Page 1 Pasoon January 2010
خپله ژبه...........ماسټر
عبدالکريم
هــر
څوک د خپلې ژبې پت
لرى، ورسره مينه
محبت لرى
پکښې علمونه
لياقت لرى، په دې
کښې خط وکتابت لرى
په
پښتنو باندې ده
خپله ژبه ګــــرانه
نۀ ئې ليکون
دے
زړۀ مې د غم په
تبرغوڅ شو ناګهانه ګران
مې ژوندون دے
(فضل محمود
صاحب مخفى)
د بابا ادم نه په
راايسته بنيادم په خپل
کړۀ وړۀ او د زيست روزګار
په سرشتو کښې هرڅومره
مخ تګ چې کړے دے. د هغه ژبه
يو داسې شے دے چې هغه د هرڅۀ
نه لويه او پلنه لمنه لرى
ځکه چې هم دغه ژبه ده چې
د دۀ پرې درست وګړى ته ځان
اوښودۀ او ماته خو دا تش
د هغۀ د ژبې برکت ښکارى
چې زمکه .اسمان عرش. کرسۍ
او ستورى. سپوږمۍ پرې دۀ
ځان ته بيل بيل او
نوم په نوم لکه د نمرڅرګند
کړل او دا دومره اسان کار
هم نۀ وۀ څومره چې مونږ
ته ښکارى. دې پسې دۀ ډېره
موده لوې لوې لارې کچ کړې
دى او اوږدې مزلې پرې پسې
وهلې دى. کله پرې پسې د اومې
زمکې زړى ته ښکته شوے
دے. څۀ بهيدونکې شان له
شے ئې رااوکښلے
دے او نوم ئې ورته تېل اېښودے
دے کله دسمندر وېخ کښې
غوپه شوے دے په دغه چپه
چپيا کښې ئې د سمندر
چپو سره مخ په مخ څپېړې
وهلې دى د سيپۍ سينه ئې
څېرې کړې ده. يو بې بها غوندې
څيز ئې ترېنه رااوکښلے
دے او په خپله ژبه کښې ئې
ورته ملغلره وئيلې ده.
دباد په شا سور اسمان
ته ختلے دے او ځان
سره ئې د ستورو سپوږمۍ
سوغات راوړے دے د غرۀ د
سر نه ئې اوبه راخلاصې
کړې دى. درانۀ درانۀ پلونه
ئې پرې ګرزولي دى. اوسپنه
ئې په اوسپنې پورې
مږلې ده. د اور لمبې
ئې ترې نه رابيلې کړې
دى. بيا ئې دسيمو په تار
دننه ګېرې کړې دى. کور
په کور او کلى په کلى ئې
ګرزولې دى او وئيلے
دې ته به برېښنا (بجلى) وئيلې
شى يو ښيرازه بوټے ولاړ
وۀ د چرته نه د مستو
وږمو ډک باد راوالوت دغه
څرانګو له ئې د ښائست
په ټال يوه اوږده ټالۍ
ورکړه. ناګهانه دبوټى
په سر نو خېزه غوټو تا وکړله
چې د دنيا جهان ښائست
پکښې پټې سترګې خوبولې
پروت وۀ. نۀ پوهېږم چې څوک
راغے او دکومې راغے چې
په نرواو پستو ګوتوئې
دغه غوټۍ و تختولې غوټې
اولټېدې بيا ئې خمارې
سترګې راپورته کړې او
چې ځان ئې خندا ته جوړو
نو دۀ ورله زر نوم ګل کيښودۀ
لنډه او اوږده دا چې خداے
پاک تشه يوه دنيا جوړه
کړه ولې دۀ ورله د خپلې
ژبې په زور بې شمېره نومونه
ساز کړل.څومره چې وخت تېرېده
د ادم او حوا بچوړى په غونډه
زمکه کښې خوارۀ وارۀ شو
ځوئے پلار، پلار نيکه
او نيکه ټر نيکه شو نيکانې
پلرګنې او پلرګنې خېلونه
شول، د خېلونو نه زيلۍ
جوړې شوې او د ګڼو زېلو
نه پښې او د ډېرو پښو نه
قامونه رغ شواو د زمکې
په مخ بيل بيل قام ځان له
ټيکوڼه ونيوله او کوم
قام چې په کوم ځائے ټيکاؤ
شو ژبه ورسره سمه تاؤ شوه
ځکه خو نن مونږ ګورو چې
سړے هم هغه يو سړے دے
ولې ګړيږى په څومره ګڼو
ژبو، کښې هسې هم د ژبې شل
لړه دى او ده هم لمده په
اسانه تاويږى. نو ډېر زر
د ژبې په لاس د زمکې وېش
