Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Takal-Afsaney 09-09

(تکل)


 

 

خاته او روزنامچه....................................... عبدالخالق خليق

           يوه زمانه وه چې زما د ليکلو ډېر شوق وۀ، ما به ډېر څۀ ليکل، خصوصاً يو دوه کاره به مې پۀ باقاعدګۍ سره کول. يو دا چې هره ورځ به مې خپله روزنامچه ليکله، د شپې به هله اودۀ کېدم چې د سحر نه واخله تر ماښامه به مې د هغې ورځ خپل ټول حال وليکلو او بل خپل خرڅ آمدن به مې باقاعدګۍ ليکلو. دا نۀ ګني زما څۀ ډېر لويے کار وبار وۀ خو هسې دا مې يو شوق ؤ. يو ځل زۀ لاهور ته تلے وم او باچا صېب پۀ دې سفر کښې زما ملګرے وۀ. مونږ دواړه پۀ يو هوټل کښې دېره وو چې ورځ به تېره شوه، نماسختن به اودۀ کېدو نو ما به اول خپل خرڅ آمد وليکلو او بيا به مې د هغې ورځې ټول حال وليکلو، باچا صېب به ماته وې چې دا څۀ ځان دې پۀ کړاو اخته کړے دے. د دې نه فائده څۀ؟ما به ورته وې چې باچا صېب! پۀ دې کښې ډېرې فائدې دي، تۀ نۀ پوهېږې!! باچاصېب د دې "ښۀ! کۀ داسې وي نو چې زۀ هم دا کار شروع کړم"! ما وې "ډېره به ښۀ وي" بس دا يوه خبره وه وشوه. ډېره موده پس راته معلومه شوه چې باچا صېب د هغې تاريخ نه باقاعده "خاته روزنامچه" ليکي. د آمد خرڅ حساب خو به شايد هم ليکي، ولې د روزنامچې قصه ئې ډېره عجيبۀ روانه کړې ده. د هرې ورځې حال چې وليکي نو ورسره ئې يوه خاته هم روانه کړې ده. هغه داسې چې د چا سره د دۀ د خبرو اترو موقع پېښېږي نو د هغو خلقو ئې جدا جدا خاته ساتلې ده. نو چې د ورځې څۀ خبرې شوې وي نو اول ټولې خبرې پۀ روزنامچه کښې وليکي او بيا ځان ځان له ئې د هر سړي خاتې ته خېژوي، څنګه چې کاروباري خلق د ورکولو، اخستلو د هر سړي ځان له حساب ساتي.