Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Nazmmona 9-9

سکول ماسټر ته فېض الله فېض (يادګېرنه) اتم ستمبر د تعليم (خواندګۍ) او پنځم اکتوبر د "استاذ" د نړېوالو ورځو د نمانځنو په لړ کښې مونږ دخدائے بخښلي فېض الله فېض دا نظم خوښ کړۀ. د دې هيلې سره چې لوستونکي به د "پاڅون" له لوري د فېض الله فېض روح ته د مينې او عقيدت او د هغۀ د شعر د هنر لوئے شان ته د يادګېرنې او درناوي يو کوشش وګڼي. اداره د ښاغلي د ژوند دنورو قدرونو او لارو چارو ته د خپل قلم او نظر بخښلو بې حده مننه کوي.......اداره 

نۀ موم زۀ هغه الفاظ چرته کښې

 چې پرې ظاهر ستا شخصيت کړمه زۀ

قلم مې مات دے دا طاقت نۀ لري

چې پرې تحرير دا ستا عزت کړمه زۀ

داسې دماغ خدايے رابخښلي نۀ دي

چې تصور دې پرې شفقت کړمه زۀ

دا ستا تعريف دا دې منم ليکم
خو خيال کوم چې بيا هم کم ليکم

بې شکه مئېندې زېږوي بنيادم

تۀ په رښتيا ترېنه انسان جوړ کړې

په حېثيت د يو ذرې وي پېدا

تۀ ترېنه ستورے د اسمان جوړ کړې

دا خپلې وينې شي پرې وچې دا ستا

د هغۀ بې مثاله شان جوړ کړې

راته ووايه ستا کوم ځان وبولم
تا فرښته او کۀ انسان وبولم

نادانان راشي په مکتب کښې کښېني

عقل ور وښائي هوښيار جوړ شي

د تا شفيق سره ئې وخت واوړي

چې رخصتېږي ترې معمار جوړ شي

چې دا ستا مينه محبت وويني

مينه کړي زده او مينه دار جوړ شي

ځان او خلق وويني ادب وويني
د زړۀ پۀ سترګو باندې رب وويني

سبا پۀ تخت کښېني بادشاه جوړ شي

د دې شاهۍ بنياد دے ستا د لاسه

سبا چې قام ابادوي مکتبيان

خود به دا قام اباد دے ستا د لاسه

آزادي خپله کړې غلام ازاد کړې

دغه غلام ازاد دے ستا د لاسه

سبا کۀ ئې سمه لار نيولې ده
ولې خو تا ورته ښودلې ده

کۀ تۀ ګمنامه ئې خفه چې نۀ شې

د خدائے نظر کښې تۀ ښکاره ئې ګورې

کۀ څوک کتل درته په سپک نظر کړي

خېر دے د خدائے په نزد اعلٰي ئې ګورې

کۀ څوک بدل د دې خدمت نۀ درکي

طمع ئې مۀ کړه تۀ بالا ئې ګورې

د خدائے بنده چې وي دنيا نه غواړي
د خپل خدمت له چا صله نۀ غواړي

خدائے چې دې شته دے څۀ پروا لرې تۀ

هغه سره خو خزانې ډکې دي

دا ستا په شانتې چې صابر شي څوک

ورته د رب نعمت خانې ډکې دي

چې د دنيا شراب نۀ څښي هغۀ تۀ

د جنتونو مې خانې ډکې دي

اے د خدائے نېک بنده سلام سلام
دغه سلام د فېض مدام مدام


 
♣♣♣

امن.........
پروفېسر عنوان الدين کاکاخېل
 
امن غواړم خو د کور پۀ بدل نۀ

 امن غواړم خو د ورور پۀ بدل نۀ

امن غواړم خو د زور پۀ بدل نۀ

 امن غواړم د پېغور پۀ بدل نۀ

کۀ داسې نۀ وي نو پۀ هر څۀ د بيا اور ولګي

 امن دښمنه دې د زړۀ پۀ سر نسکور ولګي

زۀ امن غواړمه د کرکې تربګنۍ پۀ بدل

 زۀ امن غواړمه د نفرت او دښمنۍ پۀ بدل

زۀ امن غواړمه د ناترسه بدامنۍ پۀ بدل

 زۀ امن غواړم د بې ايمان د بې ايمانۍ پۀ بدل

زۀ امن غواړم د دې خاورې ښېرازۍ پۀ بدل

 زۀ امن غواړم د وطن د سوکالۍ دپاره

د چتراله تر بولانه چې پښتون شي مينه مينه

 دوي خواږه شي يو تر بله د شودو او د ګبينه

هر زلمے شي لونګين او هره پېغله ماجبيه

 پۀ ډاګه دا خبره چې يو ځل شي سره سپينه

جرګې شي،مرکې شي، ابادې بيا حجرې شي

 يوه ئې ورورولي وي خېلونه کۀ تپې شي

رنګونه ښکلاګانې خوشبوئي چې مو نصيب شي

 پټي دي کۀ باغونه ورشوګانې پۀ ترتيب شي

بڼېږي پۀ ګلونو لولکۍ، بوراګان کۀ عندليب شي

 شريکه مو روزي شي د امير کۀ د غريب شي

د بارودو د ګوليو د دوزخ نه بيا جنت جوړ شي

 پۀ بل څۀ نۀ د پښتنو پۀ ننګ غېرت جوړ شي

 

د ملاکنډ ډيوژن آئي ډي پيز....................عبدالجبار حامد
 
د سبا پۀ ډول ښکلې جنتي ټوټه معموره

 خوشبوئي چې د ګلانو ئې پۀ هوا باندې سورې وې

د ولو دلربا ساز ئې دړمن زړونو له ټکور وۀ
دا د چا بد نظر واخست دا فردوس زمونږ  د زمکې

