Pasoon...A New Hope For The Mother Language Pushto
HomeLatest PasoonEditorialNewsPrevious EditionsPasoon MagazinePasoon PublishersPushto AcademyPushto LanguagePushto Books ReviewPhoto AlbumYour LettersHow to SubscribeContact Us
Mazameen 3-9-9

پښتانۀ د تهذيب پۀ څپو کښې
 
سېد خېر محمد عارف لورالائي

    له مخه تر دې چې مونږ د تهذيب او تاريخ ارتباط ته پاملرنه وکړو نو هلته بايد اول دا خبره سپينه کړو، چې پورته ليکل شوے سرليک د هغه خوندور تهذيبي او تاريخي کتاب نوم دے، چې مسيحائي خاصيت لرونکي ډاکټر باقي دراني تاليف کړے دے. دۀ پۀ دغه کتاب کښې هغه ټولې حوالې، هغه ټولې نظرئې او هغه ټول جديد معلومات راټول کړي دي ، چې پۀ بيلو بيلو وختونو کښې بيلو بيلو محقيقينو پۀ ګوته کړي دي او بيا ئې ورسره خپل نکتۀ نظر هم پۀ داسې ښائسته ډول وړاندې کړے دے، چې د دې علمي دور، تقاضو سره باقاعده سمون لري. د پښتو ادب او تحقيق دپاره دا د نېک بختۍ زېرے دے، چې د نوې صدۍ پۀ رموز پوهـ، دانا او بينا خلق د پښتو خسمانې ته ملا وتړي او دغه دروند پېټے پر خپلو اوږو واخلي.ما د ډاکټر باقي دراني پۀ دې دلپذير تاليف د څۀ ليکلو رې وهو، چې پۀ دې مابين کښې دوه مياشتنۍ پاڅون مجله د مارچ او اپرېل ٢٠٠٩ ګڼه هم راورسېده، کۀ ګورم پۀ دغه ګڼه کښې د ډاکټر باقي دراني غزل شامل دے، ګوا خبره خالي تر تحقيق پورې نۀ بلکې تخليق ته هم ورسېده او زړۀ مې نور هم پوړه شو، چې اوس به يقيناً پۀ دغه بهېدونکې چينه د پښتو ادب مينه وال خپله تنده ماتوي، ځکه چې ابتداء ئې پۀ دا زيري سره شوې ده چې:څانګه تر پرښه راوتله پوهېدله چې دا              د ژوندانۀ يوه چينه وه چې روانه شولهخبره پر بله ولاړه، زما اصل غرض و غايت د ډاکټر باقي دراني دې تاليف ته پخپل نظر کتل وو، کۀ څۀ هم پۀ دغه غوره او ضخيم کتاب کښې له ابتداء څۀ د طالبانو تر اوسنۍ دورې پورې مکمل کوائف او د پښتنو د تاريخي سيمې، د تهذيب او تاريخ ټول اهم اړخونه او سياسي تحريکونه خوندي کړل شوي دي، خو لکه څنګه چې انساني نفسيات، د هر انسان بالخصوص ډېر ليکوال پۀ تخليق او تحقيق کښې څۀ نا څۀ اغيزه لري او بيا هم دغه اغيزه پۀ غېر محسوساتي ډول د هغۀ پۀ تحرير کښې خپل وجود برقرار ساتي اوکله چې بل څوک ورته د تول پارسنګ پۀ ترڅ کښې چمتو شي نو ځينې نکتې نوي تعبير ته اړتيا پيدا کړي. هم دغه چل د باقي دراني سره هم کېدے شي. کۀ څۀ هم د هغۀ ارزښتناکه زيار پۀ زړۀ پورې معلومات او د روشن فکرۍ پۀ اړوند د فکري غذا ورکونکي موادو سره سره د تهذيب او تاريخ پۀ اړه يو چڼلے او مستند دستاويز ګڼلے شو، ولې د انساني شعور تر چڼ وتلے ورته نۀ شو وئيلے او کۀ چرته داسې وګڼل شي نو هغه اصل ارزښټ به له لاسه ورکړي، ځکه چې تنقيدي نظر د هغه صيقل حېثيت لري چې زنګ آلود څيزونه پخپله اصلي بڼه کښې ښکاره کړي.