Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Page 2 Pasoon January 2010

د باچا خان مدرسې جوړول

( د فخر افغان خان عبدالغفارخان باچاخان ددويشتم  تلين په مناسبت.)..........    اداره      

زۀ په مشن سکول کښې د خپل هېډماسټر وګرم او دهغه د ورور ډاکټر وګرم نه ډېر متاثر شوے وم، د هغوى قربانيو راباندې ډېر اثر کړې وۀ، زما هم دا خيال پېدا شوے وۀ چې ددې قام او وطن خدمت مې وکړې، په دغو ورځوکښې زمونږ د قام دجهالت  په وجه ډېر بد حالت و. نۀ د حکومت له خوا څۀ انتظام  وۀ او نۀ د قام له خوا د تعليم کولو هيڅ  انتظام نۀ وۀ او کۀ په کوم کلې کښې به پرائمرى سکول وۀ هغې ته هم ملايانو څوک نۀ برېښودل نو ما غوښتل چې د پښتنو د بچو د تعليم دپاره په ملک کښې د اسلامې مدرسې جوړولو کوشش وکړم او حپل ژوند به په دې خدمت کښې تېروم، په ١٩١٠ ء کښې ما او مولوى عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کښې  جوړه کړه او دنورو مدرسو جوړولو دپاره مو په نورو علاقو کښې دوره شروع کړه د خلکو توجه مې د علم طرف ته کړه او دپښتنو په زړونو کښې مې د علم د ضرورت احساس  پېدا کړ. او دغه شان مو ورو ورو په مختلفو علاقو  کښې  د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کښې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې زمونږ کلې ته نزدې  د مفتي اباد نه خلک راغلل، چې تۀ راشه مونږ دلته يوه مدرسه جوړوو زۀ لاړم خلک مې راټول کړل د علم د ښېګړو په باره کښې مې ورته خبرې کولې په دې کښې يو ملا راغې چترالې (چترال زمونږ د اتمانزو د کلى په مېره کښې يوه بانډه وه)  ملا به ئې ورته ويل د دۀ سره ټوپک هم  وۀ او کتابونه هم  ورسره وو، مونږ سلا مشوره کوله خبرې  مو کولې ملا صاحب پاڅېد او وئې ويل چې زۀ دا تعليم چې عبدالغفارخان شروع  کړے دے نۀ منم او نۀ داتعليم دے او هغه ويل چې  په دې مدرسو کښې کوم  کتابونه  لوستل کيږى  نو په هغو  کښې دى چې (ايک کتا بهونکتا هے)  يعنې يو سپے غاپى او په بل کتاب کښې ليکلى چې (
 
A big fig) يعنې يو غټ انځر ـ دا څۀ دى؟  دا علم دى؟ ـ

نو زۀ راغلے يم د دۀ سره فېصله کول غواړم چې په کتاب راسره فېصله کوى کۀ په ټوپک؟ ما ورته وويل چې ته ښۀ پوهيږے چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او دغلته چې ته اتمانزو ته ځے زما يو تربور دے چې محمدخان ئې نوم دے هغه ته د ټوپک نوم واخله نو پخپل ځان به پوهـ شے،چې تۀ څومره سړے ئې، ملا صاحب علم خدائے او رسول په مونږ مسلمانانو فرض کړے دے او چې تاسو خلک ددې انګريزى مدرسو نه منع کوئ نو پکار دى چې هغو له په خپله، خو د تعليم انتظام وکړئ نو چې تاسو هم ورله څۀ انتظام نۀ کوئ او مونږ هم د دوى د خدمت نه منع کوئ نو ددې قام دې خدائے مل شى.


پښتون يو ژوندے قوم دے دقوميت او قربانۍ ماده هم په کښې شته خو راويښول غواړى قومونه خو تش په کف وچف نه رابېداريږى، د قومونو د ژوندى کولو او بېدارولو دپاره داسې کسان په کار وى چې بې غرضه وى،ديانت دار وى،ايماندار وى او دخدائے دپاره د خپل قام خدمت ته تيار وى، چې داسې کسان په کوم قوم کښې پېدا شى نو دهغوى په کوششونو هغه قام کښې مينه، محبت ،همدردى، ورورې او عزيزولى پېدا شى، هغه قام اباد شى مونږ بې همتو او خودغرضوخانانو، ملايانو او باباګانو تېارې ته کښېنولې يو، ځکه خوزمونږ  دقام دا حال شو کۀ چېرې دا کارونه په تش کف او چف وظيفو اودعاګانو کېدلے شوے نو زمونږ خپل رسول به دومره کړاوونه ولې کول، دومره قربانۍ ورکولې، تکليفونه  او مصيبتونه به ئې تېرول خو دجماعت په ګوټ کښې به ناست وے دعا به  ئې کوله، دهغه په شان دعا دچا کېدى شوه.؟ کار به کېده قام به ابادېده، خو خبره داده چې بې عمله دعا د خدائے په نزد نۀ قبليږى په دې کښې د پښتنو څۀ ګناه ده.؟ دوى ته چې هر چا جونګه جاړه اچولې ده، دوى ورته راټول شوې دى شکرانې ئې ورکړې دى، دهغوى په مخ کښې ئې منډې وهلې دى خدمتونه ئې ورته کړې دى،ملکانې اوسېرې ئې ورکړې دى تردې چې خوېندې لوڼه ئې هم ورکړې دى،خو هغوى دابدبختان په هغه دين هم نۀ دى پوهه کړې هغوى داګمان کاوه دا زمونږ ددين اودنيا نجات دهنده دى،خوددوى سره نۀ ددين غم  وۀ او نۀ د قام هغوى سره خپل غم وۀ هر څه  ئې خپل ځانته کړى دى، قام وطن او دين ته ئې هيڅ نۀ دى کړى ـ


