بلا لارې  تلې دى دا علمونه او هنرونه په دواړه جهانه کښې د کاميابۍ اسبابو ته د انسان لاسونه رسوى ـ
 
 ښېګړې ـــــ اسلام خپل بچى په دنيا او اخرت کښې په ښائسته نعمتونو نمانځل غواړى، دا دين د عالم انسانيت دخېر ښېګړې دپاره لار سموى د انسان د فلاح او بهبود هر کار ته خدمت وائى د اسلام د عبادتونو نظام د وګړو اصلاح کوى، پاکى پکښې پېدا کوى.. د بدو او ناکاره کارونو نه ئې لرې بيائى د انسانى مساواتو عملى تعليم ورکوى دا عبادات د الله او بنده تړون په مناسب انداز کوى ــ  د الله بندګى د بنى ادم او هر قسم مخلوق دبندګۍ نه  انسان بچ ساتى د حق، صداقت،ايمان او د نېک اعمالو اوصبر په لار ئې بوځى، د حاکم، خان، ملک، صدر، وزيراعظم  فوځى امر او ميا، ملا او پيرنه ورته خدائے نه جوړه وى.. د ابليس، ټګ، شېطان د شر نه ورته د پناه غوښتو تلقين کوى.

سياست........مونږ د اولس  خدمت ته وايو ــ  تس نس اولس راجمع کول او هغوى د ازادۍ، خوشحالۍ او ترقۍ په لور بوتلل سياست دے، واک اختيار تر لاسه کول چې دقام د پاره  اسانى او د حفاظت ماحول او اسباب پېدا کړې شى ـ  هم خدمت دے ـ د قوم مشر د هغوى خادم پکار دے ـ تاسو وګورئ  د پښتنو د خدائى خدمتګارو د حزب موسس او ليډر باچا خان د خپل کتاب  ــ زما ژوند او جدوجهدــ  انتساب دپښتو ژبې د ملى شاعر فضل محمود مخفى نظم ته کوى، دا نظم د پښتون قام د اتحاد يوه منظومه دعا ده، شاعر خدائے ته زارى کوى چې دا قام  اباد او ودان کړى، باچا خان وائى (د محفى صاحب دا نظم زما د ژوند فکرعمل او جدوجهد  رېښتونےملګرے دے)   د بابا دا جمله د اصلى پښتون راهنما دقام او دين تړون ښائى هغه د دې کتاب په مخونو ٤ ، ٥  د خپل پلار ذکر کوى ليکى چې هغه... مونځ ګذار، پرهېزګار اوسوله دوست سړے وۀ  دا اسلامى امتيازات يادونکې، اسلامى قدرونو قدردان وۀ، هغه د خپل کتاب په  مخونو ٧، ٨، ٩، د سيداحمدشهيد او دمولانا اسماعيل شهيد ذکر کوى ليکى...څومره د افسوس خبره ده چې سيد صاحب دپښتنو په ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوئ سره ننګ ونۀ کړو، چې سيد صاحب سکهان د پښتنو دخاورې نه  واېستل نو دافغانستان حکومت سيد صاحب ته ووئيل چې اوس دا ملک مونږ ته پرېږده ـ ( ص ٨، ٩)  باچا خان د افغانستان دحکومت او يار محمد خان اقدام ته بې ننګى وائـى افسوس پرې کوى او هغه چاربېته ياده وى.. چې يو پښتون شاعر پکښې سيد صاحب ته دعا کړې ده..
 
