|
 |
| |
د عبدالباري اسير
"لونګين خيالونه".......... داؤد بخت مندوخېل
د پــښين پۀ
مردم خېزه او ادب خېزه
خاوره کښې داسې ډېرې ککرۍ
د پخوا پۀ څېر اوس هم شته،
چې د پښتو د ژبې د ناموس
او خدمت دپاره شپه او ورځ
هڅې کوي. پۀ دغو ککريو کښې
د صاحبزاده حميدالله،
عبدالباري اسير، راز
محمدراز، غلام محمد غلام،
محمدنعيم ازاد، تېمور
شاه کمال، فېض محمد شهزاد
او عصمت زهير نومونه د
ستورو پۀ شان ځلاند او
لوړ دي. خو زۀ پۀ دغو کښې
صرف د يوۀ پياوړي، غښتلي،
مينه ناک، مېلمه پال او
استاذ شاعر عبدالباري
اسير پۀ کتاب "لونګين
خيالونه" خپل وړوکے جاج
وړاندې کوم.د عبدالباري اسير
مينه وال او ملګري له ډېره
وخته د دۀ د شعري ټولګې
د راتلو پۀ انتظار وو او
دا دے د دوي دا اوږد انتظارختم
شو او قدرمن مشر او ښاغلي
شاعر پۀ خپل ژوند کښې له
خپلو غزلو څڅه ٣٦٢ غزلونه
د کتاب پۀ پاڼو د تل دپاره
خوندي کړي او خپلو ګرانو
مينه والو ته ئې پۀ کتابي بڼه کښې ډالۍ
کړي او خپل زرين خيالونه
ئې هم د "لونګين خيالونه"
پۀ نامۀ ورته وړاندې کړل.عبدالباري
اسير د دغه لوئے او سورور
زرغون کتاب پۀ سر ښائسته
زرغونه د لونګو ونه ورکړې
ده. داسې برېښي چې د شاعر
له شعري کروندې څخه چې
کوم غزلونه چاپ شوي دي،
هغه د لوېدلو يا پخو لونګو
معنٰي ښندي. پۀ ونه کښې
نور کچه لونګ د شاعر د نورې
ناچاپ شاعرۍ خواته
د لوستونکي پام اړوي. خدائے
دې وکړي چې هغه لونګ ئې
هم پاخۀ شي چې پښتو ادب
پرې غني او معطر شي. د قدرمن
شاعر دغه کتاب ښۀ مجلد،
پۀ سپين کاغذ او کمپيوټري
ليک پسوللے دے. دکتاب پۀ
لومړيو پاڼو کښې شاعر
د ځان له انځوره پرته د
پخواني(سابق) صوبائي وزير
تعليم مولنا عبدالواحد
صديقي، جميل انځور، نادر
حسېن زمرد او شاه محمد
خوندي انځورونه هم ورکړي
دي چې د شاعر د تندي ورينوالے
او د زړۀ سپينوالے ځينې
څرګندېږي.شاعر پۀ خپل کتاب
کښې د بل شاعر يا ليکوال
د سريزې پر ځائے خپله يوه
اوږده ليکنه ورکړې ده،
چې د دۀ پۀ کتاب هم د سريزې
کار ورکوي او هم د بل چا
د سريزې د نۀ ورکولو يوپوخ
دليل هم وړاندې کوي. خو
د دۀ پۀ دومره زياتو
غزلو د سريزي ليکل زما
پۀ خيال بل بشپړ کتاب ته
اړتيا لري. ولې سريزه ليکونکے
چې هسې پۀ تشو خبرو ځان
خلاصوي هم ښۀ کار نۀ دے
او کۀ بيا پۀ ټولو غزلو
نظر اچوي نو بيا به ئې له
وسه دا خبره ووځي خو بهر
حال نن سبا د ټائټل ورکول
د نورو شاعرانو سريزې
ورکول او د ځان ستائينې
کول پۀ کتابونو کښې تر
ډېره ځايه ختم شوي دي. خو
بيا هم څۀ خلق اوس هم د سريزو
ورکول د کتاب د پېژندګلوۍ
پۀ اړه يوه کلکه اړتيا
بولي او دا د هر چا پۀ دې
اړه خپل خپل نظر وي. هر څيز
کۀ ګټه لري نو زيان هم لري.
