Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mutafarriqat

د ملنګۍ کچکول محمد عثمان مردانوي (آرکيالوجسټ)      

کچکول يو مقصد او مطلب ترې نه ګڼ شمېر اخستے شي. څوک ئې خېر له استعمالوي، څوک ئې خېرات له او څوک ئې صدقاتو له. څيز يو دے او کارونه ئې ډېر لکه مشهور سندرغاړے خيال محمد ئې څۀ داسې ستائي:
د ملنګۍ کچکول پۀ غاړه ګرځومه ياره وخت د مازيګر دے ديدنونه ټولومهولې اجمل خټک بابا وائي:خپل کچکول به ګرځومه خپل رباب به ټنګومه د قام خېر به ټولومه د پښتو پت به ساتمهدلته اجمل خټک بابا کچکول د ټول قام د خېر دپاره ياد کړے دے، ولې رحمت شاه سائل صېب بيا وائي:بيا وهم پتري سائل پخپل ټوټې ټوټې کچکول خېر د پښتنو نه د پښتو دپاره غواړمهپښتانۀ چې څومره زوړ قام دے هم دومره خپل زوړ تاريخ او کلتور لري. زما د محدود علم مطابق به د پښتنو معاشره کښې کچکول مونږ ته د بدهائي مذهب نه وړاندې نۀ ښکاري. کله چې دا مذهب د پښتنو سيمې ګندهارا او خواؤ شا علاقو ته راغلے او خور شوے دے نو دلته کچکول هم راغلے دے.کچکول پۀ بدهائي مذهب کښې ډېر اهميت لري. دا د بدها د ژوند يوه حصه وه. ګوتم بدهـ (سدهارت) چې کله شهزاده وۀ او پۀ محل کښې اوسېدو نو هغۀ ته د ژوند هر سهولت او مزې ملاوېدې خو کله چې هغه د محل نه بهر ووتۀ او د عامو خلقو ژوند ئې وليدو نو هر وخت به پۀ سوچ او فکر کښې ډوب وۀ. هغۀ د ژوند هر اړخ وليدو. هغۀ ځواني بډاتوب، بيماري،  غربت ډېر د نزدې نه وليدل. ورځ پۀ ورځ هغه دنيا نه بدې دو. يوه ورځ هغۀ خپل محل پرېښود او د ښار نه بهر ووتلو او د شهزاده نه ملنګ شو. هغۀ به خېر غوښتو او وخت به ئې پرې تېروۀ. څۀ وخت پس هغۀ دعويٰ وکړه چې ماته د زړۀ سکون ملاؤ شو او هغه عارف (بدهـ) شو.پۀ ګندهارا کښې بدهائي دور اهميت لري ځکه چې دلته د بدهـ مذهب ډېر اهم مرکزونو وو. بدهـ مذهب ګندهارا پۀ درېمه صدۍ قبل مسيح کښې دلته رارسېدلے وۀ.ګوتم بدهـ پۀ خپل ژوند کښې ګندهار ته نۀ وۀ راغلے خو په روحاني توګه دلته راغلے وۀ.ګندهارا ته د ټولې نړۍ نه بدهـ عالمان، تبليغيان، پوهان، طالبان راتلل او دلته به ئې د علم او پوهې زده کړه کوله.ګندهارا کښې ګڼ شمېر تبرکات راوړلي شوي وو چې د هغې د زيارت دپاره خلق راتلل.دغه ګڼ شمېر تبرکاتو کښې يو د ګوتم بدهـ کچکول هم وۀ.مشهور چيني راهب فاهئين (Fa-hien) پۀ څلورمه صدۍ عيسوي کښې ګندهارا ته راغلے وۀ او دلته ئې د ګڼ شمېر بدهائي ځايونو زيارت کړے وۀ. هغۀ پۀ خپل کتاب کښې ليکلي دي چې "پۀ پو- لو- شاپو-لو (پېښور) پۀ يو دهرم سال (بدهائي مندر او خانقاه) کښې د ګوتم بدهـ کچکول پروت دے چې اصلي حالت کښې دے،  دې زيارت ته خلق ډېر احترام او ادب سره راځي.