Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
mazameen 4-9-9

د افغانانو ديومالائي قيصې............. سېد چراغ حسېن شاه
 
مونږ د اکتوبر، نومبر، دسمبر ٢٠٠٤ د پښتو مجلې کښې چاپ يو مضمون ميتهالوجي کښې د پښتنو پۀ ميتهالوجۍ هم ژغېده کړېده      او دې خبرې ته مې اشاره کړې وه چې هر کله د پښتنو ميتهالوجي د زردشتيانو، ايرانيانو، ديونانيانو او د هندوانو د متهس يوه ملغوبه ده نو افغان ديومالائي قيصو کښې سميرين، سامي، بني اسرائيل،مصري او د عربي مذهبي او اخلاقي قيصو اثرات جوت دي. داسې زمونږ دا نظريه ده چې افغان هله پښتانۀ وبلل شو کله چې دوي د پکټوت (پکتيکا) [موجوده صوابۍ او جهانګيره] پۀ خاوره قبضه وکړه (دا ځان ته يو بحث دے)بنو ښار کښې يو مشر ډاکټر سر انجام خان نومېدو. انډين او وروستو پاکستان ميډيکل سروس کښې ئې نوکري کړې ده. اعلٰي تعليم دپاره امريکې ته هم تلے وۀ . مونږ چې واړۀ وو نو د بنو د مشرانو خلقو د خُلو نه مو به دا اورېدل چې سر انجام خان ډاکټر د اعلٰي تعليم دپاره د ايچ کافر پۀ هډوکو کښې نوې دنيا ته تللے دے او واقعه به ئې داسې بيانوله چې ايچ کافر دومره دنګ لوړ قدر لرلو چې د اسمان لاندې به ټيټ ټيټ ګرځېدو. شېر د خدائے (حضرت علي(رض)) سره ئې مقابله راغله، حضرت شېر د خدائے خپل قد دېرش ګزه ؤ. دېرش ګزه ئې د ذوالفقار توره وه او دېرش ګزه ئې اوچت ټوپ وکړو نو ايله د ايچ کافر ښنګري ته ورسېدو. د هغۀ پۀ ښنګري ئې ګوزار وکړ، ايچ کافر راپرېوتو او وجود ئې پۀ اوو سمندرو ويړ خوراور پرېوتو.زۀ د هغه وخت نه ددې ديومالائي قيصې د تاريخي ماخذ پۀ لټون کي وم. يو څو مياشتې مخکې خپل يو ملګري پروفېسر عزيز خان وزير چې سم لوستے د کتابو چينجے عالم بنيادم دے، هغۀ راته ووې چې دا قيصه د باميان (افغانستان) نه بنو ته راغلې ده او د دۀ کتاب،نه ئې راکړل.
(١)
An Historical Guide to Afghanistan (٢) تاريخ ابن کثير (اول جلد).
د دې دواړو کتابونو د تقابلې جائزې نه پته ولګېده چې ايچ کافر اصل کښې د بني اسرائيل قيصې کرداري اتل د عمالقه قام اوج بن عنق دے چې حضرت موسٰي(ع) د خپل عصا پۀ ضرب وژلے وۀ. باميانو کښې دا کافر اساطيري کردار يو اژدها دے او اتل شېر د خدائے حضرت علي(رض) ده. بنو څو قيصې کښې کافر هم ايچ اوج بن عنق دے او هيرو (سېدنا موسٰي(ع) پۀ ځائے شېر د خدائے (علي رضي الله عنه) دے.عدج بن عنق د عمالقه قوم يو وګړے وۀ چې بلا سورب وجود او اوچت دنګ قد ئې لرلو. عدج مطلب هم اوچت کېږي.هلال عيد بر عدج فلک هويدا شد        کليد مے کده گم گشته بود پيدا شداردو لغت د عمالقه پۀ باره کښې ليکي چې يو عربي قام چې د عمالق اولاد ګڼلے شي، د دې ذکر تورات کښې راغلے دے چې د بابل د مينار د پېښې پۀ موقع الله پاک دوي ته عربي ژبه ښودلې وه. فرعون د موسٰي عليه السلام هم د دې قام نه وۀ، دا ډېر زوړ عربي قوم ګڼلے شي. سېدنا موسٰي(ع) د دوي د تباه کولو دپاره پوځ استولے ؤ. د دوي مينځ کښې انغښتې تر ډېره موده جاري وې او تورات کښې د جزيره نما سينا پۀ قامونو کښې د عمالقه مدائينان او سابين عربستان ذکر دے (١٨٧٥ تمدن عرب پاڼه ٧٨)-
دا زمکه پخوا وختونو کښې د عمالقه وه چې د نړۍ ډېر زوړ قام ؤ. (١٧ جويائے حق:٦٢). عدج بن عنق د حضرت آدم(ع) پۀ زمانه کښې پېداشوے وۀ او د حضرت موسٰي(ع) پۀ وخت کښې مړ شو. اصلي نوم عدج بن عوق دے.
تاريخ ابن کثير (جلد اول) ليکي چې د دۀ قد درې زره درې سوه دېرش ګزه او د يو ګز درېمه برخه وۀ . عدج بن عنق چې کله د بني  اسرائيل پۀ لور روان وۀ نو اول د يو لوئے غرۀ لمنې ورسېدو خو دا وخت چرته نه يو لوئے مارغۀ راجوت شو او هغه دا غر ټکړې ټُکړې کړو او د يوې ټُکړې نه ئې د دۀ د غاړې حلقه سازه کړه او يا دا چې د موسٰي(ع)  خپل قد لس ګزه ؤ. لس ګزه ئې هوا کښې ټوپ ووهلو ايله د عدج بن عنق د ښنګري پورې ورسېدو. اخر د هغۀ پۀ ښنګري ئې د خپل امسا ګوزار وکړو او داسې ئې ووژلو. دا يوه ناقابل يقين مضحکه خېزه کيسه ده چې عوف البکالي صرف بيانه کړې ده. ابن جريد د ابن عباس پۀ حوالې وړاندې کړې ده خو د ابن جريد دا سند شکمن دے.
ماته خپله د عماليق پۀ باره کښې د تفهيم القرآن (پانۀ ٣٨١) دا بيان زيات معتبر ښکاري "مصر باندې دا وخت (زمانه د يوسف (ع) ١٨٩٠-قم) د پنځلسم خاندان حکومت وۀ چې د مصر پۀ تاريخ کښې د ګډبانانو (شپونانو) بادچاهانو
(Hykosos Kigns) پۀ نوم سره يادېږي. دا خلق عربي النسل وو او د فلسطين او شام نه مصر ته د تلو نه پس د دوه زره کاله قبل مسيح خواوشا زمانه کښې پۀ مصر قابض شو. عرب مؤرخين او مفسرين د قرآن دوي دپاره د اعماليق نوم پکار راولي چې د مصريانو موجوده تحقيقاتو سره صحيح سمون خوري. عزيز د مصر د عماليق او فرعون د مصر د قطبي خاندان نه وو.

