Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Your Letters

هرچې ستاعېب وتا وته ښکاره کړه      په جهان کښې هم  هغه ګڼه ياران

  د پاڅون په نوم ................ ستاسو ليکونه

د پاڅون مدير صاحب

هر طاقت له برمه پريوت خو پښتو ئې ختمه نۀ کړه
څۀ خو شته دے خالي نۀ ده کرشمه په دې پښتو کښې

د زمانې مغل کۀ هر څومره زما نه زما مورنۍ ژبه پښتو د تروړلو هڅه کړې ده نو هر ځل ئې ماتې خوړلې ده ولې چې زما پښتو نره ژبه ده په خپلو زرګونو کالو لرغوني تاريخ کښې خپلو خپلوانو ورته هم په مرۍ څو څو ځل چاړۀ راښکلې ده ډېره ئې خفه کړې ده خو زما پښتو د کرشمو ډکه ده اوس هم د سيالو سره سياله ده او ولې به نۀ وي چې تر څو په مخ د زمکې د پښتو اديبان ،شاعران ،ليکونکى او پښتو مينه وال ژوندى وي د پښتو اډاڼه به کلکه ولاړه وي او د دې خبرې ښکاره ثبوت د "پاڅون " مجلې د ټولو ملګرو او په خصوصى توګه ستاسو پخپله د زړۀ د اخلاصه او بې لوثه جذبه ده چې د پښتو شعر و ادب په پرمختګ کښې ستر رول لوبوئ. زما په نزد ټولو کښې زياته د خوشحالۍ خبره دا ده چې په نننى کمپيوټرازډ دور کښې "پاڅون" په انټرنېټ موجوده او د نړۍ ګوټ ګوټ کښې پرې پښتانۀ او په پښتو مئين خپله د پښتو د مينې تنده ماتوى هم دغه د پښتو د بدلون او پاڅون نوم دے

ډېره به ښۀ وي کۀ "پاڅون" کښې يو څو پاڼې د انګرېزۍ ژبې هم خوندى شي چې د نړۍ نورو خلقو ته د پښتو د ادب، کلتور، تاريخ او هر قسمه معلومات په انګرېزۍ ژبه کښې وړاندې شى او دا رنګې د نورو قامونو خلق د پښتو او پښتون د اصل حقيقت نه خبر شى. د نواب خان کاکا د "تېر وختونه" او د انور حسن لاغر خټک "تورې تيارې او تېرۀ ازغى" شعرى مجموعو باندې مې تبصرې ليکلې دى او ياسر على باچا صېب ته مې پرېښې دى هيله لرم چې په "پاڅون" کښې به ورته ځائے ورکړئ

په ډېره مينه جمشېد اقبال فضل حق کالج مردان

Pasoon January 2012

د پاڅون مجلې مسؤل مدير او ټولو ملګرو ته سلامونه

د ستمبر او اکتوبر 2011ء ګڼه راته تر لاسه شوه چې زما د لوستلو تنده پرې ماته شوه "پاڅون" مجله د پښتونخوا وطن په هغه سنجيده ادبي مجلو کښې ده چې خپل يو ځانګړے حېثيث لري او هغه دا چې د ادبى فنپارو سره سره معلوماتي او تاريخي ليکونه هم خوروي چې لوستونکو ته نۀ يواځے د ادب په لار ښودنه کوي بلکې د ژوند د نورو هلو ځلو او تاريخ په حواله هم يو مهم کردار لوبوي

د ستمبر اکتوبر په مجله کښې څۀ املائي غلطۍ هم راغلې دي او په عکسونو کښې د حفظ مراتب خيال نۀ دے ساتلې شوې ځکه چې د افضل بنګش صېب عکس له مناسب ځاے نۀ دے ورکړے شوے د دې خيال پکار دے

زما په خيال کۀ په "پاڅون" کښې د طالبعلمانو دپاره علمي او تحقيقاتي مضامين چاپ کړے شي نو دا به نوره هم ښه وي
ډېره مننه
 