وشو او چې په کوم ډګر کوم
وګړى کومه ژبه وئيله هم
په هغه ژبه ياد شولکه
پرانسے.پېرنګے (انګرېز)
جرمنے،ترک،عرب،چين ،جاپان،
سندهے، پنجابے، بنګالے
او پښتون ډېر زر ژبه د قامونو
د ژوند ساز و سامان اوګرزيده
او دقامونو مرګ او ژوند
هم د هغوى دژبې په مرګ او
ژوند پورې کلک اوتړلے
شو کۀ چرې مونږ د قامونو
د ژوند حال زده کړو نو پوه
به شو چې تشه ژبه ورکښې
يو داسې شے دے چې خپل ځان
خو پرېږده خپل قام خپله
زمکه او خپلې د زيست روز
ګار سر شتې (تهذيب تمدن)
ئې د هره قسمه نرمو ګرمو
نه ښۀ په نره ساتلى دى،
نه ئې د چا تهذيب ته
سر ښکته کړے دے او نه
ئې د چا تمدن په سر سور
کړے دے کومو قامونو چې
خپله ژبه چا ته پرېښې نۀ
ده نو هم په هغه خپل وطن
کښې روغ رمټ پاتې شوې
دى،ولے چاچې خپله ژبه
بل ته پريښې ده، نوخپله
قامولى ئې ورسره سمه بائللې
ده لکه ايران چې خپله
ژبه ټينګه او ساتله نو
نه ورته يونانيانو پورته
وکتلې شو نۀ عربو معرب
کړې شو او نۀ پرې د رومته
الکبرى سورے وشو، منم
چې کله په پرې سکندر
ورغے کله به ترې نه
عرب د يو سر نه بل سر ته ووتل
او کله به پرې د روم قېصر
دي سترګې ورپټې کړې، خو
چې د سکندر د سورو دوړې
به کښېناستې د عربو تاختونه
به غلى شو او د روميانو
د ټوپو زونډى به پنا
شو نو ايران به هم
هغه زوړ ايران وۀ. ولې
د ميانوالى پښتنوچې خپله
ژبه هېره کړه نو په
ډېره لږه موده کښې د پښتنو
د عزيزدارۍ نه ووتل، د
قامونو تر منځ نۀ غر
بريد کيدے شى او نۀ سمه،
نۀ اوچه د يو بل نه بيلتون
راوستې شى او نۀ لمده
يوه ژبه داسې څيز دے او
د قامونو تر منځه يو
داسې د ډيورنډ کرښه ده
چې هيڅوک ئې نۀ شي ورانولې
نن يو بنګالے په دې راز
پوه وۀ ځکه خو ئې بنګالى
دپاکستان سرکارى او دفترى
ژبه په حکومت ومنله او
ځان ئې د اردو په لاس د ورکېدو
نه وساته.
ځنې خلق
يوه ډېره غټه ناپوهي
دا کوى چې لکه د ژبې مذهب
هم په تهذيب او تمدن پورې
او تهذيب تمدن په مذهب
پورې تړى، خبره دا ده
چې هره ژبه ځان ته د
زيست روزګار خپلې سرشتې
خو لرى ولے مذهب يو
داسے عالمګير شے دے چې
د تهذيب تمدن د ټولو قدغنونو
نه ازاد دے،
مذهب خو اصول
لرى او د ژوند ژواک داسې
سر شتې دى چې د دنيا جهان
تهذيبونه پخپله لويه
لمنه کښې راغونډولے شى
دا هيڅ کله نۀ شى کيدې چې
د يوې ژبې او يو قوم
تهذيب تمدن به راپاڅى
او د مذهب نه به کرښه راتاو
کړى. کۀ خدائے مۀ کړه داسې
وشى، نو د مذهب هغه عالمګيريت
به تاﻻ ترغه شى او هغه مذهب
به څۀ مذهب وى چې هغه دې
څوک د وطن په بريدونو،
لا تهذيب تمدن په پټکو
وتړلے شى هم په دغه سوب
مذهب کښې ورورولى (اخوت)
شته قامولى (قوميت)
نشته، تاسو نۀ ګورئ چې
عرب عجم (ايران) شام، حجاز،
مصر او افغانستان سره
ددې چې په مذهب سره
يو دى او د خدائے فضل دے،
مسلمانان دى، ولے ځان
ته خپله بيله بيله
قامولى لرى او هم په دغه
نښونښانو پېژندې شى
و جغلناکم
شعوبًا وقبائل لتعارفو..