د دې خبرې انکشاف داسې وشۀ چې يوه ورځ قاضي صاحب ورته ووې "باچا صاحب! تۀ خو ګلزاده لږ پوه کړه چې ماسره تقسيم پۀ کورنۍ کښې پۀ ښۀ زړۀ وکړي او خبره کچرو ته نۀ اوباسي. ګني هسې زړونه به مو هم بد شي او د دواړو به تاوانونه او خرڅونه هم وشي". باچا صاحب غلے غوندې شۀ، وې "ښه ده، زۀ به مازيګر شپږ بجې د دې خبرې جواب درکړم". مازيګر څۀ ګورو چې باچا صېب يوه لويه پړپړه پۀ لاس کښې نيولې ده، راغے" وې "قاضي صاحب کښېنه، چې ځواب درکړم".مونږ ټول کښېناستو، باچا صاحب هغه کاغذ ته ګوري او دا خبرې پۀ غصه غصه کوي: "قاضي صاحب! ستا ياد دي د ننه نه دولس نيم کاله اول کۀ ٣ ستمبر ١٩٣٥ ماسپښين قريباً دوه بجې ما تاته وې چې تۀ کور ته ځې نو لږ زمونږه کره سوال جواب وکړه چې زۀ به شپې ته ډوډۍ بل ځائے خورم، زماغم مۀ کوئ نو تا هغه سوال جواب ونۀ رسولو او برناحقه زما برخه اوړۀ واخښلے شو"."بيا دې ياد دي د لسو کالو خبره ده پۀ ٨ مارچ ١٩٣٨ء تا د مېلمنو پۀ مخکې ماسره ډېرې ټوقې وکړې او زۀ دې د هغو پۀ مخ کښې برناحقه کچه کړم"."او بيا چې پېښور ته تلو پۀ ټانګه کښې ناست وو، يو سړي درنه زما تپوس وکړو چې دا باچا صاحب نۀ دے؟ نو تا ورته ووې چې نا! دا خو د نوښار پراچه دے" نو زۀ دې د هغه سړي پۀ نظر کښې سپک کړم. دا د يولسم اګست ١٩٤٠ء خبره ده او دا دې ياد دي چې قلبه مې درنه وغوښته او بهانه دې وکړه، چې هغه بل چا بوتلې ده او ماته معلومه شوه چې تا پرې خپل کار کولو. دا د پنځۀ کالو خبره ده او دا خو به درنه هېر نۀ وي، چې پۀ ډاګۍ کښې وادۀ وۀ او هلته دې پۀ ما پسې ډېرې خبرې کړې وې." د دې خو لږ موده کېږي د ١١ اګست ١٩٤٦ءخبره ده؟"باچا صاحب لا نور نور واقعات بيانول چې قاضي صاحب ورته ووې "بس بس! باچا صاحب ځان نور مۀ کړوه، ګلزاده ته به زۀ پخپله ووايم، لا به بل څوک ورته ووائي او ځه لاړ شه دا خبره هم پۀ خپله روزنامچه کښې وليکه او زما خاتې ته ئې وخيژوه؟

