This is your page.Your poetry,letters and messages are displayed here.This is not part of the published magazine but
may be cosidered for future publicatishing.We hope the visitors of pasoon.org will enjoy your items.
خپل ليکونه پاڅون
ته اي ميل کړۍ....مننه
غـــزل
غـــزل د ښــکلو غزلــزار
کړه ځـوانې
ما ته په زلفو
کښې بهار کړه ځانې
ذاهــده ســتا
توبی بـه هله مــــنم
تا که حسین غوندې
سنګسار کړه ځوانې
د حق رېښتونی سړی
داسې ګوره
چا چې منصور غوندې
په دار کړه ځوانې
توبی خلوت
او د جومات خبرې
پدې خبرو مونږه
خوار کړه ځوانې
خداېه که اوغواړم
نو رابه ې کړې
د ژوند خوږو ته
مې اېسار کړه ځوانې
ظهوره ډیره په
توبو تیره شوه
بس
اوس په شان ې د مېخوار کړه
ځوانې
ظهوراحمد
کډوال
کور او کلئ په ما تنګ شو
چې مې کډه ځیني وکړه
خپل پردي رانه
په څنګ شو چې مې کډه ځیني
وکړه
څوک به د خاپوړو
کوڅې هیرې کړي
په خوښه
لوټه
لوټه يي ګړنګ شو چې
مې کډ ه ځیني وکړه
لنګۍ داحمد خان
او میرویس خا ن را نه
چا یوړېو
رورمې ورورسره
په جنګ شوچې مې کډه ځیني
وکړه
د افغان سعید
د پوهې ډیوئ مړې
کړلې رقیب
لوي افغان لکه ملنګ
شو چې مې کډه ځینی وکړه
د محمود
طرزي کرلي ګلان وچ
شول په ساحل
بلبل
پوخ لکه پتنګ
شو چې مې کډه ځیني
وکړه
د
امان د آزادۍ بیرغ
يي وویشتو په ځمکه
غل سقاو
بیا په غورزنګ شو چې
مې کډه ځیني وکړه
بیرته د
دوستۍ په نامه
زوړ استعمار راغئ
مشر کشر
مې بدرنګ شو چې
مې کډه ځیني وکړه
بیا بالا
حصار ته انګریزان
شولو ور پورته
د اکبر
قبر مې ړنګ شو چې مې
کډه ځیني وکړه
ا و ر د نا پو
هۍ نه شو حا کم
ملي نفا ق
ورک دننګ دتوري
شرنګ شو چې مې کډه ځیني
وکړه
خدمتګارغریب مجبور
شو چې کډوال را شي ناروې
ته
بل بدنام
ملي غورزنګ شو چې مې کډ
ه ځیني وکړه