خو بايد اوس د شاعر پۀ کتاب
او شاعرۍ خپل نظر وزغلوو.پۀ کتاب
کښې له وړومبي حمد باري
تعالٰي او نعتو څخه نيولې
بيا تر وروستۍ پاڼې شاعر
ټولې غزلې ورکړې دي، چې
مايې مخکې هم ږمورنه وکړه
او يو مخ يوه غزل ئې تر پايه
سره بېولي دي. د شاعر پۀ
شاعرۍ کښې رنګ پۀ رنګ خوندورې،
ګټورې مرغلرې تر سترګوکېږي.
پۀ دغو لونګين خيالونو
کښې ئې مينه،اخلاص، اخلاق،
شرافت، ننګ، مېلمستيا،
مېړانه، د خدائے او رسول
سره مينه، شجاعت، د غريب
يتيم سره خواخوږي او نورې
بلا ډېر عجبه بېلګې لري،
چې يو لوستونکے ستائلو
او يادولو ته اړ باسي او
زۀ هم له سره بيا تر پايه
يو بيخي وړوکے نظر پرې
وړاندې کوم. خدائے دې وکړي
چې شاعر ته دغه زما ستائنه
پۀ لويه ستاينه بدله شي
او دا دے دشاعر له شعري
کروندې څخه لاندې زما
د خوښې پۀ شعرونو خپل بيان
ته دوام ورکوم.د عبدالباري
اسير پۀ شاعرۍ کښې داسې
ډېر شعرونه ترسترګو کېږي
چې له خدائے سره بې کچه
مينه ترې څرګندېږي خو
يو دوه شعره ئې ورکوو چې
لوستونکي ئې هم ولولي . بله کومه مقاله ده زمونږ
پۀ مينځ کښې
| تش د سايو حواله ده
زمونږ پۀ مينځ کښې
| چې تر فکر لا و زړۀ
ته رانزدې ئې
| وايه کومه فاصله ده زمونږ
پۀ مينځ کښې
|
خو
کۀ يو شاعر له خدائے(ج) سره
مينه لري نو هغه به هرو
مرو د هغۀ له خواږۀ دوست
حضرت محمد(ص) سره هم بې کچه
او بې سارې مينه لري نو
د دې خبرې په دليل کښې به
زۀ د پياوړي او غښتلي شاعر
له شعري کروندې څخه صرف
يوه بېلګه له ډېرو بېلګو
څخه وړاندې کړم چې د دې
مينې خبره ئې هم سپينه
شي . | خلق ګلاب
ګڼي اکثره د ګلانو سر تاج | ما تۀ ګڼلے ئې
پۀ خپله د خوبانو سر تاج
|
وئيل کېږي چې څوک ادب
د ادب دپاره ليکي او خوک
بيا ادب د ژوند دپاره ليکي.