(الفلاح پښتو اېډيشن ١٩٥٥)

    "زۀ تنقيد خو به کومه"           د جرس ادبي جرګې کراچۍ رودادونه ښاغلي طاهر اپريدي ترتيب او چاپ کړل (بيه اتيا روپۍ) د جرس ادبي جرګې کراچۍ د دفتر نه ئې تر لاسه کولې شئ. (اداره)

  
ظالمه داسې خو څوک نۀ کړي........................................... طاهر اپريدے          

دغه ورځ چې ارسلا خان زېړے مازيګر خپل ستومانه زرې زرې وجود د سبا د اميد، ډاډ، حوصلې او همت پۀ رېښې رېښې زوړ څادر کښې راټول کړے لکه د مني زېړۍ تبې (ملريا) وهلي کمزوري مانده مريض غوندې کور ته دننه شو نو کورواله ئې سمدستي د انغري د خوا راپاڅېده او پۀ خيرنې زړې او نيمې شلېدلې لوپټې پۀ پيڅه ئې پۀ اوبو لواندۀ لاسونه ومښل او د ستړي ستومان خاوند مخه کښې داسې ودرېدله چې کۀ وس ئې رسېدلے نو د هغۀ د وجود نه به ئې ټوله ستوماني پۀ يو ځائے راټوله کړې وې، هغې يو ښه ساعت ورته غلي غلي کتل او بيا ئې ورته پۀ مړ غېژن غږ ووې:
"اجمل بچے مې څنګه وۀ؟ او بيا ئې د خاوند د جواب نه وړومبے ورته ووې "چې راتللې نو ځان سره به دې يوه ګهټۍ اوړۀ خو راوړي وے کنه". او ارسلا خان د ښځې پۀ دې دوه رپه خبره داسې محسوس کړه لکه د اسمان د لوري نه بې بنيادم "ډرون، طيارې ناڅاپه د هغۀ د زړۀ پۀ کور مزائل ګوزار کړے وي خو هغۀ شونډې پيچې کړې او ښځې ته دڅۀ جواب ورکولو پۀ ځائے ئې د کور د انګړ نيم پرېوتي دېوال ته وکتل چې تېرو ورځو کښې د شپې پۀ ړنده تيارۀ لاره د نامعلوم مزائل پۀ ډغره کنډر شوے وۀ. دېوال ته د نېغ نېغ کتو نه پس د نېستۍ او چپتيا پۀ چېرړه تړلې ژبه چپ چاپ غلے کوتې ته دننه لاړو. کوټې ته دننه تلو سره هغۀ د کوټې چت ته داسې رنګ وکتل لکه اوس ئې هم باور نۀ کېږي چې د هغۀ کور د دومره لوئے درز سره هم ډېر روغ او سلامت پاتې شوے دے او چې لږه ساه ى واخستله نو زړۀ زړۀ کښې ئې د خدائے شکر ادا کړو چې د هغۀ د کور دټولو غړو سرونه سلامت پاتې دي. ګني نور خو دټول کلي کورونه، دېوالونه او د ټول کلي اوسېدنکي کنډر کنډر زخم زخم او ژوبل ژوبل شوي دي. کنډر کنډر خو د هغۀ د کور دېوال او زخم زخم د هغۀ ايکي يو لس کلن زوے هم وۀ خو ارسلا خان ته د هوښيارانو دغه خبره ښه ياده وه چې "يوه سترګه دې خوږ شي نو پۀ بله لاس کېږده" نو کۀ د هغۀ د بچي يو پښه پۀ درز کښې والوتله يا يوې دوزخي لمبې وڅټله نو هغه بله پښه او دواړه لاسونه دواړه سترګې خو ئې لاسمت دي کنه او دې خيال راتلو سره هغۀ يو ځل بيا د رب رحيم شکر ادا کړو.دا وخت کۀ هغه زښت ډېر ستړے ستومان نۀ وے نو د مازيګر نمر خو لا د غرۀ پۀ څوکه ولاړ وۀ، زړۀ ئې غوښتل چې څلور رکعته مونځ ادا کړي خو ستومانۍ ئې پۀ ستړي وجود د بې خودۍ غوندې نشه خوره کړه او هغه..."زما اجمل بچے څنګه وۀ؟ ښۀ خو وۀ کنه؟ ډېر خوږېدو؟ ډېر ئې ژړل" د هغۀ ښحې د غم د ډېر دروند پېټي د لاندې د خپلې وېنا ټول توان را ټول کړو او پۀ يو مخ ئې پۀ يوه ساه او پۀ يو ځائے ئې ټول تپوسونه وکړل. "خدائے مهربانه دے، هغۀ ډېره مهرباني وکړه پۀ مونږ ئې ډېر رحم وکړو، اجمل خان د خدائے پۀ فضل او د ډاکټرانو پۀ کوششونو د مرګ د خُلې نه راښکلے شو خو بس يو پښه ئې لاړه. هغۀ دغه وروستنۍ خبره داسې زر ووئيله لکه ورسره وېره وي چې ښځه ئې د هغې شپې د ميزائيل د درز غوندې هېبتي چغې جوړې نۀ کړي خو ښځې ئې د غم زغملو عادت زده کړے وۀ."کۀ کور اوړۀ نۀ وي نو لا خو څۀ کورونه سلامت دي لاړه شه چا نه يوه دوه لپې پۀ پور واخله بله ورځ چې لار خلاصه شي نو روغې دوه ګوټۍ به راوړم" هغۀ ښحې ته ناصاحانه انداز پۀ قرار سره ووې.ښځه ئې يو ساعت غلې ولاړه وه لکه نۀ پوهېږي چې څۀ وکړي او بيا غلې شان پۀ چپو قدمونو د کوټۍ نه بهر ووتله... او چې څۀ وخت پس هغه د اوړو کاسه پۀ لاس کوټۍ ته راغله نو ارسلا خان پۀ تش بوڼلي کټ داسې بېغمه اودۀ وۀ لکه نۀ خو پرې چرته د مزائيلو توغندو باران ورېدلے وي، نۀ دېوالونه کورونه کنډر شوي وي، نۀ د کلي بنيادمانو سره د کلي د انسانانو کورني څاروي بزې، ګډې، خرې، غوايان، غواګانې ټُکړې ټُکړې شوي وي او نۀ د خدائے د بختور کور منارې د توغنديو پۀ درزونو پړمخې راپرېوتي وي او نۀ کورونه سوزېدلي وي."چې دومره ورځې دې پۀ هسپتال کښې تېرولې نو د خپلې ژوبل پښې دغه پټۍ خو به دې هم بدله کړې وے کنه"د ارسلا خان ټبر د خپل لس کلن او ايکي يو پښه غوڅي زوے غم شاته کړو او خپل خاوند ته ئې پام شو او خاوند ته ئې پۀ داسې انداز ووې لکه د خاوند د پښې زولن پرهر ورته پۀ زړۀ پرهر جوړ کړے وي."هلته هسپتال کښې د زخميانو ټپيانو او پرهر ژلو وجودونو نه د بهېدونکو څڅېدونکو وينو ايسارولو دپاره چيرړې قدرې هم نشته او تۀ راته د نوې پټۍ خبرې کوې" ارسلا خان پۀ ستړې او ژوبله لهجه کښې جواب ورکړو.او چې لس دولس ورځې پس د هغوي ايکي يو نيازبين بچې اجمل خان پۀ يوه پښه او پۀ دوو ډانګوروکلي ته راغلو نو مور ئې داسې پۀ ژړا پۀ کوکو چغو سر شوه لکه اسماني بلاګانو يو ځل بيا دوزخي اورونه ورولي وي. کلے وران وۀ، کورونه وران وو، جمات وران وۀ او د رڼا سترګې پۀ باردوي ګردونو ړندې شوې وې خو د کلي زخمي تپي او روغ پاتې شوي خلق بيا هم مطمئين وو چې د اوړو، تېلو او مالګې لاره خو خلاصه شوله. هغوي سمدستي پۀ وران کنډر کورونو، ډېوالونو د بيا جوړېدو بناؤ کړه. هغوي ته پۀ کلکه وئيلي شوي وو چې حکومت سرکار به د هر زخمي پۀ سر به هغوي ته پنځوس پنځوس زره روپۍ ورکوي او د وران شوو کنډر کورونو جوړولو کښې به هم مرسته ورسره کوي او د هغوي پۀ دې کلکې خبرې وعدې کلک يقين او باور راغلے وۀ او تر ټولو غوره او ښه خبره دا وه چې بيا دپاره به د ډرون بلاګانو د خُلو نه به سرۀ اورونه نۀ ورېږي او دغه ټولې خبرې او کلکې وعدې د يو اسلامي مملکت اقرار او وعدې