PASOON
HomeLatest IssueEditorialNewsPoetryProseYour LettersPasoon DirectBooks ReviewPrevious IssueArchivesPushto LanguagePhoto AlbumHow to SubscribeContact Us
Archives

  March April 2008

شروع په نامه د الله چې بخښونکے او مهربان دے

 

نوي انتخابات، 

د خلقو او د پښتنو ليکونکو توقعات

 

 

            په اتلسمه فرورۍ کال 2008 په ملک کښې عام انتخابات وشو، خلقو د مرکزي او صوبائي اسمبلو دپاره نوي ممبران يعني مشران وټاکل او اختيار ئې ورکړو. د نوو منتخب شوو مشرانو نه د خلقو ډېر توقعات دي. ډېر مشکلات او ډېرې مسئلې دي چې هغه حل کول غواړي. يو خوا د آئيني، قانوني، عدالتي او د صوبائي حقونو او اختياراتو مسئلې دي، بل خوا د خلقو د روزګار، تعليم، صحت، د ځان او مال د تحفظ مسئلې دي. د ارزان او فوري انصاف يقيني کولو مسئله ده. د پې جوازه ګرانۍ مسئله ده او داسې نورې ډېرې مسئلې دي چې هغه د پخوا نه حل طلبې راروانې دي. تر څو چې دا مسئلې حل شوې نۀ وي نو په ملک کښې قراري راتلل ممکن نۀ دي.

 

            د بدقسمتۍ نه په دې ملک کښې جمهوريت ته موقعه نۀ ده ورکړې شوې، د ملک واک اختيار زيات وخت د فوجي او سول افسر شاهۍ، د هغو د حمايت کونکو موقعه پرستو جاګيردارانو، سرمايه دارانو په لاسو کښې پاتې شوے دے. د چا ترجيحات چې د خپلې کرسۍ مضبوطول، د خپلو ځانونو او خپلې طبقې مفاد وو. په دې وجه په ملک کښې د جمهوري کلچر، جمهوري رويو او جمهوري ادارو په ځائې د ځان ځانۍ، موقعه پرستۍ، خوشامدګرۍ، بدعنوانۍ، منافع خورۍ، رشوت خورۍ، منافقت او عدم روادارۍ کلچر رواج وموندۀ.  په ملک کښې د حکمرانانو د غلطو پاليسو په وجه د هېروئن، کلاشنکوف، دهشت ګردۍ او ځان وژونکو بمبار کلچر مينځ ته راغے. د امن خوښونکو خلقو دپاره ژوند تېرول ګران شو، هر چا سره د خپل سر ويره پېدا شوه. دا ملک چې د کوم مقصد دپاره جوړ کړے شوے وۀ هغه مقصد او منزل چرته لرې په تيارو کښې پټ شو.

 

            اوس چې يو ځل بيا خلقو ته د رائې ورکولو موقعه ورکړې شوه او خلقو خپل مشران چوڼ کړي او اسمبلو ته ئې ولېږل نو په کار ده چې اسمبلو ته پوره اختيارات ورکړې شي. د مرکز او د صوبو د اختياراتو مسئله حل کړې شي او صوبو ته مکمله خودمختاري ورکړې شي چې د دې جوګه شي چې د خپلو خلقو د سوکالۍ، خوشحالۍ او خېر ښېګړې دپاره کار وکړې شي.

 

            د پښتو ليکونکو اديبانو، شاعرانو او دانشورانو د تېر هر حکومت نه دا مطالبه په بيا بيا کړې ده چې د دې صوبې د اکثريت ژبې پښتو ته دې خپل جائز حق او مقام ورکړې شي او دې صوبې له دې خپل تاريخي او ثقافتي نوم پښتونخوا کېښودے شي. پښتانۀ ليکونکي، اديبان، شاعران او دانشوران د نوو منتخب شوو مشرانو نه هم مطالبه کوي چې پښتو ژبې له دې خپل حق او مقام ورکړې شي او د صوبې نوم دې " پښتونخوا"  ومنلے شي ځکه چې دا د ټولو پښتنو غوښتنه او د زړۀ اواز دے.