زمونږ د ځينو ليکوالو پۀ خيال چې پۀ دې اثر کښې تهذيب هډو شته نۀ خو بد بختي دا ده، چې دغه معترضين خپله دغه مفکوره د تحرير پۀ شکل کښې نۀ وړاندې کوي او د خُلې پۀ خبرو اکتفا کوي. لېکن دې ته نۀ ګوري چې د تاريخ او تهذيب دا نۀ شلېدونکي ارتباط د بادام د دوو زڼو پۀ شان پۀ يوه کالبوت کښې وده مومي. کۀ چرته مونږ د تاريخ او تهذيب دغه تړون مخ ته کښېږدو نو پۀ تاريخي حواله دا جوته ده چې د تاريخ هنداره خلقو، خلقو ته، د خپل ملت ماضي، تمدن او تشخص واړه تر مخ ږدي او کوم خلق چې د تاريخ پۀ اړه د ماضي له ونډې بې برخي وي، هغه نۀ خو خپل نوي نسل ته ښه قامي عنعنه پۀ لاس ورکولے شي او نۀ ورته د تاريخ ساز کردار ښودنه کولے شي. پاتې شوه د تهذيب خبره دغه د ښۀ او بد تهذيب واړه اړخونه د تاريخ مرهون منت وي خو يوه خبره څرګنده ده چې هر تهذيب د ښکلا او ښائست نوے زېرے نړۍ ته راوړے دے او هر نوے تهذيب د زاړۀ تهذيب دپاره د زې پائې (زينې) حېثيت اختيار کړے دے، يعنې يوې ښکلا بلې ښکلا ته بله ښکلا ور پۀ برخه کړې ده. د مثال پۀ توګه بابلي تهذيب د نړۍ له اولنيو تهذيبونو څخه يو دے. تر دغه تهذيب له مخه پۀ انساني ټولنه کښې يو مخ د پاوالۍ او خانه بدوشۍ ژوند دوام درلود، خو د بابلي تهذيب غوره اړخ دا را برسېره شو چې اوله پلا خلقو د پاوالۍ او لېږدېدنې له ژونده مخ پۀ بله خوا واړولو، د مستقل سکونت تابيا وکړه. د بود و باش پۀ هڅه شو، ګټه ئې دا شوه چې د هغه وخت پۀ انسانانو پېشه وارانه سوچ او فکر غزونې وکړې اول ځل د ګله بانۍ او کښت ګرمۍ بنا وشوه.ورپسې کۀ د يوناني تهذيب دور راواخلو نو د تاريخ له رويه پۀ دغه دور کښې د ښارونو او رياستونو پۀ جوړولو پېل وشو، لوئې لوئې ودانۍ منځ ته راغلې، د تهذيب پۀ دغه څپه کښې د تعليمي، سياسي او اقتصادي علومو جګې جګې منارې ودرول شوې، حتيٰ چې پۀ نتيجه کښې ئې د سقراط غوندې نابغه عصر خلقو د خپل رښتني علمي او نظرياتي فکر د خورولو پۀ نيت و خپل مرګ ته پر ژوند ترجيح ورکړه او د ښار پرېښودلو په ځائے ئې د زهرو پياله پۀ سر پورته کړه او يه هنده ئې وکړه. د لوېديځ پۀ مجموعي تهذيب کښې د طنزانيه تهذيب ته ځکه پۀ ښه سترګه کتل کېږي چې د نويو نويو ايجاداتو سره سره پکښې د صنعتي انقلاب پېل وشو. د جمهوريت ډيوې بلې شوې، مطلب مې دا دے چې هر نوے تهذيب پخپل پلو پورې د نوې رڼا او نوې ارتقا غوټه تړلې راوړې ده، هم دغه وجه ده چې د ټي