څۀ وخت چې قامونو د مخ تګ
دپاره دسيالۍ په ډګر
زغاښت راواخست نو سمدستى
ترې نه د پرې کبډى جوړه
شوه زښت ډېرې ډلې جوړې
شوې انبارې پکښې لاندې
او باندې شوې خو زيات
پياوړے پکښې هغه قام
اوختو چې تېرۀ ژبه ئې
لرله د تېرې او ژوندۍ
ژبې علامې د يوې ژبې ليکوال
ګڼلى شى، انګريزۍ ژبې
ته نۀ ګورۍ د زړې دنيا
يوه پسه ژبه وه خو چې
شېکسپېر، کيټس، ټينس
سن، برک، ورډزورتهـ او
دغه رنګې نورو ښاغلو ورله
سرڅڼه وکړه، نو يو نوې
ژوند ئې پکښې ورواچوۀ،
يوه ژوندۍ ژبه ئې ترېنه
جوړه کړه، زړه دنيا څۀ
چې نوې دنيا ته پرې پسې
ورپورې وته ځان سره ئې
د ژوند ژواک او زيست روزګار
خپلې سرشتې پورې ايستلې
او دغه ده نن دغونډې دنيا
نه باج اخلى
پښتو ژبه
چې د کالونو يوه زړه او
درنه ژبه ده چې پوهان ئې
د سنسکرت مشرۍ خور منى،
ولې چې چا ئې پلو د مخه
لرې نۀ کړۀ او هغه شان يوه
پټه خزانه ده چې پرته ده
ډېرې لږې ورځې کيږى چې
خپلو پښتنو به ورته
سپک کتل او دا نن چې ځانونه
د پښتو داسمان روښانه
ستورى ګڼى هم دوى به ترې
مخ اړوۀ او وئيلې به
ئې چې پښتو يوه زړه
تنګه ژبه ده او علمى ژبه
خو ترېنه هډو جوړيدې شى
نا، زمونږ د مکتبونو د
شاځلمو په ژبه د پېرنګى
سنډا پښه ايښې وه او دينى
طالبانو له به پارسۍ او
عربۍ خوند ورکولو، اولس
نۀ په دې پوهېدۀ چې نن زما
د :وائف ډيتهـ وشو: او
نۀ په دې د چا غوږ ګرېدۀ
چې الله تعالى جل جلاله
وعمن واله ورته په شان
لائقه سره وفرمائيل،
ولې پښتو ژبه به د
پښتون
اخبار: تر دې احسانه ورنشى
چې يواځې ددې ځائے په پښتنو
نا په هر چا ئې پاس اسمان
کړه، نن په پښتونخوا کښې
د پښتو ژبې ګڼې ادبى جرګې
جوړې دى او هغه خلق چې ځان
به ورته په پښتو ژبه کښې
په ليک ښکل بدى ښکارېدۀ
هم هغه ترېنه ولاړ ځاريږى
د پښتون اخبار نه اګاهوخو
چې به چرته دپښتو ادب
خبره شوه نو مونږ به په
زړه شخوند وواهۀ او
رحمان، خوشحال، حميد،
کاظم خان او لوے احمد شاه
به مو وستائيل ولې دا
خبره به بې ځايه نۀ وى کۀ
زۀ ووايم چې نن دپښتون
اخبار له برکته مونږ
په عبدالاکبر خان اکبر،
محمد اکبر خادم ،احمد
شاه شاه، سمندرخان سمندر،
عبدالخالق خليق، امير
حمزه خان حمزه ،محمد شاه
خان صاحب خيال، فضل حق
خان شېدا، سيدرسول صاحب
رسا، خان عبدالغنى خان
غنى، اجمل خان اجمل، محمد
اسلم خان شرر، ولى محمدخان
طوفان، عبدالمالک خان
فدا، فضل الرحيم خان ساقى،
امير نواز خان جليا، ايران
شاه بايزو، على حيدر
خان د سمعېله، شادمحمد
خان او په داسې نورو نوموړو
باندې کږه کېښودې شو،
په کشرانو کښې دوست محمد
خان کامل، افضل خان بنګښ،
سيدميرمهدى شاه مهدى،
دواړه قلندران (محمود
قلندر او حبيب الرحمن
قلندر )مفتون صاحب، مقيد
صاحب دټل ،نصرالله خان
صاحب نصر او حسين بخش صاحب
کوثر دډېرې ستائنې وړ
دى. په زناناؤ ليکوالو
کښې پښتون اخبارزمونږ
پېژندګلو د احمدى بانډې
يوې خورالف جانې خټکې
سره هم کړې ده دغه ميرمن
د پښتو ادب په حقله به ټول
عمر دپښتنو د سر ګل وى
د پښتون
اخبار نه پس اولسى ادبى