د شاعر پۀ کتاب کښې داسې
ډېر شعرونه شته چې هغه
به صرف د ادب دپاره وي خو
د ژوند پۀ هکله ئې هم بيخي
ډېر شعرونه ليکلي دي او
پۀ دغو ټولو کښې تر ټولو
لويه شخړه د زردار (بډاي)
او خوار ټولينځه کرکه
مونږ راخستے شو چې شاعر
ئې پۀ لوئے زړۀ سپيناوي
کوي . دا مې هم مدام
دعا وي چې د کار دپاره دلته
| خدائے دې يو لاس
و دا بل ته کله هم نۀ کړي
مجبوره | دا مې ګاى دا مې
وېنا ده ما اسير پۀ غريبۍ
کښې
| اې زرداره
ستا محل ته کله هم نۀ کړي
مجبوره |
او بيا هم
دغه رنګه د قبضه ګرو، ظالمانو،غاصبان
چې پۀ مذهبي جامه کښې د
خلقو زمکې لاندې کوي څنګه
ښه ګوته نيسي اوحال ئې
وائي . زمکې د بل لاندې کوې
له پاسه لمونځ پرې کوې
| د خپل تندي له
سجدو څخه شرمېږې لا نۀ |
شاعر د وخت مطلبي او موقع
پرستو شاعرانو او ليکونکيو
دانشخورانو ته هم ډېر
پۀ خښم ښکاري او پۀ خپلو
اشعاروکې ئې ډېر ځايه
ددغو دانشخورانو کړۀ
وړۀ غندلي دي او ټول ئې
د خپل شهرت پۀ زيان بللي
دي لکه چې وائي : دا
زۀ چې وايم هغه دا دي زما
شهرت کموي
| ډېر تنګ نظره، ناروا
دي زما شهرت کموي | | زۀ چې موجود نۀ
يمه هلته غېبتونه کړي
زما | چې مخامخ شم
وارخطا دي زماشهرت کموي |
يو ځائے پۀ خپله بشپړ غزل
کښې د خپل محبوب سره د مينې
داسې ږمونه کوي چې په جدائۍ
کښې ئې ټول ښار پۀ اور سوے
او پۀ ايرو بدل غواړي او
داسې برېښي چې محبوب بې
له خپل ښاره وتلے دے ځکه
خو وائي : | دا ښار دې ټوله هديره
شي چې تۀ نۀ ئې پۀ کښې | وادېخلي اور بيا
دې ايره شي چې تۀ نۀ ئې پۀ
کښې
| وايم
اسير چې دغه سيمه پۀ رښتيا
هغه دم
| تل
پۀ خزان باندې سپره شي
چې تۀ نۀ ئې پۀ کښې
|
شاعر د تقدير د لاسه ياپه
دغه ټولنه کښې د ټولينځي
نابرابرۍ او د زورورو
او د کمزوري، د ستړو او
زپلي او کوټلې ورځ ته پۀ
داسې ګويا دے چې د سړي د
بدن وېښتان جګ جګ ودروي . چې د خوراک ګوله
پۀ لاس کړمه و خُلۀ ته نزدې
| ماته يتيم څيرې ګرېوان
شي را پۀ ياد هغه دم
| لوند
پۀ خولو او وچې شونډې پښې
ټناکې غمجن
| لمر ته
ولاړ مجبور انسان شي را
پۀ ياد هغه دم
|
لکه
پښتانۀ هوښياران چې د
پخوانيو يو متل کوي "سل
دې ومره يو دې مۀ مره" هو
بهو ئې ښاغلے شاعر د خپل
يوغزل پۀ يو شعر کښې داسې
وائي : پۀ شمار
دې يو وي خو زمري دې وي ژوندي
دې وي تل
| سل
دې پر سلو لارو مړۀ شي سل
مې نۀ دي پکار
|
خپلو
اوسنيو حالاتو او دورانۀ
ته پۀ خواله او ګيله کښې
د خپلو بنديزونو پۀ حقله
ډېر پۀ تعجب انداز د زړۀ
خيالونه داسې څرګندوي . دورانه
دا منم چې تۀ پۀ زولنو کښې
د ضد
| ما خو به وتړې
د فکر لار به څنګه تړې
| پۀ زړۀ کښې پټ د
همدردۍ او پېرزوئنې زما
| بې دروازې دغه
د مينې ښار به څنګه تړې
|
د خپل بل غزل پۀ شعرونو
کښې شاعر يو عجيبه کمال