سليم خان
پخوانے کونسلر پورے هوتے مردان

محترم ډاکټر اسرار صاحب د ډېرو سلامونو نه وروستو

ښاغلي عبدالجبار حامد د "پاڅون" جولا ئى او اګست ګڼه کښې په اتۀ پنځوستمه صفحه د ښاغلي سردار يوسفزئي د شعري مجموعې د سرسري جائزې په نوم سمندرونه په کوزه کښې د بندولو ناکام کوشش کړے دے- ناکام مې ورته ځکه ووې چې زما غوندې د لږ لوستي کسانو تنده پرې نۀ ده ماته شوې- نۀ د شعري مجموعې په سرسري جائزه او نۀ په هاغه جملهائے مقصد خو چې عبدالجبار حامد يې طفيلى ذکر کړے دے.
د سردار يوسفزي د شعري مجموعې تفصيلي جائزه په عبدالجبار حامد د سردار يوسفزي قرض حسنه شوه-په کتاب د سريزو ليکونکو رفقاؤ سېرحاصل بحث د هغوي برخه ده او تاسو به ارومرو د خپلې برخې حق ادا کوئ په پښتونخوا کښې د علم او علمي ادارو د جال خورولو اړخ ته مخص اشارې کافي نۀ ښکاري په دې حقله ځان له د يو تفصيلي او معلوماتي بحث غوښته ده- او بيا باچا خان سره د ملګرو عالمانو چې د پښتونخوا په ګټ ګټ کښې د تعليم او تربيت وړې وړې مدرسې پرانستې وې د هغوي دا زحمتونه چرې هم د هېرولو جوګه نۀ دي
ميا عمر صيب د څمکنو په حقله معلومات حېران کن دي- دا هم سره د سوات،پېښور او هوتي مردان د مکملې تفصيلي جائزې متقاضي دي او بيا د على خان ذکر هم په تنانا کښې باکل خوند ونۀ کړو، دې له ځان له د"پاڅون" يو څو صفحې تورول پکار دي، هن رښتيا عبدالجبار حامد د خپلې جائزې په ابتداء کښې سردار يوسفزي ته د قلم د زور د سيوا کېدو دعا کړې ده- دا دعا ما هم عبدالجبار حامد ته په کربلا د ليک د چاپ په موقع کړې وه چې ستائېلې کربلا شي د قلم زور دې سېوا شي
بيا مې د تصحيح په غرض خوږ عزيز ياسر على باچا ته په فون درخواست هم کړے وۀ چې د " سېوا" په ځائے "بلها" چاپ کړئ خو غالباً خط د غائبانو د نظر ښکار شو، چاپ نۀ شو. . والسلام خاکسار
سيد منظور حسېن باچا
هوتى مردان

 
ګرانه ډاکټر اسرار صېب
سلامونه
د "پاڅون" دپاره يو ليک درلېږم کۀ د "پاڅون" دپاره موزون وي ښه به وي د "پاڅون" رالېږلو ډېره ډېره مننه ستاسو يوه خبره راته ياده ده د هغې په رڼا کښې به زۀ خپل يو کتاب د شفق صېب په لاس درولېږم او د کتاب سره به پنځه روپۍ هم درولېږم چې زما کتاب د چايو په پيالۍ ولولئ تاسو هم د "پاڅون" سره سره څۀ نقد رقم لېږل شروع کړئ دا تاواني سودا نۀ ده
ستاسو د محنت دپاره دعا ګانې تاسو يو ښه خدمت شروع کړے دے خدمت او محنت نۀ ضائع کېږي زۀ به کوشش کووم چې د "پاڅون" دپاره څۀ ليک درلېږم خو زما سره مئسله دا ده چې زۀ ادبي سړے نۀ يم د شاعرانو او د اديبانو د ټول يعنې شمېر نه بهر يم تين يم نۀ تېره خو ګوزاره روانه ده روغ جوړ او خوشحاله اوسئ
ستاسو ملګرے
غني خان خټک اسلام اباد


محترم ډاکټر اسرار صېب او حضرت زبېر زبېر صېب

السلام عليکم 
د سلام نه پس عرض لرم چې ستاسو ګڼه "پاڅون" راورسېده ومې لوسته نثر او نظم په کښې دواړه ښۀ دي د اندېش صېب غزل ډېر وږد دے خو مقطع په کښې نشته دغه رنګ په نظم کښې او غزلونو ځنې ځنې نورې هسو کوي شوي دي بله ضروري خبره چې زۀ کوم هغه دا ده چې ملک احمد په نوم چې ليک شوے دے په هغې کښې ليکوال ملګري ليکي چې يوسفزئي سوات ته په اسانه راننوتي وو نو زۀ دلته وضاحت کول غواړم چې د سوات په سيمه يوسفزي د سواتيانو سره تقريباً نولس کالونه جنګيدلے دي او د هغې نه پس په مکمل توګه په سوات کښې آباد شوي دي ددې خبرې وضاحت مې ځکه کولو چې دا تاريخ زمونږه مشرانو به اکثر مونږ ته وئې نو ځکه ما ته ياد دي
ستاسو کشر
حميد اقبال خان ګلرنګزے
عثمان خېل کورونه محله ګلرنګزے مينګوره سوات

.......................................................................
ښۀ خواړۀ چې يو يې خوري بل ورته ګوري خواړۀ نۀ دي هغه زهر دي ګويا -- رحمان بابا
 
Pasoon September October 2011

ملګرو

نېکې پېرزونې او درانۀ سلامونه

زۀ د پاڅون هره يوه ګڼه ډېره په شوق لولم او ډېره زياته مې خوښيږى، په پښتو کښې زما په خيال دا داسې يوه مجله ده چې په باقاعدګۍ سره چاپ کېږى او په خپلو پاڼو ډېر معلوماتى ليکونه خوروى زما غوندې د ادب طالب علمان ترې نه ډېره فائده اخستې شى.
په دې مجله کښې نۀ صرف د مشهورو او لويو لويو ليکوالو ليکونه چاپ کېږى بلکې ورسره ورسره د نوو شاعرانو او اديبانو هم ډېره ښه حوصله افزائى کېږى.
زۀ د دې ليک په رڼا کښې د پښتو ژبې سره تعلق لرونکو ټولو نارينو او زنانو ته دا وايم چې په دې نړۍ کښې چې څومره هم قامونه دى هغوى د خپلې ژبې سره بې حده مينه لرى نو ځکه د ترقۍ او پر مختګ په بام ولاړ دى هغه خلق هيڅ کله هم د خپلې ژبې سره داسې د بې خوندۍ سلوک نۀ کوى لکه څنګه چې مونږ پښتانۀ ورسره کوو په اخره کښې زۀ ټولو لوستونکو ته خواست کؤم چې په نن وخت کښې  پاڅون يوه معلوماتى او ادبى مجله ده پکار ده چې مونږ ټول ورسره دومره مينه وکړو څومره مينه چې ورسره د دې چلونکى کوى مونږ له پکار دى چې قلمى او مالى مرسته ورسره وکړو چې دا مجله هم لکه د نورو ګڼو مجلو پشان د ناکامۍ ښکار نۀ شى او کۀ چرې دا مجله خدائے مۀ کړه بنده شى نو دا به د پښتو ژبې دپاره ډېر لوئے زيان او تاوان وى

بيا وهم پترى په خپل ټوټې ټوټې کچکول                خېـــر د پښتنــو نه د پښتـــو دپاره غواړمه

والسلام

ستاسو ملګرے
حضرت ولى دلسوز

کلے نرو چارسده


Pasoon July August 2011

Pasoon May June 2011

 
اړه)

پاڅون پبلشرز