اسلام او پښتو..................... پروفېسر ډاکټر راج
ولي شاه خټک
اسلام
د ټولو پښتنو دين دے او
پښتو د پښتنو ايمان دے.
دين او ايمان چې يو ځائے
شي نو د ژوند يوه متوازنه
لاره جوړوي، چې هم پکښې
روحاني اقدار وده مومي
هم مادي دنياوي قدرونه
پرې ښکلې کېږي.
اسلام
د يو افاقى او Divine دين پۀ حېثيت پښتانۀ
ډېر پخوا قبول کړے دے او
پښتونولي د پښتانۀ د ژوند
قاعده او قانون
دے. دواړه يو تربله داسې
يو شوي دي چې اوس ئې بېلتون
ګران دے. اسلام پخپله هم
يوه مکمله د ژوند ضابطه
ده او پښتونولي هم د ژوند
يوه ښاغلې لاره ده. دواړه
فطري دي او شايد چې د فطرت
يووالي دواړه يو کړي دي.
اسلام ته دين فطرت وئيلے
شي او پښتانۀ له صديو راسې
پۀ يو فطري ماحول کښې د
فطرت سره نزدې ژوند ژواک
کوي. داسې ښکاري چې د اسلام
نه وړاندې پښتانۀ څۀ خاص
دين او مذهب پۀ پوره ډول
نۀ وۀ قبول کړے، خپل روزګار
ئې د پښتونولۍ د تهذيب
د اصولو دننه کولو. د پښتو
پۀ رسمونو رواجونو کښې
ځينې علامې د زرتشتي مذهب
ښکاري. ولې دغه هم د زرتشتي
مذهب و ثقافتي اثر نتيجه
ښکاري، ځکه چې زرتشت مذهب
هم پۀ دې زمکه خور شوے وۀ،
ولې عام تعليمات ئې د پښتو
سره سمون نۀ خوري. څۀ اثرات
ئې د اولسونو د اختلاط
پۀ سبب اخذ کړي ښکاري. د
پښتانۀ پۀ خاوره يو بل
ستر مذهب بدهـ ازم هم خور
شوے دے. ګندهارا د پښتانۀ
زمکه ده او بدهـ مذهب پۀ
ګندهارا کښې ښۀ اثر او
نفوذ کړے وۀ، ځکه نو څۀ
اثرات پۀ پښتونولۍ کښې
پۀ ځينې رسمونو رواجونو
يا جامه کښې د بدهـ ازم
هم ليدے شي. ولې داسې ښکاري
چې د ژوند پۀ حواله دواړو
له يو بله اثر اخستے دے،
ګني د بدهـ ازم تعليمات
د پښتانۀ د فطرت او نفسياتو
پۀ خلاف ښکاري. د اريائي
وختونو ډېر اثرات پۀ پښتونولۍ
کښې ليدے شي. پۀ اکثرو رسمونو
رواجونو کښې د ارياؤ د
وخت د رسم و رواج نخښې اوس
هم شته. خو د پښتونولۍ خپل
تهذيب دے، د ثقافتي اختلاط
له وجې کېدے شي، چې څۀ نور
مذهبي اثرات هم راغلي
دي. لکه د نن سبا پۀ پښتو
کښې د عيسائيت د تهذيب
اثرات هم ښکاري. خصوصاً
پۀ جامه ناسته پاسته او
ځينې معاشرتي قدرونو
کښې دا اثرات څرګند دي.