 پۀ بنګار پکښې د شاتو د مچيو فاقلې وې
خلق ټول کډه پۀ سر شول ترې د سمې پۀ لور تښتي

پښې پښې ابله سيال ځوانانو خپل پلاران پۀ اوږو کړي

 پرده دارې خويندې ميندې ګلوپونه پۀ غېږ لوښتي

دا قصور زمونږه خپل دے مونږ پخپله داسې وکړل

 د حجرې،جومات رشته مو پۀ خپل لاس وشوکوله

اوس جومات ته ناشنا راشي وي حجره ترې بې خبره

 جومات نۀ  لري خبر هم د حجرې له مسافره

پښتانۀ به خبردار وو د راتلونکې خطرو نه

 ميراثه داوه ورکړې احمد خان او شاه منصور

اوس مالدار، غفلت شعار شول ترهه ګرو شر پسندو

 پکښې ځان له ډډون وکړو او پېدا ئې کړو فتور

اوس د خدائے فضل ته ګورئ عساکر دې زنده باد وي

 پۀ سجدو ورته راستون شئ علاقه موواګزار شوه

پير بابا(رح) ته سلام وکړئ د نمسو ئې زيارت وکړئ

 دا د دوي روحاني فېض وۀ چې دا سيمه پۀ قلار شوه

اوس لښکرې د ميچ لاکو پۀ جديده وسله پور کړئ

 فراست او شجاعت کښې خان لالا (٣)ورله ضرور کړے

 در پۀ در پښتانۀاخونزاده فرمان مسافر
پوئے نۀ شو هيڅ پۀ ژوندانۀ پښتانۀ

 د انتشار ښکار شو پاخۀ پښتانۀ

پۀ خپله خاوره خپل اختيار نۀ لري

 بې وسه دومره شو درانۀ پښتانۀ

چې د اغيار لښکر پرې بلوسې کوي

 نيست و نابود شو دا پۀ څۀ پښتانۀ

د يو بېرغ لاندې ئې خدائے کۀ راغونډ

 د پښتونخوا خوارۀ وارۀ پښتانۀ

د نفاق جرړو کړو يووالے ميرات

 لا دي پۀ خوب باندې اودۀ پښتانۀ

له خپله کوره شو بې کوره همه

 شو خپل هېواد کښې مېلمانۀ پښتانۀ

اغيارو ورکړې د چاودنو تحفې

 بېګناه مړۀ شو پښتانۀ پښتانۀ

چې ځارېدل او دړدېدل پۀ يو بل

 څۀ شو هغه خواږۀ خواږۀ پښتانۀ

چې د مړانې نوم ترې لرې نۀ شي

 نۀ کړې يا ربه! تۀ سپېرۀ پښتانۀ

اغيار به مخه کړه بدله ورته

 پۀ کومه لاره چې به تلۀ پښتانۀ

خون خرابه فساد دې نشته څۀ نور

 ستومانه ډېر شو پۀ دې کړۀ پښتانۀ

د غزنوي او ابدالي نوغي دي

 د پښتونخوا دي څومره ښۀ پښتانۀ

د تربګنۍ وسائل هيڅ نۀ لري

 هسې سزا خوري لوئے واړۀ پښتانۀ

د ارمان اوښکې څڅولې هر چا

 له کلي کوره چې واتۀ پښتانۀ

هرې سختۍ له اوس هم غېږ ورکوي

 دومره خو نۀ دي لا بې زړۀ پښتانۀ

خواهان د امن دي خو دي بې وسه

 اور د بارودو کړۀ وراتۀ پښتانۀ

هټلر هم ځان پۀ پښتنو کښې شمېرۀ

 پۀ پت مئين ګڼل به دۀ پښتانۀ

پۀ کارنامو چې مسافره! ياددي