            روان شو يار محمد سيد اوباسى دپنج تاره      سيد له  برې ورکړې الهى پروردګاره   

خلق  باچا خان ته قام پرست وائى.. که هغه قام پرست وے نود افغانستان او يارمحمد خان تائيد به  ئې کړې وۀ. خو نا دا حق پرست پښتون راهنما قام دوست مسلمان راهنما وۀ. هغه زياته کړې ده چې ـ ـ ـ  ددې علاقو د پښتنو همدردى د سيد صاحب سره وه. دۀ غوښتل چې ملک کښې شريعت نافذ کړى او د شرعى قانون سره سم د خور او لور ولور بندکړى ـ  باچا خان د غلطو رسمونو خلاف وۀ هغه په دې خفه وۀ چې  د ګناه او ثواب په حقيقت څوک پوهــه نه شو ل.( مخ ٤١) هغه واضحه کړې ده چې کۀ ښۀ کوے هم دځان دى او کۀ بد کوے هم د ځان دى. کۀ ښه کوے دنيا به دې هم اباده وى او په اخرت کښې به دې هم په کار شى او کۀ بد کوے په دنيا کښې به ذليل فقير او خوار ئې او په اخرت کښې به درته عذاب وى ـ
 (مخ ٤١)
   هغه په مخ ٨ ليکى چې د شريعت دنفاذ او غلطو رسمونو د اصلاح په کارخانان او مليان خفه وو نو دپښتنو او مسلمانانو په دې همدردانو ئې د وهابى فتوى او لګوله وائى.په پښتنو کښې قومى اوسياسى شعورنۀ  وۀ نو دبريلوى صاحب او د دۀ د ډلې په ضد راپورته شول څۀ ئې مړه کړل او څۀ ئې په اباسين هزارې ته پورې وېستل ـ د هزارې ځنې مسلمانانو په ځائۍ د دې چې د بريلوى صاحب مرسته وکړى ــ سيکهانو ته  ئې مخبرى وکړه، سيکهان راغلل او باقى مانده هلته دسکهانو د لاسه تالا ترغه شو،سيد صاحب او اسماعيل بالاکوټ کښې شهيدان شوى ـ  

دا اقتباسات ثابته وى چې پوهه او ناپوهه ټول پښتانۀ دين منى نو د دوئ  د سياست نه دين  نه شى جدا کېدے او چې دين ترېنه لرې کړے، نو خود غرضه به د اقتدار او معاشى مفاداتو دپاره نور زيات فريب او ظلم کوى ـ په دين قوم پوهه ول پکار دى، دين اختلاف نا مينه پېدا کوى ـ
                                               
د ابوموسى اشعرى په روايت  د رسول الله صلے الله عليه وسلم فرمان دے،چې
 (اطعمو الجايع وعودوالمريض وفکوالعانى ـ) اوږى ته ډوډۍ ورکړه.. د مريض تپوس وکړه او بنديوان خلاص کړه، دا کار کۀ  فرد وکړى نو هم ورسره مينه پېدا شى او کۀ دا کار يو حکومت اوکړى نو هم ورسره د قوم محبت پېدا شى، داسلام په اولنى دور کښې چې رسول الله صلے الله عليه واله وسلم او د هغوى خلفاؤ خصوصًا حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رعايا د طعام او نورو بنيادى ضرورتونو انتظام کوو نو ترقى او خوشحالى وه جنګ او اختلاف خو ذاتى اغراضو پېدا کړل.. باچا خان په مخ ٣٦ ليکى د اسلام پېغمبر صلے الله عليه وسلم په مدينه کښې دجمهوريت يوه روښانه ډيوه بله کړې وه. بيا وائى  په ټوله دنيا کښې تياره وه، مګر په مدينه منوره کښې د دموکراسۍ ډيوه بله شوه، د جمهوريت دا ډيوه بله پاتى نۀ شوه  دا ډيوه بلول او بله ساتل ضرورى دى باچا خان په مخ  ٣٧ ليکى..  د اسلامى خلافت دموکراسۍ او قومى حکومت دتاسيس دپاره پېغمبر صلے الله عليه داله وسلم او د هغۀ اصحابو ډيرې هلې ځلې او جدوجهد کړے وۀ ډېرې قربانۍ ئې ورکړى دى. ډېر زحمتونه ئې ګاللې وواوس  بايدد باچا خان همنوا دپېغمبر صلے الله عليه واله وسلم او دهغه د اصحابو دا دينې سياسى عمل جارى اوساتى باچا خان په مخ ٣٨  د حضرت امام حسين عليه السلام د قربانۍ ذکر کوى وائى،     :مونږ پښتانۀ دامام حسېن ډېر قدر او عزت کوو او په مونږ ډېر ګران دے ځکه چې دې د رسول الله صلے الله عليه وسلم نمسے وۀ او په هغۀ ډېر ګران وۀ بله دا چې امام حسېن هم د حق او جمهوريت دپاره راپاڅېدلے وۀ او مونږ هم  د خپل حق او جمهوريت  دپاره  راپاڅېدلى يو، هغه  هم مظلوم وۀ او مونږ هم مظلومان يو، هغه هم دظلم سره دمقابلې دپاره رااوچت شوے وۀ او مونږ هم  د ظلم سره د مقابلى دپاره راپورته شوى يو، هغه هم مسلمانانو ته د جمهوريت حق ګاټه اومونږ هم مسلمانانوته جمهوريت ګټو هغه هم دامن دپاره کار کوۀ او مونږ هم د امن دپاره کار کووــ  د حضرت امام حسېن رضى الله عنه جدوجهد او قربانى د اسلام د احياء دپاره وو ديزيد دپاره د امير په ژوند بيعت اخېستل څنګه وو.؟    