وګڼل شولې او بيا پۀ لږو ورځو کښې د کلي دېوالونو سره د کلي د لوئے جمات لويه دروازه هم ودرېدله او لا د پنځوسو پنځوسو زرو روپو د مدد وعده هم هغه شان تازه وه چې جمات کښې پينځه وخته مونځ سره د جمعې مونځ هم دنوي او د شهيد امام د زلمي زوي پۀ اقتدا کښې ادا کړے شو. د کلي پۀ دې لوئے جمات کښې د نوي سره د جمعې وعظ او د خطبې پۀ دوران کښې نوي او زلمي امام د کلي دټولو شهيدانو د مغفرت او د بلندو درجو پۀ داسې جذباتي انداز کښې دعا وغوښتله چې ځان سره ئې ټول مونځ ګوزار وژړول او د ماتو ګوډو او رنځورانو د روغې څټې او د نورو مونځ ګوزارو د ښېګړې، ښېرازۍ دپاره او پۀ وطن امن راتلو دپاره ډېره پۀ خلوص او صدق زړۀ سره داسې دعا وغوښتل شوه چې ټولو مونځ ګوزار مقتديانو پرې د زړۀ د خلاص آمين ووې.د جمات د شهادت او بيا د نوي سره ابادېدو نه او د وړومبۍ جمعې مونځ ادا کولو نه پس ټولو مونځ ګوزارو داسې د اطمينان او سکون ساه واخستله لکه هغوي د سرکار د لوري ئې دغه رښتونے زېرے اورېدلے وي چې د اور وروونکو بلاګانو دوزخي ژبې پۀ رښتيا پرېکړې شولې، د هغوي سترګې ړندې کړې شولې او د دې وران کلي، تبا شوي کلي د خلقو سره شوې امدادي وعده به پۀ رښتيا ډېر زر سرته رسېدونکې وي.د ارسلا خان لس کلن بچي د يوې پښې بائللو نه پس پرهرونو پوټکي نيولي وو او هغه اوس پۀ ډانګورو ګرځېدل عادت شوے وۀ.او ارسلا خان د بچي د سلامت او صحت موندو نه پس دغه جمعه د خدائے شکر ادا کړو او ماسخوتن روټۍ دپاره ئې ملا صاحب سره د کلي دوه درې نور سپين ږيري هم رابللي وو. ماسخوتن روټۍ نه پس ملا صاحب او هغې نورو سپين ږيرو مشرانو د ارسلا خان د بچي د صحت او د کور د ابادېدلو او د خېر، امن او روغوالي دعا وغوښتله.پۀ بل سحر د کلي لوئے مېدان کښې د کلي لويه جرګه راټوله شوله، مشرانو خوږې خوږې، پستې پستې او د خېر ښېګړې خبرې پۀ ډېرې نرمه خوږه لهجه کښې وکړې، کۀ څۀ هم حالاتو او واقعاتو پۀ سينو کښې داسې اورونه بل کړي وو، چې سکروټو ئې هم هغه شان سخت سوے کولو، خو دې مشرانو پرې د ډېر صبر، قرار او د ډېرې بې وسۍ د اوبو چړکاؤ کولو. د هغوي پوخ يقين وۀ چې نۀ خو اول او نۀ اوس د هغوي کلي ته شرخوښي، دهشت ګرد راغلي او نۀ به چرې راشي. ولې بيا هم هغوي پۀ يوه خُلۀ د شر خوښو او دهشت ګردو پۀ سختو ټکو کښې غندنه وکړه او کلکه فېصله ئې وکړه چې څوک داسې کس ته به پۀ ټول کلي کښې پناه نۀ شي ورکوله پۀ چا چې د لږ شک ګمان هم کېدے کېږئ. مشرانو د پولټيکل او نورو حاکمانو تر غوږونو د هغوي د کړې شوو وعدو پوره کولو خواست هم ورسولواو ورته ئې ياده کړله چې "د مسلمان وعده تل ترتله رښتونې وي".جرګه پۀ شريکه او پۀ ګډه امين وئيلو نه پس پاڅېدله، د ځان لاندې اېښي څادرونو ته ئې څنډونه ورکړل. ارسلا خان  او د يو ښۀ سبا پۀ اميد خپلو خپلو کورونو ته لاړۀ.