Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen 05.11.09

پښتو اکېډمى پېښورد مولانا عبدالقادر علمي يادګار                                                                                                            
م ر شفق

مردان پښتوادبي جرګې خپل يو اجلاس کښې متفقه قرارداد منظور کړېدےچې پښتو اکېډمي پيښور د پيښور پوهنتون پښتوشعبه کښې د ضم کولو فېصله د پښتنو او پښتو ژبې خلاف يو ژور سازش دے.دا فېصله دې واپس واخېستلې شي او د پښتو اکيډمۍ خپل حيثيت او مقام دې  په ځائې وساتلې شي. پښتو ادبي جرګې مردان په متفقه قرارداد کښې د حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې ده، چې عبدالولې خان يونيورسټۍ مردان کښې دې د پښتو څانګه (شعبه) پرانېستلې شى، د جرګې اجلاس د نوموړي شاعر اديب  صحافي او نقاد ښاغلي قمر راهى په صدارت کښې وشو.

د پښتو ادبي جرګې مردان د دواړو خبرو سره به د پښتو هر يو مينه وال او هره يوه پښتو ادبي ټولنه او تنظيم ارومرسته کوي ځکه چې  دافېصله کۀ هر چا کړې ده اوپه هرمقصد ئې کړې ده نامناسبه او بې جوړه فېصله ده. د يونيورسټۍ چانسلر د صوبې ګورنر وي او ګورنر د وفاقى حکومت نمائنده وي، خو د نمائنده مطلب دادے چې دې به د صوبې د خلقو د ښېګړو او د اولس د جذباتو او ارمانونو څارندويه وي، نه چې د صوبې د خلقو حقونه به تروړي او د هغوي د مشرانو علمي يادګارونه به نړوي.
 
پښتو  اکېډمي پېښور د مولانا عبدالقادر(ارواښاد)د پښتو بابا د ژوند يادګار دے چې د هغه په کوششونو کال1955 کښې قائم شوېده. مولانا عبدالقادر ئې باني ډائرېکټر ؤ او د شروع نه ئې تر نن ورځې پورې ارتقائې پړاؤنه سرکړې دي دا اداره اوس د پښتون اولس د ژبې، کلتور،تاريخ او شعر وادب يوه ژوندۍ هينداره ده.دې علمي او ثقافتي ادارې خپل وجود او تشخص شته کړېدے پښتو اکېډمي د پښتنو د ژوند ژواک او رواياتو علمي علامه ده او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې مولانا عبدالقادر (ارواښاد)څوک چې د پښتو ژبې يو عظيم خواخوږے ؤ  د علم ،فکر او دانش سر چينه ده نن پرون چې د پښتو څومره پوهان او  دوکتوران په علمي او تعليمي ادارو کښې خپلې وظيفې تر سره کوي ټول په دغه سر چينه سيراب شوې ښاغلي او وياړلي شخصيتونه دي.

د مولانا عبدالقادر د وفات نه پس چې تر اوسني دور پورې د پښتو اکيډمۍ څومره  ډائرېکټران رامينځ ته شوي دي لکه عظيم شاه خيال بخاري،مياسېدرسول  رسا، پروفېسرپرېشان خټک، پروفېسر محمد نواز طائر، ډاکټر راج ولي شاه خټک او محترمه پروفېسر ډاکټر سلمى شاهين په علمي توګه سلسله الذهب ګڼلې کېدېشي دا ټول د مولانا عبدالقادر مرحوم د زرزري علمي لړۍ مهمې کړۍ دي.

 پښتو اکېډمي پېښور چې څومره علمي تحقيقي کارنامې سر ته رسولې دي هغه پخپله زمونږ يو کوټلې ملي تاريخ دے. ځکه نو پکار دي چې د پېښور پوهنتون چارواک او د حکومت واکداران پښتو اکيډمي پېښور لکه د سنديالوجي اکادمي ادبيات او مقتدره قومي زبان غوندې ادارو سره څنګ په څنګ کړي، ددې مقام اوچت او حيثيت نور پياوړې کړي چې د دې ملک غېرتي اولسونه پرې وياړ وکړلې شي، پېښور پوهنتون له پخپل ګرېوان کښې کتل ضروري دي چې دې علمي درسګاه او دانش ګاه خپل يو محسن مولاناعبدالقادرته څۀ خراج وړاندې کړېدے؟ ايله دغه يو يادګار د پښتو اکيډمۍ په شکل کښې پاتې دے هغه هم ختموي.

         د ايرو څلے مې وران نۀ کړې ورو تېرشه           باده  زۀ هم د اشنا د عشق يادګار يم

=======================================

پښتو