ډاکټر حميدالدين صاحب په تاريخ اسلام  ص
١٨٧ ليکى ــ اس غير شرعى بيعت کو وه کسى قيمت پر بهى تسليم کرنے کو تيار نه تهے ـ
  د حضرت امام حسېن علېه اسلام اقدام د دين او شريعت د اصولو مطابق وو نو هر کله چې باچا خان د حضرت امام حسېن رضى الله عنه مداح دے نو د هغۀ قام به څنګه سياست د دين نه بيل کړى، باچا خان يو صادق پښتون وۀ هغه د دروغو او ټګۍ برګۍ کاروبار او سياست ته غاړه نۀ کېښوده د اسلام په نوم سياست دپېرنګى په حکمت عملۍ د انګريزانو اېجنټانو کولو ـ دا د ګېډۍ ياران د اسلام په نوم کټوۍ باندې کړى ـ دين، مذهب او نظريه  نۀ لرى د اقتدار د مردارې مچان وى.

باچا خان ليکى
  د دې دنيا تاريخ خو زمونږ په وړاندې پروت دے چاته چې مذهب راغلے او هغوى منلے او عمل  ئې پرې کړے دے په دې دنيا اباد شوې دى، د عزت خاوندان شوى دى دخپل حکومت خاوندان شوى دى د خوشالۍ او امن  ژوند ئې نصيب شوے دے تاسو عربوته وګورئ چې د اسلام  نه مخکښې دهغوى څۀ حال وۀ او چې  اسلام راغے او عمل ئې پرې وکړو دهغوى  څۀ حال شو د اسلام په وجه دوى د حکومت دولت او عزت خاوندان شول. ( ص ١١٨  ،  ١١٩ )   اوس دې دغه پښتانۀ دانشوران غور وکړى چې هر کله د اسلام په وجه عرب د حکومت،  دولت او عزت خاوندان شول نو مونږ  من حيث القوم  مسلمانان پښتانۀ څنګه دين او مذهب  د سياست نه جدا کړو. ښه خبره خو دا ده چې د الله تعالى او محمد رسول الله صلے الله عليه واله وسلم دين په صحيح شکل کښې په ځان په قام، قبيله او په سياست کښې راولو چې دمنافقت د تيارو نه د صداقت رڼا ته اوځو چې ښاد او اباد شو
..
            هم  په  دا  ئې د نغمې  اثر پېدا  شۀ      چې په تشه ګېډه صبر د رباب  دے    رحمان بابا

Pushtun Nation