چې کور ته راغلو نو د خپلې ښځې سره ئې د مشورې سر راونيوۀ، د هغۀ خپل خيال وۀ چې د اوسني نوي ژوند پۀ نوې لاره قدم هغه د خپل کور نه واخلي. هسې خو اول هم د ټوکو د خرڅون کار کولو، هغۀ به څو پۀ څوېمه د ښار نه ټوکي رختونه راوړل او د لروبر کلو پۀ کوڅه کوڅه به ګرځېدلو او دغه شان به ئې کور ته اوړۀ پېدا کول خو اوس چې پوليټکل او د حکومت واکدارانو د اجمل خان د ژوبلې د پنځوسو زرو روپو کلکه وعده کړې وه نو د هغۀ خيال وۀ چې د کور د دروازې سره يو ورکوټے شان دکان جوړ کړي او کۀ الله پۀ کښې برکت کېښودو نو د ژوند تورو تيارو کښې به د اميد اسرې يوه تته شان ډيوه بله شي او د هغۀ ښحې د هغۀ سره د ټکه آمنه وکړه.د کلي مشرانو د وېنا تر مخه پۀ لس پينځلس ورځو کښې به د حکومت د مخه شوې کلکه وعده ترسره شي او دې موده کښې ارسلا خان شپه او ورځ پۀ ځان يو کړې وې او دغه شان د رقم راتلو نه اول اول دکان تيار شو او بيا....ارسلا خان چې ماسخوتن مانځۀ نه پس پۀ کټ څملاستو او د شين اسمان پړقېدونکو ستورو ته ئې کتل او د مستقبل د ښې کروندې دپاره ئې د سوچونو، فکرونو زمکه هواروله چې د ستومانۍ د خوب د زور له کبله ئې ځېځمې پۀ سترګو راپرېوتلې او هغه د ويښې خوب پۀ ځائے پۀ اودۀ پۀ يو ښکلي خوب پۀ ليدو سر شو.هغه اودۀؤ، د هغۀ ښځه او د هغې غېږ کښې ماشومه لور او لس کلن پۀ پښه ګوډ زوے اجمل خان اودۀ وۀ او د ټول کلي خلق د ارسلا خان غوندې د ستومانۍ پۀ خواږۀ خوب اودۀ وو، خدائے خبر چې دا د تورې شپې کوم پار وۀ چې د شين اسمان پړقېدونکو ستورو لاندې زمکه شلوونکې چغه پورته شوله او يو داسې پۀ ز وره درز شو چې د کلي پۀ خوبولو دېوالونو ئې يوه داسې ډغره وخوړله چې د خټو کاڼو د دېوالونو نه شنۀ لوګي او د دېوالونو سرونو پۀ څپرونو ئې سرې لمبې پورته شولې او د کلي ستومانه اوسېدونکو خلقو پۀ خوبونو کښې ليدونکو ښائسته خوبونو پۀ ښائسته محلونو هم سرې لمبې بلې شولې او چې تر څو د کلي پۀ خوبولي خلق د خوب نه راويښېدل نو تر هغې د کلي د څپرونو سره د کلي ټول خلق پۀ ابدي خوب اودۀ شوي وو او چې د تيارو پۀ تکه توره کمبل کښې د سحر مخ پټه توره رڼا د سوي، وران کلي پۀ دېوالونو خوره شوه نو د وران کلي وران کنډرونه داسې چپ غلي او خلۀ ماتي وو لکه دې کلي کښې يو ځاندار هم ساه اخستو ته ژوندے نۀ وي پاتې شوے. سکروټې سکروټې کاڼي او ايره ايره خاورې خټې يو بل د پاسه د کورونو پۀ کنډرونو او د کلي پۀ کوڅو کښې ګډو د انسانانو او څاروو وينې د اوبو سره ګډې وډې بهېدلې او د انسانانو سره د کورونو څاروو ټګړې ټکړې اندامونه لروبر پراتۀ وو.د نيمې شپې دغه "ډروني" درز نۀ دلته څوک د پېژندګلو پرېښي وو او نۀ څوک د پېژندګلو پاتې وو، کۀ داسې نۀ وے نو د ارسلا خان د لس کلن زوے اجمل خان دغه دوېمه پښه خو به ئې خامخا پېژندلې وے چې د سکروټو کاڼو او ايرو دپاسه ښکاره پرته وه. 