ښکاره کړے دے، چې سړے ئې
د خيال و بيان ته ګوته پۀ
غاښ پاتې شي. وګورئ چې څۀ
وائي : ماشوم اند
مې د زړۀ کور ته ژړلو سره
راغے
| زانګو د سکون
غواړي ځنګېدلو سره راغے | پۀ خپل او
پردي کښې مې فرق دا قدر
پېدا کړے
| يو زخم
را له راکړي، بل کتلو سره
راغے
|
دلته شاعر
هم د خوشحال خټک پۀ څېر
د قام و ځان ځائنو او بدبختيو
پۀ يو شعر کښې ګوته نيولې
ده او خپلو پښتنو ته د يووالي
دکاسې پۀ حقله خبره کوي . شروع چې ځان ځاني
شي نو اخر پر خړو شګو
| کاسه د اتفاق لوېږي
د قامه څخه ښکته |
شاعر د خپل ژوند زپلې
ورځ ته پېغور ورکوي او
ورته وائي چې تر تا خو مرګ
هم ښۀ دے چې ستا زړې جامې
څخه ويستې او نوې ئې را
پۀ غاړه کړې او حقيقت هم
دے چې مونږ پښتانۀ پۀ ژوندانۀ
د سړي بې وزلۍ ته نۀ ګورواو
پۀ مرګ بيا د هغۀ سړي هم
قدر کوو، هم ئې پټوو. خو
شاعر ګورو چې څۀ وائي : ژوندونه
تا خو پۀ زړو جامو کښې وساتلم
| مرګے لا ښۀ
را پۀ غاړه ئې کړې نوې جامې
|
د خپل هېواد بدبختۍ او
بدې ورځ ته شاعر پۀ يو غزل
کښې خورا خښمېدلے دے او
د خپل فکر نيلي ئې پرې زغلولے
دے او د خيال دغه اوښکې
ئې تر قلم څڅولې دي . نظام
بدل نۀ شو څهرې کۀ شي بدلې
نو څۀ
| سوال کۀ مې حل
نۀ شو څهرې کۀ شي بدلې نو
څۀ | دې
ته به څۀ وايو قانون اسيره
ووايه تۀ
| راګېر چې غل نۀ شو څهرې
کۀ شي بدلې نو څۀ
|
د انسانانو پۀ پټو رازونو
او د دوي پۀ ستونزو بې خدايه
بل څوک نۀ وي خبر نو ځکه
د شاعر دې خوا ته هم پام
شوے دے او د قلم له لارې
ئې نور وګړي خبر کړي . خلاصول،
لوستل ئې ګران وي پۀ دنيا
کښې
| هر انسان دلته
د بند کتاب پۀ رنګ |
د خپل کتاب پۀ يو ښائسته
غزل کښې چې رديف ئې دے "ټوله
وې بې کاره" څنګه ګټورې
او خوندورې ملغلرې ئې
پۀ کښې پئيلې دي او ټولو
انسانانو ته دا اقوالِ
زرين غوندې خبرې کوي . جهالت
چې د چا نۀ وزي د زړونو
| نذرانې او دعا
ټوله وي بې کاره | چې پرهېز ورسره
نۀ کوي اسيره
| و مريض ته دوا ټوله وي
بې کاره
|
پۀ بل
يو ښائسته غزل کښې شاعر
د بل مکان ته بې اجازت نۀ
شي ختلے او محبوب ته د سپوږمۍ
تشبيهـ ورکوي، چې د هر
چا تر بام لوړه ولاړه وي
او د هيچا بام ځينې پټ نۀ
وي خو شاعر به وګورو چې
څنګه د قدر او بې قدرۍ بيان
کوي : تۀ خو ئې سپوږمۍ
د بل و بام ته ورختلاے شې
| زۀ بې اجازې
د بل مکان ته څنګه وخېژم
| | ما اسير خو وينې
بې درکه، بې قيمته پروت | خاوره يم د پښو
وايه ګرېوان ته څنګه وخېژم |
شاعر چې پۀ ژوند کښې له
کوم څنګلوري (ګاونډي) تنګ
شوے نو پۀ خپل شعر کښې دا
وصيت کوي چې ما د هغۀ څنګلوري
پۀ لاس مۀ ښخوئ، مطلب ئې
دا دے چې بايد هر انسان
د بل انسان خيال وساتي
او يو له بله پۀ ژوند کولو
کښې خفه نۀ شي او يو انسان
د بل انسان څخه ازار وانخلي.