ولې دا د ثقافتي يلغار
نتيجه ښکاري. بل د تعليم
نظام د حکومت نظام هم دے،
ګني عيسائيت دلته له ټولو
وروستو د انګرېزانو د
تسلط پۀ ورځو کښې راغلے
وۀ. عيسائي مشنونو دلته
ښۀ تبليغ کړے وۀ خو د يو
څو مجبورو کسانو نه سېوا
ئې هيڅوک هم Convert کړے شوي نۀ
وو. د يهوديت ډېرې نخښې
نخښانې پۀ پښتونولۍ کښې
ښکاري او ځينې رسمونه
او نومونه خو بېخي د يهوديت
پۀ شان دي. ځنې مؤرخان چې
پښتانۀ بني اسرائيل ګڼي
د هغوي دعويٰ ده چې د اسلام
نه وړاندې پښتانۀ يهوديان
وو. رنګ جامه او دستور کښې
د يهوديت ډېرې نخښې دغه
خيال ته تقويت ورکوي،
ولې دا هم وئيلے شي چې د
پښتانۀ يوه قبيله شايد
د اسرائيلو هغه ورکه قبيله
وي، چې The Lost Tribe of Assyria ورته وئيلے شي او
د هغې قبيلې پۀ پښتنو کښې
اثر دغه رسمونو ته رواج
ورکړے وي.پۀ دې چې د اسلام
نه وړاندې يهوديت يو مضبوط
ثقافت لرلو او د دې قبيلې پۀ ذريعه
شايد دغه ثقافتي اقدارو
پۀ پښتونولۍ کښې نفوذ
کړے دے، ولې هر کله چې اسلام
پۀ دې زمکه را خور شو نو
تر ډېره حده ئې د نورو زړو
مذهبونو اثرات پخپل نظام
بدل کړل.د اسلام
تعليمات د پښتون فطرت
ته ډېر نزدې دي. خصوصاً
د "بدل" د واضح تصور له
مخه هم چې "بدل" يوه فطري
غوښتنه ده او هر چرته د
هر څۀ پۀ نفسياتو کښې ښکاري.
کۀ څۀ هم د پښتو بدل د اسلام
د قصاص نه ډېر شديد دے،
داسې نور هم مشترک قدرونه
لري. پۀ پښتونولۍ کښې جرګه
د شروع راسې راغلې ده،
ځکه چې پښتون ازاد او جمهوريت
پسند اولس دے. کله چې اسلام
دلته راغے نو شايد پښتو
هم د جرګې د متفقه فېصلې
د مخه پۀ ايړ اسلام قبول
کړے ښکاري. يو پۀ دې چې پښتو
يواځې د ژوند لاره ده،
د روحاني تربيت دپاره
پکښې د الهامي دين څۀ اصول
نۀ شو موندے او کۀ څۀ وو
هم نو هغه مربوط نۀ وو. د
ډېرو رشتو دپاره د روحاني
ا قدارو ضرورت وۀ. د رشتې
کلکوالي ته پۀ پښتو کښې
ډېر اهميت ورکولے کېږي
او دا کلکوالے يواځې د
يو الهامي او اسلامي حکم
پۀ بنياد ممکن وۀ.کله چې ټول پښتون
قام مسلمان شو نو اسلام
دوي د پښتونولۍ عېن عکس
وګڼۀ، چرته چې د دواړو
پۀ تعليماتو کښې تضاد
مخې ته راتلو، هلته ئې
ځينې وخت اسلامي اصول
غوره کړل او څۀ ځائے کښې
ئې پښتونولي غوره کړه.
يو داسې امتزاجي ثقافت
ترې پۀ وجود کښې راغے چې
يو واضح او مکمل اسلامي
پښتني تهذيب ترې ساز شي.