ګنړه جنوري فروري ٢٠٠٨

 

 نظمونه

اې پښتنو څۀ کوئ

اجمل خټک

وخت په چغو چغو وائي

 

اې پښتنو څۀ کوئ

ژوند ته مو ژړا کوئ

 

کۀ ځان پورې خندا کوئ

خپل غم به کوئ، کۀ

 

د پردو مخکښې ګډا کوئ

اې پښتنو څۀ کوئ

دلته درته يو په سينه کښېناستو وهي مو

 

هلته درته بل راغلو بلار شو هضموي مو

يو درته لېليٰ لېليٰ کوي او ورکوي مو

 

بل درته الله الله کوي او خرڅوي مو

غېرو خو ټوکړې کړئ

 

کور مو دا دے وران دے

خپلو ډلې ډلې کړئ

 

وطن نۀ دے دکان دے

نۀ د پښتو پاتې شوئ

 

نۀ دين شو نۀ دنيا شوه

اې پښتنو څۀ کوئ

 

زوړ مړے مو بې کفنه پروت دے راته سخا

 

دغه ده راځي نوې بلا توره بلا

مونږ په کور کښې نښتي په زما زما زما

 

لاړ هر څۀ مو بائلو کۀ وطن دے کۀ حيا

اې پښتنو څۀ کوئ

 

هسې نا چې شين اسمان خو وي سپينه پښتو نۀ وي

 

هسې نه آدم رباب ګودر وي خو درخو نۀ وي

هسې نا چې توره قلم وي خو خوشحال خان نۀ وي

 

هسې نا هېواد وې څوزک احمد او ميروېس خان نۀ وي

هسې نا چې ګرم سياست وي باچا خان نۀ وي

 

هسې نا چې منډې ډېرې وي خو صمد خان نۀ وي

هسې نا جنډه وي قوم وي خو نۀ وي اختيار نۀ وي

 

هسې نا چې ډکې ګېډې وي د سر دستار نۀ وي

هسې نا چې غوړې څڼې وې خو لوپټه نۀ وي

 

هسې نا چې تورې سترګې وي جګه شمله نۀ وي

ما خو خپل زخمونه دې غمونو کښې تللي دي

 

ما خو پښتنو ته د جرګې لارې نيولي دي

اې پښتنو څۀ کوئ

 

 

تقاضا 

محمد اقبال اقبال

 

زما احساس د محبت زما ارمان وطنه

 

زما جذبه د عقيدت زما جانان وطنه

په نصيب خاورې، زما خاورې اې زرينې خاورې

 

د مېړنو په وينو رنګ اې ګل ورينې خاورې

ستا نصيبې ته ستا قسمت ته چې مې فکر يوسي

 

 

ستا نعمتونو، جنتونو ته مې پام وګرځي

نو عجيبه شانې احساس مې په ضمير خور شي

 

يو خوبولے پسرلے مې په تعبير خور شي

داسې حالاتو کښې چې نن ته او سبا ته ګورم

 

داسې وختونو کښې چې ځان ته او هم تاته ګورم

د ځان ځانۍ او د نفاق سيلۍ په زړۀ بادېږي

 

د هر بې وسه، بې وسي ستا په سينه داغونه

چې سلامت انسانيت په کښې په وير سر دے

 

داسې د وخت د تقاضۍ يو ضرورت پېښېږي

چې څوک انسان دې راوچت شي په نامه د امن

 

د دې وطن د دې وګړو د ښېګړې په نوم

داسې انسان چې د انسان د سر سودا نۀ کوي

 

داسې انسان چې خپل شناعت پورې خندا نۀ کوي

چې عقيده ئې د وګړو د خدمت سره وي

 

چې سياست ئې د وطن د سياست سره وي

داسې انسان چې لاس نيولے لاروي بوتلے شي

 

داسې انسان چې لاس ئې رسي د ستم ګريوان ته

داسې انسان چې د دړدمنو په سلګو کښې اوسي

 

داسې انسان چې د هر زړۀ په اسوېلو کښې اوسي

زما احساس د محبت زما ارمان وطنه

 

زما جذبه د عقيدت زما جانان وطنه

پېغام د امن کښې به روڼ د شعور نمر خور شي

 

د دې وطن په توره شپه به سپين سحر خور شي

 

 

 

                                     

 

دُعا

 

محمد زبېر حسرت

 

لويه خدايه لويه خدايه

 

دا تيارې په مونږ رڼا کړې

هر يو درد راله دوا کړې

 

هر يو غم مو په خندا کړې

لاله زار دشت او بېديا کړې

 

خپلې برخې مو رابيا کړې

پښتانۀ يوه په وفا کړې

 

شا په شا ئې له جفا کړې

دوي پخپلو کښې پخلا کړې