 د خاورو لاندې شو زاړۀ پښتانۀ

 
نيمګړے نظم
 
  نورالامين يوسفزے
زما ساده او پۀ ما ګرانه اشنا

 د وطن غم کښې سرګردانه اشنا

ستا د ساده ساده ارمان نه قربان
ستا د معصومو ارزوګانو نه ځار

ستا د رېښې رېښې ګرېوان نه لوګے

چې قصابانو ته پرهر ژاړې

 چې شرمخانو ته ځيګر ژاړې

ورته چې سوات او پېښور ژاړې

دا نقيبان د تورې شپې اشنا

 دغه چلباز د زمانې اشنا

دا سوداګر د دې مېلې اشنا

دا آدم خور د آدم زاد جامه کښې
دا د افرا او توره بان بچي

 دغه دېوان د پرې زاد جامه کښې
دا د ابليس او د شېطان بچي

دوي د تهذيب پۀ نوم وحشت خوروي

 پاکو نامو باندې دهشت خوروي

د محبت پۀ نوم نفرت خوروي

پۀ ظاهر سپين پۀ باطن تور قاتلان

 دي کۀ دلرې کۀ د کور قاتلان

تا چې پۀ ما او ما پۀ تا وژني

 زمونږ بچي زمونږ انا وژني

زمونږه امن او ښکلا وژني

دا مو د ننګ او د غېرت دښمنان

 زمونږ د مينې محبت دښمنان

زمونږ د ښکلي ثقافت دښمنان

دغه کۀ سپين دي او کۀ تور لاليه

 دي کۀ پردي کۀ دي د کور لاليه

دې سوداګرو ته زارۍ مۀ کوه

 هسې عبث دغه خوارۍ مۀ کوه

دوي نۀ طمع د ورورۍ مۀ کوه

دوي زمونږ نوغے وباسل غواړي

 پۀ خپل وطڼ کښې مو وژل غواړي

زمونږ پۀ سر لوبې کول غواړي

درته يو سوال پۀ عاجزې کومه

 ډېر پۀ منت او پۀ زارۍ کومه

راځه چې قام له يو پېغام ورکړو

ورله د نوي ژوند الهام ورکړو

راځئ چې ټول يوه جرګه وکړو

 چې سره کښېنو مرکه وکړو

چې يوه سکوټه فېصله وکړو

دا فېصله پۀ اتفاق ملګريو

 چې نور به نۀ کوو نفاق ملګرو

نور به دبل پۀ مخکې نۀ ګډېږو

 نور به د بل دپاره نۀ جنګېږو

نور به پۀ يو بل باندې نۀ بلوسېږو

ځو به د علم او هنر پۀ لاره

 د خپل کلتور د خپل رهبر پۀ لاره

د روڼ سبا د نوي نمر پۀ لاره

دا مو مقصد دا مو مراد دے اشنا

 دغه د نوي ژوند پېغام دے اشنا

 
 سوات
  
  وصال محمد قرېشي
ښائسته ښائسته د دنګو دنګو چنارونو سواته

 چا د نظره کړلې

د شنو شنو غرونو او د واورو او سيندونو سواته

 چا د نظره کړلې

اوس د بارودو د لوګو تور پۀ ګلونو ښکاري

 اوس د وحشت د ويرې زېړ رنګ پۀ مخونو ښکاري

اوس سرې لمبې دې پورې شوې پۀ کورونو ښکاري

  
هره کوڅه شوله کنډر دې پۀ بمونو سواته

 چا د نظره کړلې

اوس پۀ چينو کښې دې د وينو سېلابونه راغلۀ

 پۀ څۀ ګناه دا ستا پۀ سيمه تندرونه راغلۀ

