Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
mazameen 7-9-9

موبائل فون يو لوئے نعمت.......... مهر ا ندېش 
 
مشران وائي چې رېډيو پخوا دومره نا اشنا څيز وۀ، چې د کلي لوئے خان، نواب به خپله حجره کښې لګولو او د لرې لرې ځايونو خلق به خبرونو او سندرو اورېدلو دپاره راتلۀ، هغه وخت رېډيو اخستل د هر چا د وس خبره نۀ وه. دغې نه پس ټېپ ريکارډر راغلو چې رېډيو به هم پکښې وۀ، دغه ورځو کښې به ټېپ ريکارډ هغه چا کره وۀ چې د چا زامن به پۀ دوبۍ يا سعودي عرب کښې وو. مشران دا هم وائي چې دغه ورځو کښې دا خبره هم ګډه وه چې بهر ملکونو کښې داسې رېډيو جوړ شوے دے چې خلق پکښې ښکاري او مونږ ورته نۀ ښکارو خو د دې خبرې منلو ته څوک هم تيار نۀ وو، ځکه چې دا خبره عقل نۀمنله خو چې د خواوشا شتمنو ټيلي وژن واخستلو او خلقو وليدلو نو عقل ورته ګوته پۀ خُلۀ پاتې شو. ټيلي وژن به پخوا ساده وۀ خو د وخت د ترقۍ سره سره رنګين ټيلي وژن جوړ شو. هغه وخت به ساده ټيلي وژن دومره پۀ ګرانه بيعه وۀ چې اخستل به ئې د هر چا د وس خبره نۀ وه. دغه ورځو کښې ټيلفون کول يا لګول هم د چا د وس خبره نۀ وه، ټيلفون لګولو پسې خلقو لس، اتۀ کاله د دفترونو چکرې لګولې کۀ چا به د بهر ملک يا د کراچۍ نه مور پلار ته ټيلفون کولو نو څو ورځې وړاندې به ئې کور ته ټيلګرام (تار) کولو چې پۀ فلاني وخت به فلاني خان کره ټيلفون کوم. د مخکښې نه به ئې تار ځکه کولو چې هغه وخت د خط پۀ نسبت تار زر رسېدلو. دا هغه وخت وۀ چې خلق پۀ سېنماګانو ورک لېوني وو. لس، اتۀ ميله پياده مزل به ئې ورپسې کولو، خو چې کله وي سي آر راغلو نو دا يو بل نا اشنا څيز وۀ. د کلي زلمو به خپلو کښې پېسې را يو ځائے کړې او شپې له به ئې بېټک ته ټي وي او وي سي آر راوړل او ټوله شپه به ئې د خپلې خوښې فلمونه کتل. دغې پسې وېډيو کېمره راغله چې شمتنو خلقو به پرې خپلو ښادو کښې رېکارډنګ کولو. دغه کېمره به کم از کم پۀ لک يو نيم لک روپۍ کېدله. د دې دومره اوږد بحث نه مې مطلب دا دے چې دا ټول ذکر شوي څيزونه اوس د تيلو د ډبي هومره يعنې دوه، درې انچه ټکړه موبائيل فون کښې موجود دي، خو د موبائيل فون سره سره دا هم ياد ساتل پکار دي کۀ چرې زمونږ ګاونډي ملک دا څيزونه نۀ جوړول نو نن به زمونږ پۀ شان بې وسه سړي موبائيل فون لاس کښې هم نۀ شو کتلے، ځکه چې څۀ وخت موبائيل فون راغے نو هغه وخت د دې سم(کنکشن) پۀ شپږ زره روپۍ کېدلو او د موبائيل فون جسامت هم دومره وۀ چې پۀ جېب کښې به نۀ راتللو. اوس چې نور ملکونه موبائيل فون پۀ لس، شل زره روپۍ خرڅوي هو بهو هغه شان موبائيل فون د چائنه له خوا پۀ دوه درې زره روپۍ تر لاسه کېږي هم پۀ دغه سبب د نورو ملکونو موبائيل فون نرخونه هم راپرېوتي دي چې د برسرِ روزګار کسانو نه سېوا د بې روزګاره او زنانؤ سره هم موجود دي، ځکه چې اوس خو سره د کنکشن پۀ زر، دولس سوه روپۍ ښه ښکلے موبائيل فون ترلاسه کېږي.موبائيل فون د نن وخت يو لوئے نعمت او اهم ضرورت دے، ځکه چې پۀ دې دوه درې انچه ټکړه يوه لويه دنيا پرته ده، چې سرسري جائزه څۀ پۀ دې ډول ده.