♣♣♣
  

سورلۍ..........................................  عظمت هما

          زما پۀ زړۀ ډېر بوج وۀ او دې بوج نن زۀ مزدورۍ ته هم نۀ پرېښودم خو پۀ کور کښې د يخ انغري غم او د رکشې قسطونه پۀ وخت سرته در سولو فکر د هاړ پۀ دې سور نمر کښې پۀ ګرځېدو مجبور کړم او يو ناڅاپه مې د کټ نه ودانګل لکه څنګه چې د چابۍ ګاډے د چابۍ د تاوولو سره پۀ زمکه ورغړي. رکشه پۀ سټارټ کېدو کښې اړي اچوله. ما ئې لاندې باندې ښۀ پۀ غور معائنه وکړه خو پۀ ظاهره راته پکښې څۀ نقص نۀ ښکارېدۀ او يو ناڅاپه ماته راياد شو چې پرون تېر ماسخوتن زۀ کور ته راتلم نو د کوڅې پۀ سر کښې راته پۀ درنجکو شوې وه. شايد چې پۀ ټېنګۍ کښې ئې صرف دومره قدرې پيټرول وو چې زۀ ئې د بازار نه د کوڅې سرته رارسولے وم. بيا مې پۀ ديکو ديکو دکور پۀ ور رادننه کړې وه، شکر دے چې پۀ جېب کښې مې دومره د پيټرولو دپاره پېسې وې چې زۀ ئې پرې د رکشو سټاپ ته رسولے شوم. د پيټرولو د اچولو سره رکشه يو دم سټارټ شوه او زۀ ئې پۀ دګړ سټاپ ته راورسولم. ما لا د رکشې نه پښه راکوزې کړې نۀ وه چې يوه سورلۍ ډېره پۀ تادۍ زما رکشې ته راوخته او بغېر د بيعې او د منزل د ښودلو نه ئې راته د تلو ووې. ما ورنه د ځائے تپوس وکړو هغۀ راته صرف دومره قدرې ووې چې د لوئے بازار لاره ونيسه. هغه چې څومره پۀ تادۍ زما رکشې ته راختلے وۀ دومره پۀ تادۍ ئې دغه خبره هم وکړه. داسې ښکارېدۀ لکه چې د هغۀ سره وخت کم وي او ډېر زر ځان خپل ځائے ته د رسولو کوشش کوي. ما چې ورته پۀ شيشه کښې وکتل نو راته ډېر ښه او شريف کس ښکاره شو. پۀ سر ئې سپينه پاکه څاکه ټوپۍ چې ګېرچاپېره ترې پۀ کناره سره تارونه ډېر پۀ استکارۍ ګيولے شوي وو. سپين پرتوګ او سپينه کرته ئې اغوښتې وه، چې زنه ئې دوه درې تور ډکي چې د نوخېزې ځوانۍ پۀ ټال ئې د جوټې خبر ورکولو، اننګي ئې لکه د مڼې سرۀ سپين وو او پۀ سترګو کښې ښکلا او معصومتيا سره پۀ ګډه اخلے شوے وۀ او پۀ يو ځل کتو ئې خلق ځان ته متوجه کولے شو. ما چې به کله کله پۀ شيشه کښې هغۀ ته کتل نو خدائے خبر چې ولې به زما په زړۀ کښې دا خواهش سر راوچت کړو چې د داسې ښائسته هلک سره دوستي پکار ده. د دې نه وړاندې زما پۀ رکشه کښې قسماقسم سورلۍ راختې دي او خپل منزل ته مې رسولې دي خو دا عجيبه سورلۍ ده چې زۀ ئې د خپل معصومانه نظر پۀ ولقه کښې را ايسارولم. د هغۀ متعلق ما لا دا فکر کولو چې د بازار پۀ سر کښې ئې راته د اودرېدو ووې او دې وېنا سره ئې نزدې درې چتيزه بلډنګ ته منډه کړه چې تۀ لږ وار وکړه زۀ راځم. "زۀ به ورسره د خبرې سر څنګه اړوم،ما ورسره د خبرې کولو څۀ بانه څۀ وجه لټوله چې پۀ درنګ ساعت کښې دعه سورلۍ بيا زما رکشې ته راټوپ کړه، پۀ خُلۀ ئې هيڅ ونۀ وې او پۀ لاس ئې راته د تلو اشاره وکړه. تۀ کۀ ما داسې پۀ روډ زغلوې او راته د خپل منزل درک نۀ راکوې نو صبر وکۀ چې دې خواته پمپ کښې دې نيستمنې کښې پيټرول واچوم چې پکښې درله بيا بې ويرې ترهې چکرې درکړم" "شابه زر کوه- ټينکۍ فُل کړه". او هغه بيا د ترخ جېب نه د سلو روپو نوټونه راوښکل،ما ترې نه پنځه سوه روپۍ تر ګوتو کړې، هغۀ راله نورې هم راکولې زۀ د هغۀ پۀ دې سخاوت پوهه نۀ شوم خو بيا مې سوچ وکړو چې دنيا هم پۀ داسې ښو خلقو اباده ده. ځان سره ما کرل رېبل چې دې رانه کله کوزېږي نو شايد چې زما جېب د نوټونو نه ډک کړي خو زۀ دے پرېږدم چرته. دۀ سره خو ما د ملګرتيا جوړولو اراده کړې ده. هغۀ راته ناڅاپه بيا د اودرېدلو ووې، دا ځل دے پۀ يو تنګ بازار کښې ورننوته. زۀ نۀ يم خبر چې د دۀ پۀ دې بازار کښې د چا چا سره کار ؤ. دا ځل هغه د وړاندې نه ډېر ساعت تېر کړو، ما ترې نه پۀ وړمبي ځل پوښتنه وکړه "تۀ جوړ پۀ دې بازار کښې هر دوېم کس پېژنې" هغه ماته پۀ خندا شو "هو دا ټول زما د ترورۍ زامن دي" زۀ د هغۀ پۀ دې جواب لږ  راغونډ شوم لکه چې ما ترې نه د ماشومانو پۀ شان تپوس کړے وي.زۀ د هغۀ د خندا سره لږ ډاډه شوم ځکه مې ترې نه بيا تپوس وکړو "تۀ کار څۀ کوې؟" او هغۀ زما پۀ دې تپوس را برند شو "د خپل کار سره کار ساته، زۀ څوک يم، څۀ کوم، دې سره ستا څۀ غرض دے؟"هو- واقعي چې زما د هغۀ نه داسې تپوسونو ته حاجت څۀ وۀ خو زما يو نامعلومه احساس دا غوښتل چې زۀ د هغۀ سره اشنا شم. هغه زما سره اشنا شي او دغه شان زمونږه دا اشنائي پخه شي خو پۀ وړومبي ملاقات کښې څوک د چا سره اشنا شوي دي. زۀ لا پۀ دې خيالونو کښې ډوب ووم چې هغۀ راته يو ناڅاپه د اودرېدو ووې.هغه د رکشې نه سر رابهر کړو، وړاندې وروستو ئې وکتل خو شايد چې څوک ئې پۀ نظر رانۀ غلۀ، هغه جوړ د چا پۀ تکل کښې راوتے وۀ، ماته ئې بيا د تلو اشاره وکړه. د بازار پۀ سړکونو ئې تاوولم راتاوولم. خدائے خبر چې هغه د چا پۀ لټون پسې راوتے وۀ. پۀ روانه رکشه کښې به ئې لږ لږ ساعت پس مخ رابهر کولو او پۀ پېدل کسانو او پۀ دکانونو کښې به ئې ناستو خلقو ته داسې پۀ غور کتل لکه چې د بازار پۀ دې ګڼه ګوڼه کښې خپل ملګرے صحيح کوي او چې کله ورته دغه د مودو ورک شوے ملګرے پۀ لاس ورشي نو شايد چې ځان ته ئې کلک را ترغاړه باسي. چې د بازار اخري سر ته راورسېدو نو هغۀ ماته د اودرېدو ووې او پۀ لاره روان يو سړي پسې ئې چغه ووهله. زما پۀ زړۀ کښې تېره شوه چې ګني دے پۀ چا پسې راوتے دے، هغه دے اوئې ليده او زما د دۀ سره دا وقتي ملګرتيا به اوس درنګ ساعت کښې ختمه شي خو خوشحاله پۀ دې شوم چې هغه لاروے د دۀ ملګرے نۀ وۀ بلکې صرف ئې ترې نه يو تپوس کوو چې " پۀ دغه چوک کښې يوه جلسه کېدونکې وه خو دلته هيڅ قسمه ګڼه ګوڼه نشته" "وزير صېب راونۀ رسېدۀ هسې ئې خلق پۀ طمع کړي وو" دغه لاروي ورته جواب ورکړو، هغۀ چې د خپل تپوس جواب واورېدۀ نو زما د رکشې نه کوز شو، ماته ئې وکتل، د جېب نه ئې قوده قوده نوټونه راوښکل او راته ئې ووې "ځه استاذ مزې کوه، بخت دې د ښو دے ګني اوس به راسره تۀ هم چپه شوے وے"

♣♣♣

  د سحر شور          د زلمي شاعر او اديب نورالرحمان سحر وړومبنۍ شعري مجموعه ده چې دوستانو مرکې مردان له خوا چاپ او خوره شوه، د هر مشهور کتب فروش نه ئې ترلاسه کولې شئ. 

پاڅون