خدايه هغه وختونه څۀ شو څۀ وختونه راغلۀ

هيڅوک به ستا نه مړېدۀ پۀ صفتونو سواته

 چا د نظره کړلې

اوس د مڼو باغ ته چې ګورې نظرونه سيزي

 چې بلبلان پۀ دغه لار ځي وزرونه سيزي

بل شولو اور پۀ نخترونو جوړې غرونه سيزي

پۀ څۀ ګناه شولې لمبه د بهارونو سواته

 چا د نظره کړلې

د مينګورې بازارونه دې اوس شاړ پاتې شو

 تيار فصلونه پۀ پټو کښې هم ولاړ پاتې شو

چوکونه ستا اوس پۀ سرو  وينو کښې لتاړ پاتې شو

دغه سېلۍ والوته ستا پۀ بازارونو سواته

 چا د نظره کړلې

د خپله کوره در پۀ در شو ستا د کلو خلق

 پۀ څۀ ګناه کډه پۀ سر شو ستا د کلو خلق

هسې بې ځايه کور و کر شو ستا د کلو خلق

لکه باران اوري ګولۍ ستا پۀ کورونو سواته

 چا د نظره کړلې

ګرمۍ وهلي به د واورو تماشې له راتلۀ

 خلق سکون له به راتلۀ خلق مزې له راتلۀ

وصاله ستړي به د غر وېخ ته دمې له راتلۀ

ډک د فطرت د حسنونو د رنګونو سواته

 چا د نظره کړلې

 ستا پۀ هجر کښې  
  پروفېسر فهيم شاه ظفر
ستا تندے به پۀ لېمو ښکلوم څنګه؟

 پۀ تيارو کښې به رڼا لټوم څنګه؟

تۀ  رڼا  وې  تۀ  د ژوند بله  ډيوه  وې

 پس له تا نه به ډيوه بلوم څنګه؟

چې اسرې مې ټولې لاړې بې اسرې شوې

 دا نادان زړګے به اوس غلوم څنګه؟

سمندر د دعاګانو چې مې اوچ شو

 اوس ساحل ته به کشتي رسوم څنګه؟

تۀ چې لاړلې دنيا پۀ تا تور تم شوه

 ستا غمونه به پۀ زړۀ ځايوم څنګه؟

چې څېره دې راته مخکښې مخکښې کېږي

 ستا پۀ ياد کښې به چشمان وچوم څنګه؟


د مور بي بي په مرګ (٢٢ دسمبر ٢٠٠٨)
 اميد
 
  محتاج علي سراج
 
حملې دي حادثې دي   قتلېږي مې پښتون

 مرګونه پۀ هر کور کښې ژړېږي مې پښتون

خزان دے پۀ هر لوري رژېږي مې پښتون

 بل شوي دي اورونه سوزېږي مې پښتون

هر خواته ظلم زور دے ختمېږي مې پښتون

 سپرلے چرته کښې نشته دي ګلونه غوټۍ مړاوې

ماتم ماتم ژوندون دے مايوسي ده پۀ هر لوري

 ليلٰي هم پۀ ژړا ده مجنون سر پۀ صحرا دے

راته ګرانه زندګي شوه "ربه دا کوم رنګ زما دے"

 چې دهشت وحشت را خور دے کوڅې ورانې ويجاړې

زۀ پۀ خپله خپل ځان وژنم ګيله څله کړم د بله

 زۀ د امن پېروکار يم زۀ د  امن طلبګار يم

غواړم امن پۀ جهان زۀ

 خدايه کله به سپرلے شي اميدونه به مې ګل شي

يم پۀ طمع انتظار کښې

 زۀ محتاج د هغې سحر ناست

امن