Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mutafarriqat 2-9-9

ډرون(Drone) څۀ شے دے؟

سېد ياسر علي باچا

    د جديد سائينس پۀ ايجاداتو او دريافتونو کښې د يهودي سائينسدانانو برخه د هر چا نه زياته ده.  پۀ کال ١٩٩٠ء کښې د اسرائيلو د هوائي فوځ  د ډيزائن يوماهر د شاتو د نرۍ مچۍ (Drone) پۀ شکل يوه الوتکه جوړه کړه چې د پائلټ نه بغېر الوځي او د رېډيائي پلوشو په ذريعه  د زمکې نه کنټرول کېږي.  دا  الوتکه د فلسطين او نورو عرب ملکونو د جاسوسۍ د پاره جوړه کړې شوې وه. دا الوتکه يا مچۍ پنځويشت زره فټه  اوچته الوځي.  پۀ دې کښې لېزر ګائډډ ميزائل لګېدلے وي او کېمرې هم ورسره فټ وي. د ډرون رفتار اوسطاً يو سل اولس ميله پۀ  ګېنټه کښې وي. دا الوتکه ٢٧ فټه اوږده او اوچتوالے ئې څۀ شپږ فټه وي، د دې وزن ١٣٠٠ پونډه وي. د ډرون  ټېکنالوجي امريکې خپله کړه او ډېر کار ئې ترې واخستو. دا جازونه د ٢٠٠١ء نه را پۀ دېخوا پۀ افغانستان کښې پکارولے شو خو د جون ٢٠٠٤ء نه را پۀ  دېخوا دا د پاکستان پۀ قبائلي علاقو پۀ خاصه توګه  پۀ وزيرستان کښې استعمالېږي. وړومبۍ حمله د جون  پۀ اتلسمه ٢٠٠٤ء کښې د طالبانو پۀ  مشر نېک محمد شوې وه. پۀ ډمه ډولا باندې هم چې کومه حمله شوې وه، هغه هم د ډرون حمله وه. پۀ پنځم اګست ٢٠٠٩ء چې وزيرستان کښې کومه حمله شوې وه، وائي چې پۀ هغې کښې بېت الله محسود چې د طالبان تحريک پاکستان مشر وۀ، هغه او د هغۀ څو ملګري مړۀ شو. د ډرون حملو دپاره د انساني جاسوسانو نه کار اخستلے شي، جاسوسانو سره ډېر واړۀ چپس غوندې وي چې هغه پۀ کوم  ځائے يا کوم کور ولګوي نو دهغې رېډيائي  پلوشې د ډرون جاز ته رسي او ډرون هم پۀ هغه ځايونو مېزائل ورخوشې کړي. وئيلے شي چې  د ډرون حمله نه خطا کېږي، تر اوسه  پورې پاکستان کښې د ډرون حملو کښې د  القاعدې څوارلس تنه او عام خلق د اوو سوو نه زيات مړۀ شوي دي. د ډرون حملې د پښتنو پۀ  قبائلي علاقو جاري دي او د حکومت احتجاج هم جاري دے.  پۀ راتلونکو نزدې  وختونو کښې د دې  چپاونو د بندېدو څۀ اثار نۀ  ښکاري.



د سادګانو وروڼو قيصۍ
 سېد محمد علي

وائي چې پۀ يو کلي درې وروڼه وو، هغوي ډېر سادګان وو، دوي سره څۀ پېسې وې، پۀ هغو ئې يو جريب زمکه واخستله. وئيل ئې چې زمينداري شروع کوو، چې دخلکو دخندا او خبرو نه بچ شو. درېو واړو د شپې صلا کوله چې زمکه خو مو واخستله خو د زمکې د اوبۀ خور به څۀ چل کوو. د دې زمکې خو اوبۀ نشته. يو ورور ئې ووئيل کۀ مو خوښه وي پۀ زمکه کښې به يو کوهے وکنو او پۀ هغې به ئې اوبۀ کوو. ټولو ووئيل چې ډېره ښه خبره دې وکړه. سبا له دوي پټي ته لاړل او د کوهي کنستل ئې شروع کړو، چې کوهے ئې وکنستلو او اوبۀ پکښې راووتلې نو ډېر خوشحاله شو او يو بل له ئې مبارکۍ ورکولې، چې پۀ دې کښې ئې د کوهي نه را ايستلې شوې د خاورې ډېري ته خيال شو، وئيل ئې دې دومره خاورې سره به څۀ کوو. د شپې ناست وو صلا ئې کوله چې يو ورور ئې ووې چې د دې خاورې دپاره به يو بل کوهے وکنو او دا خاوره به هغې ته وروغورزوو، بله ورځ لاړل او دوېم کوهے ئې وکنستلو او د وړومبي کوهي خاوره ئې ورته ور وغورزوله او ډک ئې کړو، چې پۀ دې کښې ئې د دوېم کوهي نه رواتلې خاورې ته پام شو چې اوس دې ډېري سره به څۀ کوو. يو ورور ورته ووې دا به هغه وړومبي کوهي ته ور وغورزوو. دا خبره د نورو دواړو وروڼو هم خوښه شوه او هغه خاوره ئې هغه وړومبي کوهي ته وغورزوله. بيا ستړي ستومانه کور ته راغلل وئيل ئې مونږ څومره هوښياران يو ګني دې دومره خاورې سره به مو څۀ کول، د کوهي کنستلو خبره ئې پرېښوده. مشر ورور ورته ووې چې پۀ دې زمکه کښې داسې فصل کرل غواړي چې اوبۀ نۀ غواړي، درېو واړو سوچونه کول چې داسې به کوم شے وي. يو ورور ئې ووې کۀ مو خوښه وي نو مالګه به پۀ کښې وکرو، دا خبره د ټولو خوښه شوه. يوه دړۍ مالګه ئې واخستله او پۀ پټي کښې ئې ونوستله. لس اتۀ ورځې پس درېواړو ووئيل راځئ چې د فصل تماشه وکړو، چې مالګه راختلې ده او کۀ نۀ، چې پټي ته لاړل نو پټے خالي مېدان پروت ؤ. پۀ پټي کښې ګرځېدل چې ويې کتل نو پۀ پټي کښې ملخانو ټوپونه وهل، يو ورور ئې ووې چې زمونږ مالګه هم دې ملخانو خوړلې ده، ځئ چې مړۀ ئې کړو. پۀ ملخانو پسې ئې منډې شروع کړې، پۀ دې کښې يو ملخ د يو ورور پۀ سينه کښېناستو، دۀ نورو وروڼو ته شپېلے ووهۀ او د ګوتې پۀ اشاره ئې ورته ووې چې دا دے ناست دے، هغه يو ورور سره غټ کاڼے وۀ، ګوزار ئې پرې وکړو، ورور ئې پۀ زړۀ ولګېدو او مړ شو. مشر ورور ورته ووې دا دې څۀ وکړل نو ورور جواب ورکړو چې لالا يو ئې رانه مړ کړواو يو مو ترې مړ کړو. د کلي خلق راغلل پاتې دواړه وروڼه ئې ښۀ وډبول.
 
(قيصۍ لاړه کواټې له مونږ راغلو پراټې له)



وزيرستان