تر ډېره حده کور د وړاندې
نه موجود وۀ، حجره د وړاندې
موجوده وه، د حجرې سره
جومات هم يو د پوخ عنصر
پۀ حېث شامل شو، کور حجره
او جومات د پښتانۀ د ژوند
بنيادي ادارې دي. کور پۀ
کلي پورې تړلے دے، کور
د پښتون د "آنر" د ناموس
له ټولو غټ علامت دے.حجره د غم ښادۍ
د رسمونو ترسره کولو نه
سېوا د جرګې د هال ځائے
هم ورکوي. جومات د عبادت
نه سېوا هغه رسمونو دپاره
ځائے ورکوي چې د اسلامي
روايتونو پۀ بنيادي وي
يا پۀ کومو رسمونو رواجونو
کښې چې د اسلامي تعليماتو
ترمخه د روحاني اقدارو
ترسره کول وي.کور، کلے،
حجره، جومات د پښتونولۍ
د تهذيب هغه ادارې دي،
چې د پښتني ژوند اډاڼه
پرې ولاړه ده. د دې پۀ توازن
کښې د پښتني ژوند توازن
دے، کۀ يو هم د خپل راکښلي
حد نه تېرېږي نو ا ړے ګړے
او پرېشاني پېدا کوي. پښتونولي
د يو اجتماعي نظام نوم
دے، خپل قوانين ئې دي،
کۀ څوک له دغه قانون نه
سرغړونه کوي، نو پښتو
ئې ماتېږي او يا انتشار
او انارکي پېدا کېږي. کۀ
د حجرې کارونو ته فوقيت
ورکولے کېږي نو اسلامي
اقدار شاته کېږي او کۀ
د جومات فرائضو ته پۀ ټولو
ترجيح ورکړے شي نو د پښتو
اتهارټي ته نقصان رسي،
ځکه نو پۀ دغه ټولو اکائو
کښې توازن، د پښتو د ژوند توازن
دے. پۀ دې تهذيب کښې د هر
چا د خپلې ذمه وارۍ پۀ بنياد
خپل خپل کار دے، پۀ يو بل
کښې بې ځايه مداخلت خلفشار
پېدا کوي.پښتانۀ پۀ عقيده
کلک مسلمانان دي، د پښتو
پۀ شان اسلام هم دوي خپل
آنر او ناموس ګڼي. د دين
پۀ ننګ راپورته کېږي،
ولې پۀ مثبته او متوازن
حالت کښې.د پښتانۀ پۀ تاريخ
کښې د پښتو او د شريعت Clash هلته راغلے
دے چرته چې چا تجاوز کړے
دے. مؤرخان وائي چې د برېلوي
تحريک پۀ دې سبب دلته ناکام
شو چې د جومات واکدارانو
د حجرې د کور او پښتونولۍ
پۀ کارونو کښې مداخلت
شروع کړو نو ځکه د صوابۍ
اولس د دغه تحريک پۀ خلاف
راپورته شو او د ناکامۍ
سره مخ شو.پۀ نزدې وخت کښې پۀ
افغانستان کښې د طالبان
تحريک پۀ باره کښې هم د
ځينې مبصرينو دغه رائې
ده چې کۀ هر څو پښتانۀ شريعت
مني او د شريعت تابع دي،
ولې کله چې د خالص پښتونولۍ
تهذيب ټول پۀ ټوله پۀ شريعت
کښې د بدلولو رجحان عام
شو نو پښتانۀ کښې رد عمل
پېدا شو د اتفاق پۀ ځائے
نفاق پېدا شو او طالبان
تحريک د ناکامۍ سره مخ
شو.اسلام
پښتو سره نۀ پرېکېدونکې
رشته لري. څۀ چې د ژوند توازن
د روحانيت او ماديت ترمېنځ
پۀ توازن کښې دے. له دغه
توازن نه مثبت نفسيات
پېدا کېږي. يو باقاعده
اخلاقي نظام ترې پۀ وجود
کښې راتلے شي. اسلام چې
هر کله د پښتو د قاعدو احترام
کړے دے او د پښتونولۍ پۀ
تهذيب کښې ئې بې ځايه مداخلت
نۀ دے کړے نو هم پښتو وده
کړې ده او هم د اسلام دين
فروغ موندلے دے. دا خاصيت
دا توازن د دنيا د نورو
اسلامي معاشرو پۀ نسبت
پۀ پښتو کښې ډېر ښۀ وۀ،
ځکه خو علامه ا قبال پښتون
اولس يواځې د اسلام ساتندويه
ګڼي. ولې هر کله چې هره سياسي
يا مذهبي اتهارټي له حده
تجاوز وکړي، دغه توازن
مات کړي نو پښتنه معاشره
کښې فطري رد عمل ښکاره
شي، چې د معاشرتي اړي ګړي
سبب کېږي. کۀ چرې خالص د
پښتونولۍ نظام فروغ ومومي
نو هم به پکښې د دين اسلام
سرلوړي وي او هم د معاشرتي
امن ضمانت ورکوي. اسلام
د پښتنو دين دے، پښتو ئې
د ژوند لاره ده او پښتونولي
ئې تهذيب او ثقافت دے. يوه
خالصه پښتنه معاشره کښې
د فرد او د ملت يو متوازن
ربط وي.
خوشحال بابا وائي
چې: هر سړے
پېدا دے خپل خپل کار لره
کنه
♣♣♣