ديوانۀ د غزل.................. ډاکټر محمد همايون
هما
د مردان
د ضلعي حکومت له اړخه د
ښاغلي اندېش پۀ درناوي
کښې منعقد شوي پۀ تقريب
کښې واورولے شو. (هما) خبرې
به نورې هم کوو خو د ټولو
نه وړومبے د ضلعي حکومت
د واکمنو مننه. زمونږ د
مردان پۀ ټولو ليکونکيو
واجب ده چې هغوي د نورو
مصروفياتو نه پرته د علم
و ادب پۀ سيمه هم نظر پرېوتو
او د پښتو د يو شاعر او هغه
هم د يو ژوندي شاعر د ادبي
خدماتو د اعتراف تابيا
ئې وکړه. دا د يو ښۀ روايت
ابتداء ده او خدائے دې
وکړي چې دا سلسله جاري
پاتې شي. رښتيا خبره دا
ده چې پۀ روانو وختونو
کښې د ژوند هره شعبه د ګټې
او تاوان پۀ کنډه تللے
کېږي، علم، ادب، قلم او
کتاب بې کاره څيزونه ګڼلے
شوي دي. ښکاره ده چې د دې
سره تړلي خلق هم د پاڼۍ
نه وتي د غوزانو پۀ شان
يو خواته بې پرسانه پراتۀ
دي. خلقو ته پته ده چې شعر
به چا له څۀ ورکړي، پۀ افسانه
به څوک څۀ ګټه وکړي، مقاله
به چا ته څۀ پټکے پۀ سر کړي
او د تکل نه به څوک څۀ جوړ
کړي خو سره د دې هر څۀ چې
مونږ نن دلته راغونډېدو
او د يو شاعر پۀ څبرو مو
مېلس تود کړے دے نو دا د
دې خبرې علامت دے چې پۀ
ايرو کښې د اميد بڅري هم
شته او دغه بڅري د اخلاص
پۀ پوکي لمبه کېدے شي. ښاغلي
اندېش ټول ژوند د خپلې
ژبې او ادب سره د مينې سندرې
وئيلې دي نو نن د هغۀ د ادبي
هلو ځلو مننه د ټولو ادب
مئينو دپاره د خوشحالۍ
خبره ده.زۀ چې نن پۀ شا ګورم
نو پۀ پخوانو پلونو ښۀ
ډېر ګردونه پرېوتي دي.
د ښاغلي اندېش سره زما
پېژندګلو کۀ خدائے مې
نۀ خطا کوي، د هغې زمانې
نه راروانه ده چې د چايو
چائنک به پۀ څلور آنې کېدو،
زما پۀ خيال نن سبا يوه
پيالۍ پنځۀ روپو ته رسېدلې
ده. د دې نه تاسو د سيکې د
سپکاوي (Devaluation) اندازه لګولے شئ. خو
شکر پۀ دې دے چې زما د کول
د خلقو د خپلو زړو ملګرو
سره د تړون معيار دومره
را ټيټ شوے نۀ دے. د تړون
مزي به د پخوا پۀ شان راښکلي
نۀ وي خو شلېدلي نۀ دي. د
زړونو پۀ مات کودري ولاړ
رېحان د ښۀ وختونو د يادونو
پۀ پونه نن هم کله نا کله
يوه سترګه نيمه راښکاره
کړي. د هوتي پۀ بازار کښې
د ښاغلي اندېش دکان زما
نن هم ياد دے، د هغۀ د دکان
نه لږ وړاندې د شهيدانو
پۀ محله کښې زما د استاد
خدائے بخښلي ميا خېرالحق
ګوهر کاکاخېل کور وۀ او
مخامخ ورته پۀ کوڅه کښې
زما د سکول د ملګري اورنګ
زېب مرحوم کور وۀ. زۀ به
چې کله د ميا صېب ليدو له
لاړم او يا به اورنګ زېب
ته ورښکاره شوم نو ښاغلي
اندېش سره به ضرور ايسارېدم.