د هر څۀ له مخه خو دا يو ټيلفون دے، دوېم دا چې دا کارډلس دے چې د تارونو هيڅ ضرورت نۀ لري. بل پکښې سي اېل ائي هم لګېدلې ده چې د خبرو کونکي نوم، نمبر پکښې پۀ شيشه راځي، بل دا چې دا ټېپ ريکارډ او يو مکمل رېډيو هم دے. پۀ دې وړه غوندې ټکړه کښې کېمره او وېډيو کېمره دواړه شته چې هر قسمه ريکارډنګ پرې کېدے شي، د ا يو وي سي آر او وي سي ډي هم ده، چې د خپلې خوښې وېډيو پرې کتلے شي. دا يوه ګړۍ، کلېنډر او کلکولېټر دے چې هر رنګه حساب کتاب پرې کېدے شي. دا يوه داسې بېټري ده چې پۀ تيارو کښې درته لار رڼا کوي. دا يو مکمل مېډيا پلئير دے چې هر قسمه موسيقي پکښې شته. پۀ دې کښې د ياداشتونو، د چا سره وعده، ضروري ناسته، تاريخ، وخت وغېره د ځان محفوظ ساتلے شي او پۀ هغه وخت به درته د خبرتيا ټلۍ وغوږوي. دا يو مکمل کمپيوټر هم دے چې هر رنګه لوبې (Games) پکښې شته. د خپلې مرضۍ انټرنېټ او وېب سائيټ پکښې هم پرانستلې شي. پۀ معمولي شان بدلون ترېنه ټيلي وژن هم جوړې دے شي. بل خصوصيت پکښې دا دے چې د تار يعنې ټيليګرام سهولت هم لري چې هغې ته اېس اېم اېس وئيلے شي يعنې (شارټ مسېج سروس) پۀ دې دوه درې انچه ټکړه کښې چې څومره مشينونه او سهولتونه او زمونږ پۀ جېب کښې پراتۀ دي دا څيزونه کۀ څوک بيل بيل اخلي نو دوه، درې لکه روپۍ خرچه پرې راځي. بل دا چې پۀ کور کښې به دغې سامان له ځان له يوه کمره جوړول غواړي چې دا ټول سامان پکښې ځائے شي. کۀ پۀ دې خبره سوچ وکړے شي نو واقعي خبره ده چې موبائيل فون يو لوئے نعمت دے.زمونږ ملک ته چې کوم يو نوے څيز چې راغلے نو زمونږ مليانو ئې مخالفت ضرور کړے دے خو د وخت تېرېدو سره سره ئې تسليم کړے دے چې اوس هر ملا سره د يو پۀ ځائے دوه درې موبائيل فون موجود وي. دلته د دې خبرې وضاحت هم ضروري دے چې موبائيل فون د الېکټرانک مېډيا د ټولو اخبارونوو، رسالو، رېډيو او ټيلي وژن نه هم د ذريعه ابلاغ غټه ذريعه ده ځکه چې نن سبا د موبائيل فون مسېجونه دومره ويړيا شوي دي چې پۀ پنځه، شپږ روپۍ زر اتۀ سوو کسانو ته پېغام لېږلے کېدے شي. دغه پېغام د سېکنډونو پۀ حساب ددنيا هر ګوټ ته رسېدے شي. نن سبا دغه اېس اېم اېس د ادبي او ديني اشاعت سره سره د علمي اشاعت هم يوه مؤثره ذريعه ده. کۀ د شاعرانو، اديبانو د غزل شائع کېدو د هغوي د ټيلي فون نمبر او درک هم ليکي نو د دغې پۀ نتيجه کښې د لر او بر شاعرانو يو بل سره پېژندګلو هم وشوه. د غم، ښادۍ او ادبي پروګرامونو دپاره موباييل نټ ډېر ښه کردار ترسره کوي. هم دغه رنګ دا اېس اېم اېس د دين د اشاعت هم يوه ګټوره ذريعه ده، چې د الله تعالٰي او حضور اکرم(ص) فرمان پرې پۀ زرګونو، لکونو خلقو ته رسېږي. له دغې نه علاوه پکښې اقوال زرين هم خورېږي چې ډېر سبق اموزه وي. پۀ تېرو ورځو کښې راته يو پۀ زړۀ پورې ملګري اېس اېم اېس وکړو چې څۀ دا رنګه وۀ."