لقمان حکيم په پښتنو
کښې
سيد محمد علي
وائي چې لقمان حکيم
حبشى وۀ او په مصر ياد نوبيه
په ښار کښې اوسېدو، ددۀ
په حواله په قرآن مجيد
کښې سورة لقمان؛ راغلے
دے، څوک وائي چې هغه
پېغمبر وۀ، څوک وائي چې
پېغبر نه وۀ، خو هسې
يو نيک او عقلمند بنده
وۀ، حضرت لقمان چې
خپل ځوي ته کوم نصيحت کړے
دے ،هغه الله پاک مونږ
ته د عمل کولو دپاره بيان
کړے دے ، فرمائى او څۀ وخت
چې لقمان خپل ځوي ته د نصيحت
په طور ووے چې اے ځما خپله
ځويه ! تۀ خدائے له شريک
مۀ جوړه وه بې شکه چې شرک
کول ډېر لوے زياتے دے،اے
زما خپله ځويه ! کۀ يو عمل
د اورى ددانې هرمره نرې
وي بيا هغه په يو کاڼي
کښې دننه پټ پروت وي،يا
اسمانونوته ختلې وى يا
په زمکه ننوتې وي نوالله
پاک به ئې راحاضر کړى بې
شکه چې الله د باريک نه
باريک څيز ليدونکے په
هر څۀ خبر دے. اے زما خپله
ځويه ! مونځ کوه او خلقو
ته د نيکۍ حکم ورکوه او
خلق دبدۍ نه منع کوه او
چې کوم مصيبت درباندې
راشي نو په هغې صبر کوه،
داډېر د همت کار دے او خلقو
ته خپل مخ مۀ پړسوه او په
زمکه باندې غاوره مۀ
ګرځه، دالله تعالى غاوره
فخر کونکي خلق خوښ نۀ وى
او په خپل تګ کښې اعتدال
ساته او اواز لږ ښکته
ساته بې شکه په اوازونو
کښې خراب اواز د خرونودے
( ترجمه د حافظ
ادريس صاحب د کشاف القران
څخه
د قرآن
مجيد صحيح معلوماتو نه
پرته د لقمان حکيم شخصيت
يو افسانوي حيثيت اختيار
کړے دے، په پښتنو کښې
هم د لقمان حکيم په حقله
ډېرې عجيبه عجيبه قيصې
او خبرې مشهورې دي دپښتو په قيصو
کښې د لقمان حکيم څلور
ځامن وو، د کومو قيصۍ چې
د ْْپاڅون؛ په پاڼو کښې
څۀ موده مخکښې خوره شوې
ده. وائي چې لقمان حکيم
به چې په ځنګل کښې روان
وۀ نو ونو بوټو به ورته
اوازونه کول چې زۀ ددې
مرض دارو يم، ددغه ونو
بوټو خبرې به هغوي ځان
سره ليکلې او د هغې په مدد
به ئې د خلقو د رنځونو علاج
کولو وائي ْْچې يو ځل د
يو سړي غوږ ته زنځه
ننوتله او هغه زنځه مازغو
ته وختله هغه مريض ته به
ډېر تکليف وۀ د سر دړد او
دورې به پرې راتللې هغه
ئې لقمان حکيم له راوستو
هغۀ د هغه سړي کپرۍ پرانستله
چې اوئې کتل نو زنځې په
مزغو خپلې پنجې ورښخې
کړې وې حکيم صاحب وئيل
کۀ دا زنځه دغسې راوچتوم
نو پنجو سره به ئې مازغۀ
زخمي شي، نو يو نرے سيخ
ئې ګرم کړو او دزنځې ملا
له ئې وروړلو، زنځې دمزغونه
پښې راويستلې او لقمان
حکيم هغه زنځه زر ونيوله
او مړه ئې کړه دغه شان
هغه مريض صحت ياب شو، داسې
يو بل سړے وۀ، چې په داسې
رنځ اخته وۀ چې هيڅ چاسره
ئې علاج نۀ وۀ، هغه لقمان
حکيم له راغلو لقمان حکيم
ورته اووې چې ستا درنځ
علاج ماسره نشته، هغه
سړے ډېر خفه شو،کورکوټه