د هغۀ دروند خوږ پلار د
پښتنو پۀ روايتي درنه
خوږه جامه کښې پۀ دکان
کښې ناست وۀ، ما به سائيکل
يو خوا ته ودرولو ښاغلي
اندېش به پۀ روڼ تندي هر
کلے ووې، پۀ دکان کښې پرته
ايکي يوه کرسۍ به کۀ د وړاندې
نه چا نيولې وه نو پۀ کټکي
يا د ګوړې پۀ بورۍ به کښېناستو
او خبرې به شروع شوې. پۀ
فټ پات روان چائنکونو
پۀ لاس هلک به چې اندېش
صاحب وليدلو نو د چايو
وېنا به ئې ورته وکړه،
يا به ئې شېبه نيمه پس خپله
ورمنډه کړه. دا هغه وخت
وۀ چې د ښاغلي اندېش پۀ
خپله ژبه کښې هغه د ژوند
سپړنسي وېشل او خپله شاعري
ئې هم کوله. ماته ياد نۀ
شي چې ښاغلي اندېش پۀ دغې
ملاقاتونو کښې ماته چرې
خپل غزل اورولے وي يا ئې
زمانه د څۀ اورېدو غوښتنه
کړې وي خو د خبرو موضوع
به صرف ادب وه، ادبي شخصيتونه
وو، د ښاغلي اندېش سره
دغه تړون د تېرې نيمې پېړۍ
نه راروان دے. پۀ دغې ورځو
کښې د پښتو شاعرۍ ښه ډېره
چرچا وه. خو د شاعرانو دومره
کثرت نۀ وۀ. زما پۀ همځولو
کښې م-ر شفق وۀ، دلته پۀ
مردان کښې عبدالروف زاهد،
محمد اقبال اقبال او عبدالواحد
قلندر وو. مونږ دغې يو څو
کسانو د زلمي کول نمائندګي
کوله. اسرار د طورو، ډاکټر
اسرار، امير بادشاه منير
او اندېش د ميا خېرالحق
ګوهر کاکاخېل، قمر راهي،
حسن خان سوز، پيرګوهر،
عبدالجبار حامد، ډاکټر
امين الحق امين، اصغر
لالا، شېرعلي باچا او
جمال رازي غوندې د مشرانو
او زمونږ د کشرانو د فيمو
ماتي خلق وو. پۀ هغه زمانه
کښې د مردان دغه پۀ ګوتو
د شمېرلو څو ليکونکي وو
چې کله به پرې د بخشالي
او تخت بائي مشاعرې ښائسته
وې او کله د لاچۍ او اکوړي
ادبي محفلونه درنېدل.
د ډاکټر امين د کلينک،
د ښاغلي اندېش دکان د هغې
وخت د زړونوؤ ليکونکيو
د ناستې پاستې پاخۀ ځايونه
وو. دغه ټول ذکر شوي خلق
د پښتو ادبي جرګې مردان
سره تړلي وو، د دغې ادبي
جرګې ادبي هلې ځلې چې کله
سړې شوې نو ښاغلي اندېش
د اولسي ادبي ټولنې بندبينا
وتړله دا بيا د هغۀ تنظيمي
صلاحتونه وو او د ادبي
راهنمائۍ نتيجه وه چې
د بې شمېره زلموټو ادب
ته مخه شوه او پۀ دوي کښې
نن بې شمېره خلق پښتو ژبې
او ادب ته پېرزوېنې کوي،
پۀ خاکسار محله کښې د ښاغلي
اندېش د هغې زمانې د يوې
کمرې خاکسار رنګ کور هم
د خپل وخت يو دروند ادبي
مرکز وۀ، يو ناڅاپه به
خبر راغے چې نن اجمل خټک
را روان دے، بيا به د دغې
کور د دوه کټونو پۀ غولي
کښې مونږ يو څو کسان به
د اجمل صېب نه راچاپېره
وو او تر شومه دم به مو د
هغۀ د خوندور کلام نه خوندونه
اخستل. ماته ياد شي چې د
ښاغلي اندېش پۀ دغې کور
کښې قدرمند اجمل خټک دخپل
شهکار کتاب ژوند او فن
د ترتيب منصوبه جوړه کړې
وه او زمونږ نه ئې د کتاب
دپاره د شاعرۍ نمومې اخستې
وې.ښاغلي
اندېش د پښتو غزل پۀ مېدان
کښې ښه نوم ګټلے دے او دغه
خوږشوي صنف د هغۀ د پېژندګلو
بنيادي حواله شوې ده. دا
خو خېر هر څوک مني چې ښاغلي
اندېش د وخت د سرنه د خپلو
جذبو د څرګندونې دپاره
د غزل رغوڼه خوښه کړې ده
او پۀ دې تخليقي صنف کښې
ئې د خپل مخصوص ډکشن د قافيو
رديفونو او د ټکو د استعمال
پۀ رنګ رنګ تجربو ئې د پښتو
پۀ غزلي شاعرۍ کښې يوه
داسې لاره جوړه کړې ده
چې يواځې هم هغه پرې روان
ليدے شي. هغه ځان ته پخپله
هم ديوانه د غزل وائي.خو زما
پۀ خيال صرف غزل ګوئي د
هغۀ د کلهم ادبي شخصيت
د سنجولو پېمانه نۀ ده،
هغه د ژوند د ښائستونو
چې پۀ خپل مخصوص ډکشن کښې
ورته جمال اباد وائي،
د ودانۍ ارماني دے، هغه
د پښتو او پښتنو سرلوړي
غواړي، هغۀ د ستر باچاخان
د سياسي فلسفې او د پښتون
قامولۍ د نظرياتو يو ستر
مبلغ دے. هغه د خپل رنګ او
آهنګ ايکي يو شاعر دے،
هغه د پښتو پۀ خبره د هيڅ
قسمه مصلحت نۀ مني. د هغۀ
هر منطق، هر دليل د پښتو
نه چاپېره چورلي، د دوستانو
سره پۀ خبرو اترو کښې د
هغۀ هره خبره د پښتو نه
شروع کېږي او پښتو ته رسي.