اېس اېليټ غوندې پوهان د تهذيب د بشپړتيا پۀ حقله وائي چې اول کلتور د ټولنې د وګړو د خوي او خاصيت، عاداتو، د اوسېدولو پاڅېدلو طرز احساس څخه وجود مومي او بيا د ټولنې د خلقو د ژوند تېرولو دغه راه و رسم د کلتور او تهذيب پېلامه ګرځي. ګوا د مهذب خلقو پۀ اړه تهذيب منځ ته راځي نو چرته چې تهذيب وي او مهذب انسانان وي، هلته د تهذيبونو د تصادم خبره څۀ معنٰي لري، بلکې دا خو د ښائسته او رښتيني ژوند چارې لا ټينګوي.دا او داسې نورو نزاکتونو ته مؤلف پخپل تاليف کښې ځائے ورکړے دے خو له دې سره سره ئې د تهذيب ادوار پۀ تاريخ وېشلي دي. پۀ دې اړه ليکي "چې زړو ليکوالو (مؤرخينو) تاريخ د زاړۀ دور منځني، دور او اوسني دور پۀ بنياد تقسيم کړے وۀ خو دا وخت سائينسي علوم عام شول او Information technology ډېره پرمخ روانه ده، ځکه د تاريخي معلوماتو لويه ذخيره اوس د تهذيبي ادوارو پۀ بنياد وېشل شوې ده".تر دې وروسته مؤلف د افغانانو پۀ دې پرتمينه خاوره پۀ اول باب کښې تهذيبونو ابتداء د نړۍ له زېږدې د انسان تخليق له آدم علېه السلام څخه تر طوفان نوح پورې قياسات او ورپسې د تهذيب پنځمه څپه له ١٩٩٠ څخه شروع کوي. د دغه ادوارو خوندور جاج پۀ بيخي اختصار سره د دۀ پۀ موضوع ګرفت ثابتوي. پۀ دوېم باب کښې نوموړے مؤلف د لسو آريائي قبيلو د مشهور جنګ پۀ ترڅ کښې د دوېمې قبيلې پکتايان يادوي او وائي چې پښتانۀ پۀ اصل کښې هم هغه پکتايان دي، چې يوناني هيرو د paktues پۀ نامه او پښتونخوا ئې د پکتيکا Paktuika ياده کړې ده. دغه رنګه پۀ اول لښتليک کښې د انساني نسلونو د يادونې سره د ارينو پۀ ډله کښې پکتيان (پښتانۀ) او بيا د ساکان، سکايان، کوشانيان او پپتاليان يادوي.دغه رنګه نوموړے مؤلف د خپل دليل د پخلي دپاره د زړو ژبو تجزيه کوي او د پورتنيو ذکر شوو پښتنو قبيلو د ژبو د قدامت پۀ اړه بالخصوص د ترينو ذکر کوي او بيا د پرله پسې دلائلو او حوالو پۀ اړه خپل موقف واضح کوي. ښاغلے مؤلف له ژبو رانيولې تر آثار قديمه پورې او له آثار قديمه څخه بيا تر ډبر ليکونو پورې او له دا څۀ بيا د پېغمبرانو د ادوارو او وخت تر تعين پورې هغه هر اړخيزه جاج اخلي او خپلې موضوع ته دوام ورکوي.حقيقت دا دے چې د ډاکټر باقي دراني پخپل دې اثر کښې چې کوم معلومات راغونډ کړي دي، پۀ هغه کښې دۀ نۀ خو زاړۀ روايات نظر انداز کړي او نۀ ئې پۀ جديدو حقائقو سترګې پېټې کړې دي. بلکې زۀ به دا ووائيم چې دغه اثر د جديد او قديم تاريخ يو خوندګيره امتزاج دے، خو پۀ دې کښې د تاريخي حقائقو رنګ پۀ ځانګړي ډول واضح شوے دے. د مزې خبره دا ده چې د هر پوائنټ دپاره ئې حواله ضروري ګڼلې ده او ايکي يوه خبره ئې هم بې حوالې نۀ ده کړې، پۀ مجموعي اعتبار ئې يو پۀ بله کښې غالباً ٢٦٣ حوالې ورکړې دي چې دا د دۀ د زيارو د بشپړتيا ثبوت دے.