دريا اژدهر
Darya Ajdahar (Valley of the Dragon) دا ښکلې وادي د باميان نه د جنوب مغرب پۀ لور تقريباً د اتو کلومېټره پۀ مزل پرته ده. قصه داسې بيانېږي چې پخوا زمانه کښې دلته يو اژدها بلا ميشت شو او د باميان د خلقو دپاره يو آفت وګرځېدو. هغه به پۀ دې سيمه کښې داسې حالات کښې ګرځېدو چې د خُلې نه به ئې د اور شغلې وتې او هر څۀ چې مخکښې به ورتل هغه به ئې خوړل. دومره راسې چې اخر د علاقې بادشاه ورسره سودا وکړه چې بلا به نور چاسره غرض نۀ لري، کۀ بادشاه هغه ته روزانه يوه ښکلې ښائسته پېغله، دوه ژوندي اوښان او ٦٠٠ پونډه نوره خوراکه ورکوي. وادي کښې امن راغے خو پۀ هغو کورونو غم خور شو چې دا قرباني به ئې ورکوله.

کلونه پس يوه ورځ دا بلا د ناشتې دپاره ووته څۀ ګوري چې يو ځوان توره پۀ لاس د نازکې پېغلې دپارنې دپاره ولاړ دے. سمدستي جنګ جنګ شروع شو او هر کله چې د بلا د سپېږمو نه د اور شغلې ووتلې او پېغلې د خُلې نه خدائے پاک ته فرياد ووتو چې مبادا دا ځوان د بلا خوراک نۀ شي جوړ. خو هغه حېرانه دريانه پاتې شوه چې ځوان ورمخکښې شو او پۀ بلا ئې د تورې ګوزار وکړو او د دۀ غټ وجود ئې دوه ځائه کړو.
پېغلې وروستو کلي ته منډه کړل او وادي کښې ئې دا خبره خوره کړه چې باميان ته شېر د خدائے حضرت علي(رض) راغلے دے. بادشاه سره د لوئې خزانې او مخلوق رعايا د دۀ د هر کلي دپاره راووتو خو د دوي د راتګ نه مخکې شېر د خدائے پۀ خپل اس دلدل باندې د هغه ځائے نه تللے ؤ.
اوس د دې بلا د سر او رخسارونو نه د بهېدونکې وينې او د اوښکو څاڅکو نه د روانو معدنياتو چشمې جوړې شوې. د غرۀ پۀ سر کښې چې کوم ٩٠٠ فټه ژور چودون دے، هغه د حضرت علي(رض) د تورې د ګوزار نخښه ده. دلته د ابشارونو د غورځېدو نه چې کوم اوازونه راځي هغه د دې بلا فريادونه دي. دُلدل اس چې چرته قدم اېښے وۀ او ولاړ وۀ هغه ځائے يو زيارت دے.