شعر څۀ داسې دے : چې راته
نۀ ګوري پۀ ژوند د همسايه
پۀ نظر
| پۀ مرګ
مې هم د داسې چا پۀ لاسو
مۀ ښخوئ
|
خپل
محبوب ته د هجر د غم او د
ځان د زړوالي بيان پۀ يو
داسې عجيبه انداز کوي،
چې سړي ته خندا ورولي چې
هم درد لري او خوند ښندي . زلزلې د غم را کوږ
لکه دېوال کړم
| ځم نړېږم در روان يم
ما درنيسه
|
د انسانانو
د عظمت، ميعار او کردار
پۀ هکله شاعر ډېرې ګټورې
خبرې کړې دي. کۀ پۀ رښتيا
سره د پياوړي شاعر دې خبرو
ته پام وشي نو سړے پۀ خپل
ګرېوان کښې سر دننه کولو
ته اړ باسي. ولې چې نن انسانان
له انسانانو تنګ دي او
دا نړۍ د انسان دپاره جوړه
ده، کۀ انسان نۀ وي نو دا
به نۀ وي. شاعر هم ځکه د انسانانو
دې بې انسانيته ورځې ته
ګوته نيولې ده چې يو څو
بېلګې ئې را اخلو : چې
نۀ ئې بيعه، نۀ ئې داسې
يو څۀ حدود معلوم
| عجبه وخت شو چې پۀ نۀ
څۀ اوس خرڅېږي انسان
| کۀ انسان د انسانيت
پر لاره کښېږدي قدم
| هلته بهتر ترملائکو
بلل کېږي انسان
| اسيره! دې ته يو
څۀ پام کول پکار دي اخر
| تر خپل ټاکلي معيار
ولې نۀ رسېږي انسان
|
د افغانستان پۀ حقله
پۀ يو شعر کښې دا پۀ ډاګه
کوي چې دا د اغزيو ګوله
هيڅوک خوړلے او هضمولے
نۀ شي او کۀ څوک د اغزيو
ګوله خوړلے شي نو هغه به
بيا افغانستان خوري چې
وائي : تۀ! د اغزيو
يو ګوله ئې څوک دې کله لا
هم
| تر ستوني نۀ
شي تېرولے حبيبي وائي
دا
|
شاعر د خپل
کتاب پۀ وروستۍ پاڼه خپله
يوه زوړ او مثالي خوندور
غزل ورکړے دے، چې پۀ يو
شعر کښې ئې د خپلې ځوانۍ
د وخت پۀ تېرېدو پسې ډېر
ارمان کړے دے او وائي : مثال
د ځوانۍ څۀ درکړم افسوس
ارمان، ارمان
| برېښنا وه له ورېځې
سره ولاړه څنګ پۀ څنګ
|
د اسير صاحب کتاب بيخي
ډېرې غزلې لري او هره غزل
او هر هر شعر ئې د ستائينې
او يادونې حق لري، خو هغه
خبره ده چې "لمن مې تنګه
ده" خو بيا هم دا څو کرښې
زۀ د دۀ پۀ شاعرۍ پۀ دې کافي
بولم چې له ماسره ددۀ پۀ
اشعارو د ستائينې نور
هغه لفظونه نشته، چې بشپړه
د ستائينې حق ادا شي او
زما زړۀ پرې ډاډه شي نو
ځکه زۀ خپله ليکنه د پياوړي
شاعر پۀ يو ښائسته شعر
رالنډوم او ختمومه . کۀ
د اسير پۀ خُلۀ کوې شاعره
ومنه دا
| شعر
د خوشحال،ننګ او غېرت
د ابدالي کوه تۀ
|
♣♣♣
|
|
|