هغه پۀ خپل فکر د پښتنو د خاورې او ژبې احاطه پۀ دومره خوندوره سره دا رنګه کوي "تر هخا منشيانو وروسته دغه ټوله علاقه د چا تر واک لاندې نۀ ده راغلې او بيا ورپسې زياتوي چې د ساکانو ژبه وه او بېله څۀ شکه د کوشانيانو ژبه هم وه".ښاغلے مؤلف پۀ يوه عکس کښې د يونيانو او باختري واکمنانو د دور دولسو موندل شوو مکوکاتو پۀ اړه دا څرګندوي چې دا پۀ دغه زمکه پاتې شوي دي. دا دا سکې ډلې پۀ پښتني خاوره کښې موندل شوي دي، کۀ چرته پۀ مجموعي اعتبار پۀ دغه کتاب کښې مونږ صرف هغه نادره پخواني عکسونه ولټوو، چې د محل وقوع پۀ مناسبت ئې دغه اثر ته ځلا بخښلې ده، خالي ځلا نۀ بلکې د محقق د خوارۍ او زيارو نشاندهي پۀ کېږي، چې تعداد ئې شپږ اتيا ته رسي، ولې پۀ دغه عکسونو کښې اکثره داسې عکسونه ليدل کېږي، چې د هغه پخوانيو مملکتونو د سرحدونو ليکي واضح کوي،خو د دې ټولو زيارو علاوه د ډاکټر باقي دراني د اظهار پېرايه دومره خوندوره ده چې سړے پۀ هېڅ توګه ورباندې سترګې نۀ شي پټولے. هغه پۀ ډېره سادګۍ او معصوميت سره خپلې خبرې ته دوام ورکوي او د پښتنو بدبختيو ته پۀ ډېر مهارت سره داسې پۀ تنقيدي نکتۀ نظر ګوري، چې پښتو او پښتنواله له لرې پکښې معلومېږي. ليکي "الميه دا وه چې دولت خان، علاوالدين او عالم خان د خپلې کورنۍ خلاف استعمال شول، بابر پۀ دې جنګ کېله کندهار او بدخشان څخه راوستے فوځ استعمال کړ، پښتون ئې پۀ پښتانۀ وواهۀ او ځان ئې د هند باچا کړ"فکر کوم چې د مؤلف زيار د پښتونولۍ دپاره بيخي ګټور او د استقادر وړ دے، ځکه چې دے د تاريخ پۀ رڼا کښې خپلو لوستونکو ته يو پېغام ورکول غواړي، خالي د باتورۍ مېړانې، د پدرم سلطان، پۀ آزانګو خپلې غاړې خلاصې نۀ بولي. بلکې د يوشتمې پېړۍ د تقاضو مطابق نوے ګودر، نوې لاره او د نوې لارې د لټون دپاره د خپلو اسلافو د غلطيو او خطاګانو بدنما څېره هم ورپه ګوته کوي او هغه هم پۀ داسې انداز سره چې مار مړ شي او لکړه روغه پاتې شي.ښاغلے مؤلف خپل دغه اثر پۀ (٣٥) بابونو تقسيم کړے دے، پۀ دې کښې شل بابه د تهذيب او تاريخ پۀ هغه اولنيو ابوابو منحصر دي، چې د پښتو د سيمې آثار قديمه، نسل،تهذيبونه،ژبې او د ماقبل تاريخ هغه ټولې حوالې او مواد را يو ځائے کړې دي، چې پۀ زوړ او نويو حوالو مزين دي او دا هم چې هغه زړې مروج شجرې چې مؤلف ئې د لښتليک پۀ نامه يادوي، پۀ نوي انداز سره وړاندې کوي. د مثال پۀ توګه د قېس پر ځائے پۀ نوي طرز سره (ساکاناو بيا د هغۀ پۀ لانديني ښاخونو يا اولاده کښې د سړبن، غرښت، کرلاڼ او بېټن سره سره، کودي او ککۍ زياتوي او بيا د تر روائتي خرشبون اول کوشابون، کوشابون او بيا خرشبون) يو بولي او کوشابون پۀ اولاده کښې کند، زمند او کاسي يادوي، ولې له روايت څخه د بغاوت کولو دپاره هغه خپل نکتۀ نظر او دليل هم وړاندې کوي.