د
حسينه ګل تنها نوې شعري
ټولګه خپره شوه
د نوميالۍ پښتنې شاعرې
او ليکوالې حسينه ګل تنها
پنځمه شعري ټولګه د "له
ما نه مۀ بيلېږه" په نامه
تازه په پېښور کې له چاپه
راووته. دا شعري ټولګه چې د
خښي کولتوري ټولنې په
زيار او د دې ټولنې د مشر
او ادبپال شخصيت الحاج
عبدالوکيل "اټک" په مالي
لګښت خپره شوې، څه د پاسه
١٤٠ مخونه لري او د نوموړې
خوږژبې پښتنې شاعرې د
تېرو څلورو شعري ټولګو
د غور چاڼ تر څنګ نوي شعرونه
هم پکې شامل کړاى شوي دي.
د دې شعري ټولګې د ارزښت
او هنري جوړښت په اړه ډاکټر
محمد زبير حسرت او فيض
الوهاب فيض ليکنې کړې
دي چې په ټولګې کې شاملې
کړاى شوې دي. د "له ما نه مۀ
بيلېږه" د ترلاسه کولو
لپاره په پېښور کې د اسد
دانش کتابتون او نورو
پلورنځيو او خښي کولتوري
ټولنې سره تماس نيولى
شئ. غواړم چې مې
ولولېزه ژوند يمه زه نور
يمه زه درنه په څه کمهزه د حوا
لور يمه
(حسينه ګل)
|
 |




شور او
ايمل، تنده مې ماته شوه "شور" د
کوزې پښتونخوا د هزارې
د سيمې د تکړه شاعر زرين
پرېشان – چې اوس
مهال په سعودي عرب کې مېشت
دى - د شعرونو ټولګه ده چې
په سپين کاغذ او ښه جلد
سره د اباسين پښتو اکاډمي
هزاره لخوا د فياض تورخېلي
په مرسته خپره شوې ده. د
شاوخوا ١٧٠ مخونو په دې
ټولګه ښاغلي اباسين يوسفزي
سريزه ليکلې ده او د زرين
پرېشان شعرونه يې په پښتو
ادب کې د يو رنګ اضافه بللې
ده. د کتاب تړون په نوم
د هغه چا شوى چې "پښتو وايي،
پښتو کوي، پښتو لولي،
پښتو ليکي او پښتو مني"
او بيه يې سل روپۍ ده. "ايمل"
له ننګرهاره خپرېدونکې
دوه مياشتنۍ خپلواکه
کلتوري مجله ده چې تازه
په پېښور کې له چاپه راوتې
او د مينه والو لپاره پلورنځيو
ته رسول شوې ده. په ٥٤ مخونو
خپره دا مجله په خپله غېږه
کې د محترم همېش خليل د
يوې ځانګړې مرکې تر څنګ
د لر او بر پښتنو د علاقې
وړ موضوعاتو باندې ليکنې
او د يو شمېر شاعرانو شعرونه
لري. د ايمل چلوونکي خيال
باچا مفتون، مراد لايق
او حيات اقبال حيات دي.
په ننګرهار کې د خيال باچا
مفتون او په کوزه پښتونخوا
کې د حيات اقبال حيات څخه
ترلاسه کېداى شي. "تنده مې
ماته شوه" د عبدالهادي
حېران د لنډو کيسو لومړنۍ
ټولګه ده چې په راتلونکې
يوه اونۍ کې به خپره شي.
په دې ټولګه کې ټول لس لنډې
کيسې دي چې اته يې د ليکوال
خپلې او دوه له نورو ژبو
څخه ژباړه شوې دي. دا کتاب
په جلال اباد او پېښور
کې د ترلاسه کولو لپاره
په لاندې تليفون شمېرو
او ايمېل ادرس تماس نيولاى
شئ: جلال
اباد (شفيع الله مصور) 700-676273 پېښور: 0332-9198722 برېښناليک:
ahhairan@gmail.com
|