د ناصر افسانه....................... شاهد اسرار شاهد
عبدالناصر شيخکورے
د ملاکنډ دسيمې يو ليکلے
لوستلے افسانه نګار دے
او د "غاړې هار" ئې د افسانو
وړومبۍ ټولګه ده. ناصر
صېب د کتاب پۀ سريزه کښې
خپله افسانه د ټولنې غلطو
رسمونو رواجونو پورې
محدودوي او پۀ خاصه توګه
پۀ ښځو چې کوم ظلمونه کېږي
د هغې د بيانولو کوشش کوي.
ښاغلے وائي چې افسانې
ته د نثر غزل وئيلے شي خو
پۀ خپله د هغۀ افسانه دا
خبره غلطه ثابتوي ځکه
چې د هغه پۀ افسانه کښې
هېڅ قسمه تغزل او اشاريت
نۀ ښکاري او د ټولو افسانو
معنوي اړخ ئې واضحه او
روښانه دے. کۀ چرې مونږ
وړې قيصۍ ته زير شو نو دا
د پخوا نه مونږ سره رواج
لري خو د موضوع او هيت له
رويه پۀ افسانه او قيصۍ
کښې غټ فرق دے. قيصۍ کښې
معنٰي واضحه وي او افسانه
لکه د غزل يو شمېر معنوي
اړخونه لري بلکې کله نا
کله خو د افسانې معنوي
اړخ دومره ګنجلے وي چې
د معنې تته غوندې رڼا ترې
مونږ ته رارسي. داسې افسانې
ته تجريدي افسانه وئيلے
شي خو د وضاحت نه واخلې
تر تجريده پورې د افسانې
سفر چې څومره اوږد دے،
هومره د انسان د سياسي،
سماجي او بشري ترقۍ غماز
هم دے.د ډاکټر وزير
آغا پۀ قول هرې زمانې ځان
سره مخصوص صنف راوړے دے،
چې د هغې زمانې د نفسياتو
او مزاج مطابق دے. قيصۍ
چې د کوم نظام پېداوار
وۀ پۀ هغه نظام کښې ټولې
رشتې د زمکې نه چاپېره
تاوېدې. د خاندان نه واخلې
تر ډم نائي پورې د ټولو
وګړو مرکز زمکه وه چرته
چې ضرورتونه کم، خلق ساده
او پۀ سماجي توګه منلے
شوےکلک نظام موجود وۀ
خو چې کله افسانه پېداشوه
نو دا د جاګيردارۍ نه سرمايه
دارۍ ته داخلېدونکے عبوري
دور وۀ چې انفرادي او اجتماعي
دواړه حوالې ئې بدلې وې.
يو ښکلې رومانوي زمانه
پۀ سلګو وه او يو ناجاڼه
اجنبي زمانې د ټولنې دروازې
ډبولې.د نوي نظام پۀ خودغرضه
او ا نفرادي ګټو بناء معاشره
کښې خاندان صرف يو حواله
پاتې شوه او د مرکزيت د
ختمېدو پۀ وجه فرد د لايعنيت
او بې معنويت ښکار شو چې
پۀ اثر کښې ئې پۀ ادب هم
د ابهام پرده خوره شوه.
او داسې زمانه کښې د "ايډګرالن
پو" غوندې بهترين افسانه
نګار رامخې ته شو چې پۀ
افسانه کښې ئې د هغه دور
سره سره د فرد د نفسياتي
او جنسي ګنجو زبردسته
انځورګري شوې وه. د انفراديت
او خودغرضۍ پۀ دې زماني
طوفان کښې د "پو" د افسانې
کردار د غوښتنې پوست د
ژوندۍ جاړې جينۍ نه ويرېږي.
هغه پۀ خپله افسانه کښې
جينۍ د فرښتې يا مجسمې
پۀ شکل کښې ظاهروي، چې
ورسره د جنس نرے غوندې
تصور هم ونۀ تړلےشي. د
يورپ مصوري هم د جينۍ د
بيلو بيلو اعضاؤ انځورګري
کوي چې د دې نه دا معلومېږي
چې هغوي پوره جينۍ ته نۀ
شي مخامخ کېدے. د جنسي او
خانداني ذمه دارو نه دا
انحراف د نوي دور غټ علامت
دے خو دناصر پۀ افسانه
کښې نۀ جنسي اعتراف شته
نۀ تجريد او نۀ علامت هن
د زمانې د بدلون د عبوري
دور عکسونه پکښې ضروري
ليدے شي. د کتاب وړومبۍ
افسانه "ګلي ماما" کښې
دځان ځاني د تصور ډېره
ښکلې انځورګري شوې ده.
ګلے ماما پۀ زوړ او ناجوړه
صورت محنت مشقت کوي د هغۀ
زامن وي او د ملک نه بهر
ښې پېسې هم ګټي خو د مور
او پلار خيال نۀ ساتي،
ځکه چې د نوي نظام بنياد
پۀ ذاتي ګټو، خودغرضۍ
او لالچ ايښودے شوے دے،
هم دغه کېفيت د "حکم غلام"
تر عنوان لاندې افسانه
کښې هم دے د نوې زمانې ضرورتونه
او د پېسې لالچ د مسکينۍ
نه خپل خاوند جدا کړي د
هغه نه د پېسو مشين جوړ
شي، د مسکينۍ کور د ژوند
د ټولو خوشحالو نه ډک شي
خو د زړۀ نه ئې خوږې پستې
جذبې کډه وکړي او د زړۀ
دنيا ئې پۀ لويه دشته بدله
شي.
♣♣♣
ادبي مقدمېد پښتو
د عظيم شخصيت شاعر، اديب،
محقق او نقاد محترم دوست
محمد خان کامل مومند ادبي
مقدمې دي په کتابي شکل
کښې چاپ شو چې د هر مشهور
کتب فروش نه ئې ترلاسه
کولې شئ.دا مقدمې ډاکټر
زبېر حسرت د نورو ډېرو
ا دبي اثارو په شان په ډېر
کړاو او محنت را جمع کړي
دي، چې د علم و فضل او دانش
نه ډک يو خالص علمي، تحقيقي،
تنقيدي او ادبي کار دے.
هيله دا چې دا کار و زيار
د پښتو او پښتنو دپاره
د ډېر زيات عمل او استفادې
باعث وګرځي.