مطلب مې دا دے چې مؤلف ټول معلومات او ترتيب بيخي له جديد معلوماتو سره د جديت نوې بڼه ګڼلے شو. زما پۀ خيال چې د باقي دراني وړاندې کړل شوي تاريخي او تهذيبي معلومات پۀ هر اعتبار د افاديت وړ دي. دۀ د سماجي، اقتصادي، مذهبي او سياسي حالاتو او د دې د اثراتو پۀ اړه بيخي پۀ ځانګړي توګه موازنه کړې ده او دغه ځانګړتيا د دۀ د کتاب قدرو قيمت زيات کړے دے، خو کله چې مونږ د کتاب پۀ دغه پاتې يوويشت ابوابو غور وکړو نو له احمدشاه بابا څخه تر طالبانو پورې ډېرې داسې څېړنې رامخ ته شوې دي، چې پۀ هغې کښې ځينې نکتې وضاحت طلب دي. هغه دا چې د افغانانو د لوئے دولت کمبله پۀ هم دغه وروستنيو ادوارو کښې راټوله شوې ده. زمونږ ډېر پوهان خلق امير عبدالرحمٰن د اوسني افغانستان د وحدت او زيري يو پياوړے قهرمان بولي، دا هر څۀ کۀ ومنو هم خو له دې نه انکار نۀ شو کولے چې فاتح مېوند محمد ايوب خان ته انګرېزانو ماته د هم دغه عبدالرحمٰن پۀ مرسته ورکړه او بيا هم دغه عبدالرحمٰن د پښتنو پر ځيګر د تقسيم ليکه تېره کړه، کۀ چرته د هوس اقتدار پر ځائے دۀ د ايوب خان مرسته له اوله کړې وے نو ممکنه ده حالاتو بل رنګ راوړے وے.تر دۀ له مخه مؤرخين د امير شرعلي خان پۀ باره کښې دا وائي، چې هغۀ د انګرېزانو د مقابلې دپاره ډېر زورور لښکر جوړ کړے وۀ او د شېر پور چاوڼۍ ئې له وسلې ډکه سا تلې وه خو دۀ د مقابلې پر ځائے مزاري ته تګ غوره کړو او دا هم چې تر دې لهمخه ئې خپل ورور عبدالله ولي عهد ټاکلے وۀ خو د تګ پۀ وخت ئې فرمان صادر کړ، خپل لېونے زوے يعقوب خان چې دۀ پۀ جېل کښې ساتلے وۀ له جېله خوشې کړ او پۀ تخت ئې کښېنولو، خېر لکه چې وړاندې چې مې ذکر وکړو چې د ډاکټر باقي دراني دغه درانۀ زيار او د دغه ګران موضوع پۀ حقله بايد دغسې ټکو ته هم پاملرنه شوې وے. د دۀ د ليک پۀ زړۀ پورې پېرايه ساده خو ښائسته لب و لهجه دا ښئي چې دے د خپل موضوع پۀ راغونډولو مکمل قدرت لري. د دۀ له خيالاتو سره کۀ څۀ هم د اختلاف اېښودلو ګنجائش ممکن دے، لېکن د دۀ پۀ پښتني اخلاص او نېک نيتۍ د څۀ وئيلو او شک کولو ګنجائش ګر سره نشته. ولې د تاريخ موضوع داسې موضوع ده چې يو پېښه تۀ دوو يا درېو محقيقينو دا خيال څرګندوي، چې دوي د پښتنو د وحدت پۀ تکل وو. دغه خيال نوموړي مؤلف د هم دغه اثر