Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Ghazaloona 09-09

 

غزلونه

محمد اقبال اقبال

 

اول مې زړۀ ته خپل جانان د سترګو تور پرېوتۀ

نيازبين زما پۀ پرهرژلي زړۀ ټکور پرېوتۀ

زما پۀ خيال چې نرخ پرېوتے دے د مستو سپرلو

ځکه چې ګل راته زما پۀ سينه خور پرېوتۀ

اوس ځي راځي زما د کور چنې ته ډډه وهي

جوړې د يار مې د ځوانۍ د ښکلا زور پرېوتۀ

ما لا د خپلو بې ننګي پۀ وينو سرو ژړله

راته پۀ کلي کښې لښکر د سړي خور پرېوتۀ

تا په يو شور زما د ټول وجود نه ساه ووېسته

ځواني مرګ ژوند مې د مستۍ له شروشور پرېوتۀ

څوک په بمونو څوک په نوم د ترهګرو وژني

پۀ چا غريب د وخت پۀ زول د خټو کور پرېوتۀ

دې حادثې اقباله نور د برمه پرېيستمه

چې مې ارمان د مينې غېږه کښې لو لور پرېوتۀ

 
د رحمٰن بابا پۀ طرحه ....................دا دستور دے چې له ګله سره خار وي
 

صاحبزاده حميدالله ............پښين

چې ئې سر اېښے پۀ مينه کښې د يار وي

 پۀ دنيا، پۀ عقبٰي هغه کله خوار وي

چې پۀ زړۀ يا پۀ تن مات پۀ کور کښې پروت وي

 و هغۀ ته څۀ سېلونه د بهار وي

د بهار مېلې روزي د هغه چا شه

 چې پۀ زړۀ او نۀ پۀ تن باندې پرهار وي

د باچا برخه ريا و نمائش دے

 د فقير برخه عزت چې درامدار وي

د باچا پۀ سينه پروتي درنې سخڼي

 د دروېش مزار تازه ماښام سهار وي

دومره خلق د فقير پۀ مزار پنډ وي

 چې فلک هم پۀ حېرت ورته دوچار وي

د حبيب سره رقيب همېشي پائي

 "دا دستور دے چې له ګله سره خار وي"

نۀ بخيل به شي خبر پۀ حال د وږو

 نۀ روزي به ئې دعا کله د خوار وي

يخ تاريک ژمے چې تېر شي نو سپرلي شي

 "دا دستور دے چې له ګله سره خار وي"

د يتيم پۀ ژړا عرش پۀ شور کښې راشي

 څۀ به ئې حال وي چې ظالم د چا واکدار وي

مسلمان کۀ خپل ځان وپېژني نن هم

 نو يهودو نصاريٰ به تار پۀ تار وي

د عقبٰي تر مخ دنيا شوله راپېښه

 "دا دستور دے چې د ګله سره خار وي"

پۀ دنيا ولاړ شي شهرت د کمالدارو

 باخبره ځني خپل وطن و ښار وي

نو حميدالله به څنګه ښادي وکي

 مسلمان ته خو ناخون چې خپل د يار وي

 
محمد اسلام ارماني
 
زۀ ستا پۀ مخ د اوښکو سپين قطار ته نۀ شم کتے

 د دې سپېرۀ ګلشن سپېرۀ بهار ته نۀ شم کتے

پۀ سر دې دوړې اوړي، پښې دې هم تڼاکې شولې

 ګل رنګې! زۀ خو ستا دې ګل رخسار ته نۀ شم کتے

دلته خو هر يو کور کنډر شو لوټې لوټې شولو

 زۀ خو د دې کلي دې وران بازار ته نۀ شم کتے

پۀ هر قدم راته د مرګ استاذي ګوري پټ پټ

 پۀ کږو لارو ځمه نېغې لار ته نۀ شم کتے

تا وې پۀ کور نيمه ډوډۍ ښه ده وطن ته راغلم

 نظر مې تت شو خپل لوټ شوي ښار ته نۀ شم کتے

پۀ پښتونخوا مې اور بلېږي ارمان ژن ارماني

 د ځنګل اور دے زۀ خو دې انګار ته نۀ شم کتے

 
پروفېسر صفدر علي ګګيانے
 
ستا ناکړدو مې حوصلې د کاره ووېستلې

 باقي لمحې مې د ژوندون د شماره وويستلې

چې وار پۀ وار به هرې ساه سره راتللې مدام

 هغه سلګۍ مې پۀ يو ځل بې واره وويستلې

سحر ماښام به ئې چې ډالۍ ستا د يادونو راوړې

 آ قافلې مې له زړګي دلداره وويستلې

د حسن مينې د ژوندن او حقيقت قافلې

 خرد مې واړه د جنون پۀ لاره وويستلې

زما حسېن حسېن زړګي ته کربلا شو ژوندون

 ځکه مې کډې د يزيد د ښاره وويستلې


وږمه دراني

 
زۀ دې لکه بت شم چې نۀ ژبه او نۀ خُلۀ لرم

دا څنګه انسان يم چې نۀ سترګې نۀ کاتۀ لرم

تۀ کۀ راته مينه محبت او احترام غواړې

زۀ هم اې ظالمه په سينه کښې ماشوم زړۀ لرم

لا به د زاړۀ قانون هغسې پيروي کوم

خېر کۀ نوے فکر نوے سوچ د ژوندانۀ لرم

دا ظالمانه سلوک لا ولې راسره کېږي؟

نۀ چې قصور واره يم او نۀ چې نيت کوټه لرم

څۀ رنګه به شا وکړم وږمې ننګ وناموس و ته

زۀ چې پښتنه يم او خوي د پښتانۀ لرم

 
سېد افضل شاه
 
چې راپسې شولې بلا سترګې

 نو زر مې پټې کړې پۀ تا سترګې

بس پۀ اميد او انتظار تېرېږي

 چا دي ليدلې بيا سبا سترګې

مونږ چې يو بل ته بې وفا وايو

 نو بيا بدلې شوې د چا سترګې

د زړۀ غمونه پټولے نۀ شم

 حال د الفت وائي زما سترګې

دا خو زما زړۀ کښې اورونه پل کړي

 چې کړي راپورته پۀ ادا سترګې

زۀ ئې د ټول وجود سحر کښې راګېر

 ستا ئې دي خوښې افضل شاه سترګې

 

پښتا نۀ