زمونږ دسکولونو مخالفت ملايانو شروع کړۀ او ويل به ئې چې په دې کښې اردو ويل کيږى، اردو يوه بهانه وه،ګنې د جماعتونونه زمونږ په سکولونو کښې دينى تعليم هم زيات وۀ اوهم په ښه طريقه وۀ او هم ورسره دينې تربيه وه دوى د مونځ معنى چاته ښودلې نۀ ده او مونږ په زرګونو بچو ته د مونځ معنى ورزده کړې ده. خبره داوه چې دا زمونږ مخالفين چې وو ددوى خو په اسلام څۀ کارنۀ وۀ  ګنى اسلام خو علم په نر او ښځه فرض کړے وۀ او دا ئې ويلې دى چې په علم پسې ان تر چينه لاړ شئ، چين کښې خو منيه،خلاصه او دعربۍ علم نۀ وۀ د اسلام خو دعلم دحاصلولو غرض وۀ. کۀ دا ملايان رښـتيا په علم مئين وے نو دوى به زمونږ ملاتړ کړے وے، دوى خو دا فکر کاوه کۀ پښتنو کښې علم او پوهه راشى زمونږ دکان به سوړ شى او دې ته  ئې فکر نۀ کاوه کۀ په پښتون قوم کښې علم راشى قام به ترقى وکړى، او چې قام ترقى وکړى مونږ به هم ترقى وکړو دوى خو دقوم نه جدا نۀ دى، د دوى نه بيا لا خانان ښۀ وو، ځکه کۀ په قام کښـې پوهه راتلله نو خانۍ ته ئې هم نقصان رسېدۀ خو خانانو مخالفت خو لاپريږده چې وئې نه کړ، بلکې زمونږ ډېر امداد ئې هم کړے دے مونږ  به ملايانو ته ډېره تسله ورکوله چې کۀ دا قام ترقى وکړى تاسو به هم ترقى وکړئ خو د هغوى په دماغ کښې دانۀ راتله چې ګوندې پښتون قام او ورسره مونږ ترقى کولې شو دوى دومره د تيارخورۍ او بېکارۍ عادت شوې وو چې د جدوجهد ماده په کښې پاتې شوې نۀ وه.( زما په ياد دى چې يوه ورځ په سيوا ګرام کښې د ګاندهې جې سره ډېر خلک راجمع شوې وو، د پراتنې  نه پس هغه خلکو ته دا خبره وکړه دا نن چې مونږ غلامان يو او د ذلت ژوند تېروو دا ځکه چې مونږ ډېره لويه ناشکرى کړې ده او د خدائے په نزد ناشکرى ډېر لوے جرم دے مونږ ځکه په مصيبت مبتلا يو چې خدائے لاس او پښې راکړې دى او مونږ ورنه کار نۀ اخلو اومونږ مذهبى ډله يعنې برهمنانان تيارخوارۀ او بېکاره شوى دى د دې نعمت د کفران په وجه د خدائے له طرفه په مونږ دا لعنت نازل شوے دے، په ګيتا کښې ئې راوړى دى چې څوک کار نۀ کوى او خوراک کوى هغه غل دے.)

په دغه وخت کښې قام د ملايانو او باباګانو په جال کښې ګېر وۀ او دهغوى د اثر لاندې د بل چا اثر ئې لا نۀ ومنلې او يو قام هله د چا اثر قبلوى چې اثرواله په کښې پېدا شى،کله چې ملايانو زمونږ د مدرسو مخالفت شروع کړو نو دخپلو مدرسو دپاره مونږ د ترنګزوحاجى صاحب سرپرست وټاکۀ نو په دې طريقه مونږ څۀ نا څۀ د ملايانو د تخريب نه بچ شو د حاجى صاحب په وجه مونږ ته په دې کارکښې ډېره کامي
ابى حاصله شوه، حاجى صاحب يو مصلح بزرګ وۀ او د نورو باباګانو غوندې نۀ وۀ دا ئې لوې صفت وۀ چې د نورو باباګانو غوندې  چا ډايريکټ يا ان ډايريکټ په بيه نۀ شو اخستلې، پرنګى په دې کار کښې ډېر استاذ وۀ، هغه د مسلمانانو د راګېرولو دپاره مسلمانان ساتلى وو هيڅ ملا او بابا ترې بچ کېدې نۀ شو،دغه يو حاجى صاحب ترې خدائے ساتلې وۀ، زمونږ د مدرسو په مخالفت کښې هم د پېرنګيانو لاس وۀ، کۀ څۀ هم دملايانو په کښې خپل غرضونه هم ووـــ
                             
د باچاخان د کتاب  زما ژوند او جدوجهد نه انتخاب)

Pushto language Education