کښې څملاستو په خپل
ژوند باندې ستومانه وۀ،
يوه ورځ څۀ ګوري چې يو تور
مار په کوټه کښې ګرځېدۀ
هغه مار راغے او د خاورو
په يو کنډول کښې اوبۀ پرتې
وې، دهغې نه ئې څۀ اوبۀ
وڅښلې او روان شو چې مار
لاړو نو دې سړى وئيل راشه
د ماردا جوټه اوبۀ اوڅښه
چې قيصه ختمه شي، هغه مريض
چې هغه د تورمار جوټه اوبۀ
وڅښلې نو هغې سره هغه جوړ
شو او خپل کاروبار ئې شروع
کړو يوه ورځ دغه سړے لقمان
حکيم له لاړو ورته ئې ووئيل
چې تا خو وئيل چې ستا دارو
ماسره نيشته دادې زۀ خو
بې وټه جوړ شوم، لقمان
حکيم ترې پښتنه وکړه چې
په څۀ ښۀ شوے، سړى ورته
ټوله قيصه تېره کړه نو
لقمان حکيم ورته ووې چې
دا دارو ماتاله نۀ شو
پېدا کولے، دغسې وائى
چې دا ارهټ ( د اوبۀ خور )
هم لقمان حکيم جوړ کړے
دے، ارهټ جوړ او روان
شو، خو کله چې به ارهټ اودرېدۀ
نوپه شابه راتلو او د ارهټ
لوټکي به ماتېدل هيڅ چل
ئې نۀ ورتللو په سوچ کښې
روان وۀ چې په لاره کښې
شيطان ناست وۀ ،دۀ چيلم
جوړ کړے وۀ، خو چې تماکو
به ئې ورله په سر کښې واچول
نو هغه راښکلو سره په ښکته
تلل، لقمان حکيم ته ئې
خواست وکړو چې دا راله
سم کړه، لقمان حکيم يو
وړه غوندې لوټه راوخسته
او د هغې نه ئې ګيټۍ جوړه
کړه او ورته ئې وئيل
دا دچيلم په سر کښې کېږده
نو مشکل به دې حل شى، خو
ما هم يو ارهټ جوړ کړے دے
هغه چې ودريږى نو په شا
راځى او ډېر ورانے کوي.
شيطان ورله د لرګى نه يو
اړام چې سپے ورته وائي
جوړ کړو، ورته ئې وئيل
چې دا د ارهټ چکلۍ ته ودروه،
نو بيا به په شا نه راځي
وائي چې لقمان حکيم سره
د هر مرض دارو وو، خو د وهم
علاج ورسره نه وۀ داسې
ډېرې خبرې او قيصې په پښتنو
کښې د لقمان حکيم په حقله
مشهورې کړې شوې دى چې ټولې
افسانې دى خو ډېر خلق ئې
منى او خوند ترې اخلي. ددغه
ټولو خبرو راغونډول
غواړى، وائي چې په اخرى
عمر کښې په لقمان حکيم
دستونه ولګېدل ډېر داروګان
ئې وخوړل ، خو نۀ ښۀ کېده،
شاګردانو ورته ووې چې
داڅنګه چل دے، چې ته دهر
چا دمرض علاج کولے شے خو
د خپل مرض دارو درسره نيشته،
لقمان حکيم هغوي ته يوه
پوڼۍ ورکړه ورته ئې
ووې چې دا يوسئ او دغه درياب
ته ئې اوغورزوئ هغوي چې
هغه پوڼۍ درياب ته وغورځوله
نو د ټول درياب اوبۀ چکه
شوې او درياب ودرېدۀ
هغوي لقمان حکيم له راغلل
او حال ئې ورته ووې نو لقمان
حکيم ورته ووے چې کومه
پوڼۍ درياب ودرولې شى
هغه زما دستونه هم ودرولې
شى خو دا د مرګ دستونه
دى ځکه پرې اثر نۀ کوى
او وائى چې هم دغه مرض د
لقمان حکيم د وفات سبب
وګرځېدۀ
...............................................................................................................