د دې ځائے نه يو سل او نوي (١٩٠) کلومېټره باندې د چشمو او د ابشارونو يو بل مقدس تفريحي ځائے دے، چرته چې د دې بل يو بچونګړے د حضرت علي‌(رض) د تورې د ګوزار نه مړ دے.
شهر ضحاک- دا اثار د باميان نه د مشرق پۀ لور د ١٧ کلومېټره پۀ فاصله پراتۀ دي. دلته د هفتاليانو، هنز، د جنګېز خان او د شنبعاني د وختونو زاړۀ کلي دي. دې زړو اثارو سره د ضحاک بادشاه قصه تړلې ده. ضحاک يو عربي شهزاده وۀ چې د يوې بلا د اثر لاندې راغے او خپل پلار ئې وخوړلو. دې بلا د عقيدت نه دے پۀ دواړو اوږو ښکل کړو او بيا د نظر نه پناه شوه. ښکل کړي ځايونو باندې دوه مارانو سر را وچت کړو، د دې مارانو خوراک د بنيادم مغز وۀ.
د دې بلا د اثر پۀ وجه ضحاک پۀ ايران حمله وکړه چرته چې خانه جنګي لګيا وه. دۀ ايران فتح کړو او زر کاله ئې بادشاهي وکړه، اخر فريدون بادشاه دے ونيوه او لرې غرونو کښې ئې واچولو. کله چې ماران د نورو خلقو د مغزو د خوړلو نه محرومه شو نو پۀ ضحاک ئې بريد وکړو او داسې ئې مړ کړو.
د افغانانو پۀ شجرو کښې دا ضحاک بادشاه د مشى افغانانو نيکۀ ښودلے شوے دے.بند امير- دا د باميان نه ٧٥ کلومېټره لرې د مغرب پۀ لور پروت دے. دلته پينځه/ شپږ ډيمونه  پۀ يوه سيمه کښې پراتۀ دي. (١) بند غلامان. (٢) بند قنبر. (٣) بند هيبت. (٤) بند پنير. (٥) بند پودينه. (٦) بند ذوالفقار.دا ټول بندونه شېر د خدائے حضرت علي (رض) د کراماتو برکات ګڼلے شي. قدم جائے شاه اولياء هغه ځائے دے چرته چې علي(رض) ولاړ يادېږي او د کوهِ هندوکش يو کافر بادشاه باربر سره ئې مقابله کړې ده.د باميان د مزار شريف نه پرته قندهار پۀ سيمه کښې د شاه مقصود زيارت دے چې د حضرت علي(رض) يو ملګرے وۀ. وائي چې حضرت علي(رض) د حفظِ ما تقدم پۀ تګه څلور کفن تيار کړل. د شهادت نه پس د دوي تابوتونه پۀ څلورو اوښانو باندې ئې کېښودل. اولني اوښ باندې د حضرت علي(رض) جسد مبارک وۀ، هغه مزار شرف کښې ښخ کړے شو او درېو کښې يو دلته قندهار ته ورسېدو.
دا وضاحت ضروري دے چې د باميان سيمه کښې زيات تعداد هزاره قوم دے او قندهار کښې تقريباً ټول افغان ميشته دي. ورسره دا نکته هم اهمه ده چې حاکم د مدد ماهويه سوري د يزدګرد د وژلو نه پس د خپل حکومت دائره پۀ څلور لوري خورولو دپاره پۀ بلخ، بخارا او هرات لښکر کشۍ وکړې او خپل حکومت ته ئې وسعت ورکړو. دا د حضرت علي(رض) د حکومت دور وۀ او ماهويه سوري به د دوي دپاره جزيه، خراج او ماليه راټولوله. (تواريخ حافظ رحمت خان پاڼه ٥٥٥).

کتب استفاده:
1-  اردو لغت (تاريخي اصول پر) جلد سيزدهم (ترقي اردو بورډ کراچي.2-  تاريخ ابن کثير جلد اول (البدايه و نهايه) نفيس اکيډمي کراچي.3-  تفهيم القرآن- مولانا مودودي.
4-         
An Historical Guide to Afghanistan by Nancy Hatch Dupver. Revised and Enlarged- Afghan Tourist Organization Kabul 19977.5-  توراة حافظ رحمت خان بمع حواشى معظم شاه او روشن خان.
♣♣♣

ټول افغان