يو بل چيني سېلانے سنګ يون (Sung yun) ذکر کړي چې ګندهارا باندې هڼ قام حملې کړې دي. د ګندهارا بادشاه پۀ بدهـ مذهب ايمان نۀ لرو او بدهـ مذهب پېروکارو هغه کچکول چرته پټ سمبال کړے وۀ.يو بل مشهور چيني راهب مؤرخ هيون تسانګ (Hive- Tasang)  چې ٦٣٠ عيسوي کښې ګندهارا ته راغلے څۀ داسې ليکي "د ګندهارا ځلنده دور ختم شوے دے،ځکه چې هن پۀ ټوله سيمه کښې ډېره تباهي کړې ده. پۀ پېښور کښې چې کومه دهرم سال او خانقاه اباده وه هاغه ويجاړه شوې ده. دلته نه د بدها کچکول غېب شوے او ايران ته وړل شوے دے.تر څو پورې چې د بدها کچکول خبره ده مونږ صرف چيني فاهئين راهبانو، سېلانيانو د حوالو پۀ بنياد خبرې کوو، کوم چې خپله دلته راغلي او دغه کچکول ئې ليدلے وۀ.هغه وائي چې د کشان قام بادشاه د يو لوئے فوځ پۀ مرسته دا کوشش کړے وۀ، هغه (بادشاه) يو غټ هاتهي چې ښکلے ئې زين کړے وۀ، د پاسه ئې پرې د بدها کچکول اېښودے وۀ خو دغه هاتهي زمکې ته راپرېوتے وۀ.بيا د بادشاه د څلورو پايو ګاډے جوړ کړۀ او ورته ئې اتۀ هاتهيان وتړل او چې کله ئې پرې دغه کچکول کېښود، هاتهيان پۀ ځائے ودرېدل او ډک ئې نۀ شو وهلے.بادشاه حکم ورکړو چې هم دغه ځائے دې يو دهرم سال خانقاه او اسټوپه جوړه کړے شي.پۀ پېښور کښې د پيپل منډهۍ سره نزدې يوه خانقاه او مندر جوړ کړے شو. دغه خانقاه کښې قريباً ٧٠٠ بدهـ راهبان تبليغيان طالبان اوسېدل.د بدها دغه کچکول به غرمې ته نزدې د خلقو زيارت دپاره کېښودے شو، خلقو به پکښې د خپلې حصې خېرات اچوۀ او تر دې چې کچکول به تر سره ډک شو. بيا به راهبانو دغه خېرات پۀ شريکه خوړو.پېښور چونکې هغه وخت کښې د ګلونو ښار وۀ نو ډېرو خلقو به پکښې ګلونو هم اچول.دغه کچکول ډېر ښکلے وۀ او چمک به ئې وهو، د دۀ ګڼ رنګونه وو خو تور رنګ پۀ زيات ؤ.الفريډ فوشر (Alfred Fousher) ليکي چې دغه کچکول پۀ پنج تيراتهـ کښې پروت وۀ کوم چې موجوده وخت کښې د سرحد چيمبر آف کامرس سره نزدې ځائے دے، ولې مرحوم احمد حسن داني صېب وئيلي دي چې د ګورګتهړي کښې پروت وۀ. د ايران نه پس دغه کچکول مزار شريف (شمالي افغانستان) ته وړے شوے،کوم چې پخوا وخت کښې هم بدهائي سيمه وه، بيا د هغلته نه کابل ته راوړے شو. کله چې کابل ميوزيم لوټ شو نو ډېره تاريخي ورثه ورکه او تباه شوه او اخر دا چې د بدها کچکول هم ورک شو او تر دې دمه ئې هيڅ پته نۀ لګي.د بدها کچکول کم و پيش دوه زره کاله شوي چې د هند نه ګندهارا ته راوړے شوے وۀ، چرته به چې د بدهائي نړۍ ګڼ شمېر ملکونو خلق به دلته زيارتونو له راتلل او ډېر وخت به ئې دلته ګندهارا کښې تېرولو.نن مونږ د دغه تاريخي تبرک صرف ذکر کولے شو

.
 ♣♣♣ 
 
راښکاره شوه کج فهمي د دې جهان

دجهان د کج فهميو لا امان

دا هم ځايے د تعجب دے کۀ ئې وينې

په بازانو چې غوټۍ وهي کارغان

دا هم ځائے د تعجب دے کۀ ئې وينې

چې مُغل کاندي بازۍ په افغان

 (خوشحال خان خټک)
 

 پاڅون