جرګه او ادبى ټولى دواړو
د پښتو ژبې ډېره پالنه
کړې ده او لويه کارنامه
ئې دا ده چې کومه ډيوه
پښتون اخبار بله کړې وه
هغه ئې بله په بله وساتله،
د پښتو ټولنې نامه به
هم خواه مخواه اخلو ځکه
چې دې ټولنې د پښتو ژبې
د ليک ښکل د اسمان ګڼ ستورى
ځلولې دى چې عبدالحى
خان حبيبى، عبدالروف
خان بېنوا،صديق الله
خان رېښتين،قيام الدين
خان خادم، ګل باچا الفت
او ميراجان ځان سيال ورکښې
دسرخلق دى دا ډېره دخوشحالۍ
خبره ده چې د پېښور
په پوهنتون کښې ديوې
پښتو ټولنې (پښتو اکېډيمى)
ايره هم کيښودې شوه، يو
ډېر نامتو ليکوال او خوږمن
پښتون له ئې غونډواک
اختيار ورکړے دے ،دا
بيله خبره ده چې مولانا
صاحب عبدالقادر خان
لکه د مزرى د خپله زوره
خبر نۀ شۀ او د خپلې پوهې
او زده کړې نه ئې لا
تراوسه هيڅ کار وانۀ
خستو او ځان له خو يواځے
خدائے ښۀ دے کۀ دۀ
غوښتې د وطن دغه غونډ
ليکوال به ئې په خوا پورې
نيولې وې او په ډېره لږه
موده کښې به لکه د پښتو
ټولنې ډېره لويه پلټنه
شوې وه، خوداسې ښکارى
چې لکه مولانا صاحب
د پېښور پوهنتون(يونيورسټۍ)
په دغه انقلابى چم ګوانډ
کښې د پښتو اکېډيمۍ په
ځائے څۀ په نوره مشغولا
دے ځکه خو په دومره موده
کښې بې د يو کتابچې پښتو
اکيډيمى نه نوره د پښتو
ژبې د خدمت دروازه لکه
د توبې د ور لا هغسې پورې
ده، سره ددې هرڅۀ اوس
هم د اولس مولانا صاحب
ته سترګې دى او پوره ډاډ
دى چې دا د طمعې ځائے به
هيچرې خالى نۀ خېژى
په داسې وخت کښې چې د اردو
ژبې دومره اکېډيمۍ
جوړې شوې دى چې د اقبال
پکښې ځان له اکېډيمى
رسيدلې ده، بنګالې ژبه
خو ډېره وړاندې لاړه
هغه ده د سندهۍ ژبې اکيډيمى
په بينټ شاه کښې جوړه شوه
چې يواځې د شاه عبداللطيف
بهټايى په شاعرۍ به پلټنه
نۀ کيږى، د سندهيانو د
ژوند هر اړخ به پکښې
لټيږى نو چې
خال مې د ُکنډې په
مخ اوليد پېغلې
له ښائى چې څلور کېږدى
خالونه
ځکه چې کۀ ژبه
ده خو پښتو ده، ولې
د هغې ورور خبره کۀ
دا پل صراط هم لکه دا څنګه
چې ملا صاحب وائى چې د تورې
نه تېره او د وېښتۀ نه نرم
دے نو ابۍ خو پکښې جيګه
واخله،
يو بل شے هم
شته پښتو ژبه کۀ يو خوا
د شعر د ملغلرو نه ډکه پرته
ده نو بل خوا ئې تر اوسه
يو پياوړے ليکوال داسې
و نه زيږوو چې بارې
سترګې پرې خوږې شوې هغه
نصر الله خان نصر څۀ دے
چې هغه هم نثر په ص سره ليکى
نظم او نثر خو د يوې ژبې
د ګاډي دوه پاې وى،نن مونږ
وينو ګورو چې پښتو ژبه
په يوه پښه ګوډه ده پښتو
اکيډيمۍ له دې غاړې
ته فکر پکار دے، پښتواکيډيمۍ
له پکار دى چې د نوم پښتونخوا
د اولس د ليکوالو اوشاعرانو
يوه نمائينده جرګه را
اوغواړى په ګډه يوه ټولنه
يا اکېډيمى جوړه کړى چې
په شريکه ورکښې د پښتو
ژبې پالنه وکړې شى ګنى
داسې وخت به راشى چې
پښتانۀ به بيا د يو
بل په ژبه هډو پوهيږى نا،
سره ددې چې وائى به هر يو
کس هم دغه يوه پښتو، پکار
دى چې د پښتو ژبې خوا خوږى
د پښتو اکيډيمۍ نه په ګڼه
دا غوښتنه وکړى چې،راځئ چې د پښتو ادب ته
نوے هار په غاړه کړو
(د جولۍ ګلونه
1957څخه)