پۀ ٣٩٥-٣٩٦ مخ باندې هم راوړے دے چې د پښتنو د حق دپاره او ږغ د ډاکټر خان وۀ، چا چې د پښتنو تقسيم پۀ ډاګه غندلے وۀ او يا دا چې د هندوستان د تقسيم پۀ وخت دې پښتنو ته خوښه ورکړل شي، چې دوي د هندوستان سره پاتې کېږي، پۀ نوي هېواد پاکستان ګډېږي، آزاد اوسېدل غواړي او کۀ د افغانستان سره بېرته ګډېږي، له کومه چې پۀ ١٨٩٣ء کښې د ډيورنډ پۀ کرښۀ انګرېزانو رابېل کړي وو. پۀ دې سلسله کښې ځينې محقيقين دا عقيده لري چې ډاکټر خان صاحب د پښتني وحدت يا د افغانستان سره يا د پښتنو د ګډېدو پۀ هڅه نۀ وو، بلکې هغۀ پنډت نهرو ته د جولائي ١٩٤٧ء کال پۀ دوېمه نېټه يو ليک ليکلے وۀ، چې نهرانسا Nehrunnisa د خپل کتاب pak afghan discord پۀ ٨٩ مخ باندې راوړے دے. پۀ دغه ليک محترم ډاکټر خان، پنډت جواهر لال نهرو ته ليکي: "زۀ يقين درکوم چې مونږ کله هم له افغانستان سره د يووالي سوچ لا هم نۀ دے کړے، مونږ اول وار خبر شوي يو، چې افغان ګورنمنټ پۀ سرکري توګه د انډيا له حکومت سره رابطه کړې ده، چې مونږ ورسره اړه نۀ لرو". (پاکستان سټډي سنټر يونيورسټي آف کراچي=١٩٩٠ء).

هم دغه رنګه چې محترم مؤلف پۀ ٣٩٦مخ پۀ مارچ ١٩٥٥ء کښې د مغربي پاکستان د صوبو د ختمولو سره سره د ون يونټ ذکر کوي، خو هلته دا نۀ ښئي چې دغه کار هم د ري پبلکن پارټۍ پۀ آړ کښې ډاکټر خان صاحب وکړو او پخپله د مغربي پاکستان يعنې پۀ ون يونټ کښې اول وزيراعلٰي هم شو. دا څو خبرې مې پۀ دغه وکړې چې سياسي تېروتنې مخ ته اېښوول د صحيح لارې د تعين کار کوي او تېروتنې نۀ پۀ ګوته کول پۀ مستقبل کښې کندو کپرو ته د لوېدلو پېلامه ګرځي. بهر حال هر څوک ليک د خپل مطمحِ نظر پۀ اړوند کوي، يقيناً ډاکټر باقي دراني ډېر ارزښتناکه کار کړے دے، دۀ پۀ دومره خوند داسې څرند کړي دي، چې د سړي سترګې خلاصوي. د مثال پۀ توګه دغه څو کرښې وګورئ "د درو هفتو پۀ لږه موده کښې طالبانو ٢٥٠٠ جنګياليان وموندل چې بيخي نوې وسله ئې پۀ اوږو وه او پۀ څۀ نا څۀ ئې زړۀ هم پوري وو. پۀ کندهار کښې پوځي ګاډي ټانګونه، هيلي کاپټرې او جهازونه هم وليدل شو" فکر کوم چې پۀ دغه څو کرښو کښې ئې د کلونو کلونو تاريخ ځائے کړے دے.

زما يقين دے چې د باقي دراني جديد او ترقي پسندانه سوچ او له حوصلې ډک رجائيت، د علمي تحقيق يوه داسې لاره پرانستلې ده چې د راتلونکي نسل دپاره د طرز بيان او د پښتني احساساتو ښکلے انځور پکښې له ورايه ښکاري. دۀ نۀ صرف د تاريخ حق ادا کړے دے، بلکې د پښتنو پۀ تاريخ ئې د تحقيق کونکيو دپاره پۀ مستقبل کښې هم يو داسې ماخذ وړاندې کړے دے، چې د تاريخ پلټونکي به همېشه ورځنې استفاده کوي. 

♣♣♣

پښتونولۍ