خپل رب ته دا مۀ وايه چې زما پرېشاني څومره لويه ده، بلکې خپل پرېشانۍ ته دا ووايه چې زما رب څومره لوئے دے"دغسې پۀ دې نټ ډېر سبق اموزه پېغامونه خورېږي، خو دلته يوه ضروري خبره کول غواړم چې اکثر زمونږه ناپوهـ ملګري د چا قول يا يوه ښه خبره د آقا نامدار حضور صلي الله علېه وسلم سره تړي چې دا حديث دے خو د حضورت پاک(ص) ارشاد مبارک دے "کوم خلق چې د بل چا خبره زما سره تړي د هغې خلقو ځائے به جهنم وي. د هر ښه قول يا د ښې خبرې سره د پېغمبرانو حوالې ورکول نۀ دي پکار، بله ضروري خبره پکښې دا ده چې ډېر پېغامونو سره ئې دا هم ليکلي وي چې دا حديث لس کسانو ته ولېږه ګني بدري به درپېښه شي. زۀ د دغې ملګرېو نه دا پوښتنه کوم چې دا ئې پۀ کوم کتاب کښې ليکلي دي.لکه څۀ رنګه چې وړاندې ذکر وشو چې موبائيل فون د نن وخت ضرورت او لوئے نعمت دے، خو لکه نقصانونه ئې هم بشپړ دي. دغسې موبائيل فون هم څۀ نا څۀ نقصان شته. د دې پۀ وجه زمونږ زلمي او پېغلې د فحاشۍ او عريانۍ سره مخ دي، پخوا چې به عاشق،معشوقې ته خط لېږلو نو دا دومره ګران کار وۀ لکه چې خپله مرۍ څوک تېرې تورې سره مږي خو اوس موبائيل فون دغه خبرې د همېش همېش دپاره دفن کړې دي، څۀ وخت چې معشوقې ته مېلاوېږي نو خپل عاشق ته مِسډ کال ورکوي او پۀ ګېنټو ګېنټو پۀ پنځۀ روپۍ ټوله شپه خبرې اترې کولے شي. موبائيل فون د مينې، محبت د منځه غماز، رېبار ووېستلو ځکه خو اوس پۀ شاعرۍ کښې د خط، رېبار او غماز ذکر ښه نۀ برېښي.زمونږ پۀ ملک چې د موبائيل پۀ ذريعه څومره جرمونه کېږي دا په بله طريقه ناممکنه ده. موبائيل فون نننے انسان ريموټ کنټرول کړے، اغوا برائے تاوان يا پۀ چا پسې د غنډه ټېکس سوال جواب هم پۀ دې ذريعه کېږي.حکومت پۀ دې لړ کښې ډېر وړاندې ګامونه اخستي دي هغوي پۀ جاز، ټيلي نار، يوفون، وارد، زونګ پۀ دغه کمپنو ئې دا خبره لازمي ګرځولې ده چې د قامي شناختي کارډ نه بغېر به څوک کنکشن نۀ خرڅوي. خو پۀ دې خبره پوره پوره عمل درآمدنشته. پۀ اتيا، سل روپۍ د موبائيل کنکشن(سِم) واخلي، د لوئے جرم کولو نه پس ئې وغورځوي،اوس کۀ دغه غورزېدلے سم بل چا له پۀ لاس ورشي او هغه ئې استعمالوي نو دغه کس به د املوکو تول کښې راشي. پۀ ظاهره خو موباييل سم يو انچ څيز دے خو د دې د لاسه خلقو ته بلا غمونه ورپه سر شوي دي.اوس ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ دا خپله قامي فريضه وګڼو او د دې خبرې پرچار وکړواو خپل کشران پۀ دې خبره پوهـ کړو او پخپله پرې هم عمل وکړو چې د خپل موبائيل فون کنکش پۀ خپل نوم کړو او د موندلے شوي کنکشن (سم) نه خپل ځانونه وژغورو او کۀ زمونږ چرته پخپله موبائيل فون يا سيم ورک شو نو چې زر تر زره دغه کنکش د متعلقه دفتر نه پۀ ځان پسې بند کړو او پۀ هغه نمبر ترېنه دوېم سم ترلاسه کړو او کۀ ممکنه وي نو د دغې سم د ګمشدګۍ رپورټ پۀ نزدې تاڼه يا چوکۍ کښې درج کړو کۀ پۀ دغه سم څوک غلط کار وکړي نو دغه رپورټ به ستاسو او زمونږ د بچ کېدو سبب ګرځي.


♣♣♣ 


 عبدالولي خان يونيورسټي مونږ پۀ مردان کښې د پښتنو د لوئے سياسي لارښود عبدالولي خان پۀ نوم د يونيورسټۍ پۀ جوړولو د روان حکومت ډېره مننه کوو. ولې په دې پوهنتون کښې لا تر اوسه د پښتو څانګه نشته.د پاڅون اداره پۀ دې لړ کښې د حکومت نه دا غوښتنه کوي، چې زر تر زره دې پۀ دغه يونيورسټۍ کښې د پښتو د څانګې پرانسته وکړي.  

 

پښتو څانګه