ماته ياد شي پۀ يوه زمانه
کښې دپاکستان رائټرز
ګلډ د پېښور څانګې زما
د استاذ ميا خېرالحق ګوهر
سره د يوې ادبي غونډې د
مانځلو تابيا وکړه، د
بده مرغه د دغې غونډې بلنه
پۀ اردو کښې چاپ شوه چې
زما پۀ کښې هېڅ لاس نۀ وۀ،
ځکه چې دغه ټول بندوبست
د پېښور ملګرو کړے وۀ،
ما چې کله دغه بلنه ښاغلي
اندېش له يوړه، نو هغه
پرې ماسره ښه تود بحث وکړو
چې د پښتو د يو ليکونکي
سره د دې غونډې بلنه پۀ
اردو کښې ولې چاپ شوه. ما
سره د دغې خبرې د دفاع دپاره
څۀ دليل نۀ وۀ، کېدے هم
نۀ شو، غونډه وشوه خو ښاغلي
اندېش د هغې وخت وزير اوقاف
مولانا عبدالباقي پۀ
وړاندې د چا پۀ مشرۍ کښې
چې دغه تقريب شوے وۀ، د
سټېج د پاسه هم ښۀ پۀ ترخو
تندو خبرو کښې خپل احتجاج
ريکارډ کړو. د مورنۍ ژبې
د اهميت پۀ موضوع ښاغلے
اندېش چې څومره کوټلي
موضوعات او پاخۀ شماريات
وخت پۀ وخت راغونډ کړي
دي، د هغې نه کۀ استفاده
وشي نو زۀ پۀ وثوق سره وايم
چې د پښتو له مخه به پلو
ډېر پخوا پورته کړے شوے
وۀ او دا ګيله به بيخي ورکه
شوې وه چې ګني زمونږ ژبه
لا هغه شان بکره پرته ده.
محترم قمر راهي د "قند"
د يوې ګڼې پۀ کرښو کښې ښاغلي
اندېش ته يو خاموش،متين،
کم آمېزه، زړۀ ستړے او
بې انتها محتاط فنکار
وائي او دليل ئې دا ورکړے
دے چې هغه د ښۀ نه ښۀ شعر
داد "يره ښه خواري دې ورسره
کړې ده" پۀ ټکو کښې ورکوي.
د ګران قمرراهي د ښاغلي
اندېش پۀ حقله د دغې تاثر
باوجود هم د هغۀ پۀ ټکو
کښې د کړۀ وړۀ او د جامې
نه د دغې ساده باده او غېر
دلچسپ سړي د مينه والو
حلقه ښه خوره وره ده. هغه
خپلههم ښۀ يار پال بنيادم
دے. دنن نه کم و زيات شل کاله
وړاندې چې کله ډاکټر اسرار
پۀ پردي جنګ کښې د تنزانې
بندې خانې ته ورسېدلو
او د مړي ژوندي درک ئې نۀ
لګېدلو نو ښاغلي ا ندېش
د هغۀ دپاره يو منظم تحريک
وچلولو چې درز ئې د اقوام
متحده اېوانونو ته ورسېدلو،
حکومت سفارتي رابطې شروع
کړې او دا بيا تر ډېره حده
د دغې اخباري مهم نتيجه
وه چې خدائے پاک ډاکټر
اسرار ښۀ روغ رمټ خپل وطن
ته پۀ ستنه راوستو او هغه
پۀ دوېم ځل د ژوند نغمه
وچېړله.ماته د دې خبرې هيڅ
معلومات نشته چې د معيارو
شمس القمر د کله نه اندېش
شوے دے او هغۀ وړومبے شعر
کله وئيلے دے خو دا خبره
ښۀ پۀ ډاډ کولے شم چې لکه
څنګه تر اوسه د دغې تخلص
شاعر پۀ پښتو کښې نۀ دے
پېدا شوے، دغه رنګ د هغۀ
پۀ اسلوب کښې غزل ګوئي
هم تر دې وخته زما مخې ته
نۀ ده راغلې. کۀ هغه هر څو
د محترم قمر راهي پۀ ژبه
کښې د خپلو شعرونو سره
دومره خواري کوي لکه يو
بت تراش چې د خپل بت پۀ څڼه
سترګه کښې تر اخره مصروف
وي.زۀ
وايم چې دا دومره خواري
هر څوک چرته کولے شي، ځکه
نو د ښاغلي اندېش غزل د
پښتو پۀ نوې شاعرۍ کښې
د فکر و فن ښائسته نمونې
منلې شوې دي او ښاغلے اندېش
به "د خپل غزل د يو ځانګړي
خوند او رنګ پۀ وجه به د
پښتو د شعري ادب پۀ تاريخ
کښې ياد ساتلے شي".
♣♣♣
درې کتابونه د پروفېسر
بختيار بخت درې کتابونه
"سحر د پلوشو" (شاعري)،
"د رڼا پۀ لور"(شاعري) او
"د پښتو مقدمه" (نثري تمثيل)
چاپ شوي دي، د هر مشهور
کتب فروش نه ئې ترلاسه
کولي شئ. (اداره)